شک څه دی؟ (فتوی)

پوښتنه:
شک څه شی دی؟
– شک په اوداسه کې
–  شک په غسل کې
– شک په لمانځه کې
آیا په شک سره لمونځ کېږی او که نه؟
د پورتنیو سوالو ځوابونه د امام ابوحنیفه په مذهب ماته راکړئ! د ډیرو تفصیلاتو او تشریحاتو سره.
په درناوی
عثمان جان
ځواب:

قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
د شک په اړه بايد ووايم: چې هر عمل چې په خپله مسنونه طريقه اداء شي نو په هغې شک کولو ته ضرورت او اړتيا نشته
يعنې کله چې سړى اودس مات کړي او بيا استنجاء ووهي نو بيا شک ورته پيدا شي چې اودس به مې نه وي وچ شوى او يا نور څه به راوتلي وي دا شک دى او رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې شک د ليري کولو لپاره فرمايل دي کله چې څوک اودس وچ کړي يعنې استجاء ووهي نو خپل پرتوږ ته دې اوبه وشيندي چې په عربي ورته (رش الماء) وايي، دا د دې په خاطر چې مسلمان شک ورک شي ځکه که چېرې يو شکي سړى اوبه ونه شيندي نو په پرتوږ کې لندوالى وويني بيا به شک کوي چې نور څه به راوتلي وي، نو  د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې مبارک حديث شريف او نورو احاديثو نه معلوميږي چې شک کول درست.
مثلا کله چې اودس کوي نو هر اندام دې درې ځله ومينځي او نور دې شک نه کوي چې کوم اندام وچ پاتې نه وي يعنې خپل کوښښ دي وکړي او په مسنونه طريقه دې اودس وکړي بيا دې نور شکونه نه کوي او همدارنګه په غسل کې دې له مضمضې او استنشاق وروسته په ټول بدن درې ځله اوبه واچوي او ټول بدن دې لوند کړي نور دې شکونه نه کوي
والله اعلم

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب