اسلام مشاهیر

د اسلامي امت د ارمانونو په لار کې سرګردانه عاکف (رح) (یوه پیړۍ جهد او زیار)

یو چا په ډیر جدیت را نه پوښتنه وکړه چې ما ته د اخوان المسلمین لاس ته راوړنې بیان کړه، دومره اوږده مبارزه او کار، چې نوي کلونو ته یې عمر رسیږي، مګر لا یې هم چیرته واک ترلاسه نه کړ.

ممکن دغه دوست به له زړه سوي او همدردۍ نه دا پوښتنه کړې وي، څو وکړای شي، یو ښه او مناسب ځواب ترلاسه کړي، چې دده روح او روان پرې خوښ شي او که نور څوک هم ورسره بحث کوي او پدې اړه ترې پوښتنه کوي، نو دی یې د قانع کولو لپاره دلایل ولري.

ستونزه دا ده چې په هره جګړه او کشمکش کې یوه طبقه خلک هغه طرف چې په ظاهره او د دوی د معیارونو له مخې مات بریښي، ملامت بولي، چې ولې له زورور سره پنجه اچوي او له داسې چا سره مقابلې ته کیوزي چې د وسلو او پیسو په لحاظ څو برابره تر ده زیات دی دا خو په ځای پریږده چې یو څوک دې د سترې امپراتورۍ سره مقابله او تمدني جګړه پیل کړي.

بله ستونزه دا ده چې هیڅوک هم حقیقتونه په پام کې نه نیسي، تش له تا سره د وخت او زمان په لحاظ حساب او کتاب کوي، خو دا نه ګوري چې په دې دومره اوږده زمانه کې ستا فرصتونه او ګواښونه په کوم حد کې وو.

ما دغه محترم ته په ځواب کې وویل: له اخوان المسلمین نه د لاسته راوړنو غوښتنه، هغه هم په داسې حال کې چې د تاسیس او پیل نه تر ننه، له زندانونو، اختناقونو، اعدامونو او سیاسي او نظامي فشارونو نه ندي وتلي، زیاتی او بې انصافي ده، دا دې ته ورته ده چې د یو چا پښې او لاس تړلي وي، بیا یې سیند ته ورخطا او ګوزار کړې او د ښې لامبو وهلو او ځان او نور اوبو اخیستو د خلاصون او نجات آرزو او طمعه ترې ولرې.

خو ددې ټولو ستونزو سره بیا هم که د اخوان المسلمین په لاس ته راوړنو بحث او خبرې کوو نو میاشتې به ونیسي او که څه پرلیکو نو دا به بیا ستره موسوعه او څو ټوکه کتاب شي ، زه فکر کوم په اسلامي نړۍ کې یې دومره ژور مثبت فکري، کلتوري، تعلیمي، اقتصادي ، سیاسي او هر اړخیز بدلونونه راوستي او دومره مثبت او ګتور اغیز یې درلودلی دی چې بل هیڅ اسلامي حرکت یې نیمایي ته هم نشي رسیدلی.

که دغه بدلونونه او اغیزې د دوستانو له سترګو پټې او د هغوی له فهم او درک نه پورته او لیرې دي، خو دښمنان یې په ښه توګه درک کولی شي او درک کړې یې هم دي، همدا لامل دی چې نن او د دغه حرکت له پيل نه، په ټوله نړۍ کې اسلام ضد قوتونه او له بده مرغه ځینې اسلام ته منسوب دولتونه او ګروپونه هم ددغه مبارک حرکت په خلاف سره په یوه مورچل کې ناست دي.

د حماس اسلامي غورځنګ د اخوان په غیږ کې روزل شوی اسلامي حرکت دی چې د نړیوال استعمار د بچي(اسرائیل) پوځ یې په ځمکه وسولوه، هغه یې په دوه جګړو کې ـ د الله تعالی په مرسته ـ مات کړ، حال دا چې دغه اسرائیلو ټول هغه پوځونه سلامي کړي وو، چې د اسلامي امت غوښې او هډوکي یې وخوړل او وینې یې وزبیښلې، خو د اسرائیلو له خطر نه یې امت ونه ژغوره او نه یې د امت له آبرو، عزت، تاریخ، هویت او مقدساتو نه دفاع وکړه، بلکې د نورو د دسیسو او پروګرامونو په پلي کولو او تطبیق کې همغږي او همکار دي، هغه پوځونه چې د کور دننه زمریان دي خو بهر بیا چا ته سترګې نشي نیغولی، هغه پوځونه چې سرحدونه نشي ساتلی خو د خپلو ولسونو په ځپلو کې لسیزې لسیزې بوخت دي او هر ډول اختناق یې پرې راوستی دی.

پوښتنه دا ده چې آیا حماس د اخوان لاس ته راوړنه نده؟ حال دا چې د حماس په کلابندولو کې نه یوازې کفري نړۍ بلکې ان هغه هیوادونه چې د اسلامي مختاړی او وروستاړی له ځان سره لري هم شریک دي او نه یوازې حماس بلکې ټول فلسطینی ولس په دې کړوي چې ولې یې د استعمار او ښکیلاک پرضد د جهاد او مقاومت بیرغ پورته کړی دی او ولې له خپلې عقیدې، هویت، خاورې او حقوقو نه دې دفاع کوي.

د اخوان المسلمین بله لاس ته راوړنه داسې مجاهد او مبارز شخصیتونه روزل او امت ته وړاندې کول دي چې امت یې په صبر، ثبات او باعزته دریځونو باندې ویاړي، که د ټولو نومونه اخلم ، نو دا به څو ټوکه کتاب ترې جوړ شي، خو د بیلګې په توګه یې له دکتور محمد مهدي عاکف (رحمة الله علیه) ، دکتور محمد بدیع ، دکتور محمد مرسي، دکتور بلتاجي، دکتور عصام العریان، دکتور خیرت شاطر، دکتور سعد کتاتني، دکتور صلاح سلطان…او زرګونه نور شخصیتونه او مبارزین یادوم چې مرګ په سترګو ویني خو د اسلام او امت د عزت او برم د اعادې له هدف نه نه تیریږي.

دلته پدې لیکنه کې یوازې د هغه ستر شخصیت په اړه خبره کوم چې د اخوان المسلمین اوم مرشد او قاید پاتې شوی، د اخوان همزولی وو، خو د خپل عمر دریمه برخه یې په زندان کې تیره کړې او په مقاومت او ټینګ دریدو کې یې د اسلام د لومړنیو پیړیو د شخصیتونو یادګار تازه کړ.

محمد مهدي عاکف هغه څوک دی چې کویټی لیکوال ولید الطبطبائي یې په اړه لیکي: د نیلسان منډیلا تر مبارزې د ده مبارزه ډیره پورته ده، خو عرب او مسلمان دی، نو ځکه یې باید قدر نه وای شوی.

دکتور محمد مهدي عاکف، ژوند او کړنې:

په ۱۹۲۸ م کال(د اخوان المسلمین نړیوال اسلامي خوځښت د تاسیس کال) دجولای په میاشت کې د مصر د دقهلې په ښار کې وزیږیده، دولس کلن وو چې په ۱۹۴۰ م کال له دغه مبارک دعوت او خوځښت سره آشنا او کرار کرار جذب او یوځای شو، د حرکت د موسس امام حسن البنا(رح) او نورو مشرانو او علماوو په لاس یې روزنه واخیسته، له هغوی سره نزدې پاتې شو او دهغوی په لارښوونه او عملي توجیه یې د خوځښت لپاره کار او فعالیت وکړ.

ابتدایي، منځنۍ اوثانوي زده کړې یې په بیلابیلو ښوونځیو کې سرته ورسولې، د تربیت بدني له انستیتوت نه فارغ شو او بیا د فواد الاول په لیسه کې د سپورت استاد هم وو، د کانکور له لارې انجنیري پوهنځي ته شامل شو، خو د امام حسن البنا په اشاره یې پوهنځی بدل کړ او د تربیت بدني پوهنځي ته ولاړ، ترڅو په هر پوهنځي کې خلک ولري او د هر تخصص لرونکي شخصیتونه وروزل شي، په۱۹۵۱ م کال د حقوقو پوهنځي ته شامل شو.

په ۱۹۵۴ م کال چې د اخوان المسلمین د ځوانانو د څانګې مشر وو، له خپلو شپږو نورو ملګرو سره د پوځ د یوه مهم جنرال عبدالمنعم عبدالروف د اختطاف په دوسیه کې ونیول شو، زندان ته ولاړ او بیا یې د اعدام پریکړه وشوه، شپږ ملګري یې یو په بل پسې اعدام شول، خو دی بیا هم ډاډه او با عزمه وو، په وار وار ترې وغوښتل شول چې بښنه وغواړي او یا خو لږ تر لږه د خپلې سزا د تخفیف غوښتنه وکړي، مګر ده ونه منله، تردې چې د یو شمیر اجتماعي او سیاسي فشارونو په نتیجه کې د ده اعدام په حبس بدل شو، له شل کاله زندان نه وروسته په ۱۹۷۴ م کال آزاد شو.

نوموړي په زندان کې له خپل مرشد او د اخوان له مشرانو سره یوځای وو، یوه ورځ یې د اخوان دریم مرشد ( عمر التلمساني ) ته وویل چې زه بندي شوم خو لا مې واده ونه کړ، هغه په ټوکه کې ځواب ورکړ، ته چې له چا سره واده کوې، هغه لا نده زیږیدلې، په رښتیا هم د شل کلن زندان نه وروسته د ۴۶ کلونو وو چې د اخوان یوه قیادي شخصیت دکتور محمود عزت له خور سره یې چې دده د زندان پرمهال زیږیدلې وه، واده وکړ.

نوموړي په مصر کې د انګلیس او په اسرائیلو کې د یهودي استعمار خلاف نه یوازې وسلوال جهاد وکړ، بلکې زرګونه ځوانان یې هم وروزل او د مقاومت په لیکو کې یې منظم کړل.

دکتور محمد مهدي عاکف په سعودي کې د اویایمې میلادي لسیزې په ترڅ کې د WAMY سره د مسلمانو ځوانانو له نړیوالې ټولنې سره د مشاور په بڼه دنده درلوده، هغه د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د ځوانانو په تربیتي او روزنیزو برنامو او غونډو کې برخه درلودلې ده او هغوی یې له خپلو علمي مشاهداتو او دعوتي تجاربو نه برخمن کړي دي.

نوموړي په ۱۹۸۰ م کال المان ته ولاړ او شپږ کاله یې د اسلامي مرکز مشري او سرپرستي په غاړه درلوده.
په ۱۹۸۷ م کال د اخوان د مکتب ارشاد ( عالي شورا) غړی شو چې تر پایه په همدغه مسئولیت کې پاتې وو، په همدغه کال یې له خپلو ۳۴ ملګرو سره د مصر پارلمان ته لاره پیدا کړه او په ډیره ښه توګه یې د ملت او وطن له قضایاوو استازیتوب وکړ.
په ۱۹۹۶ م کال پدې تور چې ګواکې نوموړی د اخوان المسلمین نړیوال تنظیم مشر دی، بیا زندان ته ولاړ او تر ۱۹۹۹م پورې همالته پاتې شو.

د ۲۰۰۴ م کال د جنوري په میاشت کې وروسته له هغه چې د اخوان شپږم مرشد محمد مامون الهضیبی وفات شو، دکتور محمد مهدي عاکف د مرشد عام په صفت وټاکل شو، چې تر ۲۰۱۰ م کال پورې یې په ډیره ښه او موفقه توګه دغه مسئولیت سرته ورساوه.

هغه ځوان (عاکف) چې په ځوانۍ کې یې د دین د غلبې هدف ځان ته وټاکه، د امت قضیه یې خپل هم او غم وګرځوله او د اسلام د تیر برم اعاده یې پر ځان فرض او قرض وبلله، د همدغه هدف لپاره یې ټول عمر د زندان تورو تمبو ترشا تیر کړ، تر هغه ولاړ، مقاوم او سنګردار پاتې شو، ترڅو چې یې مړی له زندان نه لحد ته واستول شو.

فلسطینی لیکوال او څیړونکی دکتور عزام تمیمي چې محمد مهدي عاکف له نژدې پیژني، لیکي: دا چې د مصر حکومت، زوړ او تر ۸۵ کلونو پورته عاکف بندي کړ، ښایي علت به یې دا وو چې هغوی پوهیدل ، که نوموړی له زندان نه بهر پاتې شي، نو ارام نه کیني او د خوځښت د غړو ترمینځ د یووالي او وحدت او کار او نشاط ، رمز ګرځي، چې دغه ټکی کودتاچیانو ته تاوان کوي.

دومره غیرتي او پر خپل رب مین انسان وو، چې د زندان په سختو کړاوونو کې یې هم ظالم او مستبد نظام ته تیټه نه ویله او کله یې هم په خپل تیر تاریخ باندې د پښیماني تظاهر ونه کړ، ترڅو معاف شي او د خپل ژوند وروستۍ لسیزه په کور تیره کړي، ده به همدا ویل: په ځوانۍ کې مې معافي نده غوښتي نو اوس چې زوړ شوم او د عمر وروستۍ شیبې پوره کوم څنګه پښیمانه شم، زه مې د خپل رب سره ملاقات او مخ کیدو ته انتظار باسم).

د دکتور محمد مهدي عاکف د شخصیت ځانګړینې:

د رابعه  د ميدان د خطيب دکتور جمال عبدالستار څرګندونې

دا چې دکتور محمد مهدي عاکف په ژوندینې او له شهادت وروسته د دومره عزت او درناوي سره مخ شو او د ټولو موافقو او مخالفو جریانونو، ډلو او پرګنو ترمینځ په درنښت یاد شو، څو علتونه درلودلی شي:

1ـ نوموړي له خپل رب سره ځانګړې اړیکه درلوده، نو په دغه اساس د هغه حدیث شریف مطابق چې عروةَ بنِ الزبير –رضي الله عنه– روایت کړی دی: (مَنْ أقْبَلَ بِقَلْبِهِ على الله، أقبلَ اللهُ بقلوبِ الخلائقِ عليه). چا چې له زړه نه الله (ج) ته مخه کړه، الله تعالی به هم د مخلوقاتو زړونه دده په لور واړوي او دغه ستر شخصیت په دغه تول پوره وو. ان شاء اللهً.

2ـ نوموړی د میداني کار او کوښښ له لارې دغه مقام ته رسیدلی وو، نه د دفترونو او منصبونو له لارې، هغه د دعوت بچی وو، ټول ژوند یې دعوت ته بښلی وو، هغه د منبر له لارې، د ژوند په بیلابیلو اړخونو کې د شخصیتونو د روزلو او کار او خدمت له لارې پیژندل شوی وو، تر دې چې کله یې د خپل خوځښت قیادت پریښود، بیا هم د خلکو په زړونو کې تازه او ژوندی وو.

3ـ نوموړي د اقصی او فلسطین لپاره عملي جهاد کړی وو، زه باوري یم چې نوموړی له هغې ډلې څخه وو چې د قدس او د قدس شا اوخوا د جهاد پرمهال د بري او نصرت وعده ورسره شوې وه، دکتور محمد مهدي عاکف د وسلوال جهاد د ډګر تکړه او مخکښ مجاهد پاتې شوی، نوموړي ته الله متعال دا ویاړ بښلی وو چې په ځواني کې د هغو یهودو چې فلسطین یې غصب کړی دی او قدس یې نیولی دی، پرضد جګړه وکړي نوموړي په ډاګه اعلان کړی وو، چې (۲۰۰۰۰ زره داسې ځوانان به روزي چې د قدس نه په دفاع کې جهاد وکړي) او زه د الله تعالی لپاره ددې شاهدي وایم چې نوموړي دغه دنده سرته ورسوله.

په اړه یې پیغمبر صلى الله عليه وسلم فرمایلي وو: “لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ لَعَدُوِّهِمْ قَاهِرِينَ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ إِلَّا مَا أَصَابَهُمْ مِنْ لَأْوَاءَ حَتَّى يَأْتِيَهُمْ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَذَلِكَ”. قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَأَيْنَ هُمْ؟ قَالَ: “بِبَيْتِ الْمَقْدِسِ وَأَكْنَافِ بَيْتِ الْمَقْدِسِ”.

ژباړه: زما د امت یوه ډله به خامخا په حق ثابته ولاړه او دښمن ځپونکې وي، مخالفین به ورته هیڅ زیان نشي رسولی، مګر که د ژوند نورې تنګسې پرې رانشي، تر هغه چې د الله تعالی امر وشي(قیامت شي) او دوی به همداسې وي. پوښتنه وشوه: اې د الله تعالی رسوله! دغه ډله به چیرې وي؟ هغه مبارک ځواب ورکړ: په بیت المقدس او د هغه په شا او خوا کې.

4ـ نوموړی د حق نه په دفاع کې صریح او قاطع وو، کله یې هم دوه مخي او دوه رنګي نده غوره کړې، نه یې د باطل پر وړاندې نرم دریځ نیولی دی، تر دې چې دده دغه صراحت او قاطعیت به یو شمیر دوستان هم په حرج کې کړل، خو دی به بیا هم پر خپل دریځ ټینګ ولاړ وو، او په پوره جرات او ډاډ به یې مطرح کاوه، همدغه ځای وو چې ظالم او دیکتاتور حکومتونه به ترې سخت په ویره کې وو او ان دی به یې زندان ته اچوه، ان د نوي کلونو په عمر هم دی بندي وو او چې کله د زندان له دخل نه په تابوت کې ووت، بیا یې هم ترې ویره درلودله او د جنازې په لمانځه کې یې ولسونو ته د ګډون اجازه ور نه کړل شوه.

4ـ په الله تعالی قوي یقین او باور درلودل د نوموړي یو ځانګړی صفت وو، زه یوه ورځ له ده سره ملګری وم، په قاهره کې مو په یوه ځای کې د بیلابیلو هیوادونو له ځوانانو سره ناسته درلوده، بهر داسې خطرناک امنیتي تعقیب روان وو چې ټول یې وارخطا کړو، یو شمیر ځوانان خو داسې ناست وو چې منډې ته یې ځان برابر کړی وو، مګر استاد عاکف دغه آیت تلاوت کړ: {وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ} (آل عمران139) بیا یې پرې تبصره وکړه، که مونږ حقیقي ایمان ته زړه کې ځای ورکړ، نو بیا به مونږ سرلوړي یو، ځکه چې مونږ به له الله تعالی سره یو، که دوی مو زندان ته واچوي، که په لاسونو کې مو زنځیرونه واچوي، که دوی مو دار ته پورته کړي، بیا به هم مونږ لوړ یو ځکه چې زمونږ ډاډ او نیکمرغي د انسانانو ترمینځ ځای موندلو کې نه، بلکې له خپل رب سره په قوي اړیکه او رابطې کې نغښتی دی) د استاد له دغې وینا سره یو ډول ډاډ او اطمینان نازل شو، مونږ ټول ډاډه شو او هغوی چې د پښو پر سر ناست وو، مطمئن کیناستل او د مجلس تر پایه یې د عاکف صیب خبرو ته غوږ نیولی وو.

5ـ دا چې نوموړی د دویمې دورې لپاره د اخوان د مرشدعام مسئولیت منلو ته ـ چې په نورو ډلو کې ورباندې مسابقه او منافسه روانه وي ـ تیار نشو، که څه هم ټولو ورته عذر او زارۍ وکړې، او دده د قیادت په دوره کې خوځښت ښې لاس ته راوړنې هم درلودلې، دغه کار دی د خپلو پلویانو او ملګرو او ان ټولو ولسونو په زړونو کې نور هم ګران کړ، نوموړی د اخوان یوازینی مشر وو چې په خپل ژوند یې له مشرتابه نه لاس واخیست او نورو ته یې لار خلاصه پریښوده، حال دا چې د اخوان مرشد حق لري، د ژوند تر پایه مشر پاتې شي او قیادت په لاس کې ولري، مګر دا هم د تربیې یوه برخه ده چې یو څوک د مشر پاتې کیدو وروسته بیرته د عسکرۍ په صف کې ودریږي او د خپل قیادت په اطاعت کې سلامي ولاړ پاتې شي.

6ـ سینه یې پاکه وه، د هر چا په وړاندې یې ښه نیت او پراخ نظر دلود، تر دې چې د زندان په اوږده کې یې هم د هغه چا په قصه کې نشو چې پر ده یې ظلم وکړ، نه یې پر هغوی لعن او بد رد وویل او نه یې د هغوی په اړه کینه او نفرت وساته، هغه له خپل موافق او مخالف سره په مینه مخ کیده، پدې کار سره به یې دعوت ته زړونه نرمول او افقونه خلاصول.

7ـ پر ځوانانو باور درلودل او د هغوی د توانونو او ظرفیتونو درناوی کول، د استاد یوه بله ځانګړینه وه، چا هم چې له استاد سره ژوند کړی وي، هغه ته معلومه ده چې استاد به له ځوانانو سره څومره مینه درلوده ، څومره توجه او اهتمام به یې ورته درلوده، د سیمنارونو، مخیمونو او تربیتي برنامو دننه به یې له هغوی سره د غوره چلند، سوچه مینې او اخلاص په وسیله له هغوی نه یو مطلوب نسل جوړوه او بیا د خپل عمر په اوږدو کې له هغوی سره په خندا، محبت، تواضع او ساده ګي سره تعامل درلود او هغوی ته یې دا ذهنیت او جرات ورکړی وو چې استاد له خپل مینځ نه یو ځوان وګڼي او په همدغه حد کې ورسره راشه درشه او ناسته پاسته ولري.

8ـ له نورو هیوادونو نه راغلو محصلینو سره به په روابطو او اړیکو کې بوخت وو، په دغه برخه کې یې ډیر کار او هڅې درلودې، او ان هغه مهال چې د اخوان مرشد وو، دغه څانګه یې تر خپل اشراف لاندې نیولې وه، او په خپله یې اداره کوله او دا خبره به یې کوله چې څوک چې زمونږ هیواد ته د علم او عربي ژبې د زده کړو لپاره رازي، خدمت یې ډیر ثواب لري او مونږ باید په ډیر ویاړ دغه کار وکړو.

الله متعال دې د دکتور محمد مهدي عاکف قبر له نور نه ډک کړي او جنتونه دې ورته نصیب کړي او دده برکت دې ، اسلامي دعوت پر لارویانو کیږدي او الله تعالی د د اسلام او مسلمانانو دښمنان ذلیل او ناکام کړي.

لیکنه:عبدالفتاح جواد

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: