نبوي سیرت (۱) ـ د عبدالله او آمنې واده او د رسول الله ﷺ زیږېدنه

 

د عبدالله او آمنې واده او د رسول الله ﷺ زیږېدنه:

عبدالله خپل پلار عبدالمطلب ته تر ټولو زامنو ډېر خوښ وو، نو هغه ته يې د وهب بن عبد مناف بن زهره بن کلاب لور واده کړه. پدغه وخت کې د عبدالله عمر ۱۸ کاله وو، او آمنه پدغه وخت کې د نسب او مقام له مخې د قریشو د غوره مېرمنو څخه وه.[۱]

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) لا نه وو پیدا چې پلار يې وفات شو، عبدالله شام ته د تجارت په موخه تللی وو چې بېرته د راستنېدو په وخت په مدینه منوره کې ومړ او د ماماګانو سره یوځای په مدینه منوره کې خښ کړای شو[۲]، د عبدالله بن عبد المطلب د وفات په وخت ټول عمر پنځه ويشت (۲۵) کاله وو[۳]، د هغه څخه په  میراث کې د (۵) اوښانو ، لږ شمېر ګډو بیزو او یوه وینځه (برکه) څخه نور څه پاتې نه شول.[۴]

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دوشنبې په سهار ، د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه ورځ، (چې د ۵۷۱ زېږېز کال د اپریل د میاشتې ۲۲مې نېټې سره سمون خوري)، او همداراز د فیل د مشهورې پېښې څخه نږدې پنځوس (۵۰) ورځې وروسته دې نړۍ ته سترګې وغړولې[۵].

کله چې رسول الله (صلی علیه وسلم) پیدا شو؛ مور يې نیکه ته یو تن واستاوه ترڅو د لمسي د زیږېدو زیری پرې وکړي، د هغه (صلی الله علیه وسلم) نیکه عبدالمطلب د ده په زېږېدو ډېر خوښ شو، عبدالمطلب راغی، خپل لمسی یې په یوه ټوټه کې ونغاړه ، بیت الله ته يې راووست، د الله تعالی حمد او ثنا یې بیان کړه او د محمد په سپیڅلې نوم يې ونوماوه.

دا چې د محمد نوم مخکې په عربو کې مشهور نه وو پدې کې هم د الله تعالی یو لوی حکمت نغښتی وو، الله تعالی خپله هغه اراده سر ته رسوله چې په پخواني آسماني کتابونو کې يې د هغه یادونه کړې وه؛ دا وو چې الله رب العزت د عبدالمطلب په زړه کې د محمد نوم اچوي او عبدالمطلب هغه (صلی الله علیه وسلم) محمد نوموي[۶].

د رسول الله ﷺ د زېږېدو په اړه د حسان بن ثابت سپیناوی:

حسان بن ثابت (رضي الله عنه) فرمايي: يقينا زه غښتلی وم نږدې د اوو اتو کالو وم، هر څه مې چې اورېده پرې پوهېدم، په یثرب کې يو يهودي چې د کلا (قعلې) د پورته برخې څخه چیغې وهلې دا مې ترې واورېده: ای د یهودو ټولیه! كله چې د یهودو ټولی ور نږدې شو؛ نو ویې ویل: هلاك شې مونږ ته څه وایې؟ هغوی ته یې ویل: نن شپه د احمد ستوری را ختلى دى، هغه چې پیغمبر کېږي به.[۷]

د رسول الله ﷺ د زېږېدنې په وخت د هغه کرامات او د پیغمبرۍ ځینې نښې نښانې:

دا چې الله تعالی خپل استازی د یو لوی امر لپاره پیداکوي هغه دا چې خلک د یو الله رب العزت بنده ګۍ ته رابلي او د خلکو له بنده ګۍ څخه يې منع کوي؛ نو د هغې تربیت او حفاظت يې د وړکتوب څخه کولو او د هغې کرامات او د نبوت نښي نښاني يې خلکو ته د هغه له وړکتوبه ورښوولې؛ چې یو څه ترې لاندې بیانوو:

۱- د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مور آمنه وايي: ما د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د حمل موده ډېره آسانه او عادي تېره کړې ده، تر دې چې ما د دې احساس نه کاوه چې زه حامله یم! حال دا دی چې د نورو مېرمنو د حمل موده ډېره سخته وي.[۸]

۲- مور یې وايې: ما د ده د زيږېدو په وخت یو خوب ولید چې یوه داسې رڼا راڅخه ووتله ، نوموړي رڼا دومره زیاته وه چې د شام ماڼۍ ګانې يې راته ښکاره کړلې .[۹]

۳- د زېږېدو په وخت يې له مور سره یوه مرستندویه مېرمن  (د عثمان بن ابي العاص مور) وايې: د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د زېږېدنې په وخت په کوټه کې یوه رڼا پیدا شوه چې ټوله کوټه يې رڼا کړه، او د آسمان ستوري داسې را نږدې کېدل؛ ما دا ګومان کولو چې دغه ستوري کوټې ته دننه ننوځي.[۱۰]

۴- د فارسیانو (اوسني ایران) د زر (۱۰۰۰) کاله راهیسې هغه نه مړ کېدونکی اور چې دوی ورته عبادت کولو، د ده (صلی الله علیه وسلم) د زېږېدنې په شپه هغه اور مړ شو.

۵- د زېږېدو په وخت د فارس پر امپراتورۍ یوه داسې شدیده زلزله راغله چې له امله يې د پاچايۍ د ماڼۍ ۱۴ کوټې رانسکورې شوې، د همدې شدیدي زلزلې په ترڅ کې د هغوی عبادت خاني هم د خاورو سره خاوري شوې.[۱۱] [۱] – سيرة ابن اسحاق جـ ۱ صـ ۴۲

[۲] – نور اليقين في سيرة سيد المرسلين صـ ۹

[۳] – البداية والنهاية لابن كثير جـ ۲ صـ۳۲۲

[۴]  – السيرة النبوية على ضوء القرآن والسنة جـ۱ صـ ۱۶۶، وحياة النبي صلى الله عليه وسلم صـ ۷۸

[۵]  – البداية والنهاية جـ ۲ صـ ۳۱۹ – ۳۲۱ و نور اليقين في سيرة سيدة المرسلين صـ۹٫

[۶] – البداية والنهاية لابن كثير جـ۲ صـ ۳۲۴ و نور اليقين في سيرة سيد المرسلين صـ ۱۰

[۷] – سيرة ابن اسحاق جـ۱ صـ ۸۴

[۸] – البداية والنهاية جـ ۲ صـ ۳۲۳

[۹] – مخکنی مصدر

[۱۰] – البداية والنهاية جـ ۲ صـ ۳۲۴

[۱۱] – مخكنى مصىر صـ ۳۲۷ – ۳۲۸٫

عماد الدين سعيد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب