د دین تبلیغ په اسلامي او غربي نړۍ کې

د اسلام تبلیغ په کفری نړۍ کې: 

داچی تاسی وایاست چی موږمسلمانان په کفری نړۍ کي په ازادډول سره داسلام دمبارک دین دعوت اوتبلیغ کوو اووبل لورته په اسلامي هیوادونوکي وتاسوته یاخواجازه نشته اویاخومسلمانان ورته دکرکې اونفرت په سترګوسره ګوری، داخبره درسته ده، په اسلامي هیوادونوکي ځکه دعیسایت، یهودیت، هندو مذهب، بودامذهب، کنفیوشیزم، اونور مذهبونودعوت اوتبلیغ بنددی چی په اسلام کي دین اودولت یودی، یعنی اسلام اوسیاست سره یودي سره بیل نه دی، اسلامي دولت به پراسلامي اصولوباندی ولاړوی، اوپه قران عزیزکي راغلی دی چی:
ان الدین عندالله الاسلام.(آل عمران: ۱۹)
دالله په نزدباندی اسلام یواځی دین دی .
اوپه حدیث شریف کي راځی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
که چاخپل دین (اسلام) بدل کړنوهغه دی ووژل شی.
نوچی کله دین دالله په نزدباندی اسلام شونوځکه وبل هیڅ مذهب ته اجازه نشته چی په امت مسلمه کي داسلامه ماسوا دبل مذهب دعوت اوتبلیغ وکړی اوپه بل ځای کي قران عزیز وایی:
(ال عمران: ۸۵)
ژباړه: اوهرڅوک چی پرته له اسلامه څخه بل دین ولټوی نوله ده به هیڅکله ونه منل شی اوهغه به په آخرت کښې له تاوانیانوڅخه وي.
له همدې کبله په اسلامي هیوادونوکي وغیراسلامي مذهبونوته ددعوت، تبلیغ اوفعالیت اجازه نشته.
اوبرعکس په کفري نړۍ کي بیاداسی نه ده، دین له سیاسته څخه بیل دی، په ځانګړی ډول سره په عیسایی نړۍ کي مذهب یواځی اویواځی تشریفاتی بڼه لری، ترمذهبی مراسموپوری محدود دی، اوټول عیسایت ترکلیساپوری تړلی دی، دین له دولت اونظام سره بیل دی، نوځکه په کفري نړۍ کي داسلام اوبل هردین ته ددعوت اوفعالیت اجازه شته.
لمنلیکونه:
۱: کتاب الآثار ص ۱۵۶، بحواله معارف القران)
۲: (ابوبکرجصاص رازی، احکام القرآن ج۱
۳: کلام مقدس، کاتولیک بایبل کمیشن پاکستان ۲۰۱۱
۴: الکتاب المقدس، جمعیة الکتاب المقدس فی لبنان- ۱۹۹۳ الطبعة الثلاثون
۵: کتاب مقدس، پاکستان بایبل سوسایټی انارکلی لاهور ۲۰۱۱
۶: دالله کلام، درمطبع برتش فارن بیبل ثوثیتی لندن، په مدددقاضی عبدآل رحمان اوغلام جیلانی کاتب ۱۸۹۵
یادونه: داتوری په بایبل همداسی لیکلی وه داپه پښتوکي پخوانی بایبل دی.
۷: انجیل شریف، اول جیبی چاپ ۱۹۹۶میلادی، بایبل سوسایټی پاکستان
8: Holly Bible, Authorized King James Version, printed in England by Clays Ltd, St Ives plc
9: Holly Bible, Printed- British Foreign Bible Society 146- Queen Victoria Street 1851

عبدالغفارجُبیر

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب