دنيمې لارې ملګرتوب مه كوه!

د ټاكل شوې موخې په لور هره تلونكې قافله له ځان سره ګڼ شمير وسايل او خلك لري، خو تل له خپلو شته وسايلو او خلكو سره خپل هدف ته نه رسيږي، دلارې د خنډونو له كبله ورڅخه كله ځينې بيكاره وسايل خراب شي او په هماغه ځاى كې پاتې شي، كله ورڅخه ځينې كسان چې د تللو او د مشكلاتو تحمل نلري په لاره پاتې كيږي او خپل مسير پريږدي.

داسلامي دعوت او دعوتګر وروستۍ موخه چې په انګليسي ژبه كې ورته Vision یا لرليد وایي، ښكاره او معلومه ده چې هغه د الله تعالى رضاء ده، دغې موخې او لرليد ته د رسيدو لپاره په لاره کې ګڼې ستونزې او كړاوونه راځي، دغه لار له اغزو ډكه لار ده، ډيرې زياتې لوړې او ژورې لري، په دغه لارې كې ګڼ شمير خنډونه شته، كله كله به له داسې سيلاب سره مخ كيږې چې له ځان سره د وړلو خطر يې ډير زيات وي، له سترو طاقتونو سره ډغرې وهل دي، ځان به دې خپل نه وي، مال به دې خپل نه وي، په زندانونو او تعذيبونو به هيڅ پروا نه كوې، دغه ټول شيان به تا له خپل ټاكل شوي هدف څخه نه سپموي، په پوره عزم او ارادې سره به نه ستړي كيدونكي توګه ځان د الله تعالى تر رضا پورې ورسوې.
دا د هغه چا مثال لري چې په يوه دښته كې روان وي يوه ليرې غره ته ځان رسول غواړي، چې په لاره كې يې ډير زيات مشكلات په مخه ورځي، مخكې لدې څخه چې هغې موخې ته ورسيږي، په لاره كې ډيرې ژورې پر مخ ورځي، كيداى شي ځنګلونه هم پر مخ ورشي چې د وحشي ځناورو خطر هم وي او داسې نور ستر ستر ګواښونه، خو دغه شخص كه غواړي خپل هدف ته ورسيږي، نو له هرې ژورې څخه په راپورته كيدو بايد خپل هدف ته وګوري، چې سم ور روان دی او كه په كږه لاره ترې سر شوى، د مشكلاتو پروا به نه كوي كه غواړي خپل مطلب ته ورسيږي او د الله تعالى رضا ترلاسه كړي او كه د دې برخلاف څوك غواړي له مشكلاتو پرته خپلې موخې ته ورسيږي، او د الله تعالى خوښه او رضا ترلاسه كړي نو دغه ډول فكر به د الله تعالى له هغه آيت سره سم نه وي كوم چې فرمایي(احسب الناس ان يتركوا ان يقولو امنا وهم لايفتنون) ژباړه: خلك داسې انګيرې چې دوى به ايمان راوړي او همداسې به پريښودل شي او دوى به په آزموينه كې نه واقع كيږي؟(بلكې ضرور به پرې امتحان راځي).

د سر په بيه سودا ده!!
اى دعوتګره ته هغه څوك يې چې له الله تعالى سره دې د سر په بيه سودا كړې (إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ)، تا ډيره ستره او اوچته معامله كړې، دا كومه ساده خبره ونه ګڼې، هسې پرې سرسري تير نه شې، لږ سوچ او فكر وكړه، له ځان سره بيا بيا پريكړه وكړه، ته الله تعالى پيرلى يې، ستا مال او دولت هم الله تعالى پيرلي او په بدل كې یې جنت دركوي، د جنت ترلاسه كول هم درته كومه آسانه خبره ښكاره نشي، دا خبره د زړه په غوږونو واوره، هغه ديو شاعر په وينا ( ځما خبرې دزړه په غوږو واوره اشنا—دسرغوږونه كله كله سرسري اوري)، په تا به ډول ډول تكليفونه راځي، له وطن څخه به شړل كيږې، مال به دې تالا كيږي، زندان ته به په پوره ميړانه هركلى وايې او خپل رياضت به يې بولې، له وطن څخه شړل به درته سياحت ښكاري او شهادت ته به په خندا خندا هركلى وايې (نشان مرد مؤمن با توګويم — چو مرګ آيد تبسم بر لب اوست).

كله كله نفساني غوښتنې سړى تش په نوم داعي جوړ كړي!!
دافسوس خبره خو دا ده چې ځينې قوم پرستانو ته هم كله كله د دعوت ډګر يو ګټور ماركيټ ښكاري چې خپله سودا پکې وپلوري، كله د چوكۍ غوښتونكو ته يو ښه مقام معلوم شي، ځينې بيا د خلكو د خبرو له امله په دعوتي ډګر كې خپل نوم ليكلى وي، په ځينو چې وخت سم نه تيريږي نو وايي راځه وخت به مو ښه تير شي، داسې خلك نه يوازې په ملګرتوب نه ارزي بلكې د دعوت لپاره هم يو ستر خنډ وي، حقيقت دا دى چې داسې كسان به هغه د ماشومانو خبره په يو (بَو) سره ميدان پريږدي او تښتي، كله چې د تكليفونو وخت راشي نو بيا نه دعوت پيژني او نه دعوتګر، داسې خلك نه غواړي چې دفتري او شخصي ګټې له دعوت څخه قربان كړي، بلكې د الله تعالى لورته بلنه ورته لومړيتوب نلري.

په پاى كې به سپيڅلي كسان پاتې كيږي
وايي چې دوست په بده ورځ پيژندل كيږي، د ښې ورځې ياران خو ډير زيات وي، هرڅوك د ملګرتوب ټټر وهي، لوړې لوړې خبرې كوي، اوچت اوچت شعارونه زمزمه كوي، دا ډول خلك به خامخا دحقيقت په ورځ تيښته كوي، دا هغه وخت دى چې خبيث به له طيب څخه جلا كيږي، حق او باطل به همدلته په ښكاره ډول څرګنديږي، هغه څوك چې دعوت كول ورته د خولې تلفظ معلوميږي هغه په څرګند ډول معلوم شي.

ګټه چا وكړه!!!
اوس وخت هغه څوك ډير ګټيالى ښكاري چې څو شركتونه ولري، په موسساتو كې لوړې لوړې څوكۍ ولري او په دوبۍ او خارج كې ستر تجارتونه ولري، خو په هغه ورځ چې حساب كيږي نو ګټيالى او تاواني به په ښكاره ډول معلوم شي، خامخا به دا معلوميږي، چې چا د الله په لاره كې هلې ځلې كړي، د الله تعالى دين ته يې وخت وركړى وي، په هغه لاره كې يې قرباني وركړې وي او دتكليفونو په مقابل كې صبر، ثبات او زغم څخه یې كار اخيستى وي، همدا خلك دي چې عمل نامه به په ښي لاس ترلاسه كوي او الله تعالى به ورته وايي (كلوا واشربوا هنيئا بما كنتم تعملون ) او هغه څوك چې له دعوت سره د نوم، چوكۍ او پيسو لاسته راوړلو په منظور يوځاى شوي، دوى به خامخا عمل نامه په چپ لاس ترلاسه كوي او الله تعالى به ملايكو ته وايي: (خذوه فغلوه ثم الجحيم صلوه)، الله تعالى مو دې د دعوت ريښتينى ملګري جوړ كړي، د مشكلاتو په وخت كې له الله تعالى څخه پوره صبراو زغم غواړو، اللهم ارزقنا الصبر والثبات على الشدائد، اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه.

ليكنه: صفی الله جوهر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب