ابوریحان البېروني او د امریکا د لویې وچې کشف

له نن نه تقریباً ۱۰۰۰ کاله پخوا ابوریحان البیروني لومړی کس و چې د ځمکې شعاع یې په تقریبي ډول محاسبه کړه چې له اوسنۍ محاسبه شوې شعاع سره یوازې ۱۶ کیلومتره توپیر لري. د ځمکې د شعاع له محاسبې وروسته ابوریحان البیروني د ځمکې محیط هم اندازه کړ. کله چې البیروني د ځمکې حدود محاسبه کړل دا ور ته معلومه شوه چې د ځمکې همدا لیږ برخه د افریقا له څنډو نیولې بیا د اسیا په ګډون ان د اروپا تر پولو پورې د ځمکې د کرې د وچو سیمو ډېره کمه برخه جوړوي او د ځمکې دا پاته زیاته برخه اوبه نه شي کېدلای. ده وویل چې د اتلانتیک سمندر هغه بلې خوا ته خامخا باید یوه بله لویه وچه موجوده وي.
البیروني نه یوازې چې د دې وچې د موجودیت خبره وکړه، بلکي دا یې هم وویل چې چارچاپېره به یې اوبه وي او اقلیم به یې د انسانانو د ژوند له پاره نه ډېر ګرم او نه ډېر یخ وي. هغه دا نتېجه واخیسته چې دا لویه وچه به د انسانانو هستوګنځی وي او له شماله تر جنوبه به د تراړې په ډول پرته وي چې له روسیې څخه تر جنوبي هند او د افریقا تر صحرا لاندي سیمو پورې به د ځمکې د هستوګنیزې سیمې حدود وي.
اوسنۍ محاسبې ښیي چې البیروني د امریکا په موقعیت کې یوازي ۱۱۷ میله تېروتی و.
البیروني دا نظر د کولمبوس تر سفر پنځه پېړۍ مخکې وړاندې کړی و، له همدې کبله اوس ساینسپوهان په دې باور دي چې البیروني د امریکا د لویي وچې اصلي کاشف دی، نه کرستف کولمب.
که وګورو البیروني رښتیا هم د امریکا د لویې وچې اصلي کاشف او کولمب یې لومړنی لیدونکی دی.
ټولو ته معلومه ده چې کرستف کولمب د امریکا د لویې وچې له پاره علمي څېړنې نه کولې او نه یې علمي نظریات لرل، یو سیاح و چې د هند پر لور یې د تګ تکل کړی و او تصادفاٌ پر امریکا ور برابر شو؛ نو ځکه دا خبره دقیقه ده چې البیروني د امریکا د لویي وچې اول کاشف او کولمب یې لومړنی لیدونکی دی.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب