اسلام او ساینسي زده کړې

 

د ډېرو ځوانانو او پیغلو مو د پوهنتون په مختلفو پوهنځیو ؛ لکهطب ، انجینري،اقتصاد اود عصري زده کړو په نورو پوهنځیوکې دا تر غوږه کړهچې هغوی خپلې زده کړې پرېښي او د پرېښودو لامل يې دا ښودلو چې یادې زده کړې دنيايي دي، او سربېره پر دې چې په آخرت کې کومه ګټه نه رسوي؛ پر دوی یو پېټی وي،دوی په دې اند وو که چېرې موږ خپل د زده کړو سمت ديني اړخ ته کړو ؛ دابه د هغه په پرتلهډېر ګټه ور وي چې خپل ژوند يېپه یادو زده کړو کېپرته له کومې ګټې تېر کړی وي.

د دغه ځوانانو تصور دا جوړ شوی چې ساینسي او عصري زده کړې د دین سره ټکراو لري، دغه زده کړې په دین د التزام او پابندۍ مخه نیسي، د خپل رب او بنده ترمنځ فاصله جوړوي او یا لږ تر لږه پر یادو زده کړو موږ مکلف او ګمارل شوي نه یو او په پرېښودو يې اسلامي امت ته کومه ملامتیا او ګناه نه مخامخ کېږي.

د اسلام سپېڅلي دین عام علم ته بلنه ورکړې، رسول الله –صلی الله علیه وسلم- فرمايي: (طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ)د علم پلټلپه هر مسلمان فرض دي.

اسلام عالم پر جاهل غوره کوي، الله تعالی فرمايي: (قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ) الزمر ۹. ژباړه: (له دوی وپوښته، آیا پوهېدونکي او نه پوهېدونکي یو شانته کېدای شي، نصیحت خو د پوهې او عقل څښتنان مني)

your ads

په قرآن کريم کې نږدې (۷۵۰) آیته انسان د نړۍ او په نړۍ کې د انسان د فایدې لپاره مسخر شوي مخلوقاتو فکر او تدبر لوري ته هڅوي، دغه نړۍ د طبیعي علومو میدان دی.

(إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ) (البقرة ۱۶۴) ژباړه: (د دې حقیقت پېژندنې لپاره کومه نښه نښانه په کار ده نو) د اسمانونو او ځمکې په ساختمان کې، یوه په بلې پسې د شپې او ورځې په پرله پسې راتګ کې، په هغو بېړیو کې چې د انسانانو د ګټې وړ شیانو د وړلو راوړلو لپاره په سیندونو کې ګرځي راګرځي، د باران په هغه اوبو کې چې الله يې له پاسه را اوروي او د هغو په وسیله ځمکه ژوندۍ کوي او په خپل دغه انتظام سره يې په ځمکه کې هر راز ساکښان خواره کړيدي، د بادونو په لګېدو کې او په هغو ورېځو کې چې د اسمان او ځمکې په مېنځ کې د امر ښکيل دي بې شمېره نښانې دي. د هغو خلکو لپاره چې له پوهې نه کار اخلي).

(إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ) (آل عمران: ۱۹۰)  ژباړه: (د آسمانونو او ځمکې په پیدایښت او د شپې او ورځې په تګ راتګ کې د هغو پوهانو لپاره ډېرې نښې نښانې دي)

(وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ النُّجُومَ لِتَهْتَدُوا بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ) (الأنعام: ۹۷) ژباړه: (او هماغه ذات دی چې ستاسې لپاره يې ستوري د بېدیا او سمندر په ترږمیو کې د لارې پېژندلو وسیله وګرځوله. وګورئ مونږ نښانې په ډاګه ښکاره بیان کړي د هغو خلکو لپاره چې علم لري)

لومړی په محمد –صلی الله علیه وسلم- (إِقْرَأْ)یعنې (ولوله) نازل شو، نو ځکه علماء وايي: علم په مکلف تر ټولو لومړنی فرض دی. چې لومړی الله تعالی پېژندل، د هغه سپېڅلی دین او د الله رب العزت د یو والي نښې نښانې پېژندل دي،خو په هر ګټور علم کې د الله تعالی د یو والي نښې نښانې او د هغه پېژندل موجود دي.اوس هغه امت چې شعار يې (اقرأ) (ولوله) دی، څنګه خوښوي چې د ناپوهۍ ښکار  او په داسې حال کې وروسته پاتې شي چې د ځمکې پر مخ نور امتونه چې د کوم مخکيني تاریخ، پوهې او تمدن لرونکي نه دياو نه يې کوم دين پرمختګ او ترقۍ لوري ته هڅوي؛په ساینس او عصري علومو کې ترې مختګ وکړي.

آیا د داسې کوم پول امکان شته چې د شریعت د سپېڅلو دلایلو او د اسلامي امت د اوسني فاسد حالت ترمنځ چې په ناپوهيو او غلطو مفاهیمو ډک دی؛ ودرول شي؟!

زده کړې په دوه ډوله دي:    ۱- دیني زده کړې. ۲- او دنیوي زده کړې.

دنیاوي هغه زده کړې دي چې انسان يې په انساني تجربو او د دنیوي قوانینو تر سيوري لاندې حاصلوي د دغه زده کړو ترلاسه کول په خپل ځای ډېر اهمیت لري ترڅو اسلامي امت د ترقۍ مقام ته ورسېږي.دا خبره په هیڅ هوښیار او د بصیرت په خاوند پټه نده چې مونږ په دې هکله د یوې لويې کمزورۍ سره مخ یو؛ په داسې حال کې چې اسلام دغه لوري ته ډېر اهمیت ورکړی او د قرآن کریم په څو ځایو کې الله تعالی فرمايلي:

(هو أنشأكم من الأرض واستعمركم فيها) (هود: ۶۱) ژباړه: (تاسو الله تعالی له ځمکې راټوکولي او د ځمکې اوسېدونکي يې ګرځولي یاستئ. او همدا راز د ځمکې آبادول يې تاسو ته سپارلي).انسان به څنګه ځمکه آباده کړيچې هغه په دې پوې نه ويچې ژوند يېپه څه جوړيږي او په څه خرابېږي. په بل آیت کې الله تعالی فرمایي: (فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ…) (الجمعة: ۱۵) ژباړه: (بیا کله چې (دجمعې) لمونځ ترسره شي نو په ځمکه کې خواره شئ او د الله فضل ولټوئ) یعنې د الله تعالی فضل په تجارت ، پانګه او اقتصاد کې وغواړئ. په بل آیت کې فرمايي: (هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ..) (الملك: ۱۵)ژباړه:(هغه ذات چې ستاسې لپاره يې ځمکه ايل کړېده دهغې پر سینه باندې ګرځئ او د الله روزي خورئ…) په دغه مبارک آیت کې دېته اشاره ده چې زراعت وکړئ ، د ځمکې شتمني لاسته راوړئ، د ځمکې په آسانه لیارو وګرځئ او لیارې ځان ته آسانه کړئ.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه یو صحیح حدیث نقل دی فرمايي: (إِنْ قَامَتِ القِيَامَةُ وَفِي يَدِ أَحَدِكُم فَسِيلةٌ فإنِ استَطَاعَ أَنْ لاَ يقومَ حَتّى يَغْرِسَهَا فَلْيَفْعَل)ژباړه: (که چېرې قیامت راغی (د قیامت لويې نښې نښانې څرګندې شوې) او د یو چا په لاس کې د خرما نیالګی وي نو که چېرې د کرلو توان درلود نو ودې کري)او د طب په هکله مثلا: (لِكُلِّ دَاءٍ دَوَاءٌ، فَإِذَا أُصِيبَ دَوَاءُ الدَّاءِ بَرِئَ بِإِذْنِ اللَّهِ) (رواه مسلم).ژباړه: (د هر مرض درمل شته، نو کله چې دوا تاثیر وکړي د الله په امر هغه مرض ښه کېږي)

ابو هریرة –رضي الله عنه- د نبي –صلی الله علیه وسلم- څخه نقلوي، نبي –علیه السلام- فرمايي: (ما أنزل الله داءً إلا أنزل له شفاءً) ژباړه: (الله تعالی یو مرض ندی نازل کړی مګر د هغه سره يې شفا نازل کړې)

يو بانډه چي رسول الله –صلی الله علیه وسلم- ته راغی؛ ويې پوښتل؛ ای د الله رسوله! ( أنتداوي؟ قال: تداوو؛ فإن الله لم يُنزّل داءً إلا أنزل له شفاءً علِمَهُ مَنْ عَلِمَهُ وجَهِلَهُ من جَهِلَهُ). ژباړه: (ای د الله رسوله! آیا موږ درملنه وکړو؟ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمايل: هو درملنه وکړئ، الله تعالی یو مرض ندی نازل کړی مګر د هغې سره يې شفا نازله کړې ده، څوک پرې پوی شو او څوک ناپوی پاتې شو).

نو پیغمبر –علیه السلام- د طب زده کول علم وباله ،پرېښودل يې جهل او ناپوهي وباله. ، عقلونه او نفسونه يې د علاجونو موندلو لپاره وهڅول او دايې جوته کړه چې علاجونه موجود دي.

هغه امت چې دايې دین او دايې ديني دلایل وي څرنګه ورته ښه ښکاري چې د همېشه لپاره د ناپوهۍ په تیارو کې پاتې شي؛ په داسې حال کې چې د صدارت او مشرۍ لپاره داسې امتونه وړاندې کېږي چې هغوی نه علمي سابقه لري او نه د هغوی لپاره کوم ديني دلیل موجود وي. رښتیا هم د حیرانتیا ځای دی.!

که عصريزده کړېپر مخ تللي زده کړي او د هغې تر لاسه کول په اصل کې فرض کفايي دي خو نن ورځ فرض عین دي.

دا عصر چې د یوې لويې جګړې شاهد دی، او د دې جګړې په مقابله کې د حیرانتیا وړد مسلمانانو کمزورتیا موجوده ده ، لوېديځوال شپه او ورځ خپل آلات او وسایلو ته ترقي ورکوي ترڅو شا او خوا ټول چاپېریال د خپلې ولکې لاندې راولي او مونږ په داسې حالت کې اوسېږو چې د نورو خلکو تابع او د هغوی وسایلو ته اړ یو،په ځانګړي توګه په عصري علومو لکه طب، انجینري ، صناعت او نور کې موږ د لويديخ پوره تقلید کوو،او د حیرانتیا ځای خو دا دی چې موږ لا تر اوسه په خپلو ښوونځیو او علمي مراکزو کې د داروين نظریه لولو، حال داچې زمانې له دغې نظريې انکار کړی دی.

دا نظريه وايې چې انسان په لومړي ځل د بیزو په صورت وه او بیا يې د انسان شکل ته ترقي وکړه.د تعجب خبره ده چې دا نظریه تر اوسه پر مونږ لوستل کېږي او نور امتونه په دې اند دي چې دا غلطه نظریه ده، د دغه غلطو نظریو  څخه د خلاصي بله لار نشته مګرلومړی په الله باندې بروسه کول ، بیا په دنیوي علومو کې ترقي کول او د دنیوي علومو ليارې لټول دي.

دا د قوت او زور زمانه ده ، لوېديځوال زور ته احترام لري، هماغه څوک قوي او غښتلي دي چې نړیوال قوانین د ځان تابع کړي او پر دغه قوانینو نور وګړيتر خپلې ولکې لاندې راولي، نو  تر هغه دا امت په نورو رهبري نشي کولای ترڅو د ځواک او قوت څښتنه شوي نه وي.

د ډېرو وګړو د نه مسلمانېدوباعثپه عصري زده کړو کې د مسلمانانو وروسته والی او د ځوانانو بې پروايي ده.

اسلامي امت دا فیصله کړې او په دې خبره يې اجماع کړې چې: اسلام د پنځه ضروریاتو د ساتنې لپاره راغلی: دین ، نفس ، ناموس ، مال او عقل. د دغه پنځه ضروریاتو ساتنه پرته د دې چې موږ په عصري علومو پوره ځواکمن او برلاسي شو، یاد علوم د دین د ساتنې لپاره استعمال او دنیاوي سعادت پرې تر لاسه کړو، په بل څه نه کېږي.

په ژوند کې اسباب په کار اچول زموږ د غښتلي عقيدې څخه دي، الله تعالی فرمايي: (إِنَّا مَكَّنَّا لَهُ فِي الْأَرْضِ وَآتَيْنَاهُ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ سَبَبًا، فَأَتْبَعَ سَبَباً) ژباړه: (مونږ هغه ته  (ذو القرنین ته) په ځمکه کې قدرت ورکړی وو، او هر ډول وسایل او اسباب مو وربښلي وو، نو هغه اسباب برابر کړ) د الکهف سورت.

نو په ژوندانه کارو کې اسبابنه استعمالول زموږ په دین کې بد ښودل شوي؛ ځکه که څوک د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- ژوند ته د هجرت څخه تر وفاته پورې ځیر شي نو وبه ويني چې هغه د اسبابو څخه کار اخیستی دی…او عصري علوم زده کول او په هغې کي ترقي کول دا ټول په اسباب دي.

ژباړه او ترتیب: احمد سعید.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب