د احرام تړلو طریقه او نیت

د احرام طريقه په لاندې ډول ده:

د حج اوعمرې په كارونو كې ترټولو لومړې كار د احرام تړل دي دحج اويا عمرې له نيت كولو وروسته تلبي ويلو ته احرام وايي يواځې او تنها په نيت كولو او يا تلبيه ويلو باندې اويا احرام په څادر اغوستلو احرام نه بناء كيږي بلكې دحج او عمرې په نيت كولو او دتلبې په ويلو سره او داحرام د څادرونو اغوستلو سره به احرام بناء كيږي كله چې څوك د احرام تړلو اراده وكړي بايد چې لومړې به غسل وكړي اودس كول هم كافي دي خو غسل كول بهتره ده خو سنت طريقه دا ده چې له غسل اويا اودس نه مخكې بايد نو كان پرې كړي دسر ويښتان برابر كړي كه څڼې يي وي هغه دگومنځ كړي بريتونه دې لنډ كړي دتخرگو او دنامه لاندې ويښتان دلرې كړي د احرام له پاره دوه نوې اويا وينځل شوي څادرونه سنت دي يو به لنگ كړې اوپه بل به ځان پټ كړي تردې روسته مستحب دادى چې دوه ركعته نفل اداء كړي خوپه دې شرط چې په مكروه وخت كې نه وې چې هغه دلمر ختو وخت د زوال وخت اود لمر لويدلو وخت ده دنفلو په لومړي ركعت كې به :قُلْ يَااَيَّهَا الْكَافِروْنَ او په دوهم ركعت كې : قُلْ هوَ اللهُ اَحَد لوستل غوره دي او كه بل كوم يو سورة ولولي هم خير ده صحيح ده دلمونځ په وخت كې به يي يعنى دا دوه ركعته نفلو كې به يي سرپټ وي او دلمونځ روسته به سر لوڅ كړي او دحج هرقسم دپاره به نيت كوي بايد په ژبه اوزړه دواړويي وكړي .

دحج نيت

اللَّهُمَ اِ نِّيْ اُرِيْدُ الْحجَّ فَيَسِرهَا لِيْ وتقبله منِّيْ

دعمرې نيت:

اللَّهُمَ اِنِيْ اُرِيِدُ الْعُمْرَة فَيَسِرها لِيْ وتَقَبِلْنَا مِنِّيْ

دحج او عمرې نيت :

اللَّهُمَ اِنَّيْ اُرِيْدُ الحَج والعُمْرَة فَيَسِرهُمَا لِيْ وتَقَبَلهُما منِّيْ

كه دا الفاظ ئي نه وؤ زده په خپله ژبه به دى ووايي چې زه دحج دعمرې يا د دواړو اراده لرم ماته يي اسان كړې قبول كړى نو داهم صحيح ده له دينه روسته به تلبيه په جهر سره ووايي كه نارينه وو ښځې به يي په كراره سره وايي يعنى خُفيه .

د تلبي مسنون الفاظ دا دي :

لَبَيْكَ اللَهُمَ لَبَيْكَ لَبَيْكَ لَا شَرِيْكَ لَكَ لَبَيْكَ اِنَّ الحَمد وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكُ لاَ شَرِيْكَ لَكَ .

بهتر دا ده چې له دريو ځلو تلبيه وئيلو روسته بايد دردو شريف ووايي اوبيا دې دا دعا ووايي .

 اللَّهُمَ اِ نِّيْ اٴ سْئلُكَ رَضَاكَ وَالْجنة وَاَعوْذُبِكَ مِنْ غَضَبِكَ وَالنَّارِ

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب