د الله تعالی د پېژندګلوۍ نعمت- مه خفه کېږه! (۳۹)

 

د الله تعالی د پېژندګلوۍ نعمت

( وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ ۚ وَكَانَ فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًۭا )

” او تا ته یې هغه څه ښودلي دي، چي درته معلوم نه وو، او پر تا د الله مهرباني ډېره زياته ده. ”

جهالت د ضمیر او وجدان مرګ، د ژوند تباهی او د عمر عبث کول دی.

( أَعُوذُ بِٱللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْجَٰهِلِينَ )

” زه له دې نه الله ته پناه ور ړوم ، چي د جاهلانو غوندې خبرې وکړم .”

علم د سترګو نور، د روح ژوند او د فطرت ځواکمنی ده.

( أَوَمَن كَانَ مَيْتًۭا فَأَحْيَيْنَٰهُ وَجَعَلْنَا لَهُۥ نُورًۭا يَمْشِى بِهِۦ فِى ٱلنَّاسِ كَمَن مَّثَلُهُۥ فِى ٱلظُّلُمَٰتِ لَيْسَ بِخَارِجٍۢ مِّنْهَا ۚ  )

” ايا هغه څوك چي مخکي مړ ؤ، بيا موږ هغه ژوندی کړ، او هغه ته مو هغه رڼا ورکړه، چي د هغې په وړانګو کښي هغه د خلكو په منځ کښي د ژوند لاره وهي، د هغه چا په څېر کېدای شي چي په ترږمیو کښي غورځېدلى وي او په هیڅ شان ورڅخه وتونكى نه وي؟ ”

خوښی او نېکمرغی له علم سره ملګرې وی، ځکه چې علم د ورک شی ترلاسه کول او د ناڅرګندو شیانو په راز پوهېدل دی.

انسانی زړه د نویو شیانو د معرفت او خبرتیا لپاره ناکراره وی، په مقابل کې یې جهالت ناکراری، غم او اندېښنه ده او یو داسې ژوند دی چې هېڅ نوی شی نه لری، نه لطف او نه خوند، نننۍ ورځ هم د پرونۍ په څېر بې خونده ده، که غواړې چې نېکمرغه او خوشحاله ژوند ولرې، علم ترلاسه کړه او د معرفت په لټه کې شه، ډېرې ګټې به ترلاسه کړې، چې په دې توګه به ستا ناکرارۍ، غمونه او اندېښنې پای ته ورسېږی.

( وَقُل رَّبِّ زِدْنِى عِلْمًۭا )

” او دُعا وکړه چي اې پروردګاره! ما ته لا زيات علم راکړه. ”

( ٱِقْرَأْ بِٱسْمِ رَبِّكَ ٱلَّذِى خَلَقَ )

” اې پېغمبره (ص)!] ولوله، د خپل رب په نوم چي هغه (ټول مخلوقات) پېدا کړي. ”

او په حدیث کې دی: ( من یردِ اللهُ به خیراً یفقِّههُ فی الدین )

” الله تعالی چې چاته د خیر اراده وکړی، نو د دین پوهه ور نصیب کړی.  ”

جاهل او له معرفت ناخبره انسان هېڅ حق نه لری، چې پر مال، جاه او جلال فخر وکړی، ځکه چې ژوند یې پوره او عمر یې کامل نه دی.

( اَفَمَنْ یَّعْلَمُ اَنَّمَآ اُنْزِلَ اِلَیْکَ مِنْ رَّبِّکَ الْحَقُّ کَمَنْ هُوَ اَعْمَی )

” ښه نو دا څنګه کېدای شی، چې هغه څوک چې ستا د رب دغه کتاب چې هغه پر تا نازل کړی دی، حق پېژنی او هغه څوک چې ددې حقیقت له پلوه ړوند دی، دواړه یو شان شی؟ ”

ستر مفسر زمخشری رحمه الله وایې:

سهری لتنقیحِ العلومِ ألذلی

مِنَ وَصْلِ غانیةٍ وطیِبِ عنِاقِ

وتمایُلی طرَباً لحلِّ عویصةٍ

أشهی وأحلی من مُدامةِ ساقی

وصریرُ أقلامی علی او راقها

أحلی من الدَّوْکاءِ والعشَّاقِ

وألذُّ من نقرِ الفتاةِ لدُفِّها

نقری لأُلقی الرملَ عن او راقی

یا مَنْ یحاول بالأمانی رُتْبتی

کمْ بین مُسْتَغْلٍ و آخرَ راقی

أأبیتُ سهران الدُّجی وتبیتهُ

نوماً وتبغی بعدَ ذاکَ لحِاقی

” د علومو د کره کولو لپاره زما ویښه شپه تېرول، د یوې پېغلې تر وصاله ډېر خوند راکوی.

د یوې ستونزې د حل لارې لټولو خوښی، زما لپاره د ساقی تر پیالې ډېره خوندوره ده.

د کاغذ پر مخ زما د قلم غږ، د مېن د زړه تر ساندو راته خوندور دی.

د کاغذ له مخې د خاورو څنډلو غږ، د یوې پېغلې د دریا تر غږه ډېر خوندور دی.

ای هغه انسانه! چې یوازې د فکر او خیال پر بنسټ غواړې، زما مقام ترلاسه کړی! د یوه لاس تړلی انسان او څوک چې پورته روان وی، ترمنځ ډېر ستر توپیر پروت دی.  ”

معرفت څومره لوړ مقام دی! نفسونو ته خوښی بښی، زړونه پرې یخېږی او خوښی ترې ترلاسه کېږی.

( اَفَمَنْ کَانَ عَلَی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّهِ کَمَنْ زُیِّنَ لَهُ سُوْءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوْا اَهْوَآءَهُمْ )

” ښه نو ایا داسې کېدای شی، چې څوک چې د خپل رب له لوری په روښانه او څرګند هدایت باندې وی، هغه دې د هغو خلکو په څېر شی، چې د هغو لپاره د هغو بد عمل ښایسته کړی شوی دی، او هغوی د خپلو نفسی غوښتنو پیروان ګرځېدلی دی؟  ”

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني

ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب