اسلام له نظرهحالت او روان

خوشحالي او روغتیا د اسلام له نظره

په اسلام كي د خوشالۍ مفهوم :

خوشالي داسي يو احساس دى چي په زړه كي ځاى لري. دا احساس د دماغي هوسائۍ، آرامتيا، د ښېګڼي  د احساس او همداراز د طبعي له آرامۍ څخه عبارت دى. دغه عناصر له جسماني او معنوي پلوه د يوه مناسب چلند د غوره كولو په پايله كي په لاس راځي چي ټينګ ايمان ئې د الهام ښه سرچينه ده. پر دې ټكي د قرآن او سنت له لوري هم ټينګار سوى دى. الله ج وائي:

((هر هغه څوك چي ښه كړني كوي، په داسي حال كي چي ايمان ولري،كه نر وي او كه ښځه، موږ به ئې يو ښه ژوند ورپه برخه كړو.))
((او بيا هر څوك چي زما پر احكامو عمل كوي، نه به له لاري اوړي او نه به هم په خواريو كښېوځي. خو هر هغه څوك چي زما له وينا څخه سر غړوي، د خواريو ژوند به ورپه برخه وي.))
د الله ج رسول ص ويلي دي: (( ريښتينى بډايتوب د ډيري شتمنۍ په لرلو نه ترلاسه كيږي بلكه ريښتينى بډايتوب د روح بډايوالى دى.))

خوشالي تر مادياتو پوري نه ده محدوده:

د  اسلام له نظره خوشالي په مادي ښېرازۍ پوري نه ده تړلې، البته مادي لاملونه كيداى سي د خوشالۍ ځيني عناصر واوسي. مادي اړخ ئې يوه وسيله ده، نه اصلي ماهيت. په دې ډول نو د خوشالۍ د لاسته راوړني په موخه پاملرنه پر غير مادي او زياتو معنوي پديدو باندي متمركزه ده. الله ج وائي:

((او څاروي، هغوى ئې ستاسو لپاره پيدا كړي دي، په دوى كي ګرمي جامې او بې شمېره ګټي پرتې دي، او له دوى څخه تاسو خوراك كوئ  په هغوى كي ستاسو لپاره ښايست سته، هغه وخت چي تاسو ئې ماښام كورته ستنوئ او سهار ئې د څروني لپاره بيا ياست.))

((ووايه (اې محمده ص):- چا د الله ج وركړل سوي ګيڼې منع كړي دي كوم چي هغه و خپلو بندګانو ته وركړي دي، او د ژوندانه ښه توكي؟ ووايه: دا ددې نړۍ په ژوند كي د هغو لپاره دي چي ايمان ئې راوړى، او په ځانګړي ډول د هغوى لپاره د قيامت په ورځ.))

((د الله ج رسول ص وويل: د هغو توكو له جملې څخه چي د آدم زامنو ته خوښي راوړي، يو دينداره مېرمن، يو ښه كور او يو هم د سپرلي يوه ښه وسېله ده.))

اسلام د بشر لپاره تلپاته خوښي ډاډمنوي:

اسلام د ژوندانه د يوې بشپړي تګلاري درلودونكى دى او ددې نړۍ او همداراز د راتلونكي نړۍ لپاره د  بشر د چمتو كولو په موخه اصول او تګلاري ښيي. اسلام په دې او همداراز راتلونكې نړۍ كي د بشر ښېرازي ډاډمنوي. اسلام د بشر تر ټولو ستري اړتياوي لكه ژوند، منطق، شتمني، دودونه او ايمان خوندي كوي.
له اسلامي نظره خوشالي پر دوو كچو رامنځ ته كيږي.

۱. دنيوي خوشالي:
اسلامي قانون د بشر د دې نړۍ په ژوندانه كي چي د هغه لومړى ژوند دى، د هغه د خوشالۍ د ډاډمنولو په خاطر يو شمېر اصول او تګلاري وضع كړي دي.په عين حال كي اسلام ټينګار كوي چي ددې نړۍ ژوند د آخرت د خوشاليو د لاسته راوړلو د يوې وسيلې پرته بل هيڅ نه دى كوم چي موږ ټول ئې بايد د لاسته راوړلو لپاره هڅه وكړو. الله ج وائي:
((هر هغه څوك چي ښه كړني كوي، په داسي حال كي چي ايمان ولري، كه نر وي او كه ښځه، موږ به هغه ته يو غوره ژوند وركړو.))
((تلاښ وكړه په هغه څه چي الله ج تا ته دركړي دي، د آخرت د توښې او په دې نړۍ كي خپله ونډه مه هېروه.))

((لږ دي ددې نړۍ خوشالۍ په پرتله د آخرت))

۲. تلپاته خوشالي: دا ريښتينې او تل پاته كېدونكې خوشالي ده. دا خوشالي د بشر په دنيوي ژوند كي د هغه پر ښو كړنو پوري اړه لري. الله ج وائي:
((هغه خلك چي پرښتې ئې روح اخلي په داسي حال كي چي دوى پر ايمان وي، دوى ته به پرښتې ووائي: پر تاسو دي سلامتي وي، ولاړ سئ جنت ته د هغه څه په خاطر چي تاسو به په نړۍ كي كول))

((د هغو خلكو لپاره چي په دې نړۍ كي ښه كوي، ښېګڼي سته او د آخرت هستوګنځى به ئې بهتره وي او تر ټولو ښه هستوګنځى به په يقين سره د مؤمنانو وي))

د دې نړۍ ژوند  يو دنيوي جنت نه دى:

اسلام پر مځكه باندي د بشر هستوګنه په څرګندو ټكو كښي بيان كړې ده. هغه ئې هلته د استازي (خليفه) په توګه ټاكلى دى چيري چي به هغه د مځكي د  ودانولو او آبادولو لپاره زيار باسي، ښيرازي راوړي او په دې نړۍ كي د بشر د سترو ښېګڼو لپاره كار كوي. د دې لوړو موخو په وړاندي ننګوني پرتې دي او پر هغوى د برياليتوب لپاره له بشر څخه د زيات زيار ايستلو او لويو بوجونو زغملو ته اړتيا سته. ژوند تل داسي ساده او آسانه نه دى لكه څنګه چي موږ ئې د كېدلو هيله لرو. برعكس، دا د آسانوالي څخه د سختوالي پر لور درومي، كټ مټ لكه يو سړى چي له روغتيا څخه د ناروغتيا او يا له نېستمنوالي څخه شتمنوالي ته درومي او په دې ترتيب نوري بيلګي. انسان بايد د ژوندانه په اوږدو كښي په پرله پسې ډول له دې آزمايښتونو سره ډغري ووهي. په دې ډول به نو هغه عالي ځانګړني درك كړي  چي دغه ازمايښتونو ئې له ده څخه غواړي، لكه زغم، هوډمنتيا، ټينګ عزم، جرئت، پر الله توكل، كسب او ښه اخلاق. 
دغه ځانګړني د سوكالۍ، رواني آرامۍ او خوشالۍ ستري سرچينې دي. الله ج وائي:
((په يقين سره چي موږ به تاسو و آزمايو په يو څه د ويري، لوږي او د مال په تاوان، او ستاسو د خواريو په مېوو خو زيرى وركړئ هغو (خلكو) ته چي صبر ئې وكړ. هغه (خلك) چي كله غم ورباندي راسي وائي ( موږ د الله ج لپاره يو او همغه ته به ورستنېږو، دا هغه (خلك) دي كوم چي به له خپل څښتن څخه نعمتونه او رحم ترلاسه او دا همغه خلك دي چي هدايت ورته كړل سوى دى.))
د الله ج رسول ص وائي: ((د مؤمن چاري څومره د هيښتيا وړ دي. د هغه ټولي چاري ښې راخېژي. كله چي ښېرازي ورباندي راسي، د الله ج شكر باسي او دا د ده په ګټه ده او كه بد رازي ورباندي راسي، دى صبر كوي او دا د ده په ګټه ده.))

د خوشالۍ د  لاسته راوړلو لاري :

۱. ايمان او ښې كړني: ايمان له ډېرو لارو خوشالي راوري

ا.  هغه سړى چي يوازي پر الله ج باور لري، بېله دې چي له هغه سره كوم شريك ونيسي، په داسي يو ايمان چي هغه سپېڅلى وي او له هر راز نيمګړتياوو څخه تش وي، دا كس به يو آرام زړه، هوسا روح او له هر راز خواشينيو او اندېښنو څخه خالي ژوند ولري هغه به په هر هغه څه چي الله ج وركړي وي، قناعت كوي،  په ژوند كي به د ټولو ښېګڼو په خاطر شكر باسي او پر هره بدګڼه به صبر كوي. پر الله ج باندي د يوه مؤمن ځان سپارنه هغه ته د اسي يوه رواني هوسائي وركوي كوم چي هغه ورته د خپل كسب او خوارۍ لپاره اړتيا لري. دا ددې په خاطر چي هغه دا احساسوي چي ژوند ئې يوه مانا او ټاكلى هدف لري او بايد چي د هغه د لاسته راوړلو لپاره زيار وباسي. الله ج وائي:

((هغه(خلك) چي ايمان لري او خپل ايمان له بد لاريو سره نه ګډوي، د هغوى لپاره سلامتي ده او دوى پر سمه لار برابر كړل سوي دي.))

ب. ايمان سړي ته يو سرمشق(ايډيال) په لاس وركوي چي دى ئې بايد د لاسته راوړلو لپاره  زيار وباسي. هغه د ژوند لپاره يو لوى مفهوم ترلاسه كوي  كوم چي دى هڅوي څو د پرې پوهېدلو لپاره ئې كار وكړي او زيار وباسي. دغه عنصر انسان له يوه ځان غوښتونكي او تنګ ژوندانه څخه ژغوري. پر ځاى باندي ئې انسان خپل ژوند د نورو خلكو د ښېګڼي لپاره تېروي كوم چي دده په ټولنه كي اوسي. هغه څوك چي يوازي د ځان لپاره ژوند كوي، عمر ئې ورته لنډ او اهداف ئې ورته ستونزمن ښكاره كيږي. او بر عكس، كله چي هغه د خپل هغه (ايډيال) په خاطر چي ده ته انګېزه وركوي، ژوند كول پيل كړي نو عمر به ئې ورته اوږد  او ښكلى ښكاره سي چي د انسانيت په رڼا باندي به روڼ وي او له مځكي څخه دده تر تګ وروسته به هم پاته وي. دا چاره د انسان د ژوندانه د شېبو، ساعتونو او ورځو په اړه د هغه سنجوني ته ځواكمنتيا بخښي.

ج. ايمان نه يوازي دا چي د خوشالۍ د لاسته راوړلو يوه وسېله ده بلكه د هغو توكو د له منځه وسېله هم ده چي له خوشالۍ څخه مخنيوى كوي. دا ددې په خاطر چي مؤمن پوهېږي چي دى به د خپل ژوندانه په اوږدو كښي آزمويل كيږي او دا چاري د ده د ايمان د ثابتولو وسايل جوړوي. دا توكي له انسان سره مرسته كوي څو د عالي ځانګړنو لكه د صبر او زغم، پر الله ج باور، د هغه څخه د مرستي غوښتني او يوازي له هغه څخه د بېرېدني له لاري خپل معنوي ځواك ته وده وركړي. دا ځانګړني د ژوند له اهدافو څخه د خبرېدلو او په آزمايښتونو كي د بريالي كېدلو تر ټولو اغېزمن وسايل دي. الله ج وائي:

((كه تاسو په خوارۍ كي ياست، نو هغوى هم همداسي په خوارۍ كي دي لكه چي تاسي ياست خو تاسو له الله ج څخه د هغه څه تمه لرئ كوم چي دوى ئې نه لري.))

۲. لوړ اخلاقي معيارونه (كوم چي انسان ته له نورو سره د ښه كولو انګېزه وركوي.)
بشر يو ټولنيز موجود دى كوم چي د خپل ډول له موجوداتو سره راسه درسي ته اړتيا لري.دا شونې نه ده چي انسان دي د ژوند په هر برخه كي له نورو سره بې تړاوه پاته سي. له نورو سره د راسه درسي پرې كول امكان نه لري او خلك په جسماني او رواني ځانګړنو كي زيات توپير سره لري. ځكه نو دا امكان نه لري چي د خلكو تر منځ دي د ناخوښۍ داسي څه نه سي پېښ كوم چي د دوى په منځ كي خوابدي او خواشينۍ رامنځ ته كوي. كه يو څوك له دې شيانو سره په يوه ښه ډول تېر او بېر ونكړاى سي، نو له نورو خلكو سره دده راسه درسه به، كوم چي په هيڅ ډول ئې څوك نه سي پرېښوولاى،  د ده د ژوندانه لپاره د ستونزو او خواشينيو يوه سرچينه وګرځي. له دې امله اسلام پر اخلاقيت او د اخلاقي ځانګړنو پر دودولو ټينګار كوي. الله ج د پېغمبر ص د صفت كولو په ترڅ كي وائي:
((او په يقين سره ته(اې محمده ص) د عاليترينه اخلاقو لرونكى ئې.))
((او د الله ج په مرسته، تا له هغوى سره په نرمۍ چلند وكړ او كه ته زښت او ټينګ زړى واى، دوى به ستا له شاوخوا څخه تيت سوي واى، نو د دوى له تېروتنو صرف نظر وكړه او له الله ج څخه ددوى بخښه وغواړه او له دوى سره په چارو كي مشوره وكړه.))

الله ج وائي:
((مرسته وكړئ له يو بل سره په ښېګڼه او تقوا كي او مرسته مه كوئ له يو بل سره په ګناه او سرغړونه كښي))

((ښې چاري او بدي چار سره يو شانته نه دي، ځواب وركړئ د بدو په هغه سره چي ښه دي، نو بيا په يقين سره هغه(كس) چي ستا او د هغه په منځ كي دښمني وه، داسي به سي لكه ستا يو نژدې انډيوال))

د الله ج پېغمبر ص وويل: ((زه يوازي د اخلاقي معيار د بشپړولو لپاره رالېږل سوى يم.))
د الله ج پېغمبر ص وويل: ((د بل مؤمن په وړاندي د يوه مؤمن زړه سوى او عاطفه  داسي دي لكه د يوه جسم په څېر، كه ئې هر غړى په كړاؤ كي سي، نو ټول بدن ورسره په كړاؤ كي كيږي. ))

۳. ډېر ډېر د الله ج يادول او په پرله پسې ډول د هغه له شتونه څخه ځان ځيرول
له يوه بل كس څخه د يوه چا خوښي په هغه ارزښت پوري اړه لري، چي لومړى ئې و دوهم ته وركوي. الله ج د زړه لپاره تر ټولو ستره آرامي  او هغه څوك دى چي يادول ئې روح ته خوشالي راوړي. په داسي حال كي چي د ګټمن څيز د لاسته راوړلو او له زيانمن څخه د ځان ژغورلو په هڅه كي اوسي، د الله ج ياد د مؤمن لپاره خوښي او آرامي راوړي. له دې امله اسلامي قانون يو شمېر ځانګړي يادګيرني وضع كړي دي كوم چي د يوه غوره شي د غوښتلو او نا غوره شي څخه د بيري پر مهال يو مسلمان بيرته له خپل څښتن سره نژدې كوي، كه څه هم په هر ډول حالاتو، هر ډول ځاى او يا په هر وخت كي وي.

دغه يادګيرني د مؤمن وجدان له خپل پيدا كوونكي سره تړي چي په دې ډول نو دى د خپل  چاپېريال د عواملو او اغېزو  تر پولو بهر نور څه ويني. بالآخره هغوى پر ده باندي دومره اغيز نسي كولاى چي دده روح ته دي زيان ورسوي. مؤمن دنيوي چارو ته د هغوى تر پولو آخوا كوم ارزښت نه وركوي ځكه دى پوهېږي چي دا چاري او عوامل په خپله كوم ځواك نه لري بلكه هر څه د الله ج له لوري پېښېږي. الله ج وائي:

((په يقين سره د الله ج په يادولو سره زړونه سكون تر لاسه كوي.))

پېغمبر ص مسلمان ته امر كړى دى چي له ښځي سره د واده پر مهال داسي ووائي: ((اې الله، زه له تا څخه په دې ښځه كي ښېګڼه غواړم او ښېګڼه په هغه څه كي غواړم چي تا ئې دې ته د كولو ميلان وركړى، او زه پناه غواړم په تا سره له شره په دې ښځي كي او له شره د هغه څه چي دا ئې د كولو ميلان لري.))

كله چي هوا په تندۍ سره چليږي، مسمان بايد داسي ووائي: ((اې الله، زه له تا څخه په دې كي خير غواړم، هغه خير چي په دې كي سته، او هغه خير چي له دې سره رالېږل سوى دى، او زه په تا باندي پناه غواړم د دې له شره څخه، له هغه شره څخه چي په دې كښي دى او له هغه شره څخه چي له دې سره رالېږل سوى دى.))

د الله ج پېغمبر ص په ډاګه كړه چي كله چي غواړو يوه چاره سرته ورسوو، نو د الله ج د مرستي په غوښتلو بايد د هغې د سرته رسولو لپاره وړ ګامونه پورته كړو او كه ئې پايلي سمي و نه خېژي، نو ماتم ونكړو. هغه ص وويل: ((هڅه وكړئ د هغه څه لپاره چي تاسو ته ګټه رسوي او د الله ج مرسته وغواړئ او داسي چلند مه كوئ لكه چي تاسو وړتيا نه لري. او مه واياست: كه مي محض دا او يا هغه كار كړى واى، نو دا به داسي او يا هاسي واى، بلكه وواياست: الله وكړه هغه څه چي غوښتل ئې او هر هغه څه چي هغه ئې غواړي، كوي ئې.كه داسي و نه كړئ، نو د شيطان په وړاندي لار پرانيزئ.))

۴. د خپلي روغتيا ساتنه
دا د صحت ټول اړخونه په بر كي نيسي لكه جسماني، احساساتي، رواني او روحاني

جسماني روغتيا:

بشر په طبيعي ډول هڅه كوي چي خپله جسماني روغتيا وساتي او دا ددې لپاره چي د ژوند لپاره ئې تلوسه ډېره ده. دا همداراز د ده د دنيوي توكو لكه د خواړو، څښاك، جامو او نقليه وسيلو د لاسته راوړلو وسېله ده.

ا سلام د بشر د ژوندانه او د هغه د جسماني روغتيا په اړه جدى دى او وژنه او همداراز هغه څه چي د انسان روغتيا ته زيان رسوي، منع كړي ئې دي. الله ج وائي:
(( سړى مه وژنئ، د چا ژوند چي الله ج سپېڅلى ګرځولى دى، خو د قصاص په صورت كي))
د الله ج پېغمبر ص وائي: ((بايد نه زيان رسوونكي او نه هم د زيان رسېدني لامل واوسئ.))

احساساتي روغتيا:

ډېر خلك د خپلي احساساتي روغتيا او د هغې د ساتني له لارو چارو څخه  بې پروا دي په داسي حال كي چي دا عنصر د خوشالۍ يوه بنسټيزه ستن ده. له دې امله نو اسلام هڅه كوي چي د عالي ځانګړنو په مرسته د انسان معنويت ته ځواك وبخښي. په دې ځاى مهمه خبره د يوه متوازن، موافق او مناسب احساساتي جوړښت رامنځ ته كول دي. د يوه سم احساساتي بنسټ د جوړولو لپاره تر ټولو لومړى توكى ايمان دى. له دې وروسته ئې نو نور عناصر راځي لكه لوړ اخلاق درلودل او د ناوړه ځانګړنو څخه ځان ساتل لكه خوابدتيا، غرور، تكبر،  بخل، دنيوي حرص، بغض ، حسد او دوكه چي په احساساتو كي نا آرامي راولي. الله ج وائي:

((سترګي مه نيسئ  و هغو شيانو ته چي موږ ددوى يو شمېر خلكو ته د خوند اخيستني لپاره وركړي دي، ددې نړۍ د ژوندانه مزې، د كومو له لاري چي ئې موږ ازمويو خو ستاسو د څښتن وركړه بهتره او اوږد مهالې ده))

((اې ايمان لرونكو،  تاسو يو په بل ملنډي مه وهئ، كيداى سي وروستي تر لومړيو غوره وي، او نه دي يوه ډله ښځي په بلي ډلي ښځي ملنډي وهي،كېداى سي وروستي تر لومړيو غوره وي. يو بل په بدو مه يادوئ او مه هم يو بل په حقيرو نومونو بولئ. څومره بده ده سرغړونه پس له ايمان راوړلو. او هر څوك چي پښېماني ونكړي،  په يقين سره سر غړوونكي دي. اې ايمان لرونكو، ډېر شك مه كوئ. بېشكه ځيني شكونه ګناه ده.او د يو بل چغلي او غيبت مه كوئ.ايا له تاسو څخه څوك غواړي چي د خپل مړ ورور غوښي وخوري؟ تاسو به ئې بد وګڼئ.او له الله ج څخه وبېرېږئ. په يقين سره، الله زيات بخښونكى ، ډېر مهربان دى.))

د الله ج پېغمبر ص وويل. ((كه تاسو درې تنه ياست، دوه تنه پټي خبري مه سره كوئ په داسي حال كي چي دريم مو راګډ كړى نه وي تر هغه چي تاسو له نورو كسانو سر يو ځاى كيږئ ځكه كېداى تاسو د هغه احساسات ژوبل كړئ.))

رواني روغتيا:

عاقل دماغ په اسلامي قانون كي د حساب وركولو لپاره بنسټ جوړوي. ځكه نو (پوه قانون ټاكونكى) امر كوي چي دا بايد وژغورل سي او وساتل سي او هر هغه څه چي ددې د زيانمن كولو او يا له منځه وړلو لامل ګرځي، منع كړي ئې دي.الكولي مشروبات او نشه ئي توكي بدترين شيان دي چي د دماغ د وړتياوو د له منځه وړلو لامل ګرځي. له دې امله الله ج دا شيان منع كړي دي او وائي:

((اې ايمان لرونكو، نشه ئي توكي، جوار، بت لمانځنه او جادو د شيطان د لاس چاري دي. نو له دې ټولو څخه ځان وژغورئ تر څو تاسو بريالي و اوسئ. شيطان يوازي غواړي ستاسو په منځ كي دښمني او كركه واچوي په نشه او جوار سره او تاسو راوګرځوي د الله ج له ياد څخه او له لمانځه څخه. نو ايا تاسي به راو نه ګرځئ؟))
اسلامي قانون د رواني روغتيا د ساتني په خاطر ډېره پاملرنه كړې ده او ددې كار لپاره ئې اصول وضع كړي دي. اسلام مؤمنان هڅوي چي تل الله ج ياد وساتي. همداراز يو لږه اندازه عبادت ئې لازم ګرځولى دى څو له لاري ئې مؤمنان رواني تغذيه ترلاسه كړي. په دې كي لمونځونه، روژه، زكات او حج راځي. بيا نو د نفلي عبادتونو پراخه دروازه ورباندي پرانيزي چي هر څوك كولاى سي هر راز عبادت وكړي. دا چاره لامل كيږي چي بنده بيرته خپل څښتن ته وروګرځي او كله چي دنيوي اسباب دى له خپل څښتن څخه غافله كوي، په دې توګه بيرته ځير كيږي. له همدې امله به د الله ج پېغمبر ص ويل: ((زما د سترګو يخ والي په لمانځه كي دى. ))ده ص به همداراز مؤذن بلال رض ته ويل((اې بلاله، ځه چي په لمانځه كي هوساينه ترلاسه كړو.))

اسلامي قانون هر هغه څه چي رواني ناروغي او كم ځواكي رامنځ ته كوي، منع كړي دي او موږ ئې له چټي غوښتنو، بې ځايه اعتقاداتو او د هوس له قرباني كېدلو څخه منع كړي يو ځكه دا شيان زړونه ړندوي او د الله ج له ياد څخه ئې غافل كوي. ځكه نو الله د غيرمؤمنو د بيانولو په ترڅ كي په لاندي توګه وائي:
((هغه(خلك) چي ايمان ئې نه دى راوړى، له دې نړۍ څخه به خوند اخلي او د څارويو په توګه به خورك كوي او دوږخ به ددوى ځاى وي.))

بايد مادي امكانات په لاس راوړل سي.

په وړاندنيو كرښو كي دا خبره ياده سوله چي اسلام په خوشالۍ كي د مادياتو له ونډي سترګي نه پټوي بلكه دا ګڼي چي ماديات د خوشالۍ اړين عنصر نه دى او د نورو وسيلو تر څنګ د خوشالۍ لاسته راوړلو يوه وسيله ده. اكثره سپېڅلي كتابونه دا خبره تائيدوي. الله ج وائي.
((چا د الله ج وركړل سوي ګيڼې منع كړي دي كوم چي هغه و خپلو بندګانو ته وركړي دي، او د ژوندانه ښه توكي؟))
د الله ج پېغمبر ص وويل: (( حلاله شتمني د دينداره مؤمن لپاره څومره ښه ده))
ده همداراز وويل:(( د هغو توكو له جملې څخه چي د آدم زامنو ته خوښي راوړي، يو دينداره مېرمن، يو ښه كور او يو هم د سپرلي يوه ښه وسېله ده.))

د وخت تنظيمول:

وخت په دې نړۍ كي د ژوندانه پر مهال د انسان پانګه ده. ځكه نو اسلام وخت ته زيات ارزښت وركوي او مؤمن د هغه په تنظيمولو مكلفوي. د حساب په ورځ به ورڅخه د وخت په اړه پوښتنه كيږي. اسلامي قانون غوښتنه كوي چي مؤمن دي خپل وخت په ځير سره تنظيم كړي او په ښه ډول دي ترې ګټه واخلي.  دا موخه له روحاني اړتياوو او عبادت سره د هغه د دنيوي چارو په متوازن كولو ترلاسه كېداى سي. اسلام مؤمن هڅوي چي له خپل وخت څخه د ګټمنو او ښو كارونو په ترسره كولو اعظمي ګټه واخلي.

الله ج وائي:
((اې ايمان لرونكو،  مه پرېږدئ چي ستاسو شتمني او اولاد مو د الله ج له ياد څخه وباسي. هر څوك چي داسي وكړي، دوى په يقين سره زيان كوونكي دي. او خرڅ كړئ له هغه څه څخه چي موږ تاسو ته دركړي دي، مخكي له دي چي مرګ راسي تاسو ته او تاسو وواياست، زما څښتنه، كه ته ماته يو لږ نور وخت راكړې، زه به خيرات وركړم او له نيك كارانو څخه به سم.))
د الله ج پېغمبر ص وويل: ((د حساب په ورځ به د مؤمن پښه تر هغه و نه خوځي تر څو له هغه څخه د څلورو شيانو پوښتنه و نه سي: دده ژوند، چي څنګه ئې تېر كړ، دده ځواني، چي څنګه ئې تېره كړه، دده شتمني چي څنګه ئې په لاس راوړه او پر څه شي ئې خرڅه كړه او دده كار چي كوم كارونه به ئې كول.))
د الله ج پېغمبر ص وويل: ((دوه نعمتونه دي چي خلك ئې ارمان كوي. صحت او فارغه وخت))
پېغمبر ص موږ ته لارښوونه كړې ده څو خپل وخت تنظيم كړو. هغه ص وائي(( هر ګړى خپل زړه ته هوسائي وركړئ ځكه كه پر زړه زور راوړل سي، نو ړوند به سي.))

عبدالنافع ثنا

  حکمت آفرینش زن و مرد از دیدگاه اسلام
  له ماسخوتن مانځه وروسته د نه ویده کیدلو کتابي حکم
  د سخا او بخیلي انجام څه شی دی؟

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close