دعوت او تبلیغ

د افغانستان اسلامي ټولنه، اسلامي حرکت، چيلنجونه او زمينې

که د تاریخي تفصيلاتو او څېړنو څخه تېر سو، او په افغانستان کې د اسلام او اسلام ته دعوت د تاریخي شاليد په لنډه توګه يادونه وکړو نو بیا د دعوت په اوسني وضعيت او چيلنجونو پوهېدنه آسانه کېدلی سی.

د کوم وخت څخه، چې دې سيمو ته د اسلامی فتوحاتو لمن غزېدله او په دې سيمو کې د اسلام رڼا خپره سوې، د هغه وخت څخه تر اوسه دا سيمه د ډېرو خطرناکو کشمکشونو او استعمارونو قرباني سوي، تنها تېرو ۱۵۰ کلونو کې دا هېواد د درېو نړيوالو استعمارونو قرباني سوي.

که ددې هېواد د تاریخ بل اړخ و څېړو نو دا هېواد په مختلفو وختونو کې د قوي او پراخو حکومتو او نظامو مرکز هم پاتې سوي چې غزنوي غوري، او ابدالي حکومتونه يي ښه بېلګې کېدلی سي.

خو په ټولو حالاتو کې مونږ داسې تاریخي شواهد نه لرو، چې مونږ ته وښيي چې دې هېواد کې دې خلکو ته ددين علمي، منظم، او هر اړخيز کار سوی وي، داسې يو کار چې د ټولنې ټولو طبقو ته رسېده ګي ولري.

دلته دين د شعوري او علمي شکل په نسبت زيات ميراثي شکل لري، دلته خلک ځکه مسلمانان دي چې د هغوی پلرونه او نيکونه مسلمانان وه، دين د ټولنې رواجي شکل لري، نه شعوري او علمي.

خو د دا وروستيو دوو استعمارو سره (روسيي استعمار او د امريکا په مشرۍ غربي استعمار)، ددې استعمارو سره جوخت د اسلامي حرکت د شعوري کار شروع او بهرني هېوادو ته مهاجرتونو او سفرونو، دلته د دين هغه ميراثي حالت ورو ورو بدل کړی او حالات ورځ تر بلي شعوريت ته روان دي، خو په څنګ کې ورسره غير اسلامي افکار هم په پوره شعوريت او نظم داخل سوي او خپرېږي، چې نتيجه کې د اسلام او نورو نظرياتو يو شعوري کشمکش رامنځ ته سوی،او ټولنه یی په بېلابېلو اړخونو وېشلي، چې په لنډه توګه په دې هېواد کې شته اړخونه په څلورو برخو وېشلی سو.

• پراخ، هر اړخيز، منظم د ستر مادي او نظامي قوت څخه برخمن استعمار.

• سيکولر او بې دينه افغانان چې د استعمار پوره ملاتړ هم لري

• اسلامي حرکت چې د ټولنې يوه محدوده فيصدي تشکيلوي چې د مالي او مادي بحران سره هم مخ دي.

• د ټولنې عام افراد دي، چې د مسائلو په اړه بالکل بې تفاوته دي او اکثريت يې د پوهې له نعمت څخه بې برخي دي.

اسلام او د غير اسلامي افکارو کشمکش ټولنه اوس د يو دوه لاري پر سر درولې ده، د اسلامي حرکت او مقابل طرف څخه چې هر يو خپل کار کې غفلت وکړي نو ټولنه به دهغه بل په لور ځي.

دا چې دا ټولنه يوه مسلمانه ټولنه ده او اصل مالکان او وارثان يې هم مسلمانان دي، په کار داده، چې بايد مسلمانه پاتې سي او د ژوند مکمل نظام يې بايد اسلامي وي اسلامي حرکت چې د همدې لپاره کار کوي بايد دغفلت ښکار نه سي، په ټولنه کې شته چلنجونه او زميني وپېژني او د هر يوه سره د هغه د حجم او مؤثريت سره سم تعامل وکړي، نو راځو په مختصره توګه موجوده چلينجونه او زميني څېړو

اول: چيلنجونه:
داسلامي حرکت په مخ کې خنډونه او چېلنجونه زیات دي، چې مونږ یی مهم په غټو ټکو کې را خلاصه کوو:

۱: پراخ، قوي، منظم او هر اړخيز استعمار چې د ټولنې د بې دینه کولو لپاره بې حسابه مصارف کوي او د خپل هدف لپاره د هيڅ ممکنه وسيلي د استعمال څخه درېغ نه کوي او ترڅنګ يې د اسلامي فکر او حرکت بدنامولو لپاره هم پراخه بوديجه په کار اچولې.

د استعمار د کار ساحې او وسائل، پلانونه او نورو په اړه تفصيلي څېړنې لپاره کتابونو ته اړتيا ده، چې په يوه وړه لیکنه کې يې ځايول محال دي، دلته فقط د استعمار څو ساحو ته چې په ډېره کې د اسلامي حرکت لپاره چيلنج ده مختصره اشاره کوو:
• په عامه ټولنه کې بي ديني خپرول او د محارمو سره د خلکو عادي کول.
• د دين نا مکمل فهم عامول او د دين (تر انفرادي ژوند تر محدوديت) تصور خپرول.
• تعصباتو ته لمن وهل او ټولنه کې بې اتفاقي راوستل
• ټولنه کې د بې اعتمادۍ د مرض خپرول.
• د ټولنې د جاهي رواجونو او ادبیاتو ژوندي کول او مطرح کول.
• د اسلامي جرياناتو په يو او بل نوم بدنامول او ټولنه کې پر هغوی اعتماد ختمول.
استعمار پراخ او ډېر ژور دی او تفصيلي څېړنه غواړي خو دلته اوس په همدې اکتفا کوو.

۲:د ټولنې سیکولر او غلامه طبقه، چې د استعمار د ټولو ماشیونو اصلي پرزې همدوی دی، د استعمار پراخ ملاتړ لري او د دوی په وسيله اسلامي جريانونه بدنامېږي او ټکول کېږي.
۳:د دين ميراثي شکل او د شعوري ديندارۍ کمی.
۴:ژبني، قومي او نژادي تعصبات.
۵:د ټولنې د پوهې د سطحې ټيټوالی.
دويم: زمينې.
د چيلنجونو په شان زميني هم زیاتې او پراخه دي، چې دلته يې په لنډو ټکو کې ذکر کوو:

• ټولنه اسلامي ده او د ټولنې افراد د اسلام لپاره هر ډول قرباني ورکوي او ورکړې يې دي، چې دا خپله د اسلامي دعوت لپاره يوه ستره زمينه ده، اسلام موجود دی، اسلامي حرکت يې فقط اصل شکل راپورته کوي او حاکموي او خلک شعوري ورباندې قانع کوي.

• د ټولنيزو وسائلو څخه استفاده، کوم چې عام ذهنيت باندې زيات اغېزناک وي، لکه د مسجد منبر، ټولنيزه رسنۍ، عامه غونډې، او نور…

• تعلیمي مؤسساتو، چې د ټولنې د رهبرې په جوړولو کې اساسي نقش لري.

• د ټولنې د مخکښو خلکو ځان سره ملګري کول او د هغوی اعتماد لاس ته را وړل، لکه تجاران، قومي مشران او نور…

• د اسلامي جرياناتو موجوديت، چې بايد هغوی په مشترکه نکات راجمع کړي او د سيکولرزم او استعمار په وړاندې يو قوي محاذ جوړ کړي.

او نورې داسې ډېرې زمينې شته، چې بايد اسلامي حرکت ورڅخه استفاده وکړي، لکه څنګه، چې مو مخکې يادونه وکړه، که د سيکولرستانو او اسلام پالو څخه هر يو د خپل کار څخه غافل سي نو د مقابل طرف پله به په ټولنه کې درنېږي، او مونږ په دې پوهېږو، چې استعمار ډېر قوي او منظم دی، پراخه رسنۍ لري او د مادي قوت ټولې سرچيني د هغوی لاس کې دی، اسلام پال په داسې يو حالت کې بايد په دې پوه وي، چې مقابل طرف څومره ژور او منظم دی، که د اسلامي حرکت افراد استعمار سطحي ونيسي او خپل کار کې غفلت وکړي نو دا به يې د ټولنې او دين سره سترجه جفا وي، او د آینده نسلونو د بې دينۍ د ملامتيا پر دوی هم وی،او اخرت کی به دالله په وړاندې هم مسئول وي او محاسبه کېږي به، او دې دنيا کې به هم سيکولران ژوند ورته سخت کړي. چی مونږ یی نورو اسلامی هیوادو کی عملا ګورو.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: