د ابن خلدون په تګلوريو كې د عصبيت نظريې ارزونه

د عصبيت مفهوم د ابن خلدون د مقدمې زياتره برخه ځانته ځانګړې كړې ده او د هغه په سياسي او ټولنيزو ګروهو كې تر ټولو بنسټيزه ونډه لري.
دغه اصطلاح د تړاو او يو ځاى والي په مانا ده، چې له عصب څخه مشتق شوى او د پلار له اړخه د انسان د خپلوانو په مانا راغلى او موخه ترې د خپل دولت او قبيلې له حريم څخه ننګه ده. ابن‌ خلدون‌ له دې مفهوم څخه په ګټه اخيستنې سره خپل فكر بيانوي او وايي، هغه انسانان چې په يوه ټولنيز چاپېريال كې ژوند كوي، د يو كششي ځواك په وسيله سره تړلي دي او هر هغه ټولنيز نظام چې له دې اړخه بې برخه وي هغه به، له منځه لاړ شي. د ده له انده عصبيت‌ په انساني ژوند كې د خوځښت لامل ګرځي او هغه احساس دى، چې فرد يې له ډلې ( عصبه) لري. په حقيقت كې د ابن خلدون د عصبيت مفكوره هماغه ده، چې د نن ورځ  د ټولنپوهنې په اصطلاح ورته ((انسجام)) وايي.

عصبیت‌ په خپل ټولنپوهنې مانا كې د دولت خوځښت، د يو قوم حياتي قوه هېواد پالنې‌، ملي شعور، ملي حس، ټوليزه روحيه‌ او په اشرافي فرهنګ كې د ډله ييزې همغږۍ او نجابت‌ په مانا كې راغلې. (( توين بي)) عصبيت يوه روحاني اوبدنه بولي، چې ټول سياسي او ټولنيز غړي ترې جوړ شوي دي. ((گیدنز)) بيا همغږۍ او تجانس د ټولنيز ژوند لپاره اړين شرط بولي. پر دې بنسټ، هغه شي چې ((ګيدنز)) ترې د تجانسي په مفهوم سره يادونه كوي، د ابن خلدون د ((عصبيت)) له مفهوم سره هېڅ توپير نه لري. د ((ايولاکوست)) په اند، د عصبيت هغه مفهوم،‌ چې د ابن خلدون د نظريو په زړه كې قرار لري، هم د طبيعت او ذات او هم د تحول له اړخه، په كامله توګه يوه لانجمنه (جدلي) پديده ده. ((عصبیت))‌ هم د هر جدلي پديدې په ډول، د دوو متضادو لاملونو له يووالي څخه رامنځ ته كېږي. په دې ځاى كې له يوې خوا، قبايلي برابروالى او له بلې خوا د قبيلې مشرتوب ( رياست) په يو بل كې اخښل شوي، چې له يووالي څخه يې عصبيت رامنځ شوى دى
د عصبيت د سرچينې ارزونه:

 د ابن خلدون په باور كولاى شو، چې د عصبيت سرچينې په لاندينيو بېلابېلو لاملونو كې وپلټو:

 ابن خلدون
ابن خلدون

۱ – خپلولي تړاونه:

د ابن خلدون په باور، خپلولي او قومي غرور د عصبيت يو ترټولو طبيعي ډول دى؛ ځكه چې كه ديوې كورنۍ غړى ووينې، چې د كورنۍ له كوم غړي او يا هم له كوم خپل سره يې زورزياتى شوى او يا يې هم ورسره دښمني او لانجه شوى ده، دى په خپل ځان كې د خوارئ او كمۍ احساس كوي او دا په بشر كې يو طبيعي امر دى.

۲ – هم همغږي‌:

همغږو كسانو په وړاندې د قومي غرور ښودل په خاطر صورت مومي، چې پديده له ولاء څخه حاصلېږي، لكه كورني تړاوونه او يا دې ته ورته.

۳ هم‌ قسمۍ‌:

هغه قبيلې چې په خپلو منځو كې د خپلوۍ تړاو و نه لري، كولاى شي، چې د تحالف ( همقسمۍ) له لارې يو له بل سره نژدې شي.

your ads

 ۴ – نسب‌ و حسب‌:

د نيكه او نيكونو له نسب لرلو څخه موخه دا ده، چې د يوې كورنۍ، ډلې او يا قوم د نيكونو او پلرونو سلسله له دې پرته، چې وينې يې يو له بل سره ګډ شوي وي، يو واحد كس ته ورسېږي؛ خو حسب بيا يو كورنيز، قومي او ملي غرور؛ يا هم مادي او مانېز مېراثونو بللاى شو، چې د يو قوم ټولو وګړو ته شخصيت وربښي؛ چې په ترڅ كې يې قومي غرور او يو له بل سره مرستې او همكارۍ ترلاسه كيږي.

  ۵ – دین‌:

ابن‌ خلدون‌ ديني عصبیت‌ د نورو ډولونو په پرتله پياوړى او غښتلى بولي، كه څه هم مذهبي عصبيت هم كولى شي يو ډول تړاو رامنځ ته كړي؛ خو ديني عصبيت، تړاو او ځواك دوه برابره كوي او ديني تګلاره هغه كركې او بخل، چې له يو بل سره د عصبيت د خاوندانو تر منځ پيدا كېږي، له منځه وړي او يوازې حق، رښتينولۍ او سموالي ته پاملرنه كوي.

۶ – د معيشت شرايط او چاپېريال:

ابن‌ خلدون‌ چاپېريال او د معيشت ډول د عصبيت بله سرچينه بولي او وايي: د سختو جغرافيايي شرايطو له كبله ده، چې سارايانو ته بې سارې وړتيا او تحمل ور په برخه كوي. هغه زياتوي، چې د انسانانو له نازو نخرو ډك ژوند؛ تجمل پرستۍ او هوسا ژوند ته د دوى لېوالتيا د دې لامل ګرځي، چې د د وى د ياغيتوب او بې پروايۍ د عادتونو او صفتونو ارزښت كم كړي او د دوى مېړانې ته زيان ورسوي.

د ابن خلدون په ليد لورى كې د عصبيت د نابودۍ او د له منځه تګ لاملونه:

‌ابن‌ خلدون‌، د دولت جوړېدنه، ښاريتوب‌ او ښاري ژوند‌، د دين او اخلاقو نشتوالى‌، د زورواكۍ رواج موندنه، له مالدارۍ نظام څخه كرنيز نظام ته لېږدېدنه، د باج او ماليې اخيستل‌ او همدارنګه په توكم او نسب كې اختلاط د عصبيت د زوال او نابودۍ له لاملونو څخه بولي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب