د افغانستان د کرکټ لوبغاړي

 

نوروز منګلnorooz mangal
د ۱۹۸۴ ميلادي كال، په نومبر مياشت كې، كابل كې زيږېدلى او اصلي د خوست ولايت اوسيدونكى دى
دى ښي لاسى بېټس مېن او ښي لاسى نورمال بال وېشتونكى دى
د كركټ نړېوالو لوبو په وروستيو دريو پړاوونو كې د افغان لوبډلې مشر (كفټان) پاتې شوى او درېواړه يې ګټلې دي.
د خوښې لوبغاړى يې سچن ټنډلكر دى.
پېنځه ځلې په اسيايي سياليو كې د تكړه لوبغاړي په توګه پېژندل شوى دى

محمد اصغر ستانېكزىasghar stanikzai
د ۱۹۸۷ ميلادي كال د فرورۍ په دوه ويشتمه كابل كې زيږيدلى
دى ښي لاسى منځنى تېز بالر دى
له ۲۰۰۲ راهيسې كركټ كوي، د خوښې لوبغاړى يې انډريو فلېنټاف دى
ده د ۱۱۰ بالونو په مقابل كې د ۱۰۲ منډو په كولو ښه نوم خپل كړى
او پرله پسې ۶۶  منډې يې د ۶۲ بالونو په مقابل كې، په داسې حال كې كړې، چې اوټ شوى نه دى.


محمد نبي عيساخېل
دى د ۱۹۸۵ ميلادي كال، د مارچ مياشتې په اوومه نيټه په لوګر ولايت كې زيږيدلى دى
دى هم ښي لاسى دى
د ده د خوښې لوبغاړى كيون پېټرسن دى.mohammad nabi
د پېنځم پړاو (ډيوېژن) پر وخت، چې افغانستان يوه لوبه د اوو متقابلو لوبغاړو په سوځولو ګټلې وه، په هغو كې څلور كسان محمدنبي سوځولي وو.
ده د هانګ كانګ په خلاف لوبه كې، كله چې بېټينګ كاوه،  ۷۵ منډې كړې وې او د بالېنګ پر وخت يې د ۳۲ منډو په وركولو سره د هغوى ۵ لوبغاړي سوځولي وو
همدا راز دغه تكړه لوبغاړي له كېمان ټاپوګانو سره په لوبه كې د بالېنګ پر وخت د ۲۳ منډو په وركولو سره د هغوى ۴ لوبغاړي سوځولي وو او دې له دې سره مرسته وكړه، چې افغانستان د ۸۲ منډو په ډېروالي بري ته ورسيد.


ريس خان احمدزى
نوموړى د ۱۹۸۴ ميلادي كال، د سپټمبر مياشتې په شپږمه، د افغانستان په لوګر ولايت كې زيږېدلى دىrais ahmadzai
دى هم ښي لاسى دى
ده په ۱۹۹۷ ميلادي كال، د پېښور په مالك نومي سپورټي كلب كې زده كړې پيل كړې
ريس خان په ۲۰۰۴ ميلادي كال كې، د هانګ كانګ درې لوبغاړي سوځولي وو.
ده په څلورم ډيويژن كې د ۶۴ بالونو په مقابل كې ۶۸ منډې هم جوړې كړې دي.
همدا رنګه يې په څلورم ډيوېژن وروستۍ لوبه كې د غوره لوبغاړي لقب ګټلى.
دى چې كله په لوبو بوخت نه وي، نو د كركټ په اړه مجلې او اخبارونه لولي.


دولت خان احمدزى
نوموړى د ۱۹۸۴ ميلادي كال، د سپټمبر مياشتې په ۵مه نيټه د افغانستان په لوګر ولايت كې زيږېدلىdawlat ahmadzai
دى هم ښي لاسى او منځنى تېز لوبغاړى دى.
د ده د خوښې لوبغاړى وقار يونس دى، چې د ده په وينا يې بال ښه تاويږي.
دى د يوه كال له پاره د ملي ټيم كپټان هم پاتې شوى.
كله چې د پېنځم ډيويژن نيمه پاى لوبه وه او افغانستان له نيپال سره لوبيده، نو ده د درو كسانو په سوځولو سره، دا مرسته وكړه، چې افغانستان د ۳۷ منډو په ډېروالي د لوبې اتل شي.


سميع الله شينوارى
دى د ۱۹۸۷ ميلادي كال، د ډسمبر په وروستۍ وروځ په ننګرهار ولايت كې زيږيدلى دى
دى هم ښى لاسى دىsamiullah shinwari
كركټ لوبه يې په ۲۰۰۳ كال پيل كړې.
د ده د خوښې لوبغاړى شان ورن دى (د اسټراليا اوسيدونكى)
ده په ۲۰۰۸ ميلادي كال كې د نيپال پر وړاندې لوبۀ كې د ډېرو منډو په كولو د غوره لوبغاړي لقب ګټلى ؤ او هم په دې لوبه كې يې د بالېنګ پر وخت دوه تنه سوځولي هم وو.
ده همدا راز د شلو منډو په وركولو د دوبۍ ۴ لوبغاړي سوځولي وو او په دې سره يې په ۲۰۰۷ كال كې خپلې لوبډلې ته د دې چانس وركړى ؤ، چې له دوبۍ څخه د ۴۷ منډو په ډېروالي لوبه وګټي.
ده په دريم ډيوېژن كې هم، كله چې له يوګاندا سره لوبه وه، د بالېنګ پر وخت د ۳۲ منډو په وركولو سره د يوګاندا ۳ لوبغاړي وسوځول.


شاپور ځدراڼshahpoor zadran
دى د ۱۹۸۵ ميلادي كال، د لومړى مياشتې، په لومړۍ ورځ پيدا شوى.
خو دى، د افغانستان د ډېرو لوبغاړو خلاف چپ لاسى دى.
بيټېنګ كې هم چپ لاس ته دريږي او منځنى تېز لوبغاړى دى.
دى نوى راغلى او په اړه يې ډېر معلومات نشته

حميد حسن
دى د ۱۹۸۷ ميلادي كال، د جون مياشتې په لومړى نېټه په ننګرهار ولايت كې زيږېدلى.hamid hasn
په ښي لاس بآل كوي او منځنى تېز بالر دى.
د ده د خوښې لوبغاړى انډريو فلېنټوف دى.
ده د پېنځم پړاؤ (ډيويژن) پر وخت له جرسي سره په لوبه كې، د هغوى ۴ لوبغاړي سوځولي وو.
ده همدا راز په څلورم ډيويژن كې، چې كله بالېنګ كاوه، نو فيجي ته يې د ۲۲ منډو په وركولو، د هغوى ۴ لوبغاړي او اېټلې ته د ۱۹ منډو په وركولو د هغوى ۳ لوبغاړي سوځولي وو.
او په دريم ډيويژن كې يې له كيمان ټاپوګانو سره په لوبه كې، د ۱۶ منډو په وركولو، د هغوى ۳ لوبغاړي سوځولي وو، په دې سره ده خپلې لوبډلې ته دا چانس وركړ، چې د ۸۲ منډو په ډېروالي د دغې لوبې اتله شي.


نورعلي نوريnoor ali
دى د ۱۹۸۸ ميلادي كال، د جولاى مياشتې په لسمه نېټه، د افغانستان په خوست ولايت كې زيږېدلى.
دى هم ښى لاسى او منځنى تېز بال وېشتونكى دى.
ده په ۲۰۰۳ ميلادي كال كې د كركټ لوبه شروع كړې.
د ده د خوښې لوبغاړى راهول ډراوېډ دى (د هېند اوسيدونكى)
كله چې دى كركټ نه كوي، نو انټرنېټ زيات كاروي او موسيقي هم اوري.

محمد شهزادmohammad shehzad
دى د ۱۹۸۴ ميلادي كال د اكتوبر مياشتې، په ۲۴ مه نېټه په اسلام اباد كې پيدا شوى دى.
دى هم د نورو ډېرو افغان لوبغاړو په څېر ښي لاسى دى.
كه څه هم دى د افغان كركټ ملي لوبډلې ته نوى راغلى، خو كاري وړتيا يې ښه ده.

هستي ګل عابد
نوموړى د ۱۹۸۴ ميلادي كال، د فرورۍ په نهمه نېټه، د افغانستان په ننګرهار ولايت كې زيږيدلى.hasti gul
دى هم ښي لاسى او منځنى تېز لوبغاړى دى.
ده په ۱۹۹۶ ميلادي كال كركټ پيل كړى او د پخواني كوچ تاج ملوك ورور دى.
د ده د خوښې لوبغاړى، شاهد اپريدى دى.
دى په پېنځم ډيويژن كې، له جرسي سره  د لوبې پر وخت د غوره لوبغاړي په توګه پېژندل شوى.
او هم له تانزنيا سره د لوبې پر وخت، كله چې ده بالېنګ كاوه، د ۲۹ منډو په وركولو سره يې، د هغوى ۳ لوبغاړي سوځولي دي او همدا شان يې د ۲۰ منډو په وركولو، سره د جرسي درې لوبغاړي په څلورم ډيويژن كې سوځولي.


كريم خان صادق
دى د ۱۹۸۴ ميلادي كال، د فرورۍ مياشتې په اتلسمه نېټه، په ننګرهار كې پيدا شوى.karim sadiq
د نورو ډېرو افغان لوبغاړو په څېر ښي لاسى دى.
د ده د خوښې لوبغاړى كېون پيټرسن دى.
د ده ښې منډې په ۲۰۰۴ ميلادي كال كې، له بحرين سره په لوبه كې وځليدې.
كله چې په دريم ډيويژن كې د افغان كركټ لوبډلې مشر نوروز منګل له دوو لوبو منع كړاى شو، نو لنډمهاله مشري يې كريم خان صادق ته ورغاړې شوه.


خالقداد نوريkhaleqdaad noori
نوموړى د ۱۹۸۴ ميلادي كال، د اولې مياشتې په اوله ورځ د افغانستان په بغلان ولايت كې زيږيدلى.
دى هم ښى لاسى او منځنى تېز بال وېشتونكى دى.
د ده كاركردګي په ۲۰۰۴ ميلادي كال كې هغه مهال وځليده، چې له بحرين سره يې لوبه كوله.
هغه وخت ده د خپل بالېنګ پر وخت، بحرين ته د ۲۴ منډو په وركولو سره، د هغوى ۳ تنه وسوځول او په دې سره افغان لوبډلې د بحرېن ټول ۸ لوبغاړي وسوځول.
نوراجان بهير
۲۰۰۹ م
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب