علماء، مجتهدین او فقهاء

د امام بخاري رحمه الله په اړه په زړه پوري معلومات

 

درنو لوستونکو! ما یې په لیکلو د ستړیا احساس نه دی کړی؛ تاسو یې په لوستلو مه ستړي کېږئ! ډېر څه به پکې ومومئ – ان شاء الله.

په (۱۹۴ هـ) د اوزبکستان په هیواد، د «بخاری» په ښار کې یو ماشوم نړۍ ته راغلی، پلار له خوښۍ نه، نوم د تبرک له امله «محمد» پرې کېښود! تر هغه مشر ورور، احمد نومېده.

یاد پلار یو نېک وګړی و، «اسماعیل» نومېده. د بیت الله شریفي او نبوي روضې د زیارت تر څنګ یې هغلته د دار الهجرة امام، مالک بن انس هم ولید، ځیني نبوي حدیثونه یې هم ترې واورېده. وړاندې له دې، چې «محمد» زلمی شي؛ هغه ومړ!

هغه د مرګ پر بستر دا وینا په ټینګار سره کوله، چې زما په ټوله شتمنۍ کې حرامه، بلکې شکمنه روپۍ هم نشته! هغه داسې مهال خپل روح الله پاک ته وسپارل، چې ډاډه و، چې زما په پاک مال روزل شوي بچیان به د نړۍ پر مخ د لمر په څېر ځلېږي! – رحمه الله تعالی.

احمد او محمد بې سر پرسته شول! پتمنې مور یې د هغوی د روزنې او پالنې چارې په واک کې واخیستې؛ خو داسې څه پېښ شول، چې د هغې ژوند یې له کړاوونو ډک کړ؛ هغه دا، چې د زړه د ټوټې (محمد!) سترګې یې په ناڅاپي ډول ړندې شوې! دا یوه ستره غمیزه وه، چې د مورکۍ د ورانې جونګړې مېلمنه شوه او د هغې ژوند یې سخت وځاپه!

محمد د ژوند له ټولو رنګینیو او خوښیو بې برخي شو؛ د لاس په تپولو به یې خپل مسیر څاره! مورکۍ یې هک پک حیرانه ده، چې د محمد د یادې ناروغۍ درمل به څنګه او چېرته مومي؟!

دا یو حقیقت دی، چې څوک ډېر عاجز شي؛ نو الله پاک د هغه په زړه کې دا را وټوکوي، چې راشه د ستر څښتن، لوی دربار ته په زیات اخلاص لاسونه لپه کړه، چې غمیزې ته دي د حل لاره پیدا شي. هغې مبارکې همداسې وکړل، کله به چې شپې د بخارا پر ښار خپلې تورې وزرې وغوړولې؛ د خلکو زوږ او شور به تت شو؛ د خوب ښاپېرۍ به د بېغمه او بېنمه وګړو مېلمنه شوه؛ نو هغې مبارکې به اودس تازه کړ، الله جل جلاله ته به یې لاسونه لپه کړل، د تړمو اوښکو په بدرګه به یې ویل: اې د ښکلا خالقه! زما د محمد سترګو ته رڼا راوله! د هغه په روغو سترګو مې زړه ټکور کړه! د زړه له کوره مې دا درد او کړاو وباسه!

یوه شپه د محمد مورکۍ د تېر په څېر لمونځ ادا کړ، دعا یې وکړه، دا شپه یې په ډېر جدیت الله پاک ته د محمد د رغولو دعا وکړه، سترګې یې درنې شوې، د خوب څپه پرې راغله، ابراهیم علیه السلام یې په خوب ولید، ورته یې ویل: اې د محمد مورې! ستا د دعا او ژړا له امله الله پاک د محمد سترګې روغي کړې، لیده، کاته یې پر خپل حال شو. له خوب نه را وغورزېده، د یاد خوب او زېرې له امله یې زړه درزېږې! د شپې د سبا کېدو په انتظار ده، د سهار اذانونه پیل شول، د محمد مورکۍ خپل زمن لمانځه ته ویښ کړل، ناببره یې ولیدل، چې خوب یې ریښتیا ده! محمد په بیړه د اوبو لوښي ته وخوځېد، د اوداسه په تکل کې شو، پرته له دې چې له بل چانه مرسته وغواړي. مورکۍ یې په ژړا په سجده الله پاک ته ولوېده، مسله یې په اوښکو لمده کړه!

د دې سترې خوښۍ د شکر د ادا کولو له پاره د زمنو په ملتیا د کعبې شریفې پر لور وخوځېده، حج یې ادا کړ، دا مهال ۲۱۰م هـ سنه روانه وه. مورکۍ د احمد په ملتیا بېرته بخارا ته را ستنه شوه، محمد هغلته د علم د زده کړي په موخه پاتې شو.

هغه مبارک لا ماشوم و، چې د ابن المبارک رحمه الله کتابونه یې یاد کړل، لایې پر مخ وېښتانو خط نه و وهلی، چې الله پاک د تصنیف ویاړ ور وباښه، لا ماشوم و، چې په پوهه، زیرکي، عبادت او تقوی کې یې ساری نه لیدل کېده.

هغه مبارک په خپله وایي، چې زه اتلس کلن وم، چې د صحابه و، تابعینو او ځینې نورې پېچلې مسلې مې ولیکلې. دا راز مې «التاریخ الکبیر» مبارکې نبوي روضې ته څېرمه د سپوږمۍ رڼا ته ولیکل.

دا راز هغه مبارک ویل: یو لک صحي (۱۰۰۰۰۰) او یو لک (۱۰۰۰۰۰) غیرصحي نبوي حدیثونه مې په خپله حافظه کې یاد وساتل!

له یو زر اتیا (۱۰۸۰) ناموتو شیخانو مې د حدیثو د زده کړي ویاړ تر لاسه کړ (ځینو علماوو یې د ټولو استاذانو شمېر شاوخوا ۴۰۰۰ ښوولی.)

هغه مبارک د غښتلي علمي ویاړ ترڅنګ جهادي ویاړ هم لاره. د غشو په ویشتلو کې داسې ماهر و، چې د ګوتو په شمېر ځایونو کې یې ګوزار له هدف نه خطا شوی دی.

هغه مبارک ورځ تر بلې په علمي ډګر کې پرمختګ کاوه، تر دې، چې د نبوي امت له پاره یوه ځلانده ډېوه؛ بلکې لمر وګرځېد! هر چا به یې د لیدو ستر ارمان لاره، که د کوم ښار پر لور به یې د سفر تکل وکړ؛ نو د هغه ښار خواص او عوام به یې د راتلو انتظار کاوه.

داسې علماوو هم شتون لاره، چې د خپل ژوند یوه پوره برخه به یې – که شونې وای – هغه ته بښله، له هغوی نه د بېلګې په توګه «يحيى بن جعفر البيكندي» یادولای شو. هغه رحمه الله به ویل:

«لو قدرتُ أن أزيدَ مِن عمري في عمر محمد بن إسماعيل لفعلتُ…» ژباړه: که شونې وای، چې د ژوند یوه برخه د محمد بن اسماعیل [امام بخاري] و ژوند ته ورزیاته کړم؛ نو هرو مرو به مې دا کار کړی وای؛ ځکه زما مړینه د یو فرد مړینه ده او د هغه له مړینې سره علمي قافله هم کډه کوي.

امام بخاري رحمه الله د نورو معتمدو تصنیفونو تر څنګ یو داسې کتاب تصنیف کړل، چې د الهي اسماني کتاب (قرآن مجید) را په دېخوا دوهم مقام لري. یاد کتاب د «صحیح البخاري» په نامه یادېږي. یاد کتاب یې د خپل ګران استاد، «اسحاق بن راهویه» په سپارښتنه په نبوي حدیثونو کې ترتیب کړ. د بخاري شریفې لیکنه یې د مکې مکرمې په حرم شریف کې پیل، د ۱۶ کالو په اوږدو کې یې د یو لړ سختو سفرونو په ترڅ کې په مسجد نبوي کې سر ته ورسوله. په همدې مبارک کتاب کې یې له مکررو پرته ټول ټال ۷۲۶۱/ ۷۲۷۵ مبارک حدیثونه، له شپږ لکه (۶۰۰۰۰۰) هغو حدیثونو نه، چې له همده مبارک سره یې شتون لاره؛ را غونډ کړل. هر حدیث به یې په اوداسه/غسل تر دوه رکعته لمونځ او استخارې وروسته لیکل! معاصر علماء ترې حکایت کوي، چې هغه مبارک به ۲۰/ ۳۰ ځله د شپې را خوځېده، یو څه به یې لیکل.

له همدې امله الله پاک د هغه مبارک و یاد کتاب ته دومره مقبولیت ور وباښه چې ټوله اسلامې نړۍ یې له زرینو وړانګو نه ګټه اخلي.

د هغه رحمه الله تعالی شاګرد (فربري) وایي: نبي علیه السلام مې په خوب ولید! راته یې ویل: چېرته ځې؟ ورته مې وویل: محمد بن اسماعیل البخاري ته. هغه علیه السلام مبارک راته ویل:

«أقرئه مني السلام.» هغه ته زما سلام وایه.

یو ولي وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مې په خوب وليد، يو ټولی صحابه کرام هم ور سره ولاړ وو، ورته مې سلام وکړ، راته یې وعلیکم السلام وویل. ورته مې وویل: اې د الله پاک رسوله! دلته څنګه ولاړ یې؟! راته یې ویل:

«انتظر محمد بن اسماعیل»

ژباړه: د محمد بن اسماعیل [امام بخاري] انتظار کوم! هغه وايې، وروسته څرګنده شوه، چې په همدې ورځ هغه له همدې نړۍ کوچېدلی و.

هغه رحمه الله د دنیوي ښکلا په فکر کې نه و، له ټولو ناوړه کړنو: غیبت، تهمت، نمیمت… نه ډېر لري ګرځېده.

د هغه خوراک یواځې وچه ډوډۍ وه اوبس؛ دا راز هله څرګند شو، چې د ور پېښې ناروغۍ پر مهال شاګردانو طبیب ته یووړ، طبي معایناتو وښوده، چې هغه یواځې وچه ډوډۍ کاروي! وروسته یې د هغوی د زیات ټینګار له امله لږ ګوړه ور سره کاروله.

د هغه مبارک علمي سفر بېلابېلو اسلامې ښارونو ته ټولټال (تګ او راتګ)؛ ۱۳۹۰۰ کلو مټره اټکل شوی.

د هغه د همدې ویاړمن کتاب شروحات د ابن حجر رحمه الله په دور کې ۳۰۰ ته رسېدلې وې.

هغه رحمه الله د ژوند په ورستو کې له ډېرو ناخوالو سره لاس او ګرېوان شو! الله پاک ته یې لاسونه لپه کړل، ویې ویل:

«اللهم قد ضاقت علی الارض بما رحبت؛ فاقبضني إليك.»

ژباړه: اې زما ربه په باوري توګه ارته زمکه پرې را تنګه شوه؛ نور مې له دې زمکې در واخله!

ویل کېږې د همدې میاشتې په اوږدو کې یې خپل پاک روح د اروحانو مالک ته د ۶۲ کالو په عمر لرلو سره په کال ۲۵۶ هـ کې؛ وسپارل! د کوچني اختر په ورځ د ماپشین تر لمانځه وروسته د خر تنګ په یوه هدېره کې خاورو ته وسپارل شو.

د عاجز! پورته څو کرښي د هغه رحمه الله تعالی د زرینې ژوندلارې مناقب نشې رانغښتی؛ دا یواځې د هغه رحمه الله تعالی د مناقبو یوه نمونه وه، چې له بېلابېلو معتمدو سرچینو نه مو را غونډې کړې.

سرچینه: [سير أعلام النبلاء: ۱۲/۳۹۵، هدى الساري

مقدمة فتح الباري لابن حجر العسقلاني: ۴۷۷-۴۹۴، رحلة ابن

بطوطة:۳۶۹-۳۹۴، مقدمة البخاري للسهارنفوري: ۳ و غیره]

رحم الله الإمام رحمة واسعة، وأجزل له العطاء والمثوبة، ونسأل الله تعالى أن يجمعنا معه في جنات النعيم، والحمد لله أوَّلاً وآخرًا.

لیکنه او راټولونه: مفتي حمد الله «دانشمند»

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: