د حج د فرضيت دلائل او د حج فضيلتونه

د حج حكمونه او فضيلتونه

د حج تعريف:

حج دعربي ژبې كلمه ده چې د(قصد) او ارادې په معنٰى راځي او دشرع په اصطلاح كې په ځانگړي او خاص وخت دبيت الله شريف طواف او دعرفات په  غونډۍ دريدلو ته حج وايي .
حج داسلام پنځم  ركن

حج داسلام په اركانو كې يو ستر او لوى ركن دى عبادات په درې ډوله دي (۱) بدني لكه لمونځ او روژه (۲) مالي لكه ذكات (۳) مركب له بدني او مالي لكه حج په عبادت بدني كې ټول مشقت په بدن وي او په عبادت مالي كې صرف مال خرچ كول دي او حج داسې عبادت دى چې په بدن باندې مشقت وي او دمال په كې خرچ وي – په هر مسلمان چې دنصاب خاوند وي حج پرې فرض دى .

د حج د فرضيت دلائل:

(۱) دحج فرضيت په قرآن كريم باندې  :

 وَلِلّهِ عَلٰى النَّاس حِجُّ البَيْتِ مَنِ استطاعَ اِلَيْهِ سَبِيْلاَ  ([1]) .

ترجمه :   دالله لپاره پر خلكو دبيت الله شريف حج فرض شوى دى پر هغه چاچې دالله(تر كوره ئې وس وي.

(۲) په حديثو مباركو باندې دحج فرضيت :

قال رسول الله0بنى الاسلام على خمس ، شهادة  ان لااِله الا الله واٴن محمداً عبده ورسوله واقام الصلات وايتاء الزكوة وحج البيت وصوم رمضان ([2]) قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ايها الناس قد فرض الله عليكم الحج فحجوا([3])
ترجمه :  داسلام بنياد پر پينځو شيانو ولاړ دى .

your ads

ددخبرې شاهدي وركول چې له الله( پرته بل معبود نشته او حضرت محمد صلى الله عليه وسلم يي بنده او رسول دى ، دلمونځ قائم كول زكوة وركول ، دبيت الله شريف حج ، درمضان په مياشت كې روژه نيول([4])  ۲: ترجمه خلكو پرتاسو حج فرض دى نوتاسو حج وكړئ ([5]).

د حج فضيلتونه:

عن ابى هريرة رض قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من حج فلم يرفث ولم يفسق رجع كيوم ولدته امه ([6]).

ترجمه : پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمائي چاچې حج وكړ او له سپكو سپورو خبرو او دگناه له كاروئي ځان وساته  فسق او فجوريي ونه كړه او دې خپل كورته بيرته راغې گويا د مورنه نوې يعنى نن له موره پيدا شوى يعنى دگناه نه داسې پاك شو بل حديث كې راځي ۲: حج بدله له جنت نه پرته بل څه نه دى (۳) حديث شريف كې راغلي دي حج او عمره كونكي دالله(ميلمانه دي كچيرته دوئ دعا وغواړي خداى(به يي قبوله كړي (مسئله) څوك چې دحج وس لري اوبيا يي ادانه كړي هغه بى لارى فاسق دى  او كه څوك دحج له فرضيت منكر وي هغه كافر دى ([7]) .

_______________________
[1] – العمران – ۱۱ايت

[2] – بخاري ومسلم

[3] -بخاري ومسلم وترمذى

[4] -(بخاري مسلم)

[5] – مسلم بخاري

[6] – مسلم

[7] – زبدة المناسك

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب