دگرم آبي کبانو په فارم کې د نه غټيدو پوښتنو ته ځوابونه

د افغانستان دمختلفو ولايتوڅخه په تيره هفته کې لسگونو کسانو زنگ راوهلې دې چي دوه کاله کيږي يايونيم يايوکال کيږي کبان مې ترلس سانتي نه دي غټ شوي دپکتيکا نه يي زنگ وکړ چي کبان مې دوو کالوکې هيڅ نه دي غټ شوي څه وکړم کله مې چي پوښتنه ترې وکړه چي کوم نسل کبان دي خونسل يي هيڅ نه وو ورمعلوم مسنجر کې مې دعکسو غوښتنه ترې وکړه سړې سپين ږيرې وو فسبوک يي نه پيژندو خوډيرې زارې يي وکړې چي پکتيکاته راشه معاش به درکړم که دولت مسلکي کسان روزلي وې نن به دامشکل نه وو دننگرهار نه دوو کسانو هم ويل چي کبان يي نه غټيږي دوې تراندازې ډير کبان په حوض کې اچولي وو دکبانو دنه غټيدو لپاره لاندې نظريات وړاندې کيږي.

اول ؎ هرڅوک چي دفارم لپاره کبان اخلي بايد گراس کارپ انتخاب کړي چي خوراک يي واښه يعنې رشقه دې
دوهم ؎ دکبانو نسل بايد اصلاح شوې وي که اصلاح شوې نه وي نودکبانو بچيان نه غټيږي دکبانو بچيان بايد په ضمانت له شرکت نه خريداري کړي چي گرمو ولايتوکې په کال کې دوه کيلو اوپه يخو ولايتوکې تريوکيلو وزن واخلي
دريم ؎ فارم داران بايد ديوجريب فارم لپاره دوه نيم زره ٢٥٠٠ کبانو بچيان واخلي په متر مربع کې يو اوپنځه سوه دضايعاتو په خاطر که کبانو بچيان په فارم کې له ټاکلې اندازې زيات وو نوبياسم نه غټيږي گيله دې نه کوي اوشرکتونه مکلف دي چي په فارمدارانو زيات بچيان خرڅ نه کړي
څلورم ؎ په فارم کې بايد يونيم متر اوبه ولاړي وي اواوبه بايد دکشت لپاره استعمال نه شي که اوبه له حوضو وويستل شي اوتازه اوبه فارم ته داخليږي نو کبانو بچيان سم نه غټيږي په خاص ډول سلور اومعمولي کارپ کبان
پنځم ؎ دکبانو خوراک واښه دي خورشقه يعنې شپشتي ښه خوري بايد يوجريب فارم ته دورځې دوه ويشت ٢٢ کيلو رشقه استعمال شي اوخوراک دورځې دوه وخته ورکړل شي نيم سهار نه ٩ بجې اونيم نور ماسپښين درې ٣ بجې
کبان وچه ډوډې هم خوري که خوراک دکبانو کافي اندازه نه وي نو کبان سم نه غټيږي
شپږم ؎ ددې لپاره چي کبان ښه غټ شي نولاندې دوه خوراکونه چي بازار اوکليوکې پيداکيږي کبانوته استعمال شي نوڅوچنده به آضافه غټ شي
اول ؎ په بازار کې موجوده کنجاړه لکه دپنبې دانې زغردو گل آفتاب پرست اونورې کنجاړې هره ورځ کبانوته ورکړل شي نوکبان زرغټيږي
دوهم ؎ ديوجريب فارم لپاره يوه لاسي گاډې دغواخوشايه دوه کيلو سپين کود يوريا اولس لتره اوبه دادرې شيان ماښام سره گډ کړې اوسهار يي په حوض کې شاوخوا واچوې دازيات پرازيټونه توليدوي اوکبان ښه ورسره غټيږي
که دادچا په وس نه وي پوره بيادې په يوجريب فارم کې چي کبان لس سانتي غټ شوي وي سل ١٠٠ قطعې مرغابې دي په فارم کې وروزي دهغه غايته مواد پرازيټونه توليدوي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب