د وحې پيل څرنګه و؟

نبی کريم صلی الله عليه وسلم په مکه مکرمه کې پيدا شوی چې يو شريف او امين سړی وو چې د رسالت څخه پخوا په خپل قوم کې په امين باندې مشهور ؤ ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د قريشو له شريف قوم څخه دی او په قریشو کې د شريفې کورنۍ څخه دی چې پلار يې عبدالله زوی د عبدالمطلب زوی د هاشم دی او دوی ټول د خپل قوم شريف خلک وو .

مخکې مو وويل چې د وحی پيل د رسول الله صلی الله عليه وسلم له رښني خوبونو څخه پيل شو ، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د خلکو څخه لرې ګوښه ژوند کول غوره ښکارېده او د حراء په غار کې به د خلکو څخه لرې د حنفي ملت موافق عبادت کولو ، او بلاخره د رمضان د ليلة القدر په شپه ده ته جبرئل عليه السلام راغی او وحی نازله شوه .

لقوله سبحانه وتعالی :[إِنَّآ أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ] (الدخان: ۳).

ژباړه :مونږ قرآن په يوه مبارکه شپه کې نازل کړی يقيناً چې مونږ وېروونکې يو (په راليږلو د دغه قرآن ) .

او دا پورته د سوره العلق لومړي پنځه آيتونه ورباندې نازل شول

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب