دداعي ظاهري بڼه او څېره
دداعي ظاهري بڼه، لباس، سليقه، نظافت … هر ليدونكي او اوريدونكي ته يوه اساسي خبره ده چې له ځان سره پرې غږيږي او دداعي په هكله پرې حساب كوي.
زړه په طبيعي توګه دهغه ښايسته څېرې په خوا ورځي او ميلان ورته كوي چې هر انسان يې دخپل ځان لپاره خوښوي. له همدې ځايه هغه اشخاصو ته ډيره توجه او پاملرنه كيږي چې هغوى مال او سودا عامو خلكو ته په ښه او ښايسته بڼه وړاندې كولى شي. همدغه شان دكورونو او محلونو خاوندان خپل هغه ښكلي او قيمتي شيان دكور او محل په هغو برخو كې چې سترګو ته مخامخ كيږي ږدي.
دعوت په حقيقت كې درسالت او اصولو عرضه او وړاندې كول دي او هغه داعي انسان يې تمثيلوي چې دعوت يې په اخلاقو، چلند او سر وسيرت كې ځاى نيولى وي . له پخوا لا له امام حسن البنا څخه پوښتنه شوې وه چې: ته ولې مونږ ته كتابونه او ليكنې نه ليكې چې له هغه څخه ګټه واخلو؟ نو هغه خداى بښلي ورته په ځواب كې وويل: كتابونه او ليكنې ليكل زما وظيفه نده، كتاب خو په كتابتون او المارۍ كې كيښودل كيږي او هسې كوم سړى يې كه مطالعه كړي. خو يو ورور جوړول پرانستى كتاب وي او هر لورته چې ولاړ شي ګرځنده او خوځنده دعوت وي.
ډير ځوانان وروڼه دي چې الله پاك پرې زړونه راټول كړي وي په داسې حال كې چې نه يې تقرير زده وي او نه بيانيه وركولى شي خو صرف دژور ايمان او دقيق فهم ترڅنګ دروښانه څيرې، ورين تندي، پاك احساس او ښكلې سليقې څښتن وي! دغه ده دداعي پانګه او سرمايه. او دا څه نوښت او كومه نوې خبره نده.
د حية الكلبي چې يو جليل القدره صحابي دى، دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له استازو او سفيرانو څخه و او دروم امپراتور هرقل ته يې ليږلى و. دحية الكلبي صاحب په صحابه كرامو كې په ښه سيرت، ښايسته صورت او ښې سليقې باندې مشهور و ان تردې چې جبرائيل عليه السلام به چې كله دانسان په څېره كې پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته وحي راوړلـه نو ددحيه صاحب په څيره به راته! بدري هم نه و، اولنۍ غزايې له پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره داحزاب غزا وه، ديرموك په غزا كې حاضر و او دمجاهدينو ديوې ډلې قومانده يې په غاړه لرله.
ستر داعي مصعب بن عمير رضي الله عنه په عين شكل دښايست، وقار او دبدبې خاوند و. ابن سعد په خپل كتاب [الطبقات] كې دهغه په هكله ليكي: دمصعب رضي الله عنه مور بډايه ښځه وه او ډير مال يې درلود، هغه ته به يې دټولو نه ښايسته او نرمې جامې كولې، دمكې په خلكو كې له هغه نه چا ښه عطر نه استعمالول او حضرمي پڼې به يې په پښو كولې. پيغمبر صلى الله عليه وسلم به ياداوه او ويل به يې: ما په مكه كې له مصعب بن عمير څخه دويښتانو په ښايست او صفاوالي كې، دجامو په نرمښت او ښكلا كې او په عام ناز او نعمت كې پورته سړى نه و ليدلى!
او په همدې توګه جعفر بن ابي طالب صاحب دموتې دغزا شهيد، دجمال او جلال خاوند و چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به پادشاهانو او واكمنانو ته داستازي په توګه ليږه.
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې وايي: إن رجلا أتى النبي صلى الله عليه وسلم، وكان رجلا جميلا، فقال: يارسول الله! إني رجل حبب إلي الجمال وأعطيته كما ترى حتى ما أحب أن يفوقني أحد، إما قال بشراك نعلي وإما قال بشسع نعلي، أفمن الكبر هذا؟ قال صلى الله عليه وسلم: لا ولكن الكبر بطر الحق وغمط الناس . [يو سړى چې ډير ښايسته و پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته راغى او ورته ويې ويل: اى دالله رسوله! زه داسې څوك يم چې ښكلا مې خوښيږي او ته ګورې چې الله ښايست هم راكړى دى، زه چمتو نه يم چې هيڅوك دې رانه ان دڅپلۍ په بند كې هم پورته او ښايسته وي نو ايا دا په كبر او لويۍ كې شمارل كيږي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: نه، كبر او لويي دحق ردولو او خلكو سپك او خوار ګڼلو ته وايي].
او دغه شانته داعي مسلمان ته چې دخلكو په منځ كې اوسيږي او له عوامو سره مخ وي او يا نورو لوريو او ډلو ته استازى وي پكاردي چې ددغسې څېرې او صورت سره وي ځكه دعوت او رسالت په استازي پورې تړلى وي. او ځينې خلك لاداسې وي چې اعتماد او عقيده يې په سترګو كې وي او څه شى چې په سترګو ښه ورشي عقيده پرې كوي. نو پدې اساس ظاهري بڼه، سيرت او صورت او ښه خوى كتونكى سوچ او فكر كولو ته راكاږي.