اختر

د اختر ابعاد او مفاهيم

اختر ددین د ښکلا یوه ځلانده څېره او د اسلام له څلیو څخه هغه ستر څلی دی چي په داسي سترو حکمتونو او لویو مفاهیمو او پټو اسرارومشتمل دی چي نور نومونه یې په خپلو اخترونو کي نه پېژني .

اختر په دیني مفهوم کي د الله تعالی یو شکر ادا کول دی چي هغه مونږ ته د عبادتونو د بشپړ کولو توفیق راکړ دا شکر یوازي مسلمان په خپله ژبه سره نه وایې بلکه د هغه په کوګل  کي د اطمینان او داخلي خوشالي او د هغه دبهرنیو اندامونو د حرکاتو په ژبه سره هم تعبیر کېږي  ، همداراز د مسلمانانو تر مېنځ د میني او پراخي ټنډي په څرګندولو او د بډایانو او مسکینانو تر مینځ د مسافو په له مېنځه وړلو سره دا شکر ښکاره کېږي  .

اختر په انساني مفهوم سره هغه ورځ ده چې د سرمایه دار قوت او د مسکین کمزورتیا د الهي عدالت او مساوات په اساس د زکات او احسان او پراخي تر سر لیک لاندي یو بل ته د میني او روغبړ غېږ ورکوي .

اختر په بډای باندي خپلي وړانګي غورځوي چي په نتیجه کي له خپلي شتمنۍ سره د زړه تعلق ختموي او له خپل لوړ مقام څخه حق او ښو اخلاقو ته په تواضع او انکسار سره راښکته کېږي او داسي احساس کوي چي د هغه په خواوشاکي انسانان ټول دده وروڼه او مرستیالان دي چي په نتېجه کي خپلي د ټول کال بدي ګاني د یوې ورځي په نیکي او احسان سره له مېنځه وړي .

همدا راز اختر سپېره فقیر او مسکین هم په خپله تجلي کي نیسي هغه خپل غمونه او دوکونه ټول شاته پرېږدي او د هغو ترږمیو له پېڅول څخه سر راباسي کوم چي تصوراتو او د پرېشانیو خوبونو ور باندي ټول کال غوړولی وو ، د ټول کال ستومانیوي او مجبوریتونه هېروي او د اختر خوشالي یې د شتمني طبقې په وړاندي له زړه څخه بدبیني لېري کوي او اختر یې د مایوسي دېوالونه نړوي او د ام یدونو څړیکي یې په زړه کي را ژوندۍ کوي .

همداراز اختر په نفسیاتي مفهوم سره هغه دېوال دی چي د مسلمان نفس او اندامونه ورته د اطاعت سر ټیټوي او د مشروع خوشالي تر څنګ هغه له بېځایه مصروفیتونو او ح یواني شهوتونو څخه را ګرزوي .

اختر د وخت په اعتبار سره د زمانې یوه لنډه ټوټه ده چي د غمونو او پرېشانیو د هېرولو او له نوي سره د انساني قوتونو د را ژوندي کولو لپاره ځانګړي شوي ده .

اختر په اجتماعي مفهوم سره د ماشومانو ورځ ده چي هغوی ته بېساري خوشالي وي له ځان سره راوړي هغوی په ډېره م ېنه ټول کال ددې ورځي انتظار باسي ، د مسکینانو ورځ ده چي یو له بل سره په ښه شکل او نوي جامه کي مخامخ کېږي ، د ذوي الأرحامو ورځ ده چي په صله رحمي او احسان سره را یوځای کېږي ، د مسلمانانو ورځ ده چي یوبل ته تر تېروتنو ور تېرېږي اود یو اوبل ملاقات ته ورځي ، ددوستانو او آشنایانو ورځ ده چي په همدغه لنډ مهال کي د میني او نزدېکت م� �اندي ټېنګوي ، د اصیلو انساني شخصیتونو ورځ ده چي خپلي پټي کینې او دزړه رنځونه په کي ختموي  ، او بالآخره هغه ورځ ده چي د مرورو  وروڼو خړپړتیا له مېنځه وړي د هغوی تر مېنځ فاصلې ختموي او د یوه لاس د بل په لاس کي ورکوي .

د اختر بختوره اسلامي ورځ له هره پلوه د ورورولي ، میني او وفاء په ډېر وچت معیار د ټولنېزو اړیکود ټېنګښت  ورځ ده ، دا ورځ زړونو ته ډاډ اومینه بښي ، څېرو ته ښکلا او خوشالي ورکوي او بدنونو ته آرام او هوساینه پېرزو کوي او له اجتماعي پلوه د ټولني افرادو ته دا پېچکاري کوي چي د هغوی تر څنګ کمزوري او لوېدلي انسانان دي چي د هغوی مرستي ته اړتیا لري هغوی په دې نن ورځ کي باید هېر نکړي ترڅو د اختر خوشالي د هرکور انګړ ته ننوزي او هر څوک له دې نعمت څخه برخه من � �ي  او دا د خوشالي شېبه عامه بڼه خپله کړي او هر لورته یې وړانګي خپرې شي . 

د صدقة الفطر او قرباني په عبادت کي لوی پټ راز همدغه اجتماعي مفهوم دی چي د اختر په ورځو او شېبو کی یې د خیر لاسونه محتاجو لاسونو ته رسوي تر څو د اختر د ورځي له لمرختلو سره جوخت په هره ټنډه خوشالي ولېدله شي او د هر چا په شونډو خندا خوره شي او هر زړه خوشالي محسوسه کړي .

د اختر په ورځ بد مرغه انسانان هم د نېکمرغي احساس کوي ، هغه څوک چي ټول کال یې د وخت ناخوالو مرۍ ور تربت کړي وي  په همدغه ورځ روغه ساه کاږي ، تنګ لاسو ته په کي لنده ډوډۍ ورسېږي ، او د شتم نیو خاوندان په کي ښه خوراکونه وکړي .

د اختر ورځ هر څوک دې ته هڅوي چي د خیر او ثواب لاسونه اوږده کړي او په دې مسابقه کي د بریالیتوب مېډال وګټي .

د اختر د ورځي عبادتونه او اسلامي اح کام عقل ته غذا تهیه کوي ، اسرار یې زړونه او نفسونه تصفیه کوي ، او هغه حقایق جوته کوي چي د هغو له مخي د ټولني د بېلابېلو طبقو او پرګنو تر مېنځ  د عدل موازین په پښو دروي او د اسلامي یووالي او � �غوني ستر مقصدونه پرمخ بیایي او د ټولني افرادو ته د قرباني او تر ځان تېرېدني او میني عملي درسونه  ورښیي .

د اختر په ورځ  غوره اخلاق او پراخه ټنډه هرچا ته رنګ ورکړي ، خلګ یو بل ته د مینه ناکو مخلصو زړونو سوغاتونه وړاندي کوي ګواکي اختر د اسلامي امت د یوه ستر بدن  روح دی چي هغه ته ژوند بښي .

په اختر كي د ګاونډیتوب � �من پراخېږي یو ستر ښار چي ګوري ته به وایې چي په هغه کي د اوسېدونکیو انسانانو یو داسي کور دی چي په رېښتوني م عنا عملي ورورولي په کي تحقق موندلی دی . 

په اسلام کي اختر سکون او وقار دی او د الله تعالی د لوی او عظیم قدرت نښه ده او دوژخ ته له لوېدلو او له هلاکت څخه د ژغورېدلو یوه وسېله ده .

اختر په دې هرڅه سربېره نېکیو ته د مسابقې یو ډګر او د اجر او ثواب موندلو د سیالۍ یو ستر میدان دی .

د اخترونو دعظمت لپاره همدا کافي ده چي د اسلام له دوو هغو سترو شعایرو اوعبادتونو وروسته لمانځل کېږي چي په روحاني ډګر او د اسلامي امت په وحدت کي  ستر ارزښت لري .

دا د اخترونو هغه ځیني ستر مفاهېم وو چي مونږ ته یې اسلام راښیې او رېښتوني مسلمانان یې لاس ته راوړي آیا مونږ داسي اخترونه لرو او که نه ؟

آیا زمونږ او اخترونو تر مېنځ فاصلې شته او که نه ؟

که وي نو ولي د اخترونو په اصلي حقیقت او د هغه په سترو مفاهیمو ځانونه نه پوهوو او کله به یې پوهوو؟

راځۍ چي د اخترونو د حقېقت په ښه روښانه کولو کي یو څه نور هم سره مشغول شو کېدای شي د هغه عظمت زمونږ ترږمیو ته رڼا ورکړي .

د خواشیني ځای خو داده چي مونږ له اخترونو څخه د اسلام پوښ غورځولی دی او د هغوی هغه روحاني مفاهېم مو له کاره اچولي دي کوم چي په زړونو کي خوشاليوي او برکتونه اچوي ، نن ورځ چي زمونږ اسلامي امت له کومو ګواښونو او توطیوسره لاس او ګرېوان ده او ددې ګواښونو په نتېجه کي په ختېځ او لوېدېځ او د نړۍ په هر ګوټ کي زمونږ مسلمان قوم د لوږي تر فشار او او د استعباد تر کلابندي لاندي دي په کار خو داده چي مونږ هم د هغوی په کړاوونو خپل ځانونه زهېر او په غم کي ورسره شریک کړو ، په همدغه نېکمرغه ورځ که مونږ خوشالي څرګندوو دا هم باید په پام کي ونیسو چي په څه ډول کولای شو د هغو وروڼو مرسته وکړو چي دا دخوشالي شېبې په وېر او ماتم کي تېروي .

آیا دا حدیث مو نه دی آورېدلی ؟

عن النُّعْمَانِ بن بَشِيرٍ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ في تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إذا اشْتَكَى منه عُضْوٌ تَدَاعَى له سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْح ُمَّى  (صحيح مسلم )

له نعمان بن بشیر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل  د مسلمانانو مثال په یو له بل سره مینه اویو پر بل باندي په زړسوي کولو او یوله بل سره په همدردي کي د یوه انساني بدن دی کله چي  د بدن یو اندام د خوږ شکایت وکړي ټول بدن ورسره بېخوبه او ناکراره شي او تبه یې ونیسي . 

نېکمرغه او ویښه ټولنه هغه ده چي په داسي ورځ کي یې د اخلاقو درجه نهایې نقطې ته لوړه شي او انساني شعور او احساس یې ستر ابعاد خپل کړي هغه که له یوې خوا د همد غي نېکمرغي ورځي په مناسبت د قلبي خوشالي احساس کوي خو له بلي خوا یې په نړۍ کي د وېر ځپلو ټولنو او افرادو په وړاندي په کوګل کي دننه د ترحم او عاطفې سمندر څپې وهي .

ددې مطلب دانه ده چي هغه د خوشالي په دې نړۍ واله اسلامي ورځ وژاړي او یا اوښکي تویې کړي او دماتم زړې جامې په غاړه کړي او یا په په یوه ګوښه ځای کي کېني او معتکف شي او یا لکه روژه دار له خوراک او څښاک څخه لاس واخلي بلکه هغه د یوه ویښ مسلمان په صفت ددې خوشالي په ورځ په ښکاره او پټه کي د اعتدال لاره خپله کړي داسي نه وي چي په خوشالیو اومېلو کي داسي مصروف شي چي د ماتم هغه صحنې یې له یاده ووزي کوم چي د اسلامي امت بچیان یې تر پاڼونو لاندي زګروېږي  .

عن حذيفة قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من لم يهتم بأمر المسلمين فليس منهم (المعجم الأوسط)

له حذیفه رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي د مسلمانانو د چارو غم خپل نکړ هغه له مسلمانانو څخه نه دی .

زمونږ مقصد دادی چي په خپله خوشالي او لګښت کي د میانه روي لاره خپله کړو تر څو زم ونږ د وېر ځپلو وروڼو لپاره هم څه ذخېره اندوزي وکړو همدا راز د اخترونو په ورځو کي د یوې ټېنګي اسلامي ورورولي شعور را سره پیدا شي په همدې شکل به زمونږ په خبرو اترو او محفلونو کي د هغوی د محنتونو او زيار ايستلو هغه یادونه  تازه شي  چي هغه همتونه راپاروي ، لاسونه د الله تعالی په لارکي لګښت ته چمتو کوي ، ژبي دعاګانوته تهیه کوي دا هغه رېښتونی غم دی چي هر مسلمان یې باید په خپل زړه کي وساتي .

اې د اختر په مناسبت تیاري نیوونکیه مسلمانه  ؛ ته که پلار یې او که مور یې او که ځوان یې او که پېغله په دې کي څه شک نشته  چي تا به د اختر لپاره تیاري نیولي وي او یا به تیاري نیسې په دې کي هم څه شک نشته چي د اختر لپاره به د ښکلي جامې ګنډلي وي ، ښایستې موچڼي به د اخېستي وي ، مدراسي پټو او ورېښمېنه لونګۍ به د برابره کړي وي ، د اختر دورځي د خوراک بندوبست به د هم کړی وي خو ددې تیاري ترڅنګ یوه بله تیاري هم ونېسه چي د شکر ګذاري مقام د لوړ شي او عمل نامه د له نور څخه ډکه شي هغه تیا� �ي چي د الله تعالی په نزد ډېر ستر اجر او قدر لري او د اسلامي ورورولي او مېړاني ستر مقام د په برخه شي هغه ددې تیاري ده چي ستا په خواوشا کي د تنګ لاسو لاس په دې ورځ پراخ کړه ستا د وږیو او لوڅوګاونډیانو حالت ته پام وکړه کېدای شي سرسایه د اداکړي وي خو ستا په واک کي مال د الله تعالی امانت دی پرېږده چي په دې مبارکه ورځ  هغوی ستا په لاس ماړه شي  او ستا په خرچه نوي جامې واغوندي . ورشه پوښتنه یې وکړه چي څه ضرورتونه لري اړتیاوي یې ځان ته معلومي کړه  زړونو ته یې خوشالي ور دننه کړه که مال او دولت نلري ښه خوږه خبره او وېړه ټنډه خو لري هغه مه ورڅخه سپموه .

عن عدي بن حَاتِمٍ عَنِ النبي  صلى الله عليه وسلم  قال مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمْ أَنْ يتقي النَّارَ فليتصدق وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ فَمَنْ لم يَجِدْ فَبِكَ� �ِمَةٍ طَيِّبَةٍ (مسند أحمد بن حنبل)

له عدي رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که د یو چا په وس کي وي چي ددوژخ له اور څخه ځان وساتي نو خیرات او صدقه د ورکوي که څه هم نېمه خورما وي که یې هغه هم په وس کي نه وه نو په ښه او خوږه خبره د ځان ددوژخ له اور څخه وساتي .

همدا راز د اختر په سهار چي کله ته له خپل مور اوپلار سره مخامخ کېږي او خپله مېرمن په مینه وینې او له خپلو اولادونو سره یو ځای یې وروڼه او دوستان او خپلوان د په خواوشا کي راټولېږي او په خوندورو خوراکونو او مشروباتو سره ناست یاست هغه یتیمان در په یاد کړه چي په همدغه لویه ورځ د پلار له میني څخه محروم وي هغه کونډي مېرمني در په یاد کړه چي د خپلو نارينه ووخندا یې په نصیب کي نه وي ، هغه پلرونه اومېندي در په زړه کړه چي خپل ځواني مرګي اولادونه يي له انګړ څخه بېل شوي وي او خپل هغه مسلمان وروڼه مه هېروه چي ظلم او تېري در په دره کړي وي څوک چي د اخترد  ورځي په سرو سترګو او بهېدونکیو اوښکو هرکلی کوي او هره شېبه د اور په داغونو داغل کېږي او د خوشالیو او کراري ورځي خوند یې نه وي څکلی.

ته چي کله د هغوی په غم غمجن کېږي او یا دهغوی پرهارونو ته پټۍ برابروې داسي اح ساس كوه چي دا ستا خپل غم دی او خپل پرهار ته پټۍ لګوې ځکه چي الله تعالی فرمایې :    

 (والمؤمنون والمؤمنات بعضهم أولياء بعض)

مومنان نارینه او مومناني ښځي په خپل مېنځ كي یو د بل دوستان دي .

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

عن أبي هُرَيْرَةَ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  من نَفَّسَ عن مُؤْمِنٍ كُرْبَةً من كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ الله عنه كُلبَةً من كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَمَنْ يَسَّرَ على مُعْسِرٍ يَسَّرَ الله عليه في الدُّنْيَا وَالْآخِرةِ وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ الله في الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ في عَوْنِ الْعَبْدِ ما كان الْعَبْدُ في عَوْنِ أَخِيهِ (صحيح مسلم)

ابوهریره رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل : چاچي له یو مسلمان څخه ددنیا له کړاوونو څخه یو تکلیف پورته کړ الله تعالی به له هغه څخه د قیامت د ورځي تکلیفونه لېري کړي او چاچي په یوه تنګ لاسي باندي آسانتيا راوستله  الله تعالی به په دنیا او آخرت کي په هغه آسانتیا راولي او چاچي یو مسلمان پټ کر الله تعالی به هغه په دنیا او آخرت کي پټ کړي او الله تعالى تر هغه وخته د خپل بنده مرسته کوي تر څو چي هغه د خپل مسلمان ورور په مرسته کي لګیا وي .

قدوسي سليمانخيل

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: