د اذان سنت، آداب او دعا

ابن القیم الجوزی په خپل کتاب (زاد المعاد) کې د اذان څلور سنتونه یاد کړي دي:

1.      اوریدونکی دې د اذان کونکي سره د اذان کلمې تکرار کړي.

2.      اوریدونکی دې داسې ووایي : و انا اشهد ان لااله الا الله وان محمدا رسول الله، رضیت با لله ربا، و بالاسلام دینا، و بمحمد رسولا (رواه مسلم)

3.      د اذان د پای ته رسیدو نه وروسته په پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندی درود ویل:  رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله مو چې اذان وارید ، نو موذن چې څه وایي هغه تکرار کړئ، او بیا په ما باندې درود شریف ووایئ. چا چې په ما باندې یو ځل درود ولوست، الله تعالی به لس ځلی ورباندې درود ووایي.

4.       د اذان دعا ویل: اللهم رب هذه الدعوة التامه، والصلاة القایمه، آت محمد الوسیلة و الفضیلة، و ابعثه مقاما محمودا، الذی وعدته. (رواه البخاری)

ژباړه: سيد مصطفی حماس

د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب