بیانات او پوښتنې او ځوابونهروژهعبادات، فضایل او آداب

د اعتکاف تعريف، ډولونه او شرطونه

د اعتکاف تعريف :

اعتکاف په لغت کې پر يو شي باندې ځنډ او دوام کولو ته وايي او په اصطلاح کې په داسې جومات کې د اعتکاف په نيت پاتې کېدلو ته ویل کیږي چې په هغه کې پنځه وخته لمونځ په جمع سره ادا کيږي . [1]

اعتکاف په درې ډوله دی

۱. واجب اعتکاف هغه دی چې يو څوک مطلق نذر ومني  چې زه به يوه ورځ يا يوه مياشت او يا دومره موده  د الله جل جلاله  لپاره په اعتکاف کې کښېنم او يا يې د يو کار تر سره کېدو پورې وتړي چې  الله جل جلاله  که زما فلانی کار  وکړ،  زه به  دومره موده  د الله جل جلاله لپاره په اعتکاف کې تېروم، یا څوک مسنون اعتکاف پیل کړي  او بیا یې پرېږدي چې له امله یې پرې د پرېښودل شوي اعتکاف قضایي  واجب ده.

۲. سنت مؤکد کفایي اعتکاف چې د روژې  په  وروستيو لسو ورځو کې ترسره کيږي، لکه په حديث کې راځي ( کان رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) یعتکف العشر الاواخر من رمضان ) [2].

ژباړه:  رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې په وروستيو لسو ورځو کې اعتکاف کاوی .

۳. مستحب اعتکاف د روژې د وروستيو لسو ورځو  او نذر اعتکاف پرته نور هر وخت چې يو څوک په جومات کې د اعتکاف په نيت تم کيږي، مستحب اعتکاف بلل کيږي .

مستحب اعتکاف  ديوې ګړۍ لپاره هم کيږي او روژه نيول هم ورته  اړين نه دي .[3] بلکې يوازې د يوې ګړۍ لپاره که څوک په جومات کې د اعتکاف په نيت تم شي هم د مستحب اعتکاف ثواب به يې تر لاسه کړی وي .

د اعتکاف  شرطونه :

د اعتکاف د صحت  لپاره دوه ډوله شرطونه دي، يو هغه شرطونه چې د اعتکاف کوونکي پورې تړاو لري،  بل  د اعتکاف  ځای اړوند شرطونه  دي .

لومړی  ډول  شرطونه :

هغه شرطونه چې اعتکاف کوونکي پورې تړلي دي، په  لاندې  ډول دي[4].

۱. اسلام : د کافر اعتکاف نه  دی صحيح؛  ځکه  اعتکاف  يو ډول عبادت دی او کافر د عبادت وړتيا نه لري .

۲.  عقل : دلیوني اعتکاف نه دی صحيح؛ ځکه مقصودي عبادت پرته له نيت څخه نه  کيږي او لیونی د نيت کولووړتيا نه لري .

۳. جنابت ، حيض ( د ښځې مياشتنۍ ناروغۍ ) او نفاس ( د بچي پيدا کېدو وروسته چې کومه وینه راځي)  څخه پاکوالی : ځکه  اعتکاف په جومات کې تر سره کيږي  او  نوموړي کسان جومات ته له  ننوتلو څخه منع دي .

۴. نيت : ځکه  اعتکاف يو ډول مقصودي عبادت دی  او د مقصودي عبادت لپاره نيت شرط دی؛ نو پرته  له  نيت او ارادې څخه په جومات کې پاتې کېدو ته اعتکاف نه  ويل کيږي .[5]

۵. د واجب اوسنت اعتکاف لپاره روژه هم شرط ده،  له ابن عباس (رضی الله عنهما) څخه روايت دی  وایي  :  ( لا اعتكاف إلا بصوم ) [6] ژباړه له روژې پرته اعتکاف نه دی صحيح .

اعتکاف لپاره بلوغ شرط نه دی، د هوښيار هلک اعتکاف هم صحيح کيږي؛ ځکه هغه د عبادت وړتيالري  لکه څنګه چې د هغه څخه نفلي لمونځ  او روژه صحيح کيږي، همدارنګه اعتکاف يې هم صحيح کيږي .

دغه راز دا هم شرط نه ده چې اعتکاف کوونکی کې دې نارینه  يا آزاد تن  وي،  بلکې دښځې او مرېيه اعتکاف  هم صحيح  دی؛ خو دښځې  او د مرېيه اعتکاف لره  د مېړه او بادار  اجازه اړينه ده .

دويم ډول شرطونه:

هغه شرطونه چې داعتکاف ځای پورې تړاو لري، په لاندې ډول دي :

۱. د نارينه و لپاره داسې  جوماتونه  چې په هغو کې  پنځه وخته لمونځ په جمع سره اداکيږي .  [7]

ښځينه و لپاره  په  کورونو کې هغه ځای چې هغوی په خپلو کورونوکې د لمانځه لپاره ځانګړی کړی وي،  ښځینه به د اعتکاف په موخه جومات ته نه ځي؛ ځکه دښځينه و لپاره غوره داده چې د کلي د جومات پر ځای په کور کې لمونځ وکړي . [8]

په حديث کې راځي ( قال رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) ” صلاة المرأة في بيتها أفضل من صلاتها في حجرتها وصلاتها في مخدعها أفضل من صلاتها في بيتها ” .

ژباړه : رسو ل الله ( صلی الله علیه وسلم )وايي : د ښځينه لپاره د کور د انګړ پر ځای په کوټه کې لمونځ  غوره دی او د کوټې په  پرتله  بيا په ننه خونګۍ کې لمونځ  غوره دی .

د دې حديث  موخه دا ده چې ښځينه د لمانځه  پر مهال څومره په پرده کې وي  دا غوره ده؛ نو ځکه يې د کوټې لمونځ د کور د انګړ له لمانځه څخه غوره دی  او د ننه خونګۍ لمونځ يې بيا د کوټې تر لمانځه  غوره دی  ځکه  چې په  ننه خونګۍ کې بشپړه پرده کيږي دا چې د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) په وخت کې ښځينه  جوماتونو ته  تللې او د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) مېرمنو په جوماتونو کې اعتکاف کولو دا  هغه وخت و چې فتنو او فسادونو  شتون نه درلود،  اوس چې دفتنې او فساد وخت دی، ښځې نشي کولای چې جماتونو ته ولاړې شي، همدا خبره  په يو حديث کې  په څرګندو  ټکو  بيان شوې ده .

عن عائشة [ رضي الله عنها ] قالت : لو رأى رسول الله صلى الله عليه و سلم ما أحدث النساء لمنعهن المسجد كما منعت نساء بني إسرائيل [9].

ژباړه : له عائشې ( رضی الله عنها ) څخه روايت دی وايي : که چېرې رسول ( صلی الله علیه وسلم ) د ښځينه و نن سبا کړه وړه ليدلي وای نو جوماتونو څخه به يې داسې منع کړې وای لکه د بنو اسرائيلو ښځې چې منع کړل شوې .

د اعتکاف ثوابونه :

عن ابن عباس أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال في المعتكف ( هو يعكف الذنوب ويجري له من الحسنات كعامل الحسنات كلها )[10] .

ژباړه :  له ابن عباس  ( رضی الله عنهما) څخه روايت دی چې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) د اعتکاف کوونکي په اړه وویل : چې هغه له ګناهونو څخه ژغورل کيږي او ( د اعتکاف له امله چې کومې ښېګڼې نشي ترسره کولای)  هغه ته  دومره نېکيانې لیکل کیږي څومره چې یې ترسره کوونکي ته ليکل کيږي .

په دې حديث کې د اعتکاف  دوې لويې او څرګندې ګټې په ګوته شوې دي،  يوه دا چې  اعتکاف کوونکی له ګناهونو  ژغورل  کيږي  چې  دا  د  مسلمان  د ژوند لویه  او مهمه  موخه  ده او په آخرت کې د کاميابۍ  لامل دی؛  څو د خپل څښتن له سرغړونو خوندي وي.

بله ګټه  يې دا ده چې اعتکاف کوونکي ته له ښېګڼې ترسره کولو پرته  نېکۍ ليکل کيږي،  دا ځکه چې د اعتکاف له کبله  هغه  د يو شمېر نېکيو او ښو کړو وړو څخه په  ښکاره بې برخې وي،  لکه د جنازې لمونځ ، د ناروغ پوښتنه  او داسې نور؛  نو چاته دا خيال پيدا کېدلی شي چې داعتکاف له امله د ګڼ شمېر نېکيو څخه  بې برخې شو،  نو الله جل جلاله په خپل فضل سره هغه ته پرته له کولو  دا ټولې نېکۍ او ثوابونه ورکوي .

په يو بل حديث کې محمد صلی الله علیه وسلم  د يو اعتکاف ثواب  د دوو حجونو او د دوو عمرو برابر  ښودلی دی .

اعتكاف عشر في رمضان كحجتين وعمرتين[11] [1] / حاشية طحطاوي /۶۹۹/ط: دارالکتب العلمیه .

[2] / صحيح البخاري رقم حدیث ۲۰۲۵.

[3] / حاشیة طحطاوي ۷۰۱/ ط: دارالکتب العلمیه .

[4] / بدائع الصنائع ۳/ ۵/ ط: دارالکتب العلمیه .

[5] / مسائل رفعت قاسمي ۲/ ۱۸/ط: مکتبه رشيدیه .

[6] / مصنف ابن ابی شیبه رقم حدیث ۹۶۲۲.

[7] / الفتاوی الهندیه ۱/ ۲۳۲/ط: دارالکتب العلمیه .

[8] / بدائع الصنائع ۳/ ۲۵.ط: دارالکتب العلمية .

[9] / سنن الترمذی ۱/ ۲۶۸ط: الطاف .

[10] / سنن ابن ماجه رقم حدیث ۱۷۸۱.

[11] / المعجم الکبیر رقم حديث ۲۸۸۸.

Tags

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close