د غازي امان الله خان صورت او سيرت

ځوان حکمران

دا ليکنه په حقيقت کي د اعليحضرت غازي امان الله خان د سيرت او صورت يوه خاکه ده . چي  په کال ١٣٠٢ ل کي د ( ا . ص ) په قلم ليکل شوې ده . او بيا د نوموړي کال د >  امان افغان  < د ورځپاڼي د زمري د مياشتي په ٢٩مه ګڼه کي  ( د کابل څخه مکتوب ) تر سرليک لاندي چاپ شوې ، چي ورپسې د وخت په رشديه ښوونځيو کي د ( ادبي منتخباتو د کتاب ) په نوم د ١٣٠٧ ل کال د چاپ څخه اقتباس شوې ده . کوم متن چي دلته تقديم کيږي ، د هغه ځوان پاچا صورت او سيرت ، په موشګافۍ سره معرفي کوي ، او ددې انځور څخه څرګنديږي چي ليکوال د غازي سره دوست او ملګری پاتې شوی دی او هغه خدای بخښلی يې په دقيق او ژول ډول پېژنده . ( حبيب الله رفيع )

 د اعليحضرت غازي امان الله خان صورت او سيرت

د ( ا . ص ) ليکنه  (( ١٣٠٢ ل کال کابل ))

حضرت امان الله خان د خپل شهيد پلار امير حبيب الله خان  دريم مشر زوی دی . د يوه ځانګړي فطرت خاوند دی او دخپل نيکه امير عبدالرحمن خان په څېر د کلکي ارادې او عزم خاوند دی . اوس د عمر په ٢٨ کلنۍ کښي دی . د منځنۍ وني خاوند ، صحيح البنيه او غنم رنګه دی . د تورو ښکلو سترګو څخه يې د پوهي او ذکاوت اثار راڅرګنديږي . برېتونه يې لنډ دي هيجاني او عصبي مزاجه ليکن متواضع دی .فوق العاده ذکي ، سريع الانتقاله ، ظريف او نکته پوه زلمی دی . خپل مخاطب ضرور مسخر کوي . سره له دې چي د پخوانيو اميرانو مهيم شمېر او اوسني جګپوړي حکومتي اراکين د هيواد په ملي ژبه ( پښتو ) خبري نه شي کولای . امير ملي ژبي پښتو ته نه يوازي ترجيح ورکوي ، بلکي په هغې تکلم کوي . اوهغه کسان چي د پښتو ژبي څخه اهمال کوي ، خطا کار شمېري . په ترکي ژبه په بشپړ ډول پوهيږي ، په وطني پارسي لهجه اشعار وايي . او دغه دم اخته دی ، ( فرانسوي ) ژبه زده کوي . خپل زوي ، او يو ورور يې تېر کال د تحصيل لپاره پاريس ته واستول . موټر او بايسکل ډير ښه چلوي . د توپانچې په استعمال کي خورا ماهر دی . د پخوانيو آس ځغلوونکو په څېر تر ليري واټن پوري ، آس په چهار نعل ځغلوي . په کرسۍ او ممبر باندي په داسي برياليتوب باندي خطبه وايي ، چي حاضرين پر ژړا راولي . د تينس لوبه کوي ، مارش ترتيبوي . پيانو ږغوي او په خپلو لاسونو يوي کوي . … !! .

بالذات د لمانځه لپاره امامت کوي . کله کله له علماوو څخه پوښتي چي :   ايا زما څخه به سېوا ، بل پاچاوي  چي خپل حق يې له علماوو څخه اخستی وي   ممبر ته د ملي لونګۍ او بربنډي توري سره پورته کيږي او وايي : اميران بايد په خپله خطبه ولولي تر څو د فرمان ورکولو قوت او قاطعيت پيدا کړي   په هر راز بدلون او تجدد مين دی ، او په ټټر کښي يې يو سپين او له مسلمانۍ ډک زړه دربيږي . په خپلو خطبو کښي تل حاضرينو ته د يوموټي توب سپارښتنه کوي :  لومړی سره يو شئ ! پس له دې چي کلي او ښارونه وحدت سره وکړي ، بيا وار لوی اتحاد ته رسيږي  اووايي چي په راتلونکي کي به په دې اړه ستاسو سره خبري وکړم . د اسلام پخوانيو حکمدارانو ته په وار سره دعا کوي ، او په پای کښي په دې تضرع له منبره څخه راکښته کيږي :  خدايا ! ددې عاجز د الله جل جلالهُ دلاري د مجاهد سره توفيق مل کړه . پلوی ددې دی چي خطبه د خلکو په ژبه ولوستل شي . کله له ملايانو پوښتي چي : خطبه دچا لپاره ده ؟  که د وګړو لپاره ده ولي دهغوی په ژبه خطبه نه واياست ؟ .

امير وايي : د يوه ملت ژوند غير له ازادۍ څخه ممکن نه دی ! له همدې کبله همدا چي دپاچاهۍ په تخت کښېناست . ښکېلاکګر انګرېز ته يې توره په لاس ، دجګړې اعلان ورکړ ، او ملت يې هم دغه ژوند بخښونکې او خوږه ميوه دهمدې باتور مشر له لاسه څکلې ده .

your ads

همدغه همت او وړتيا غازي امير امان الله خان له خپلو اسلافو څخه ممتاز کړی دی . جدي مشغولتياوي خوښوي  له مناقشې او مناظرې څخه منندوی کيږي . د نارينتوب خوی لري . د پاچاهۍ په ماڼۍ کښي تل نه کښيني . په خلاص او پراخ ماهول کي ګرځي او کار کوي . په يوازي توګه د خپل موټر سره بهر ، په چکر وزي . محمود خان طرزي د بهرنيو چارو پخوانی وزير چي ډير وخت يې په ترکيه کي تير کړی ، او اوس په پاريس کي د ( خپلواک ) افغانستان سفير دی . د امير خوسر دی  . که څه هم د امير په نيکونو کي د څو ښځو نکاح کول رواج ؤ . ليکن  ده په يوه ښځه کفايت کړی دی . د کور عصمت اوسعادت يې له لاسه نه دی ورکړی . د کنيزو او غلامانو ساتل يې منع کړي دي .زړه يې د ملت د زړه سره يو دی . د کابل او مزار شريف د ټيلفون په تړلو وايي : ( ما دا ارتباط ځکه جوړ کړ چي ملت مي خپل درد اوستونزي مخامخ ماته ووايي  کله هم د څېرې په بدلولو بازار ته وزي  ، د خلکو سره اوږه په اوږه ټکري خوري او په زحمت ځان د ډوډۍ پخوونکي او قصاب هټۍ ته رسوي ، يوه ټوټه ډوډۍ او څه غوښه اخلي او شاهي کور ته راستنيږي .او په دې توګه په خپل پاک نفس ددغو څېزونو له بيي څخه ځان خبروي . د قبيلو او قومونو مشرانو ته کورونو ته ، ( چي ګيله کوي ، امير تل په کابل کي پاته کيږي او هيڅ زموږ احوال نه اخلي ) ، بېله مخکنۍ خبرتيا ورځي ، او دهغوی سره د امير غيبت کوي  ، او د وی ته وايي : راځۍ چي يو ځای ارګ ته د شکايت په رسم ورشو . دده هدف هم هغه قهريدلي کوهستانيان دي ، هغوی له ځان سره را اخلي اوشاهي کور ته ورسره راځي .  کوم وخت چي دغه قومي مشران ارګ ته په رارسيدو د پوځي ساتونکو او د پاچا د ياورانو د ډير درناوي سره مخامخ کيږي ، حيران پاتي کيږي ؟!. او بيا يې په مسئله سرونه خلاصيږي ، او بيا په همهغه ورځ دوی د امير مېلمانه کيږي .؟!.

د پسرلي په موسم کي کله چي واوري والوزي ، امير د بزګرۍ کالي اغوندي ، د زرهاوو افغانانو ومخته ، په مځکه باندي يوې کوي . او په دعا کښي د لوی خدای جل جلاله څخه د فيض او برکت غوښتنه کوي . اوپه دې ترتيب سره غرني افغانان چي په لوړو اورغو کښي ، په شپون توب اخته دي ، تشويقوي چي له جګو څخه راکښته شي اوپه کرنه بوخت شي . امير له خولۍ څخه نيولې تر بوټو پوري  کالي دوطن له ساخت څخه ځانته جوړوي  . کورنيو شيانو ته په تعصب سره رواج ورکوي . په کابل کي د نورو هيوادونو استازي اوسفيران ، که وطني اورلګيت ونه کاروي په استاذانه کترو تنقيديوي . ترکان د اسلام تير ګڼي . او حقيقت خوښوي . د افغانانو د زړه ورتيا او نارينتوب پر خوی باندي مين دی . نه يوازي ددوی په خاندان کښي بلکي په کابل کښي داسي بل څوک نشته  چي دغازي غوندي ترکي ژبه يې زده وي .

سره له دې چي د افغانانوملي رنګ تور اوسپين دی . امير سور رنګ ډير خوښوي . د پاچاهۍ بيرغ يې هم چي د ارګ پر ماڼۍ باندي رپيږي . سور رنګ لري . سره له دې جدي او ميړنی کرکټر لري . لطيف مزاج دی . زما په ياد دي ، په پغمان کښي  د خپلواکۍ په جشن کي ، خپل يو تصوير ته چي دده د جثې په اندازه په غوړ رنګ رسامي شوی او دنندارې لپاره درول شوی و ، پام واوښت  ويې خندل اوسلامي يې ورته ووهله . بله ورځ يې د يوه څو کسانو سره يادګار ي انځور اخيسته  ، هر څوک اخته و اوخپله قيافه يې جوړوله ، محمود بېک طرزي خپل حضور ته عرض وکړ : برېتونه مو سم کړئ ! اعليحضرت په جواب کښي ورته وفرمايل :  هو ، دا يو څه دي چي انشاالله په جنګ کښي به اصلاح شي .   يوه ورځ يې د پوځي خولۍ په مناقشه او مناظره کښي  د آس د کمچينې د نوکې په واسطه په خاورينه مځکه يوه کرښه رسم کړه او بله کرښه يې په خپله ګوته تصحيح کړه ، او لازمه يې ونه ګڼله چي خپله ګوته له خاورو څخه پاکه کړي .

نوموړی ملنګ نه دی . بلکي يو حکمتداره فليسوف دی . چي له خپلي خاوري عار نه لري ، هغه خپل شرف اوعزت ګڼي  او له ګوتي سره يې پورته کوي . امير ارزو لري چي د کابل جنوب لويديځ خواته چي تقريبآ ١٣ کيلومتره له ارګ څخه واټن لري .يو نوی ښار چي په ټولو روغتيايي او مدني اړتياوو مجهز وي، د ( بلده امانيه ) په نوم اباد کړي  ، او د لومړي ځل دپاره کاغذي پيسې چاپ ته ورکوي . اعليحضرت په ټولو خبرو اترو کښي چي د راتلونکي کال بوديجه په کښي تصويب کيږي ، بالذات رياست کوي . او په اوسني عصر کښي لومړی ځل دی چي هغه د بوديجې په سم تنظيم بريالی شوی دی .

افغانان چي اوږده موده د خپل ژوند يې ، په خواريو او د روزګار په محروميتونو کښي تيره کړې ، انشاالله چي ددې ځوان پاچا په مرشدانه لارښوونه به په نژدې راتلونکې کښي ، دنړۍ دنورو بسياوو ملکونو په کتار کښي ، خپل مناسب ځای ونيسي . زموږ افغان وروڼه او خويندي  دداسي يو متجدده ، ترقي پالونکي او د عاليه شخصيت درلودونکي ټولواک په مشرتوب ، حقيقتآ مسعود اونېکبخته دي .  

د ژباړونکي تبصره :

شايد کوم ښاغلي لوستونکي ته داسي تحليل په ذهن کښي ورتېر شي ، چي دا ليکنه خو يو اړخيزه بڼه لري ! .

 هو ، اعليحضرت امان الله خان انسان و ، او انسان جايز الخطا دی ! . سره له خپلو نېمګړتياوو د لوی خالق داسي خوښه وه چي د افغانستان دازادۍ د ګټلو لپاره دي د مشرتوب لوړ مقام اووياړ ، د غازي امان الله خان په برخه وي .

ايا ده د استقلال لپاره ځان اوکورنۍ قرباني او برباد نه کړل .؟ دی زموږ د هيواد د غازيانو او شهيدانو ( جوهر ) دی . دهغه نيت د ملت په حق کښي ناپاک نه و ، له ده سره هغو کسانو خيانت وکړ ، چي غازي ته  واقيعآ د باور وړ کسان وو …. ؟ !

ګرانه لوستونکيه  !

په يوه لنډه خبره کښي ، که خپلواک پاچا اعليحضرت امان الله خان د ژوند تر پايه د افغانستان ټولواک ، او غورځنګ يې تر اوسه پوري د هيواد ، سياسي واکمن پاتي شوی وای ، نو زه او ته به نن داسي در په در ، بېوطنه ، محتاج اولالهانده په نړۍ کښي نه ګرځيدلای !

ژباړونکی :   اياز نوري ( خوست وال ) 

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب