داسلام دپيغمبر(ص)دبعثت مقصد

دنبوت دلمرتر راختلومخکې په دُنياکې ډول ډول تيارې خورې وې،ظلم او وحشت خپل انتهاء ته رسېدلی وو.

دهغوی دبې لاريتوب دمعلومات لپاره داکافي ده چې دالله پاک کتاب چې ترټولو ريښتونی کتاب دی ، موږته داخبرراکړی دی چې دنبي عليه السلام تربعثت مخکې خلک په څرگند بې لاريتوب کېپراته وو.

دانسانيت دسترلارښود جناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم تربعثت مخکې، ظلم اوبربريت خپل اوج ته رسېدلی وو،انسانان له حق،صداقت،رشداوهدايت څخه نااشناوو.

ژوندۍ لوڼې ښخول کېدلې،دکورنيو شخړو اودُښمنيو بازار تود وو، زناکارۍ،شراب نوشۍ،قماربازۍ اوداسې نوروناوړوکارونورواج درلود.

دانسانانواخلاق،عادات،عقېدې اواعمال ټول  ناسم وو،دې هرڅه سمون ته اړتيا لرله په دغسې وخت کې دالله پاک رحمت په جوش راغی اودُنياته يې خپل آخري پيغمبرراولېږی، چي ترقيامته پورې دټول انسانيت لپاره رهنمااوپېشوادی.

دده په ذريعه الله پاک هغه دجهالت په تياروکېپرتو خلکو  ته رڼاپيداکړه اودُنياته يې په هره برخه کې دژوندانه اصول اوطريقې وروښودلې اوانسانانوته يې له عذابونوڅخه دخلاصون لار وروښوده.

دپيغمبرصلی الله عليه وسلم دراتگ مقصددادی چې انسانان دده په طريقه عمل وکړي الله جل جلاله  فرمايلي دي:

وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ(النساء:۶۴)

(پرته له دې چې دالله جل جلاله په حکم سره يې طاعت وشي دبل څه لپاره مويورسول هم نه دی رالېږلی!!)

په دې آيت مبارک کې الله جل جلاله  خپل عام قانون بيان کړی چې موږکوم پيغمبررالېږلی دی،ددې لپاره مورالېږلی دی څوخلک دالله پاک دفرمان مطابق دهغه تابعداري وکړي.

نوله دې څخه مطلب دادی چې دغه آخري پيغمبرصلی الله عليه وسلم هم ددغه مقصدلپاره راغلی دی څوخلک دده اطاعت وکړي.

همدارازالله جل جلاله په بل ځای کې فرمايي:

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا

 (سورة الاحزاب:۲۱)يقينًاستاسولپاره دالله په رسول ص کې دتابعدارۍ ښائسته نمونه شته،دهغه چالپاره چې دالله تعالی اودآخرت دورځېهيله لري.اوالله ډېريادوي!!

يعني نبي عليه السلام ستاسولپاره نمونه ده چې تاسوبه دهغه په څېرکارونه کوئ!

وجه داده چېانسان نمونې ته اړتيالري،دانسان فطرت داسې دی چې يوازې کتاب پرته له استاذڅخه دده  داصلاح لپاره،ياديوه علم اوفن دزده کولولپاره کافي نه دی، ترڅوچې يومربي او استاذ ونه لري.

نوددين په هکله هم انسان يوه مربي اواستاذته اړتيالري،پرته له دې چې داسېيوه نمونه انسانان ولري دوی صحيح لارپه صحيح توگه نه شي پېژندلای؛ نوله دې امله الله پاک پيغمبران رالېږلي دي.

نوهمدارازنبي صلی الله عليه وسلم  هم يوه نمونه ده چي بايدانسانان هغه ته په کتلوسره دهغه په پله دقدم اېښودلوهڅې وکړي، ځکه داد انسانانو ذمه واري اودپيغمبردبعثت مقصددی.

 اوس موږپه داسې حال کې چې دپيغمبرصلی الله عليه وسلم دتابعدارۍ نمونه دژوندانه په ټولواړخونوکېلرو،دې ته اړتيانه لروچې دغربيانوسره ځان ورته کړو.

زموږدين په هرڅه کې کامل اومکمل دی،په دې مبارک دين کې دهرڅه په هکله نبوي لارښوونې شتون لري.

اودا داسې لارښوونېدي چې ددين اودُنيادواړو بری اونېکمرغي په دې کې نغښتې ده.

په دُنياکې هم که څوک خوشحالي غواړي  هغه دې ددې مبارک دين په رڼاکې خپل ژوندعيارکړي؛ نودغه هدف ته به انشاءالله تعالی په اسانۍ سره ورسېږي.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله و اصحابه اجمعين

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب