سیرت النبي متن

 درسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند ته لنډه کتنه

 دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم دنسب لړۍ

د رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل نوم محمد د پلار نوم يې عبدالله او د نيکه نوم يې عبدالمطلب دی.

په خټه قريش او د بنو هاشم له کورنۍ سره تړاو لري د نسب لړۍ يې حضرت ابراهيم عليه السلام ته –چې د خدای پاک ډېر نازول استازی و- رسيږي.

مور يې آمنه د وهب لور د عبدمناف لمسۍ په پنځم پوښت کې يې د نسب لړۍ له خپل خاوند سره ګډيږي، معنا دا چې د پيغمبرصلی الله عليه وسلم مور او پلار دواړه د يوه نسب غړي وو.

دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم مبارکه زوکړه

 د ۵۷۰ يا ۵۷۱ ميلادي کال د اګست په دېرشمه چې د ربيع الاول مياشتې له دوولسمې نيټې سره يې سمون درلود د دوشنبې په ورځ سهار مهال د عبدالله په کور کې د الله وروستي استازي دنيا ته په داسې حال کې سترګې وغړولې چې پلار يې اووه مياشتې وړاندې شام ته په لاره په مدينه منوره کې د خپلو ماما خيلو په کور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د پنځه ويشتو کلونو په عمر کې وفات شوی و.

دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم پالنه

د پلار له مړينې وروسته د رسول الله صلی الله عليه وسلم پالنه د مور آمنې بي بي پر غاړه شوه؛ خو نوموړې هم په ابواء کلي کې هغه وخت وفات شوه چې  پيغمبرصلی الله عليه وسلم سره يو ځای له مدينې نه بېرته مکې ته روانه وه، دغه وخت د پيغمبرصلی الله عليه وسلم عمر شپږ کاله و .

د پلار او مور له وفات وروسته د رسول الله صلی الله عليه وسلم پالنه د هغه نيکه ( عبدالمطلب ) پر غاړه واخېستله او دوه کاله وروسته چې  عبدالمطلب هم وفات شو بيايې تره ( ابوطالب ) پالنه کوله .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم ځواني

رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځوانۍ کې هم ډېر نېک، حياناک، له بدو  بېزاره او ډېر رښتونی انسان و، تل يې د مظلوم ننګه کوله، له همدې امله يې په هغه تړون کې هم ګډون وکړ چې د مظلوم د ملاتړ په موخه په مکه کې جوړ شوی و، دغه راز د بې ساري امانتدارۍ له امله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ټولو قريشو د (امين) لقب ورکړی و .

له همدې امله به له اسلام نه وړاندې قريشو خپلې شتمنۍ او ارزښتناک شيان له محمدصلی الله عليه وسلم سره ايښودل.

 حضرت خديجې سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم واده

د رسول الله صلی الله عليه وسلم عمر چې پنځه ويشتو کلونو ته ورسېد د خپلو نېکو خويونو او غوره اخلاقو له امله حضرت خديجې رضی الله عنها ورته د نکاح بلنه ورکړه، خديجه رضی الله عنها هم د ډېرو ښو اخلاقو او غوره نسب څښتنه او يوه شتمنه مېرمن وه، په (طاهرة) مشهوره وه، له همدې امله ډېرو خلکو ورته د نکاح وړانديزونه کړي وو؛ خو هغې د لوړو خويونو درلودلو له امله محمدصلی الله عليه وسلم د ځان له پاره غوره کړ، پيغمبرصلی الله عليه وسلم يې بلنه ومنله او دغه وخت دحضرت خديجې  رضی الله عنها عمر څلوېښت  کاله و.

له نبوت نه وړاندې څو کلونه

د رسول الله صلی الله عليه وسلم عمر چې څلوېښت کلونو ته نژدې شو د مشرکانو د بت پرستۍ له امله يې په مکه کې زړه تنګ شو او له يوازيوالي سره يې مينه پيدا شوه، تل به (نور) غره ته تلی او د همدې غره په سر کې په (حراء) سمڅه  کې يې دخپل نيکه ابراهيم عليه السلام په طريقه د الله عبادت کاوه.

نور غر له مسجد حرام څخه د ختيځ لور ته نژدې څلور کلو متره واټن لري او داسلام غر (جبل الاسلام ) په نوم هم ياديږي.

 د وحيي پيل او د نبوت سپېڅلې دنده

د رسول الله صلی الله عليه وسلم عمر چې څلوېښت کلونو ته ورسېد ترشپږو مياشتو پورې يې ښه ښه خوبونه ليدل او چې کله به له کلي څخه بهر ووت له هرې خوابه ونو او ډبرو ورته نارې وهلې چې: اې دالله رسوله پر تادې سلام وي! رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به هرې خواته وکتل له ونو او کاڼو پرته يې نور هيڅ نه ليدل، دا لړۍ تر شپږو مياشتو روانه وه اخر هغه ورځ راورسېده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په (حراء) سمڅه کې په عبادت بوخت و چې جبريل عليه السلام ورته د الله لومړنی پيغام راوړ او د وحيي لړۍ پيل شوه.

پوښتنې :

۱- رسول الله صلی الله عليه وسلم ته الله پاک په څو کلنۍ کې پيغمبري ورکړه؟

۲- له نبوت نه وړاندې رسول الله صلی الله عليه وسلم څومره موده ښه ښه خوبونه ليدل؟

۳- رسول الله صلی الله عليه وسلم په کوم ځای کې و چې جبريل امين ورته د الله له لوري لومړنۍ وحيي راوړه؟

اسلام ته د بلنې پيل

له نبوت ترلاسه کولوسره سم رسول الله صلی الله عليه وسلم تر هرڅه وړاندې خپلې بي بي حضرت خديجې رضی الله عنها ته د اسلام بلنه ورکړه او د وحيي د پيل کيسه يې ورته وکړه، هغې سمدلاسه ايمان پرې راوړ او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې ډاډګېرنه ورکړه چې تاته به الله پاک ستر مقام درکوي، له هغه وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم قريش را ټول کړل او ورته ويې ويل: که زه ووايم چې د دغه غره له شا څخه دښمن پر تاسو بريد کوي تاسو به يې ومنئ؟ ټولو په يوه خوله ورته وويل: هو! ته چې موږ ته څه ووايې موږ يې منو ځکه چې تا په ژوند کې کله هم درواغ نه دي ويلي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: زه تاسو د الله له عذاب څخه وېروم او بلنه درکوم چې د بوتانو عبادت پرېږدئ او يوازې د يو الله عبادت وکړئ، په دې خبره هغوی خواشيني شول او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې سپکې خبرې وکړې او ټول ورڅخه ولاړل.

پوښتنې:

۱- رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلام لومړنۍ بلنه چاته ورکړه؟

۲- رسول الله صلی الله عليه وسلم چې حضرت خديجې رضي الله عنها ته د وحيي کيسه وکړه هغې څه ورته وويل؟

 د قريشو له خوا ځورونه او د غم کال

مشرکانو د اسلام پر سر رسول الله صلی الله عليه وسلم او ملګرو ته يې ډېر تکليفونه ورسول او په دې لاره کې يې له هيڅ راز ربړونو څخه درېغ ونه کړ؛ خو رسول الله صلی الله عليه وسلم د هيڅ ډول تکليفونو پروا ونه کړه او د اسلام بلنې ته يې دوام ورکړ آخر هغوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم ټوله کورنۍ په شعب ابي طالب کې کلابنده کړه او تر درې کلونو پورې يې هر ډول بنديزونه پرې ولګول، په دريم کال هلته د رسول الله صلی الله عليه وسلم مشفق تره ابوطالب او د ژوند ملګرې بي بي خديجه رضی الله عنها وفات شوه او پيغمبرصلی الله عليه وسلم هغه کال د (غم کال) په نوم ياد کړ.

د طائف دردوونکی سفر

رسول الله صلی الله عليه وسلم چې د قريشو له اسلام راوړلو څخه ناهيلی شو، طائف ته يې مخه کړه په دې هيله که هلته څوک مسلمان شي او مرسته يې وکړي؛ خو د طائف خلکو نه يوازې دا چې د رسولا الله صلی الله عليه وسلم خبره يې ونه منله؛ بلکې د کلي هلکانوته يې امر وکړ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په کاڼو وولي، پيغمبرصلی الله عليه وسلم په داسې حال کې چې له مبارک بدن څخه يې وينې بهېدې په ډېر غمجن حالت کې بېرته مکې ته راستون شو.

 پوښتنې:

۱- رسول الله صلی الله عليه وسلم د څه له پاره طائف ته تللی و؟

۲- د طائف خلکو د رسول الله صلی الله عليه وسلم بلنې ته څه ځواب ورکړ؟

 د معراج  پېښه او د الله جل جلاله ديدار

د طائف له دردوونکي سفر وروسته خدای پاک غوښتل رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل ديدار له پاره اسمان ته ور وغواړي څو يې ګاللي غمونه سپک شي، د شپې ويده و چې جبريل امين راغی او خدای پاک ته د ور تللو بلنه يې ورکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم د جبريل امين په ملتيا له مکې نه روان شو په بيت المقدس کې يې انبياؤو ته لمونځ ورکړ او بيا اسمان ته وخيژول شو، هلته يې دخدای پاک د ديدار تر څنګ له ډېرو پيغمبرانو سره وليدل او په بېرته راستنېدو يې خدای پاک امت ته د پنځو لمونځونو د فرضيت تحفه ورکړه.

پوښتنې:

۱- د معراج پېښه کله را منځته شوه؟

۲- رسول الله صلی الله عليه وسلم له کوم ځای نه معراج ته تللی؟

۳- رسول الله صلی الله عليه وسلم چې له معراج نه بېرته راتللو، الله پاک څه تحفه ورکړه؟

 د انصارو بيعت او د هجرت پيلامه

له لس کاله پرلپسې خواريو وروسته په مکه کې يو شمېر خلک  مسلمانان  شول او د نورو د مسلمانېدا هيلې کمې وې؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم نورو قومونو او قبايلو ته مخه کړه او هغو خلکو ته يې د اسلام بلنې ورکولې چې له بېلابېلو سيمو څخه به مکې ته د حج لپاره راتلل

د نبوت په يوولسم کال چې د انصارو يوه دوولس کسيزه ډله هم مکې ته راغلې وه رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلام دعوت ورکړ او د همکارۍ غوښتنه يې ورڅخه وکړه هغوی په ډېره مينه د رسول الله صلی الله عليه وسلم غوښتنې ته لبيک ووايه او بېرته د اسلام له سپېڅلي پيغام سره يثرب (مدينې) ته ستانه شول او بل کال چې بيا د حج وخت راغی د مدينې ۷۵ تنه مکې ته راغلل او ټولو د منا او مکې ترمنځ په  “عقبه” کې د پيغمبرصلی الله عليه وسلم لاسنيوی وکړ او همدې بيعت د پيغمبرصلی الله عليه وسلم او صحابه وو هجرت ته لاره هواره کړه.

پوښتنې:

۱- د انصارو دوولس کسيزه ډله په کوم کال مکې ته راغلې وه؟

۲- د پيغمبرصلی الله عليه وسلم  بلنې ته  د انصارو ځواب څه و؟

۳- د انصارو ډلې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په کوم ځای کې بيعت وکړ؟

مدينې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت

د نبوت په ديارلسم کال چې د مدينې نژدې په هر کور کې د اسلام رڼا ځلېدلې وه او د مکې ډېری مسلمانان هم مدينې ته کډه شوي وو او پيغمبرصلی الله عليه وسلم د هجرت لپاره د الله پاک اجازې ته سترګې په لار  و، د مکې مشرکانو پرېکړه وکړه چې بايد د ټولو قومونو د ځوانانو يو ټولی پر رسول الله صلی الله عليه وسلم بريد وکړي او (نعوذ بالله) شهيد يې کړي؛ خو وړاندې له دې چې هغوی د شپې له مخې د پيغمبرصلی الله عليه وسلم پر کور چپاو ور وړي الله پاک رسول الله صلی الله عليه وسلم ته امر وکړ چې خپل خوږ وطن پرېږدي او مدينې ته کډه شي، هماغه و چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او ابوبکر صديق رضی الله عنه د شپې د ثور غره پر خوا له مکې نه ووتل او له اتو ورځو ستونزمن  سفر وروسته مدينې ته ورسېدل.

پوښتنې:

 ۱- رسول الله صلی الله عليه وسلم د نبوت په څويم کال مدينې ته هجرت وکړ؟

۲- رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په دې سفر کې څوک ملګری و؟

۳- رسول الله صلی الله عليه وسلم له څو ورځو سفر کولو وروسته مدينې ته ورسېد؟

په مدينه کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم بېساري هرکلی

د مدينې خلک چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرت څخه خبر شول نر او ښځې واړه اوزاړه ورته را ووتل او داسې هر کلی يې وکړ چې په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کيږي، وړو ماشومانو درياوې په لاس کې وې او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وړاندې يې دا شعرونه بدرګه کول:

طلـع البـــدر علينـا * من ثنيات الوداع

و جب الشـكر علينا * ما دعـــا لله داع

ژباړه: د “ثنية الوداع” (غونډۍ) له خوا پرمونږ د څوارلسمې سپوږمۍ راوخته او تر څو چې بلونکى د الله دين ته بلنه ورکوي پر موږ شکر واجب دى

رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړۍ لس ورځې د مدينې په “قبا” کلي کې تېرې کړي او بيا هغه ځای ته راکډه شو چې نن پرې نبوي جومات ودان دی.

پوښتنې

۱- د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وړاندې انصارو څه ډول هرکلی وکړ؟

۲- له را رسېدو سره سم رسول الله صلی الله عليه وسلم د مدېنې په کوم ځای کې دېره شو؟

۳- رسول الله صلی الله عليه وسلم په قبا کې څو ورځې تېرې کړې؟

د نبوي جومات ودانول

په قبا کې له لس ورځو تم کېدو وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته راغی او له رارسېدو سره سم يې اوښه په يو هوار ميدان کې  کښېناستله، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وويل: که د خدای پاک خوښه وه پر همدې ځای به  مسلمانانو ته جومات جوړوو

نو څښتنان يې را وغوښتل  ځمکه يې په بيه ورڅخه واخېستله او د نبوي جومات د ودانولو کار پيل شو، پيغمبرصلی الله عليه وسلم پخپله هم له صحابه کرامو سره په کار کې برخه اخېستله تر دې چې نبوي جومات بشپړ شو او حضرت  بلال رضی الله عنه د مؤذن په توګه ورته وټاکل شو.

            پوښتنې:

۱- رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مدينې ته راغی لومړی يې څه وکړل؟

۲- رسول الله صلی الله عليه وسلم د نبوي جومات ځمکه په بيه واخېستله او که چا وړيا ورکړه؟

۳- ايا رسول الله صلی الله عليه وسلم پخپله هم صحابه کرامو سره د نبوي جومات د ودانولو په کار کې برخه اخېستله؟

۴- د نبوي جومات مؤذن څوک و؟

غزاګانې

مسلمانانو چې په مدينه منوره کې  له نورو مسلمانانو سره د ورورۍ ژوند پيل کړ او يو څه هوسايي يې ترلاسه کړه، د مکې مشرکانو د نورو کافرانو په ملتيا دهغوی په وړاندې ډول ډول پلانونه جوړول ترڅو هغوی ته زيانونه واړوي او دمسلمانانو وړوکی ټولی له منځه يوسي، نو الله پاک مسلمانانو ته د جهاد او مبارزې اجازه ورکړه او په بېلابېلو سيمو او وختونو کې له کافرانو سره جنګونه وشول چې مشهور يې په لاندې ډول دي:

د بدر غزا، د احد غزا، د حنين غزا ، د احزاب يا خندق غزا ، د بنوقريضه غزا، د خيبر غزا، د تبوک غزا، او بالاخره د مکې له فتحې سره مسلمانان پر سيمه واکمن شول او يو اسلامي خلافت منځته راغی.

دا هغه غزاګانې وې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پخپله هم ګډون پکې کړی و او له دې پرته نورې مبارزې هم شوي دي چې يوازې صحابه کرامو پکې ګډون درلود او داسې مبارزې ته (سريه) وايي.

پوښتنې:

۱- مسلمانانو ولې د کافرانو په وړاندې په جګړه لاس پورې کړ؟

۲- مسلمانانو ته په مکه او که مدينه کې د جهاد اجازه ورکړل شوه؟

۳- ايا رسول الله صلی الله عليه وسلم پخپله هم د کافرانو په وړاندې په جهاد کې برخه لرله؟

۴- هغې مبارزې ته څه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پکې ګډون نه وي کړی؟

د نړۍ پاچايانو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم ليکونه

 دا چې اسلام يوازې د عربو له پاره نه و او رسول الله صلی الله عليه وسلم  ټولو انسانو ته د الله استازی راليږل شوی و، له همدې امله د شپږم  هجري کال په وروستيو ورځو کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د نړۍ د بېلابېلو سيمو واکمنانو او پاچايانو ته ليکونه واستول او هغوی يې اسلام ته را وبلل، چې ځينو يې بلنه ومنله، ځينو د خلکو له ډاره په ښکاره څه ونه ويل او ځينو انکار وکړ.

د هغو سيمو او پاچايانو څو نومونه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ليکونه ور استولي و، په لاندې ډول دي:

۱- د  روم  پاچا “هرقل” ته د حضرت دحيه کلبي رضي الله عنه په لاس

۲- د  فارس  پاچا “کسری” ته د عبدالله بن حذافه سهمي رضي الله عنه په لاس

۳- د حبشې پاچا “نجاشي” ته د عمرو بن اميه ضمري رضي الله عنه په لاس

۴- د مصر پاچا “مقوقس” ته د حاطب بن ابي بلتعه رضي الله عنه په لاس.

پوښتنې:

۱- رسول الله صلی الله عليه وسلم د څه له پاره د نړۍ پاچايانو ته ليکونه واستول؟

۲- رسول الله صلی الله عليه وسلم په کوم کال د نړۍ واکمنانو ته ليکونه واستول؟

۳- پاچايانو د رسول الله صلی الله عليه وسلم ليکونه څنګه ځواب کړل؟

د مکې فتح

وروسته له هغه چې اسلام د خلکو په زړونو کې ځای ونيوی او د مشرکانو ظلمونه، له حق څخه انکار او نور خلک له دې لارې څخه ايسارول اوج ته ورسېدل، رسول الله صلی الله عليه وسلم پرېکړه وکړه چې پر مکه به بريد کوي او د اسلام پخوانی مرکز به بېرته لاسته راوړي، هماغه و چې د هجرت په اتم کال د رمضان په لسمه نېټه د صحابه کرامو لس زره کسيز لښکر تيار شو او ټول د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر مشرۍ لاندې د مکې پر لور وخوځېدل،له رسېدو سره سم چې مشرکانو د مسلمانانو لښکر وليد له جنګه لاس په سر شول او ټولو د محمدالرسول الله صلی الله عليه وسلم په وړاندې د ماتي سرونه ټيټ کړل، پيغمبر عليه السلام د خپل بې کچې رحم له امله هغوی وبخښل او بيا يې مکه له بوتانو څخه پاکه کړه او يو ځل بيا په بيت الله کې د “لااله الا الله” زمزمې خپرې شوې.

پوښتنې :

۱- د مکې فتح څه ډول را منځه شوه؟

۲- د مکې فتح د هجرت په څويم کال را منځته شوه؟

۳- د مکې د فتحې  په ورځ له کافرانو سره جنګ  وشو او که نه ؟

د جرګو کال

 د مکې له فتحې وروسته  چې مسلمانان پر سيمه واکمن شول، ټولو قريشو اسلام ته غاړه کيښوده او د دې دين حقانيت  هر چاته څرګند شو؛ نو د خواو شا سيمو د خلکو باور شو چې نور نو څوک د مسلمانانو مقابله نشي کولای

د هجرت په نهم کال د سيمې د  بېلابېلو قومونو څه باندې اويا جرګې او استازي مدينې ته راغلل او ټولو د خپلو قومونو په استازيتوب  د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاس ايمان راوړ  له همدې امله دغه کال د جرګو کال  ( عام الوفود) ونومول شو.

پوښتنې:

۱- د هجرت څويم کال  عام الوفود ونومول شو؟

۲- د جرګو په کال د څومره قومونو جرګې مدينې ته راغلې؟

۳- له دې نه وړاندې کومه غټه پېښه را منځته شوې وه؟

حجة الوداع

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: