
د ځینو خوبونو تعبیرونه
که څوک ځان د سپنې واورې لاندې وویني – هغه ته خدای ( ج) علم او حکمت ورکوي
په خوب کې بادام لیدل- د نعمت او روزي مانا لري
په خوب کې غمچینه لیدل – دلږ مال مانالري
په خوب کې کالی لیدل – کسب او کار مانا لري
په خوب کې کاتبی کول – بډې اخیستل اود خلکو مال خوړل مانا لري
په خوب کې ښځه لیدل – د نعمت او شته مانا لري
په خوب کې وهل خوړل -غمجین کیدل مانا لري
په خوب کې غاړه لیدل – امانت مانا لري
په خوب کې میاشت لیدل – وزیر کیدل مانا لري
په خوب کې د نارنجو لیدل – د ښه خوب مانا لري
خوب د دانیال د سفر وروسته په نورو دیني کتابونو کې بې اثره ګڼل شوي دي
اشعیا ۸: ۲۹ ؛ ایوب فصل ۸:۲۰؛ آ؛ ټولنه فصل۶: ۵ ؛ خوبونه خپسکې ګڼل شوي دي
ایوب ۲۰:۸- «…هغه به لکه خوب محو شي»
یعقوب ۷:۲۱ سام ۱۳:۳ کې خوب مړینه ته اشاره ده
اول کینګ -۲:۱۰ ـ داود د خپل پلار سره ویده شو
اول کینګ ۱۶:۲۸ – ځینې ددې پاچاهانو با تقوا وه او ځینې نه وه لیکن ټوله په مړینې ویده شول
د انجیل په لرغونو کتابونو کې «هغه د پلار سره ویده شو» ( ۳۵) واري راغلی دی خو په نوی انجیل کې دا نه دی راغلی.
په عمومي ډول زړو او نیو انجیلونوکې د خوب لپاره شپز ډوله سمبولونه راغلې ده
۱- هغه موږ ساتي(هغه نه ویده کیږي)سام ۱۲۱:۳-۴ «هغه نه پریږدي ستا پښه وښویږي هغه چې ستا ساتنه کوي نه ویده کیږي هغه د اسرایلو ساتنه کوي نه ویدیږي او خوب يې نه و ړي »
۲-راپورته شه خد ایه موږ وژغوره سام ۴۴:۲۳«اې خدایه ویښ شه ! ولي ویده يي»
۳- ویده یانی لټ «سترګو ته خوب مه ورکوه او باڼه مه چرتي کوه»
۴- پوهه
«اې لټه څومره ویده کیږې »
۵-خوب د ګناهکارو اخیره جزا ده
۶- خوب د د خدای سره دلیدلو په مانا
خوب مړینه ته ویل شوی ده.
له ځایه پورته او له قبره پورته یو شی په کې راغلې دی
خوب په یهودیزم کې:
په تورات کې د یوسف (ع)خوب، د فرعون خوب چې اوه چاغه غوییان اوه ډنګر خوري راغلي دی
تلمود خوبوته سمبولونه بیان کړی دی لکه
ځوان چرګ لیدل ——د زوی زېږیدل
حوض ته ننوتل ——- د مذهبي مدرسې رییس کیدل
سپین اس په څلور نعل ولاړ —– نیکمرغی
ټول ژوی بیله فیل او بیزو په خوب لیدل—— د ښو نښه ده
په یهودي سنت کې د ویریدونکو خوبونه مانا اړول په ښو مانا ته هم لارې چارې راغلي دي
د هغوی په باور په دعاکولو ،صدقه ورکولو روژه نیولو او د د شنبې په ورځ په روژه نیولو سره د خوب بده مانا په ښه اوښتلای شي.
خوب په انجیل کې:
په انجیل کې خوب د مړینې په ما نا راغلی او هم په خوب کې لاره ښول راغلي دي
متی -۲:۱۲- هغه په داسې سوچونو کې وو چې خوب ورغی په خوب کې یې ملایکه ولیده هغه ته يي ویل یوسف د داود زویه له مریمي سره د واده مه خواښینی کیږه هغه ماشوم چې د هغې په نس کې دی له روح القدس څخه دی
متی۲۲ : ۲- ځکه په خوب کي خدای هغه ته ویلی وه چی د بلی لاری وطن ته راشه
پوهنمل محمود نظری