اسلامي خوځښت

د اسلامي خوځښت له نظره د تغيير او بدلون پروسه

د تغيير مفهوم او اړتيا

کله چې يو انسان د (لا اله الا  الله محمد  رسول الله) اقرار کوي هغه د دې ژمنه کوي چې خپل ځان، کورنۍ، ټولنه، هيواد، اسلامي نړۍ او بالاخره  ټوله  نړۍ به د دی اقرار او  ايمان د غوښتنو سره سم خپل ژوند برابروي، او په دې لار کې به  د هيڅ ډول کوښښ او هلو ځلو څخه نه په شا کيږي، په دې  خو ټول قناعت  لرو چې زموږ د ټولنې وګړي، کورنۍ، ټولنه، هيواد، اسلامي نړۍ، او ټوله نړۍ په  هغه  حالت کې قرار نه  لري چې زموږ ايمان او د ( لااله الا  الله محمد رسول الله) اقرار  د هغې  غوښتنه کوي، نو دا ټول له اوسنی غير مطلوب حالت څخه په  مادي او معنوي لحاظ مطلوب حالت ته اړولو او بدلولو ته د تغيير او بدلون پروسه وايو، په لاندې  کرښو کې ددې هڅه کوو چې دا معلومه کړو چې داسلامي حرکت له نظره تغيير او بدلون څه  ته  وايي؟  دا څنګه رامنځ ته کيږي؟
بنسټيز هدف مو دا  دی چې د اسلامي حرکت ټول وګړي په  دې  پوهه  شي چې زموږ برنامه او هدف څه دی؟ او دا  په څه وسايلو او طريقو ترلاسه  کولی شو؟ تر څو هيڅ څوک دي ته منتظر نه وي چې هغه ته پروګرام ورکړل شي، بلکه د ژوند په  هره  لحظه کې چې هر حرکت  کوي دا هدف يې مخې ته مجسم وي، او هر قدم او ګام  چې پورته کوي هغه يې دې هدف ته ورنږدي کړي .
دا چې په دې کرښو کې اصل هدف دا دی چې د اسلامي خوځښت له نظره د بدلون او تغيير پروسه وڅيړل شي له  دې امله زيات ترکيز د اوسنې اسلامي خوځښت د مشرانو د کتابونو څځه په استفاده شوی دی، فکر کوم د دې يادونې ته به اړتيا نه وي چې د اسلامي خوځښت څخه  مو دلته مراد هغه حرکت دی چې د  اسلام شمولي فهم لري، او په اوسني عصر کې د اسلام د بيا اعادې او احياء لپاره کار کوي.

د بدلون په باب دريځونه

د تغيير او بدلون د پروسې په وړاندې مسلمانان په درې ډلو ويشل شو:

لومړی:

هغه څوک چې ايمان يې ژوندی دی، او د دې  ډير قوې احساس ورسره شته چې د هغه شخصې ژوند او همدا راز اجتماعي ژوند د هغه د ايمان د غوښتنو سره برابر نه  دی، او غواړي او هڅه کوي چې دا  حالت د ايمان  له غوښتنو سره برابر کړي، دا ډول خلک موږ د ژوندي ايمان خاوندان او د تغيير د پروسې وارثان او په غاړه اخستونکي بللی شو، دوی بايد د دې تغيير بيرغ پورته کړي، او د دې پروسې د تکميل لپاره بايد نور ټول خلک د ځان سره يو ځای کړي، د دوی په باب الله جل جلاله فرمايې: {مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا}  د مؤمنانو څخه يو شمير خلک، هغه دی چې په  هغه عهد او اقرار کې صادق پاتې شوی چې د الله تعالی سره يې کړی دی نو له دوی څخه ځينې داسې دي چې (په  همدې لار) کې مړه شول، او څه  داسې دي  چې اوس هم منتظر دي، او د دې خلکو د مصير او اجر په  باب الله تعالی فرمايي:{وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا}  او څوک چې په هغه وعده او اقرار وفاء وکړي چې د الله  تعالی سره يې کړی دی نو الله  تعالی به ورته  ډير لوی اجر ورکړي، او هغه  اجر چې الله  تعالی ورته  ډير لوی اجر ووايي هغه به په  کومه اندازه  وي؟!.

دوهم:

هغه  خلک دي چې بالفعل خو ژوندی احساس نه لري، او نه  د ايمان او عقيدې هغه غوښتونو ته ـ چې له دوی څخه يی لري ـ متوجه دی، مګر که متوجه کړی شی نو احساس يې را ژوندی کيدلی شې، او بيا د دی غوښتنو عملي کولو ته چمتو کيږي او  په  دې لار کې هر ډول قربانيو ته  اماده کيږي، دا ډول خلک د امت او ملت لويه برخه تشکيلوي، همدا ډول وګړي که د تغيير د پروسی سره يو ځای شي او ترڅنګ يې ودريږي نو هغه سرته رسيږي او پوره کيږی، نو لومړی ډلی ته  پکار دي چې په خپل ټول ځواک سره دا ډله د تغيير د پروسې تر شا ودروي او ددوی تأييد ترلاسه کړي.

دريم:

هغه خلک دي چې يا خو اصلا ايمان نه لري او يا  هم د ايمان د مقتضياتو او غوښتنو څخه غافل او بې خبره وي، په دې خلکو کې ځينې داسې وي چې اصلا دا  ورته  بې تفاوته  وي چې د کوم قانون د سيوري لاندې ژوند کوي؟ او يا کوم نظام يې په  چاپيريال کې حاکم دی؟ او ځينې  نور يې داسې دي چې اصلا د خپلو خواهشاتو پيروان دې، يواځې او يواځې د خپل نفس د خواهشاتو او غوښتنو پيروي کوي، نه ايمان لري او نه د ايمان  د غوښتنو سره بلدتيا  لري، د داسې خلکو په باب  د قر‌‌‌‌آن فيصله دا ده چې دوی اصلا بايد د انسانانو او عاقلانو په ضمن کې شمير نه شي، ځکه عاقل هغه څوک دی چې د عقل د غوښتنو سره سم عمل وکړي او ځان عيار کړي، او په الله تعالی او د هغه په پيغمبر باندی ايمان راوړل د  عقل غوښتنه ده، او بيا د دی ايمان په مقتضياتو عمل کول هم د عقل غوښتنه  ده، نو څوک چې د عقل په دې غوښتنو عمل نه کوی هغې ته  عاقل ويل درست نه  دي، الله تعالی فرمايي:{أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ أَفَأَنْتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا}  او هغه چا  چې خپل خواهشات يې معبود ګرځولي د هغوی به  څه حال وي؟ ايا ته پر هغوی مسلط کړی شوی يې؟ (چې په زور هغوی د دې کار څخه منع کړې) ايا ته ګمان کوي چې د دوی اکثريت خبره اوري او يا پوهيږی؟ دوی په بشپړه توګه د حيواناتو په  څير دي، بلکه (د حيواناتو څخه هم) زيات ګمراهان دي، يعنې هغه څوګ چې د  ايمان د غوښتنو پرځای د خپلو خواهشاتو پيروی او اتباع  کوی دوی د حيواناتو څخه زيات ګمراهان دي، همداسې مضمون په  بل ايت کې داسې بيان شوی  دی چې الله تعالی فرمايي: {وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ}  مونږ د انسانانو او پيريانو څخه  ډير خلک جهنم (کې د  اچولو) لپاره پيدا کړی، د هغوی زړونه  شته خو هغه  د فهم او پوهيدو لپاره نه استعمالوی، د هغوی سترګې شته خو د ليدلو لپاره يې نه  کاروي، د هغوی غوږونه شته خو اوريدل پرې نه کوي، دوی د چارپايانو په څير دې بلکه د هغوی څخه هم زيات ګمراهان دي، همدوی غافلان دی، يعنی څوک چې تر هر چا  زيات د غفلت د صفت مستحق دی، همدوی دی بل څوک نه  دی، ځکه دوی خپل عقل د هغه  څه لپاره  نه استعمالوی چې الله تعالی د څه  لپاره  ورکړي دي، دوی نه فکر کوی چې ايمان راوړی او نه د ايمان په غوښتنو غوږ ښوروي.

ايا  زموږ فعلي حالت زموږ د ايمان د غوښتنو سره برابر دی؟

اوس که موږ هر يو د ځان سره دا سوال مطرح کړو چې ايا زموږ فردي او اجتماعي ژوند د ايمان  د  غوښتنو سره برابر دی؟ او ايا اسلامي نړۍ د ايمان د غوښتنو سره سم ژوند کوي؟ او ايا اسلامي امت د نړۍ د  امتونو په منځ کې خپل هغه مسؤوليت اداء کوي چې د هغه په  اوږو اچول شوی دی؟ که  دې سوالونو ته  د ځواب لټولو هڅه وکړو نو وبه ګورو چې زموږ حالت زموږ د ايمان  د  غوښتنو سره برابر نه  دی، او دا  ځکه چې نه په فردي لحاظ موږ هغه غوښتنې پوره کړي چې زموږ ايمان  يې له مونږ څخه لري، او نه موږ په اجتماعی لحاظ د يوی ټولنې، ملت او هيواد په حيث  په مادي او معنوي ډګرونو  کې ، په  هغه حالت کې قرار لرو چې زموږ دين يې له موږ څخه غوښتنه کوی، همدا راز د اسلامي امت په حيث هم موږ د هغه منصب او حالت څخه ليري يو چې اسلام موږ ته راکړی دی او له موږ څخه يې غوښتنه لري، دا حالات داسې دی چې موږ يی په سترګو ګورو او هيڅ څوک په کښی شک او شبه هم نه لري له دې امله په  دې باب  په تفصيل سره خبرې ته  اړتيا نه ليدل کيږي.

مونږ څه ډول بدلون او تغيير غواړو؟

موږ چې د کوم بدلون غوښتنه  کوو هغه په يوه مستوی کې نه خلاصه کيږي، ډير مستويات او پاټکي لري، چې لومړی يې د فرد په مستوی بدلون دی، دوهم يې د  ټولنې په مستوی، دريم يې د هيواد او نظام په  مستوی، بيا د اسلامي  نړۍ او ټولې نړۍ په  مستوی بدلون  دی، د بدلون د دی مستوياتو په باب دلته لږ په تفصيل سره خبره کوو.

لومړی: د فرد په مستوی تغيير او بدلون

موږ په انفرادي توګه د خپلې ټولنې او ګران هيواد افغانستان بلکه د ټولې نړۍ هر مسلمان وګړي په فکري، ثقافې، علمي، ايمانې، روحې، اخلاقي، عملي، سلوکې او جسماني اړخونو کې داسې جوړول او بدلول غواړو چې په معنوي او مادي لحاظ په بشپړه توګه د الله تعالی بنده وي، د لوړو اخلاقو خاوند او په مادی لحاظ د ټولنې د  پرمختګ جوګه وی، په دی باب امام حسن البنا وايي: (إصلاح نفسه حتى يكون : قوي الجسم, متين الخلق, مثقف الفكر, قادرا على الكسب, سليم العقيدة, صحيح العبادة, مجاهدا لنفسه, حريصا على وقته, منظما في شؤونه, نافعا لغيره, وذلك واجب كل أخ على حدته) . د هر مسلمان ورور څخه مطلوب دا دی چې د خپل ځان اصلاح وکړي په دې توګه چې هغه په جسماني لحاظ قوي، د اخلاقو په لحاظ  مضبوط، او په فکري لحاظ مثقف وي، د ژوند د مصارفو د پيدا کولو توان ولري، په عقيدوي لحاظ درست، عبادت يی صحيح وي، د خپل نفس پر ضد مجاهده  کونکې وي، په  خپل وخت حريص وي، کارونه يې منظم وی  او نورو خلکو ته ګټه رسونکې وي، دا د هر ورور انفرادي مسئوليت دی.
د همدې لوړې مستوی د  تغيير او بدلون په باب بل ځای کې امام  حسن  البنا وايی چې د اسلامی حرکت سره تړاو يواځې د خولې خبره نه  ده بلکه دا  د انسان څخه  په خپل ځان کې بدلون او تغيير غوښتنه کوي، د هغه الفاظ دا دی: (يتصل الأخ بالإخوان, فيكون مطالبا بتطهير نفسه وتقويم مسلكه وإعداد روحه وعقله وجسمه للجهاد الطويل الذي ينتظره في مستقبل الأيام, ثم هو مطالب بأن يشيع هذه الروح في أسرته وأصدقائه وبيئته , فلا يكون الأخ أخا مسلما حقا حتى يطبق على نفسه أحكام الإسلام وأخلاق الإسلام , ويقف عند حدود الأمر والنهي التي جاء بها رسول الله صلى الله عليه وسلم عن ربه)  يو ورور د اخوان سره يوځای کيږی نو د هغه څخه د ځان د  پاکولو، او د خپل عمل د درست کولو غوښتنه کيږی، دا غوښتنه  ترې کيږی چې خپل روح، عقل او جسم د هغه اوږد جهاد لپاره  اماده او تيار کړي چې په راتلونکو ورځو کې  ورسره مخ کيږي، بيا ترې دا  غوښتنه  ده چې همدا  روحيه په خپله کورنی او ملګرو او چاپيريال کې خپور کړی، نو تر هغه وخته پورې يو ورور واقعي مسلمان نشي ګرځيدلی ترڅو په  خپل ځان د اسلام احکام  تطبيق نه  کړي، او د اسلامي اخلاقو تابع ونه  ګرځي، او تر څو چې په هغه اوامرو او منهياتو بشپړ التزام ونه  کړی چې رسول اکرم صلی الله  عليه  وسلم د الله  تعالی له  لوري راوړی دی، همدا د  اسلامي حرکت د ټولو مفکرينو او مشرانو رايه ده.

د فرد د بدلون اهميت:

د فرد د بدلون اهميت له دې څرګنديږي چې دا لومړنۍ او بنسټيزه مرحله ده، که دا مرحله ترسره نه شي د بدلون  د نورو مراحلو ترسره کيدل ممکن نه دی، بالکل په  هغه  توګه چې که  د يو ديوال تهداب  نه وي، عمارت  پرې نشي دريدلی ، نو که فرد بدل نه  شي نور هيڅ ډول بدلون ممکن نه  دی، همدا اهميت د قران کريم ددې ايت څخه  په ډيره  ښه  توګه  څرګنديږی چې فرمايي: (إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ)  الله  تعالی د يو قوم حالت  تر هغه وخته ، نه بدلوي ترڅو چې هغوی خپل حالت بدل نه  کړي، او کله  چې الله تعالی يو ملت ته د  عذاب  ورکولو فيصله وکړی نو بيا هغه فيصله بدليدلی نشي، او نه بيا د هغوی لپاره د الله تعالی د فيصلی څخه کوم بچ کونکې شته، د دی ايت معنی دا  ده  چې که په انسان ښه حالت راځي که بد،  پيل به يې  د انسان د خپل ځان  له حالت څخه کيږي، که څوک د الله تعالی له  لوري په نعمتونو کې ژوند کوي نو دا حالت به يې تر هغه وخته نه بدليږي چې د الله  تعالی نافرماني ونه  کړي، همدا  راز که څوک په بد حالت کې وي د هغه حالت د ښه والی په لور تر هغه وخته نه بدليږي ترڅو چې د دين تابع نشي او د ګناهونو څخه ځان  ونه  ساتي.
همدا خبره حضرت علي کرم الله وجهه په دی قدسي حديث کې بيان  کړی چې پيغمبر عليه  السلام يی د الله تعالی څخه  نقل کوی: « وعزتي وجلالي وارتفاعي فوق عرشي ما من أهل قرية ولا أهل بيت ولا رجل ببادية كانوا على ما كرهت من معصيتي ثم تحولوا عنها إلى ما أحببت من طاعتي إلا تحولت لهم عما يكرهون من عذابي إلى ما يحبون من رحمتي وما من أهل قرية ولا أهل بيت ولا رجل ببادية كانوا على ما أحببت من طاعتي ثم تحولوا عنها إلى ما كرهت من معصيتي إلا تحولت لهم عما يحبون من رحمتي إلى ما يكرهون من عذابي »  يعنې (الله  تعالی وايي) زما دې په خپل قوت او عظمت، او په  عرش باندی په فوقيت ، قسم وی چې د يو کلی خلک يا د کوم کور اوسيدونکې يا په ليرې بانډه کې کوم سړی چې کله زما د نافرمانی په داسی حالت کې وي چې زه يې بند ګڼم، بيا  هغه حالت پريږدی او زما د فرمانبرداری حالت  غوره کړی نو زه هم د عذاب له هغه حالت څخه چې دوی يې نه  خوښوی د رحمت هغه حالت ته راګرځم چې دوی يې خوښ ګڼي، او که يوه قريه يا يوه کورنۍ يا په کوم کلي کې يو سړی زما د فرمانبرداری په  داسې حالت کې وی چې زه يې خوښوم او بيا هغوی زما د معصيت داسی  حالت ته وګرځي چې زه يی بد ګڼم نو زه هم د رحمت له  هغه حالت  څخه چې دوی يی ښه ګڼی د عذاب  داسې حالت ته چې دوی يې بد  ګڼي ور ګرځم، د دی معنی دا ده چې ښه او بد حالت د انسانانو د حالت پورې تړلی دی، که  د انسان اخلاق ښه وو، عمل يې درست و، په  عملی لحاظ رسيدلی و،  نو د هغه ژوند به کامياب  او ښه وی، او که  داسې نه وه نو هغه به په  خپل ژوند کې ناکام وي، همدا معقوله خبره هم ده. او دا  ځکه که چيرته د يوی ټولنې ټول خلک با اخلاقه وي، د غلا او بد عهدې، درواغو او هر ډول ظلم څخه ليرې، خلک يې مثقف او په علمی لحاظ رسيدلي  وي،  هغه ټولنه به  په طبيعي ډول د ډيرو مشکلاتو څخه پاکه وي، همدا راز که د يوې ټولنې وګړي په فکري او علمي لحاظ رسيدلې وي هغه ټولنه به د مشکلاتو څخه  پاکه او پرمخ تللې وي، ددې بالکل برعکس که د کومي ټولنې وګړي په اخلاقي لحاظ لويدلی، په ايماني لحاظ کمزوري، او په علمي، فکري او فرهنګي لحاظ وروسته  پاتي وي هغه ټولنه به د بې شميره مشکلاتو او ستونزو سره  لاس  او ګريوان  وی، او هيڅکله به پکښې مثبت بدلون  ايجاد نه شي.
په دې باب امام حسن البنا وايي: (إن الرجل سر حياة الأمم ومصدر نهضاتها وإن تاريخ الأمم جميعاً إنما هو تاريخ من ظهر بها من الرجال النابغين الأقوياء النفوس والإرادات . وإن قوة الأمم أو ضعفها إنما تقاس بخصوبتها في إنتاج الرجال الذين تتوفر فيهم شرائط الرجولة الصحيحة . وإني اعتقد ـ والتاريخ يؤيدني ـ أن الرجل الواحد في وسعه أن يبني أمة إن صحت رجولته ، وفي وسعه أن يهدمها كذلك إذا توجهت هذه الرجولة إلى ناحية الهدم لا ناحية البناء) , فرد د امتونو د ژوند راز او د امتونو د پرمختګ مصدر دي، د امتونو تاريخ په حقيقت کې د هغو متميزو او قوي شخصيتونو او د لوړو ارادو خاوندانو د تاريخ څخه عبارت دی چې په  هغو امتونو کې پيدا  شوی دی، او د امتونو د قوت او ضعف معيار هغه  توان دی چې دا  امتونه يې د درستې ميړانې لرونکو شخصيتونو د پيدا  کولو په باب لری، زه په  دی عقيده  يم ـ او تاريخ زما تأييد کوی ـ چې يو (ميړه شخص) چې درسته ميړانه ولری يو بشپړ امت جوړولی شي، او همدا راز که هغه خپل توان د جوړولو پرځای نړولو ته  متوجه  کړي نو يو انسان ټول امت له منځه وړلی او نړولی شي.

د بدلون په باب افراد هم په دوه  ډوله  دی:

د بدلون او تغيير په لحاظ وګړي او افراد په  دوه  ډوله  دي، يو ډول وګړي هغه دی چې موږ  ورته د ټولنې عام وګړي ويلي شو، دوهم ډول هغه دی چې بايد د  بدلون پروسه  رهبري کړي، او د دې پروسې محور وګرځي، دا دواړه ډوله وګړی ځانګړي بدلون ته اړتيا لري، ځکه د هر  ډول وګړو مسؤوليت او دنده د بل څخه جدا او مختلفه ده، د دواړه ډوله  وګړو څخه مطلوب بدلون په لنډو ټکو کې لاندې وړاندې  کوو:

اول: د  ټولنې د عامو وګړو څخه  مطلوب بدلون

کله  چې موږ د ټولنې د عامو وګړو د بدلون او تربيت خبره  کوو له دې څخه  مو  هدف دا  دی چې په دوی کې په لاندې ميدانونو کې بدلون راشي:

1-    عقيده، فهم او فکر:

د ټولنې په عامو وګړو کې بايد عقيدوي بدلون راشي، ځکه  هغه  څوک چې درسته  عقيده  ونه  لري د هغه د عملي او فکري ژوند بنسټ  درست نه وي، همدا  راز دا وګړي بايد د فهم په لحاظ داسې بدل کړی شي چې اسلام د ژوند د يو بشپړ نظام په حيث ومني، او دا چې د انسانيت فلاح او کاميابي  د همدې نظام  په  پيروۍ کې نغښتې ده، که  چيرته  دا  بدلون رامنځ ته  نشي ټولنه د اسلامي نظام  د توغ لاندې بشپړ بدلون  ته  نه  اماده  کيږي،

التزام او عمل:

په عامه  توګه  د ټولو وګړو په ژوند کې داسې بدلون راوستل چې له عملي منافقت څخه  ځان  وژغوري او په  هغه څه باندې التزام وکړي چې پرې عقيده  لري.

د احساساتو بدلون

همدا راز په عامو وګړو کې د احساساتو او مشاعرو په باب  هم بدلون مطلوب دی، په داسې توګه چې  هيڅوک د  اجتماعي قضاياو په اړه بې تفاوته پاتې نه شي، بلکه د هرې اجتماعي قضيې په اړه  همدومره  حساسيت ښکاره کړي څومره  چې د شخصي قضاياو په باب  يې ښکاره کوي.


دوهم ډول بدلون: د اسلامي خوځښت له غړو څخه  مطلوب بدلون

دوهمه ډله خلک چې ځانګړی بدلون غواړي،هغه افراد دي چې د اسلامي حرکتونو غړي دي او د ټولنې له عامو وګړو سره توپير لري، په  دې توګه چې دوی په حقيقت کې د بدلون د ټولې پروسې رهبري کونکي دي، همدوی د دې پروسې محوري خلک دي، کله  چې د دوی حيثيت ځانګړی دی، همدا راز له دوی څخه  مطلوب بدلون او تغيېر هم ځانګړی دی، ددې بدلون لويې نښې او ملامح په  لاندې  ډول دي:

لومړی: پورته ياد شوي مواصفات

هغه وګړي  چې ځان د  بدلون د پروسې قيادت ته وړاندې کوي او ځان اسلامي خوځښت ته  منسوب بولي د پورتنيو صفاتو په اړه بايد تر ټولو زيات پاملرنه وکړي، ځان پرې سمبال کړي او په ټينګه يې رعايت وکړي، بلکه بايد د عادي مستوی څخه په لوړې مستوی دا پورتني مواصفات پکې رامنځ ته  شي. اسلامي خوځښت ته منسوب وګړي بايد په  عقيدوي، ايماني، فکري، ثقافي، عبادتي ،روحاني، اخلاقي، سلوکي لحاظ همدا راز د التزام او عمل، او احساساتو او مشاعرو په لحاظ له نورو څخه زيات پياوړي وي، او دا ځکه چې اسلامي خوځښت ته منسوب وګړي د دې ادعاء لري چې دوی په عامو وګړو کې په دې مجالاتو کې بدلون راوستل غواړي، او عامه  ټولنه په دې مواصفاتو سمبالول غواړي، نو که پخپله دوی په  دې ميدانونو کې پياوړي نه وي او دا صفات په کې په لوړه مستوی موجود نه وي نو نورو ته به څه ورکړي، له همدې امله يو عربي متل وايې (فاقد الشيئ لايعطيه) چا سره چې څه نه وي، هغه نورو ته څه نشي ورکولی.

دوهم:  يو لړ ځانګړي انساني اخلاقيات:

د پورتنيو صفاتو تر څنګ يو شمير هغه صفات چې د بدلون د پروسې پرمخ وړونکي ورته ځانګړې اړتيا  لري، يو لړ انساني اخلاقيات  دي چې د هر هغه  چا لپاره چې په يو لوی کار کې د کاميابۍ ارزو او اميد لري، خورا اړين او ضروري دي، تر دې چې په دې کې د مسلمان او غير مسلمان شرط هم نشته، که دا  صفات په هر چا  کې موجود شي ـ که مسلمان وي او که غير مسلمان ـ هغه د لويو کارونو لپاره  اهل ګرځي، او د لويو کارونو د سرته رسولو توان پيدا  کوي، او که دا صفات پکې نه وي،که د هر څومره لويو دعواګانو سره، راوړاندې شي هيڅ څه هم نشي سرته رسولی، د دې بنسټيزو انساني اخلاقياتو په باب  امام حسن البنا وايې: (إن تكوين الأمم، وتربية الشعوب، وتحقيق الآمال، ومناصرة المبادئ: تحتاج من الأمة التي تحاول هذا أو الفئة التي تدعو إليه على الأقل، إلى “قوة نفسية عظيمة” تتمثل في عدة أمور: إرادة قوية لا يتطرق إليها ضعف، ووفاء ثابت لا يعدو عليه تلون ولا غدر، وتضحية عزيزة لا يحول دونها طمع ولا بخل، ومعرفة بالمبدأ وإيمان به وتقدير له يعصم من الخطأ فيه والانحراف عنه والمساومة عليه، والخديعة بغيره. على هذه الأركان الأولية التي هي من خصوص النفوس وحدها، وعلى هذه القوة الروحية الهائلة، تبنى المبادئ وتتربى الأمم الناهضة، وتتكون الشعوب الفتية، وتتجدد الحياة فيمن حرموا الحياة زمناً طويلاً)  د امتونو تشکېل او جوړښت،  د ملتونو روزنه،  د ارزوګانو ترسره کول، او د مبادئو او اصولو په تأيېد کې دريدل، له هغه امت څخه چې دا کار کول غواړي، يا لږ تر لږه له هغې ډلې څخه چې ديته ( د امت جوړولو او د بدلون پروسې) دعوت ورکوي، د يو لوی نفسي او ارادي ځواک غوښتنه کوي چې په لاندې صفاتو کې را خلاصه کېږي:
أ‌-    داسې قوي اراده چې هيڅ ډول ضعف  ورته لاره پيدا نکړي.
ب‌-    داسې مستحکمه او کلکه وفاداري چې هيڅ ډول خيانت پکې رخنه ونه  کړي او هيڅوک په کې رنګ بدل رابدل نه کړي.
ت‌-    داسې په زړه پورې قرباني او فداکاري چې هيڅ ډول بخل او طمع د هغې په وړاندې مانع ونه ګرځي.
ث‌-    د خپلو اصولو او مبادئو داسې پيژندنه او پرې داسې مستحکم  ايمان او د دې اصولو داسې احترام، چې انسان د هغې په باب د هر ډول غلطۍ، ددې اصولو څخه د انحراف او په سر  يې د سودا بازۍ څخه وژغوري، او ددې څخه  انسان وژغوري چې د خپلو اصولو پرځای د  بل څه په خپلولو فريب او دوکه وخوري.
په دې لومړنيو بنسټونو ـ چې  يواځې د انساني نفس ځانګړتياوې دي ـ او په دې بي انتهاء روحاني طاقت ، د اصولو او مبادئو عمارت دريږي، او د همدې پر بنسټ راپورته کېدونکي امتونه روزل کېږي، او ځوان ملتونه تشکل مومي، او په هغو ملتونو کې چې تر ډيرې مودې له ژوند څخه محروم پاتې دي د همدې مواصفاتو پر اساس پکې ژوند بيا را تازه کېږي.
په دې عبارت کې امام حسن البنا مستحکمه اراده، خپلو اصولو او مبادئو ته  وفاداري، د اصولو په لار  کې هر ډول قربانۍ او سرښندنې ته اماده اوسيدل، او په خپلو اصولو مضبوط ايمان د بدلون د پروسې لپاره داسې شرطونه بولي چې له دې پرته ملتونه او امتونه خپل حالت  نشي بدلولی.

دريم: قيادي مواصفات

دريم ډول صفات چې د اسلامي  خوځښت د منسوبينو لپاره اړين او ضروري دي ، قيادي  مواصفات دي، داسې مواصفات چې دوی ته ددې توان وروبښي چې د ټولنې قيادت وکړی شي، دا که په  استراتيژيکو قضاياو کې وي او که د تنفيذي قضاياو پورې اړه  ولري، او ټولنه په مادي او معنوي لحاظ د پرمختګ په لور سوق کړي.

څلورم: مزاجي بدلون:

څوک چې اسلامي خوځښت سره تړاو لري، بايد په خپل ځان کې په مزاجي لحاظ هم بدلون راوړي، په دې توګه چې د فردانيت څخه ووځي او دېته اماده شي چې په  عملي توګه د تنظيم په چوکاټ کې تګ وکړي

پنځم: پرله پسې کار او د فعاليت جذبه

يو هغه ډګر چې د اسلامي خوځښت پيروان بايد بدلون په کې راولي، او په هغې کې بايد له نورو خلکو سره توپير ولري، هغه د مسلسل فعاليت او کار جذبه ده، په دې معنا چې اسلامي حرکت ته منسوب هر وګړی بايد د اسلام د غلبې او د مطلوب بدلون د راوستلو داسې جذبه او احساس ولري چې په هيڅ حالت کې ضعيفه نشي، او له  دې امله چې دا پروسه خپل ټول توان او طاقت ،اسلامي حرکت ته  له منسوبو افرادو څخه ترلاسه کوي، همدوی د دې مشين د انجن او محرک حيثيت لري ، که د همدوی جذبه څپانده  نه وي او يا پرله پسې کار ونه  کړي، دا پروسه سرته نه رسيږي او کار په ټپه دريږي، دا جذبه په  حقيقت  کې د هغه ويښ او ژوندي ايمان څخه راپيدا کېږي چې يو انسان  دېته اړ کوي چې خپل ځان، خپل چاپيريال، ټوله  ټولنه، هيواد او ټوله  نړۍ د هغې له غوښتنو سره  د برابرولو کوښښ وکړي، که دا ډول ايمان موجود وي د پرله پسې کار او فعاليت جذبه به څپانده وي، او  کله  هم چې په دې جذبه کې ضعف او کمزوري رامنځ ته کېږي انسان  بايد د هغې مصدر او منبع ته متوجه  شي.

د افرادو په مستوي د بدلون وسائل

اوس سوال دا مطرح کېږي چې دا بدلون د کومو وسايلو له  لارې منځ ته راتلای شي؟ په دې باب بايد په لنډ ډول ووايم چې په افرادو کې د بدلون راوستلو لپاره  اسلامي خوځښت له هرې هغه وسيلې څخه استفاده کوي چې په شرعي لحاظ جايز او ګټورتوب يې ثابت وي، يواځې په يوې وسيلې او يو ځانګړي قسم وسايلو باندې اکتفاء نه کوي، د بيلګې په توګه د خپلي خبرې د رسولو لپاره د مستقيم او نيغ په نيغه تماس څخه نيولې، د هر ډول ډله ايز تماس له وسايلو څخه  استفاده کوي، چې په  دې کې د وړو درسونو، او لويو اجتماعاتو څخه نيولې د ميډيا هر ډول وسايل شامل دي، همدا  راز په فکري، روحي، او جسماني لحاظ د عملي تدريب او تربيت لپاره اسلامي خوځښت خپل ځانګړي وسايل لري چې په تفصيل سره په کتابونو کې ليکل شوي دي .

دوهم: د اجتماعي  بدلون  پروسه
د افرادو له بدلون څخه وروسته د اجتماعي بدلون پروسه پيل کېږي، د اجتماعي بدلون پروسه هم بايد په څو مستوياتو سرته  ورسيږي، چې په  لنډ ډول يې دلته وړاندې کوو:
لومړي: د ټولنې بدلون او اصلاح.
دوهم: په بيلا بيلو اسلامي هيوادونو کې د  حکومتي نظام اصلاح.
دريم: د اسلامي نړۍ لپاره د يو  او کوټلي کېان او تشکېل رامنځ  ته کول.
څلورم: د نړۍ په سطحه بدلون رامنځته  کول په دې توګه چې اسلامي امت د نړۍ د قيادت وړ وګرځي.

۱ـ  د ټولني بدلون

د ټولنې د بدلون څخه  مراد دا  دی چې د امکان تر حده، له ټولنې څخه هر ډول فساد، ظلم، اخلاقي رذائل، بې عدالتي، فقر، بد بختي، مرض، عقيدوي او عملي امراض … له منځه  يوړل شي او د هغې پر ځای په مادي او معنوي لحاظ د هغو شيانو د ځای پرځای کولو کوښښ وشي، چې اسلام يې غوښتنه  کوي، او دا کوښښ د يو مسلمان فرد او د يو مسلمان  جماعت د امکاناتو په چوکاټ کې صورت نيسي، په دې باب امام  حسن البنا وايي: (وإرشاد المجتمع , بنشر دعوة الخير فيه , ومحاربة الرذائل و المنكرات , و تشجيع الفضائل , والأمر بالمعروف , والمبادرة إلى فعل الخير , وكسب الرأي العام إلى جانب الفكرة الإسلامية , وصبغ مظاهر الحياة العامة بها دائما)  په  ټولنه کې د خير لور ته  د دعوت ، د بد اخلاقيو او منکراتو پر ضد د مبارزې ، د اخلاقي فضايلو هڅولو او تشجيع کولو، او د نيکېو لور ته د رابللو له  لارې د ټولنې راهنمايي کول، همدا  راز د خير په هر کار کې تر هر چا وړاندې والی، د اسلامي کار او فکر لپاره د عام ولس نظر برابرولو او د ژوند ټولنيز مظاهر د اسلام په رنګ کې د رنګولو په ذريعه (په ټولنه کې بدلون راوستل). په  دي معني چې موږ بايد ټولنه داسې حالت ته بدله  کړو چې د بديو لارې او فرصتونه  پکې لږ او د نيکېو فرصتونه پکې غالب وي، همدا  د ټولنې د  بدلولو مفهوم دی.

۲ـ  د حکومت  د نظام بدلون

موږ د نظام او حکومت بدلون  هم غواړو، په دې  معنا چې له اوسني حالت څخه داسې حالت ته بدل  شي چې زموږ ايمان او د لااله الا الله محمد رسول الله اقرار يې غوښتنه  کوي، هغه نظام چې موږ يې د اوسني حالت پرځای راوړل غواړو، دوه بنسټيزي ځانګړتياوې لري:
لومړی: دا چې د هغې چارواکي مسلمانان او د اسلام په احکامو ملتزم وي.
دويم: دا چې هغه حکومت د نظام په حيث د  اسلام تعليمات د ژوند په ټولو اړخونو کې پلي کړي، او د ټولو مشکلاتو حل په هغه نظام کې ولټوي چې الله  تعالی د رسول اکرم صلي الله  په  ذريعه بشريت ته راليږلي دي.
په دې اړه امام حسن البنا وايي: (وإصلاح الحكومة حتى تكون إسلامية بحق , وبذلك تؤدي مهمتها كخادم للأمة و أجير عندها و عامل على مصلحتها , والحكومة الإسلامية ما كان أعضاؤها مسلمين مؤدين لفرائض الإسلام غير متجاهرين بعصيان , وكانت منفذة لأحكام الإسلام وتعاليمه)  (بل هدف مو) د حکومت اصلاح ده تر دې چې په حقيقي معنا اسلامي وګرځي، او په دې توګه د امت د خادم، اجير، او د امت د ګټو د ساتونکي په حيث خپله وظيفه سرته ورسوي، او حکومت هغه وخت اسلامي  ګرځي چې د هغې چلونکي مسلمانان او د اسلامي فرائضو پرځای راوړونکي وي او په څرګنده د ګناهونو ارتکاب نه کوي، او پخپله حکومت د اسلام د  احکامو او تعليماتو نافذونکې وي.
دا بدلون ددې لپاره اړين او ضروري دی چې دا خو په بشپړه توګه يوه  معقوله خبره ده چې په  يو  هيواد کې بايد حکومت، دولت، قانون جوړونه، د قانون تنفيذ، صنعت او تجارت، بين المللي اړيکې، مالياتي او اقتصادي  نظام او د ژوند ټول اړخونه د هغه نظام سره برابر وي چې د هغه هيواد اکثريت وګړي پرې ايمان لري او په ځانګړې توګه کله  چې هغه نظام په بشپړه  توګه حق هم وي.
د دې ترڅنګ که چېرته د حکومت او دولت  نظام د هغو مثبتو بدلونونو ساتنه  ونه  کړي چې په انفرادي لحاظ يې مسلمانان او د يو جماعت په حيث اسلامي حرکت سرته رسوي نو هيڅکله د اصلاح او بدلون کوښښونه سرته  نه  رسيږي دا خو لا پريږده چې حکومتي نظام او سيستم د هغه اصلاحي  کوښښونو سره دښمني ولري او د هغي د له منځه وړلو هڅې هم وکړي، يو عربي شاعر وايې:
متي يبلغ  البنيان  تمامه    اذا  کنت تبنيه  وغيرک يهدم.
دا  خو مخکې ويل شوي دي  چې دا  بدلون راوستل زموږ د ايمان غوښتنه او شرعي فريضه ده، نو هغه څه چې د دې فرض د ادا کولو لپاره  اړين او ضروري وي هغه  هم فرض دي،لدې کبله د حکومتي نظام او سياسي سيستم بدلول هم ضروري او اړين دي.

د نظام بدلول څه ته  اړتيا لري؟

په دي کې شک نشته چې په نظام کې د بدلون راوستلو پروسه  ډيره اوږده او له مشقت څخه ډکه ده، او دا  ځکه چې دا له يوي خوا د ړنګولو  او له بلي خوا د جوړولو پروسه ده.
د حکومت  اصلاح او د نظام بدلول لاندي ګامونو ته اړتيا لري:
۱ـ د فاسد نظام له منځه  وړل:
تر ټولو دمخه بايد له هغه نظام  څخه چې د ژوند په هر اړخ کې حاکم دی او د اسلام سره اړخ نه لګوي ـ ځان خلاص کړل شي، او دا ځکه چې کله داسي څه  په ټولنه  کې حاکم وي چې د اسلام سره تضاد او تناقض ولري هلته اسلامي نظام نشي راتلی، له همدي امله عربي متل وايې:
(التخلية ثم التحلية)
لومړي نامطلوب شي له منځه وړل او بيا د مطلوب شي منځ ته راوړل پکار دي.
۲ـ د درست نظام قائمول:
کله چې غير مطلوب نظام له منځه يوړل شي هغه ځاي بايد په درست او مطلوب نظام ډک کړل شي.
۳ـ بديل نظام وړاندي  کول:
دا چې مونږ په دي ايمان لرو چې  زموږ د ټولني ټول مشکلات د اسلام په رڼا کې حل کېدلی شي، او اسلام لکه څرنګه چې په هر ه  زمانه کې د بشريت راهنمايې کوي، په دي عصر او زمان کې هم د بشريت لارښوونه  کولای شي، او له دي سره په دي هم يقين لرو چې په شرعي نصوصو او نورو شرعي دلايلو کې دا لارښووني موجودي دي، نو کله چې په  يوه ټولنه کې د نظام  د  بدلولو خبره کېږي ، هلته به  د دې اړتيا وي چې دشرعي دلايلو څخه دا لارښووني استنباط کړل شي او د قوانينو او نظامونو په شکل کې ترتيب شي، تر څو د نامطلوب نظام پر ځاي پلي کړی شي، طبيعي  خبره ده چې دا  به  د لوی فکري او علمي فعاليت په  نتيجه  کې سرته  رسيږي.
۴ـ همدا راز د نظام او حکومت د بدلون پروسه د دي غوښتنه هم  کوي چې دا نظام  بايد د داسي قيادتونو او شخصيتونو په لاس پلي شي چې په همدې نظام عميق ايمان او غير متزلزل يقين ولري او پخپله په دې باندي ملتزم هم وي، ځکه که نظام هر څومره ښه او غوره وي ترڅو چې د هغي تطبيق کونکې پرې ايمان ونه لري، هغه درست او مثبت  نتائج نه  ورکوي، نو بناء دا  پروسه د دغه ډول قيادتونو او شخصيتونو روزلو او جوړولو ته  شديده  اړتيا  لري.
۵ ـ همدا راز د نظام او حکومت د بدلون پروسه دېته  هم اړتيا لري چې ملت هم په  دې بدلون قانع کړل شي، او په دې هم قانع شي چې بدلون چې د چا په لاس راځي، هغوي د دې بدلون د راوړلو توان هم لري او ورته  مخلص هم دي، او دا چې دا  کار د ملت د خيرخواهۍ د جذبي له مخې کوي ، نه د دي لپاره چې دوی خپلو ګټو ته  ورسيږي، د اقناع  دا کار ډير لوی او پرله  پسي کار ته  اړتيا لري.
۶ـ په ټولنه کې د خير د  خپرولو او د بديو او منکراتو د منع کولو پروسه هم د نظام او حکومت د بدلون لپاره اړينه او ضروري ده، چې دا پروسه موږ د ټولني  د اصلاح په نوم يادولي شو، لکه مخکې مو چې ورته  اشاره  وکړه.
۶ـ همدا  راز نړيوال چاپيريال برابرول هم د دي بدلون لپاره  ضروري او اړين دي، دا  په  دي معني چې د شا او خوا هيوادونه او همدا راز د نړۍ هيوادونه بايد په دي  قانع کړل شي چې د اسلام حاکميت د بشريت په ګټه  دي، او ددي نظام د پلي کولو له  امله هيچا  ته تهديد نه متوجه کېږي، او دا له دي امله  چې په اوسنيو شرايطو او حالاتوکې د نړۍ حوادث سره داسي تړلي دي چې هيڅوک د هغي په باب بي تفاوته  نشي پاتي کېدلي، نو تر څو چې دا نړيوال چاپيريال قانع  نه  کړل شي، تر هغه وخته مثبت  بدلون راتلل او د هغي مستمر پاتي کېدل ګران کار  دي.


د حکومتي نظام د بدلون پروسه د يو منظم جماعت غوښتنه  کوي

اوس سوال  دا  را ولاړيږي چې د بدلون د پروسي دا اړتياوي به  څرنګه  پوره کېږي؟ ددي سوال په ځواب کې بايد مختصرا  ووايم چې دا دومره لويه او هر اړخيزه  پروسه  ده چې په  ځان ته ځان يې هيڅوک هم سرته نشي رسولي، همدا راز که چېرته  ډير خلک دا  کار په  غاړه  واخلي او د هغوي ترمنځ تنسيق او دقيقه پلان  ګذاري نه وي بيا  هم دا پروسه سرته نشي رسيدلي، او دا  ځکه کله چې پلانګذاري او تنسيق موجود نه وي او مسؤوليتونه  توزيع  نشي نو په کارونو کې تکرار او د کوښښونو د ضياع ويره راپيدا  کېدلي شي، له دي امله د ټولني او د نظام او سيستم د بدلون  پروسه يو منظم کار ته  اړتيا لري، تر څو چې دا  منظم جماعت موجود  نه شي د  بدلون پروسه هيڅکله هم  سر ته  نشي رسيدلي، دا منظم جماعت هم څو بنسټيزو اجتماعي صفاتو ته  اړتيا لري چې هغه وجود ونه لري دا جماعت نه  منځته راتلای شي او نه دا لوی هدف تر لاسه کولی شي، دلته  دا مواصفات په لنډ ډول د لوستونکو مخ ته  ږدو:

لومړي: د افرادو ترمنځ وحدت فکر

دا  منظم جماعت تر هغه وخته پورې اصلا نشي موجوديدلي تر څو چې داسي افراد پکښي راټول نه شي چې د هغوي  تر منځ فکري رابطه موجوده وي، ځکه دلته چې کوم شي خلک يو د بل سره راټولوي هغه نه مادي ګټي دي او نه نسبي او قومي اړيکې، بلکه هغه يواځي او يواځي فکري رابطه ده، په دي جماعت کې خلک يواځې په دې بنسټ سره راټوليږي چې هغه مسؤوليت ادا کړي چې الله تعالي د دوي په اوږو ايښی دی، او دا  هغه مسؤوليت  دی چې د قرآن کريم په  بي شميره  ايتونو کې يې يادونه  شوې ده، يعنې پخپله د الله تعالی بندګان جوړيدل او نور ټول دې بندګۍ ته  دعوت کول او عملا د الله تعالی بندګۍ ته د ژوند په ټولو ابعادو کې زمينه  برابرول دي، الله تعالي فرمايي: {وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ }  ما پيريان او انسانان يواځي د خپل عبادت لپاره پيدا کړي دي، او الله  تعالي فرمايې: {إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ}  درست بشپړ او د عمل وړ دين د الله په نزد اسلام دي، کله چې الله تعالي دا  وايې د دې معنا دا ده چې مسلمانان عملا بايد په خپل ژوند کې ثابت کړي چې درست دين او د ژوند تيرولو درست منهج،  د الله  په نزد اسلام شو نو مسلمانان بايد عملا د همدي  منهج سره سم ژوند تير کړي، او په بل ځاي کې فرمايي: {أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا}  او کله چې الله تعالی زموږ لپاره اسلام د ژوند د منهج په  حيث غوره کړ نو مسلمانان بايد عملا د هغي د اقامې لپاره  کار وکړي، او په نورو ايتونو کې دا  ښه صراحت سره راغلي دي الله تعالي فرمايې: {شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ } لکه پخوانيو پيغمبرانو ته چې د اقامت دين حکم ورکړ شوی وه، همداسې زموږ پيغمبر او د هغې امت ته هم ورکړ شوی دی، دا هغه  هدف او مقصد دی چې په دې جماعت  کې د هغي پر  بنسټ باندې خلک سره راټوليږي، که د چا  سره دا هدف نه وي هغه د دې جماعت عضويت نشي تر لاسه کولی، او هر کله چې دا  رابطه  ضعيفه شوه او ددې ځای نورو روابطو ونيوه، نو په  هغه ورځ به دا جماعت له منځه تللی وي، ځکه دا هدف هغه يواځينۍ  رسۍ ده  چې د دې جماعت افراد  په  خپلو منځونو کې سره نښلوي او ربط ورکوي.

دويم: عاطفي رابطه

دوهمه رابطه چې د دې  جماعت  د افرادو ترمنځ بايد وجود ولري ، هغه  عاطفي رابطه او د اخوت او محبت اړيکي دي، يواځې د فکر او هدف يووالی انسانان سره نشي راټولولی، او نه  ترې هغه بنيان مرصوص جوړولی شي چې د هر مشکل په مقابل کې  يې د دريدو جوګه  کړي، د دې لپاره د دې جماعت د افرادو ترمنځ  د اخوت او ورورولۍ عاطفې رابطه انتهايې ضروري ده، الله تعالی فرمايي: { إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ }  او د پيغمبر صلی الله  عليه  وسلم په  احاديثو کې په دې اړه  دومره  تاکېدات  راغلي  دي چې په  لوستلو يې هر انسان اهميت  درک کولی شي، له دې جملې څخه  د بيلګې په  توګه دا يو صحيح حديث لولو، چې پيغمبر صلی الله  عليه وسلم فرمايي: (المسلم أخو المسلم لا يظلمه ، ولا يسلمه ، ومن كان في حاجة أخيه كان الله في حاجته ، ومن فرج عن مسلم كربة فرج الله عنه كربة من كربات يوم القيامة ، ومن ستر مسلما ستره الله يوم القيامة)  مسلمان  د مسلمان ورور دی  نه پرې ظلم کوي، نه يې د بل چا ظلم ته  پريږدي، او څوک چې د خپل ورور کوم ضرورت  پوره  کوي، الله تعالی به د هغه ضرورت پوره  کړي، او چا چې د کوم  مسلمان څخه کوم تکليف او مصيبت  ليرې کړ، الله  تعالي به د قيامت له کړاوونو او تکاليفو څخه يو تکليف له هغه نه ليرې کړي، او چا چې په کوم مسلمان پرده واچوله  الله  تعالی به  پرې د قيامت په ورځ پرده واچوي.

دريم: تنظيمي رابطه

درېېمه رابطه تنظيمي رابطه ده، د دې معنا دا ده چې په يو جماعت کې خلک د څه  اصولو او قواعدو پر بنسټ سره راټوليږي، هلته مشر او کشر معلوم وي، هلته څه  مسؤوليتونه او التزامات وي، هلته انسان د  خپلې سليقې پر اساس حرکت نه کوي، بلکه د  پلان او تخطيط سره  سم بايد ولاړ شي، دې ته موږ تنظيمي رابطه او التزام ويلی شو، هغه منظم جماعت چې د بدلون د پروسې لپاره  کار کوي ، د هغې د افرادو ترمنځ بايد دا تنظيمي رابطه په خپل ټول قوت او توان سره  موجوده  وي، که دا  تنظيمي رابطه  وجود ونه لري، دا ټولګي بيا  منظم جماعت نه  دی، که په جماعت کې د اصولو او قواعدو او دساتيرو التزام نه وي، هلته د هغو مسؤولينو چې پخپله  خوښه انسان  د خپل ځان لپاره  ټاکلي وي، سمع  او طاعت نه وي او په  ځانګړي توګه په  هغو قضاياو کې چې هغه  د جماعتي ژوند پورې اړه ولري، او هلته  انسان د پلان او تخطيط سره  حرکت ونه کړي ايا  داسي يو ټولګي ته منظم جماعت ويل کېدلی شي؟ که داسې ټولګي ته منظم جماعت نشي ويل کېدلی نو بيا دغه ټولګی هغه ضرورت او اړتيا هم نشي پوره کولی چې د بدلون د پروسې لپاره  مو شرط بللی دی.

څلورم: د منهج او کړنلارې وحدت

د يو منظم جماعت  لپاره  چې يوه بله رابطه او وحدت اړين او ضروري دي هغه د منهج او کړنلارې وحدت  دی، ډير خلک به داسې وي چې د يو هدف لپاره به کار کوي، مګر د کار کولو طريقه او منهج به  يې جدا جدا وي داسې خلک هم يو منظم جماعت  هم نشي بلل کېدلی، بلکه د منهج او طريقه کار پر  اساس او بنسټ دوی سره بيلا بيلې ډلې بلل کېږي، د اسلامي حرکتونو ترمنځ ، تنوع په  عامه  توګه د طريقه  کار او منهج د اختلاف له امله موجود دی، څوک يواځې سياسي کار د الله  تعالي د دين د غلبې وسيله  او طريقه ګڼي، او  څه يواځې تثقيف او د پوهاوي کار مؤثر بولي، او څوک يواځې مستقيم دعوت يواځيني لار بولي، خو اسلامي حرکت په  مسلمانو ټولنو کې د بدلون پروسه د  اقناع او اجتماعي کار په  ذريعه پرمخ وړي او په دې لار کې د هر ډول اقناعي او اجتماعي وسايلو څخه استفاده کوي، او د استثنائي حالاتو لپاره استثنائي احکام دي، دا  نقطه به لږ وروسته لږ په  تفصيل سره ذکر کړو.

پنځم: د شورائيت او مشورې رابطه

د هغه منظم جماعت ـ چې د بدلون د پروسې بنسټيز ضرورت دی ـ يوه ځانګړتيا مشاورت دی، په دې جماعت کې هيڅکله هم هيڅوک ځان عقل کل نه ګڼي، په  دې کې شخصيت محوري نشته، له همدې امله  دلته  د دکتاتورۍ د راپيدا  کېدو امکانات که معدوم نه وي  نو ډير کم دي، د مشاورت ځانګړتيا  په  حقيقت کې داسې  يوه  ځانګړتيا ده  چې په دې  توګه  هر فرد او هر وګړی ځان پخپله د اسلامي حرکت د بدلون په پروسه  کې سهيم بولي، او په دې توګه د کار او فعاليت  لپاره پکښې نشاط بيا  بيا راتازه  کېږي، الله  تعالی هم خپل پيغمبر عليه  السلام ته د خپلو صحابو سره  د مشاورت حکم ورکړی وه، الله  تعالی فرمايي: {وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ}  د هغوی (صحابو) سره مشوره کوه او کله چې اراده  وکړې نو بيا  په الله  تعالی باندې توکل وکړه، او په بل ځای کې د مسلمانانو د صفاتو اوځانګړتياو د بيانولو په ضمن کې فرمايې: {وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ }  هغوی خپل معاملات د شوری له مخې فيصله کوي.

شپږم: د اعتماد فضاء

ددې منظم جماعت  يوه ځانګړتيا  دا ده چې په دې کې په  بشپړه توګه د  اعتماد فضاء حاکمه  وي، د اعتماد دا  فضاء د اصولو او مقرراتو د تطبيق، شورائيت، د مسؤوليتونو لپاره د افرادو لخوا د ټاکنيز سيستم ، مالي شفافيت، او د مشکل په  وخت کې د داسې بې پرې مؤسساتو موجوديت چې د  قيادت او افرادو ترمنځ د فيصلې کولو توان  ولري، په وسيله رامنځ ته کيږي.
د اعتماد دا  فضاء بايد د  افرادو په  خپل منځ کې هم قائمه  وي، په خپل هدف او منهج هم دا  اعتماد وجود ولري، افراد بايد  په  قيادت اعتماد ولري او قيادت  په افرادو، او کله هم چې د دې متقابلو اعتمادونو څخه يو هم له منځه  ولاړ شي او معالجه  نه شي نو د تنظيم وجود د خطر سره مخامخ کېږي.

اسلامي حرکت د بدلون پروسه په کومه  طريقه سرته رسوي؟

دا  منظم جماعت چې د بدلون پروسه پرمخ وړي په  حقيقت کې همدا اسلامي خوځښت دي، اوس سوال دا  مطرح کېږي چې دا  کار په کومه طريقه او منهج سرته رسوي؟
د دي سوال ځواب لټول په  دې  هم ډير مهم دي چې ډير خلک د خلکو په  ذهنونو کې ډير داسې شکوک او شبهات ايجادوي چې اسلامي حرکت خپل منهج بدل کړی او خپله لاره يې پريښې ده، د خپل کار طريقه او منهج امام حسن البنا داسې بيانوي: (أما وسائلنا العامة: ـ فالإقناع ونشر الدعوة بكل وسائل النشر حتى يفقهها الرأي العام ويناصرها عن عقيدة وإيمان.ـ ثم استخلاص العناصر الطيبة لتكون هي الدعائم الثابتة لفكرة الإصلاح.ـ ثم النضال الدستوري حتى يرتفع صوت هذه الدعوة في الأندية الرسمية وتناصرها وتنحاز إليها القوة التنفيذية، وعلى هذا الأساس سيتقدم مرشحو الإخوان المسلمين حين يجيء الوقت المناسب إلى الأمة ليمثلوها في الهيئات النيابية، ونحن واثقون بعون الله من النجاح مادمنا نبتغي بذلك وجه الله (وَلَيَنْصُرَنَّ اللهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ) (الحج:40).أما سوي ذلك من الوسائل فلن نلجأ إليه إلا مكرهين ن ولن نستخدمه إلا مضطرين ، وسنكون حينئذ صرحاء شرفاء ، لا نحجم عن إعلان موقفنا واضحاً لا لبس فيه ولا غموض معه ، ونحن علي استعداد تام لتحمل نتائج عملنا أياً كانت ، لا نلقي التبعة علي غيرنا ، ولا نتمسح بسوانا)
امام حسن البنا وايې: زموږ عام وسايل خو د خلکو قانع کول، او د خپراوي د هر ډول وسايلو له لارې  د دعوت خپرول دي چې عام ولس پرې پوه شي، او د عقيدې او ايمان له رويه يې تأيېد وکړي، بيا د صالحو افرادو راټولول او انتخابول چې د اصلاحي فکر ټينګې او ثابتې ستنې وګرځي، او بيا قانوني او دستوري هلې ځلې چې د دې دعوت  غږ په  رسمي مجالسو کې اوچت شي او هغوی يې تأيېد وکړي، او تنفيذي قوت (حکومت) د دې سره ملګري شي، په  همدي اساس به ـ کله  چې وخت  راشي ـ د اخوان المسلمون کانديدان ځانونه انتخاباتو ته وړاندې کوي تر څو په  پارلماني مجالسو کې د امت نمايندګي وکړي، او موږ د الله  تعالي په  نصرت او مرسته پوره  مطمئن يو ترڅو چې زموږ هدف د الله  تعالی رضا وي، (ولينصرن الله من ينصره ان الله لقوي عزيز) له دې څخه پرته  نور وسايل (د  قوت استعمال) نو هغه  به موږ يواځې او يواځې د اضطرار  په  حالت  کې کوو او يواځې د مجبوريت په حالت کې به هغې ته لاس اچوو، او د هغي د استعمال په وخت کې به موږ ډير صريح اوپوره عزتمن يو، خپل دريځ د کوم غموض څخه پرته په  څرګند ډول خلکو ته  اعلانوو او د هغې هر ډول نتايجو د تحمل کولو لپاره  به  اماده او تيار يو، بيا به يې مسؤوليت  په  بل چا نه وراچوو، او نه به  په بل چا  ځان ساتو…)
همدا راز امام  حسن البنا په يو بل ځای کې وايي: ډير خلک پوښتنه کوي چې ايا اخوان المسلمون خپلو اهدافو ته د رسيدلو لپاره د قوت او طاقت  استعمال کوي؟ د دې سوال په ځواب کې امام حسن البنا په پيل کې په اسلام کې د قوت اهميت بيانوي، بيا وايې چې اخوان المسلمون د  عميق نظر خاوندان دي، هغوی په سطحي توګه د اعمالو او افکارو سره تعامل نه کوي ترڅو يې چې  عميقه مطالعه نه وي کړي، د هغې نتايج يې نه وي څيړلي، او دا  يې نه وي معلومه کړي چې هغه څه چې مطرح کېږي د هغې څخه هدف او مقصد څه  دی، اخوان المسلمون په دې پوهيږي چې د قوت ډير درجات دي لومړۍ درجه يې د  ايمان او عقيدې قوت  دی، له دې وروسته د وحدت او يووالي قوت دی، او بيا د وسلو او مټو قوت دی، او هيڅ يو جماعت تر هغه وخته قوي نشي بلل کېدی چې په دې  ټولو معناګانو قوي نه وي، او کله چې کوم ټولګی د وسلې او مټو قوت استعمال کړي ،په داسې حال کې چې په شديد انتشار او اختلاف کې مبتلاء وي او يا په عقيدوي لحاظ ضعيف وي او ايمان  يې مړ وي نو انجام به يې د هلاکت او تباهۍ پرته  بل څه نه وي.
دا يوه  خبره، بله خبره دا چې ايا اسلام ـ سره له دې چې قوت د  اسلام  شعار دی ـ په هر حال کې د قوت د استعمال حکم کوي؟او که د دې لپاره يې څه  حدود ټاکلي او څه شروط يې د قوت د استعمال لپاره  وضع کړي او يو معين لور ته يې توجيه او سوق کړي دي؟
دريمه خبره  دا  چې ايا طاقت تر هر څه  د مخه استعمال شي، او که بايد د اخري علاج په  حيث ترې کار واخيستل شي؟ او ايا دا ضرور دي چې انسان د قوت د مثبتو او منفي نتايجو ترمنځ موازنه  وکړي او هغه حالات او ظروف وڅيړي چې په  کومو کې وسله استعماليږي؟ او که دا فرض ده  چې قوت دې استعمال شي بيا چې څه کېږي هغه دې  وشي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې اخوان يې د قوت د استعمال څخه د مخه مطرح کوي … د دې ټولو خبره سره سره اخوان به په  هغه ځای کې د قوت استعمال کوي چې بله  هيڅ وسيله کارګره او مفيده نه وي، او هغه وخت به يې استعمالوي چې کله له دې مطمئن وي چې د وحدت او ايمان قوت يې په لاس کې دی .
د وسايلو اوتګلارو  په باب  همدا  خبره  مولانا  مودودي هم کوي هغه په خپل کتاب تحريک اور کارکن  کې د يو عنوان (لائحه عمل) لاندې ليکي: چې کله په  کال ۱۹۴۹م کې پاکستان د قرارداد مقاصد (چې په دې تصريح کوي چې په  پاکستان کې حاکميت اعلی يواځې او يواځې د الله  جل جلاله لپاره خاص دی) له تصويبيدو وروسته په پاکستان کې د اسلامي تحريک طريقه کار به  په  لاندي نقطو کې راخلاصه کېږي:
لومړی: تطهير افکار و تعمير افکار چې خلاصه يې دا ده  چې په  ټولنه کې د اقناع له لارې فکري بدلون راوستل شي.
دوهم: د صالحو او نيکو افرادو تنظيم او تربيت: هغه څوک چې په فکر باندې قانع  شي هغوی بايد په تنظيم کې منظم کړل شي او د بيلا بيلو اړخونو څخه د هغوی تربيت او روزنه وشي.
درېېم: د ټولنې اصلاح: په دې توګه چې د منکراتو مخنيوي په کښي صورت ونيسي او د نيکېو لپاره زمينه برابره شي.
څلورم: د حکومتي نظام اصلاح: ددې د اهميت د بيانولو نه وروسته وايې چې د دې طريقه به دا وي چې خلک قانع کړل شي او د سياسي  او اجتماعي کوښښ او په انتخاباتو کې د ګډون له لارې د حکومت د نظام د اصلاح کوښښونه صورت ونيسي .
دا خو په عادي  حالاتو کې په اسلامي  ټولنو کې د بدلون راوستلو د پروسې منهج او طريقه ده چې اسلامي  حرکت د ځان لپاره غوره  کړې ده، مګر کله چې استثنائي حالات منځ ته راځي او سوله ايز اجتماعي وسايل مؤثر نه واقع کېږي نو بيا د قوت استعمال هم د تګلارې جزء ګرځي.

۳ـ د اسلامي نړۍ په  سطحه د بدلون پروسه:

اسلامي  خوځښت يواځې په دې اکتفاء نه کوي چې په  اسلامي هيوادونو کې په انفرادي توګه د حکومت نظام بدل شي او هلته اسلامي نظام حاکم شي، بلکه له دې وروسته د ټولو هغو اسلامي هيوادونو چې اسلامي نظام پکي قائم شوی وي د هغوی  ترمنځ د تنسيق په نتيجه کې د اسلامي امت لپاره يو موحد نظام تشکېلول غواړي، چې تفصيل به يې بيا کله په  بل فرصت کې بيان کړو.
۴ـ د نړۍ په سطحه د مخکښتيا مرحله

يواځې په  دې هم اکتفاء نه کوي چې د مسلمانانو لپاره دې يو موحد نظام تشکېل کړي، بلکه ددې اراده لري چې دا نړۍ چې اوس په کښې سيادت او قيادت د نورو ملتونو په لاس  کې دی، بايد د نړۍ قيادت او سيادت اسلامي امت ته منتقل شي، دا هم عملې  پلان او برنامې ته  اړتيا لري چې  مرحوم استاذ نجم الدين  اربکان په تفصيل سره د دې پلان وړاندې کړی دی چې په بل فرصت کې به  دا هم په  تفصيل سره وړاندې کړو.
د الله تعالي څخه دعا کوم چې موږ ته د بدلون په پروسه  کې د خپلو مسؤوليتونو د اداء کولو توفيق راکړي.

دکتور مصباح الله

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: