دغه خواړه مو د وينې لوړ فشار په مخنيوي کې مرسته کوي

دغه خواړه مو د وينې لوړ فشار په مخنيوي کې مرسته کوي

د وينې لوړ فشار پټ دښمن او قاتل بللی شي، چې انسان ورو ورو دګڼو ناروغيو له امله د مرګ پر لور بيايي او په ځانګړې توګه د لوړ فشار ناروغانو ته سخته غوسه ورځي او دې وخت کې يې د دماغو د رګ شکېدو امکان هم ډېر زيات وي او ناروغ ګوزڼ«فالج» هم وي.

د ونيې د لوړ فشار ناروغانو خواړه هم جلا وي او په ځانګړې توګه له مالګينو خوړو بايد ځان وژغوري، مګر د داسې خوړو هم کمی نه شته، چې د خولې خوند هم ښه وساتي او د وينې د لوړ فشار مخنيوی هم وکړي.

د داسې خوراکونو په اړه درسره معلومات شريکوو، چې هم يې خوند ښه دی او هم د وينې د لوړ فشار مخنيوي کې مرسته کوي.

کيلې:

کيلې په طبعي ډول پوټاشيم زياتوي او هغه معدنيات، چې بدن کې يې کمی صحت ته زيان اړوي، د ساري په توګه د پلو درد او زړه ټکان د کيلو له خوراک سره پوټاشيم پوره کيږي او د دغه ډول ناروغيو مخنيوی کوي.

کيله کې نه يوازې پوټاشيم ډېر زيات وي، بلکې سوډيم «مالګين شيان» هم ډېر کم وي، چې د وينې پر لوړ فشار د اخته ناروغانو لپاره ډېر ګټور دي.

مستې:

د انسان بدن کې که کيلشم لږ وي، نو د وينې په لوړ فشار اخته کيږي او مستې په پريمانه کچه کيلشم لري. هره ورځ که څوک د غواوو، يا مېښو څلور قاشوغې مستې خوري، نو د لوړ فشار له ناروغۍ به خوندي وي.

له مالګې پاکې مسالې

له عامو دوکانو د ګرمو مسالو له اخيستو بايد ځانونه وژغورو، ځکه چې دوی په کې مالګه هم ګډوي، بلکې ښه چاره يې دا ده، چې په خپل لاس دار چيني او نورې مسالې له دوکانه واخلې او په خپل لاس يې وټکوي، نو مالګه به هم په کې نه وي او د وينې د لوړ فشار مخنيوی به يې هم کړی وي.

دارچيني

دارچيني د وينې د لوړ فشار په مخنيوي کې رغنده رول لري او د دې تر څنګ د وينې د غوړو «کوليسټرول» په کمولو کې هم مرسته کوي او دې سره که خپل خوراک کې خواږه شيان او خواږه مشروبات هم شامل کړئ، نو د خوند تر څنګ مو صحت ته ښه ګټه ولري، خو په دې شرط، چې د شکرې ناروغي ورسره نه وي.

کچالو:

کچالو کې پوټاشيم ډېر زيات وي او طبي کارپوهان وايي، چې کچالو د وينې د لوړ فشار په مخنيوي کې ډېر اغېزمن او سربېره پر دې په کچالو کې مالګه ډېره کمه او له غوړو بيخي پاک او فايبر په کې ښه پرېمانه دي.

کچالو د هر ناروغ لپاره ډېر ښه دي او په ځانګړې توګه که په اوبو کې جوش شي، نو ډېر ګټور ثابتيږي.

ماهي

ماهي ډېر زيات پروټين او وټامن ډي لري او د ا دواړه د وينې د لوړ فشار په مخنيوي کې ډېر اغېزمن دي او د دې تر څنګ ماهي ډېر ګټور او د وينې د غوړو په کمولو کې هم ډېر اغېزمن ثابت شوي دي.

د وربشو دل «رغستلي»

د وربشو دل يا رغستلي د وينې په فشار د اخته ناروغانو لپاره تر ټولو ښه او خوندور خوراک دی. دا خواړه فايبر لري، چې د وينې فشار کموي او د دې تر څنګ د معدې لپاره هم ډېر ګټور دی او که نورې تازې مېوې هم ورسره يو ځای شي، نو خوند به يې يو په دوه شي.

لوبيا:

د لوبيا دانې د وينې د لوړ فشار لپاره ډېرې ګټورې دي او ښه پرېمانه پروټين، فايبر او پوټاشيم لري. که لوبيا په اوبو کې جوش شي او له هغې وروسته بيا په نوروسبزيو کې پخه شي، نو له طبي پلوه ډېر ګټور دي.

پالک:

پالک اوسپنه، فايبر، وټامن اې، او وټامن سي لري. د کيلشيم لپاره هم ډېر ګټور دي او دا ټول شيان د وينې د فشار په کمولو کې ډېر ګټور ثابت شوي دي.
د کتان دانې
د کتان له ګله، چې کومې دانې راوځي، دا د فشار په مخنيوي او کمولو کې ډېر مهم رول لري او د دې تر څنګ د وينې غوړ هم کموي. که دا دانې د رغستلو په توګه وخوړل شي، ډېر ګټور دي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب