دحاملې ښځې دمړينې په صورت کې د جنين حکم؟

پوښتنه:
که يوه میرمن دزیږون (ولادت )په وخت کښی وفات شی او ماشوم  يي په خیټه (بطن) کښی پاتی شی کولی شو چی د عملیات په واسطه ماشوم د مور له بطن نه لری کړو او که نه؟.
مهربانی وکړی په پوره وضاحت سره ځواب راکړی.
ستاسی دلا کامیابی په هیله

ځواب:
الحمد لله رب العالمين, وأفضل الصلاة وأتم التسليم على سيدنا محمد, وعلى آله وصحبه أجمعين, أما بعد:
که چيرې جنين دمور په ګيډه کې ژوندى وي نو اکثره علماء وايي چې بايد دمتوفي ګيډه عمليات او ماشوم ترينه را وويستل شي، او پر دې آيت استدلال کوي: {وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا} [المائدة: 32].
ژباړه: او که چا (کوم نفس) له مرګه وژغوره، لکه چې ټول خلک يې ژغورلي وي.
ولې که ددې هيله نه وي چې ماشوم به وروسته دمور له ګيډې راويستلو څخه ژوندى پاتې شي، نو په دې اړه د فقهاى کرامو اختلاف دى.

دحنابله، شوافعو او مالکيانو په نزد (کله چې دماشوم دژوند امکان نه وي) نو دمړي حرمت به پرځاى ساتي او دعمليات نه به ډه ډه کولى شي، امام مالک، ابو داود او ابن ماجه رحمهم الله له عائشه رضي الله عنها نه روايت کوي، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: (كَسْرُ عَظْمِ الْمَيِّتِ كَكَسْرِ عَظْمِ الْحَيِّ فِي الإِثْمِ).
ژباړه: دمړي د هډوکي ماتول په ګناه کې لکه دژوندي د هډوکي دماتولو په څير دي.

امام نووي رحمه الله وايي: إن رُجي حياة الجنين وجب شقُّ بطنها وإخراجه, وذلك بأن يكون له ستة أشهر فأكثر, فإن لم تُرج حياته فثلاثة أوجه: أصحُّها لا تشق, لكنَّها لا تُدفَن حتى يموت الجنين. اهـ.
ژباړه: که چيرې دجنين دژوند هيله او اميد وي نو (دمتوفي) ګيډه به څيرل کيږي او ماشوم به ترينه را ايستل کيږي، په دې شرط چې جنين د شپږو يا له شپږو نه دزياتو مياشتو وي، او که دجنين دژوندي پاتې کيدو اميد نه وي نو بيا درې نظره دي او صحيح داده چې بيابه دمور په ګيډه کې پريښودل کيږي، ولې مړى به تر هغو نه دفن کيږي ترڅو چې جنين په پوره توګه مړ شوى نه وي.

او په دې اړه عامه قاعده داده چې کله دمصالحو او مفاسدو ترمينځ تعارض واقع شي نو اعلى دمصالحو به وړاندې کيږي او ادنى دمفاسدو به ترسره کيږي، نو د مړي دګيډې نه څيرل مصلحت دى، او دماشوم ژوندى پاتې کيدل له دې هم غټ مصلحت دى، او د مړي دګيډې څيرل مفسده ده او د ماشوم پريښودل په ګيډه کې چې مړ شي تر دې هم غټه مفسده ده، نو دمړي ګيډه څيرل اولى دي له نه څيرلو څخه.

خو که چيرې ماشوم ژوندى نه وي او يا دژوند هيله يې نه وي نو په دې صورت کې عمليات کول حرام او ناجائز کار دي او بايد مړي له جنين سره خاورو ته وسپارل شي.
والله اعلم

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب