خلک ولې درواغ وايي؟

د خلکو يوه لويه تيروتنه دا ده چې دوی د خپل منطق او يا د هغو ارزښتونو پر اساس قضاوت کوي چې د دوی په ټولنه کې خپاره دي چې زياتره له اسلامه لرې دي او له هغه منطق سره سمون نه لري چې الله په قرآن کې بيان کړی دی. په بله وينا، دوی په خورا راحت او پرته له کوم سوچه هغه څه ترسره کوي او يا يې په اړه بې پروا دي چې الله يې بد ګڼي او له دې کبله به په آخرت کې سزا ورکول کيږي. دروغ د دې ډول عاداتو يو تر ټولو مشهوره ډول دی. که څه هم زياتره خلک پوهيږي چې دروغ يوه ډيره بده اخلاقي ځانګړنه ده، خو ډير لږ خلک دې پوهې ته توجه کوي ځکه چې زياتره خلکو دا مهمه اخلاقي نيمګړتيا خپل عادت ګرځولی دی.
الله دې حقيقت په لاندې آيت کې اشاره کړې ده:
جالبه خو دا ده چې زياتره خلک چې له کوم دروغجن سره مخامخ کيږي ښه پوهيږي چې دا سړی يا ښځه دروغ وايي خو دا زحمت نه باسي چې د هغه دروغ ښکاره کړي. په بله وينا، دې دروغجن ته وخت ورکوي چې خپلو دروغو ته ادامه ورکړي. دروغ د خلکو په منځ کې يوه پټه ژبه ده، داسې ژبه چې هر سړی يې په وړاندې چوپ پاتې کیږي.

د بيلګې په توګه، که يو قيمتي شی مات شي، نو هغه سړي چې مات کړی يې دی انکار کوي او خپل ذهنيت ته يې په پام سره همدا ورځ ځان ژغوري. خو اصلاً دی په يو ډير بد موقف کې ځان غورځوي، ځکه که دا معلومه شي چې ده دروغ ويلي دي هغه حيثيت ته به يې سخت زيان ورسيږي چې دی يې د ساتلو په هڅه کې دی. له دې هم مهمه دا ده چې ده د الله د رضا په خلاف کار کړی دی. په هغه اندازه چې یوه مسلمان ته د خنځير خوښه او د پنځه ګونو لمنځونو قضا کول حرام دي همداسې د دروغو ويل هم ورته حرام دي. لاندې به تاسې په څو برخو کې ولولئ چې خلک ولې دروغ وايي:

د غرور او کبر له کبله:

کبر چې د شيطان له ځانګړنو څخه دی، خلک له سمو اخلاقو لرې ساتي او د دې لامل ګرځي چې شيطان ته ورته اخلاق خپل کړي. د هغه د تکبر، له ځان سره مينې او بې بنسټه غرور له کبله شيطان د الله نا فرماني وکړه او د هغه له حضوره وشړل شو.
شيطان چې غرور يې له واضحه نافرمانۍ او ټيټو اخلاقو ښه څرګنديږي، د خپل غرور د ساتلو هڅه يې کوله خو له يوه داسې زيان سره مخامخ شو چې له دې غروره ډير ستر و. پر هغه لعنت وويل شو، ورټل او د الله له حضوره وشړل شو.
په دا لاندې آیت کې الله موږ ته فرمايي چې د شيطان نا فرماني پخپله د هغه د رټلو لامل وګرځيدله.

قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا يَكُونُ لَكَ أَنْ تَتَكَبَّرَ فِيهَا فَاخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ (الاعراف:١٣)
ژباړه: (الله) وفرمايل: نو له دې (آسماني یا ځمکني جنت، یا د فرښتو له منځه، او يا له دې مقام او مرتبې څخه) کښته شه! تا سره نه ښايي چې (په دې مقام) تکبر وکړې. له دې ځایه بهر شه، ته له رټل شويو څخه يې.

د شيطان لوی ذلت دا دی چې دی به په جهنم کې وي چې د تل لپاره به عذاب ورکول کيږي، دا ځکه چې هغه خپل غرور له هر څه لوړ ګڼلی و. شيطان هوډ وکړ چې خلک به هسې له سمې لارې بيلارې کوي لکه چې خپله بيلارې شوی دی. له دې کبله به هغه خپل ټول زور کاروي چې خلک ګناهونو ته را وهڅوي. دی د خپل ځان په څير تکبر او غرور ته هڅول کوي څو د خلکو پای د هغوی په زيان کړي. د دې ځانګړنې له کبله، تکبر، له ځانه سره مينه، د خپلو نيمګړتياؤ او تيروتنو نه منل او په هر وخت کې ځان غوره او وړ ګڼل هغه ستر ګواښونه دي چې خلک ورسره مخامخ کيږي. څرنګه چې دا ځانګړنې دوی نافرمانه، سرکش، بد خويه، تيری کونکي، ځانپالي او متکبره کوي نو له دې کبله تل خلک د ګناه پر لور روانيږي.

وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالإثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ (البقرة:٢٠٦)
ژباړه: کله چې هغه ته وويل شي: له الله څخه وويريږه (او د فساد پر ځای د اصلاح لار ونيسه) لويي او تکبر يې په سر اخلي او ګناه کوي. نو دوزخ ورته بس دی، او دا د اوسیدو ډير بد ځای دی.

یوه ګناه چې تکبر سړی ورته هڅوی درواغ دي، زیاتره وخت خلک نه غواړي چې ټاکلي حقايق ومني. د بيلګې په توګه، یو څوک نه غواړي چې په کار کې يوه ترسره شوې تيروتنه ومني، ځکه دا سړی يا دا ښځه نه غواړي چې نور خلک يې غافله، بيکاره او يا د خپلو همکارانو نه ټيټ وګڼي. او يا کله چې نه غواړي ومني چې د سودا پر مهال يې د کوم شي رانيول له ياده وتلي دي، په ځای کې يې داسې وايي: “ولا زه خو لاړم خو پيدا مې نه کړ.”

که څه هم دروغ یو داسې آفت دی چې د خلکو حيثيت نور هم را ټيټوي خو ځينې خلک نه غواړي چې دا حقيقت درک کړي او له دې کبله فورآً درواغ وايي چې ځان هماغه شيبه وژغوري. د دوی زياتره درواغ ښکاره شي او له دې کبله د نورو خلکو په نظرونو کې ذليله کيږي. پر دې سربيره دا خلک اړ دي چې هغه “سزا” را په زړه کړي چې دوی به يې په آخرت کې ګالي: چې له دې هم لوی ذلت دی.

الله په یوه آیت کې د دې عادت په اړه موږ ته داسې خبرداری راکوي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأقْرَبِينَ إِنْ يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلا تَتَّبِعُوا الْهَوَى أَنْ تَعْدِلُوا وَإِنْ تَلْوُوا أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا (النساء:١٣٥)
ژباړه: ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! تل محکم ولاړ اوسئ! په انصاف شاهدان خاص د الله لپاره اګر که دا شاهدي پر تاسې خپلو نفسونو، ستاسې پر مور او پلار او ستاسې پر خپلوانو وي، که هغه څوک چې شاهدي پر ويل کيږي بډای او يا فقير ويړ (تاسې بايد له حق شهادت څخه ونه ګرځوي) ځکه چې د الله رضا له هغو دواړو څخه بهتره ده. نو تاسې د خپلو غوښتنو پيروي مه کوئ (که داسې وکړئ نو له حق څخه به وګرځئ او د باطل پر لور به واوړئ. که تاسې خپلې ژبې واړوئ او يا له شاهدي څخه څنګ وکړئ نو بیشکه الله پر هر هغه څه چې تاسې يې کوئ ښه خبر دی.

مخلصه مؤمن خپلې ګټې د الله له رضا او د هغه له مينې لوړې نه ګڼي. د الله په وړاندې د دوی مينه او قرباني دوی له هغو کارونو را ګرځوي چې د الله د ناخوښۍ لامل ګرځي. پر دې سربيره، که خلک رښتيا هم وياړ او غوره والی غواړي بايد دوی د کافرانو د ميتودونو تقليد ونه کړي. ځکه لکه چې قرآن يې موږ ته معلومات راکوي، رښتينی غوره والی د الله اطاعت او د قرآن په مرسته ترلاسه کيدی شي:

وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لا يَعْلَمُونَ (المنافقون:٨)
ژباړه: (په داسې حال کې چې) عزت یوازې د الله، د هغه د رسول او مؤمنانو لپاره دی.

مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُولَئِكَ هُوَ يَبُورُ (فاطر:١٠)
ژباړه: څوک چې عزت غواړي باید پوه شي چې عزت يوازې له يو الله سره دی. پاکې خبرې د هغه په لور خيژي او سپيڅلي عملونه يې لوړې پوړۍ ته رسوي. او د هغو کسانو لپاره چې بدي او ناروا دسيسي جوړي دردناک عذاب دی.

د عادت له مخې:

د خلکو پام وړ شمير بيا د عادت له مخې دروغ وايي، په داسې حال کې چې دا عادت يې د ماشومتوب او ځوانۍ په وخت کې له نورو خلکو کاپي کړی دی. د بيلګې په توګه، زياتره خلک په دې اړه دروغ وايې چې کوم ځای ته تلي و. له يو شمير نورو څخه چې پوښتنه وکړې چې ولې د يو چا له توقعاتو سره سم رښتينی ژوند نه کوي، د دې لپاره چې له ځانه پړه لرې کړي کيدی شي فوراً درواغ ووايي. که دوی لږ فکر کولی ثابته کړې به يې وايي چې له نورو سره صداقت دوی له زيان سره نه مخامخ کوي.
خلک هغه وخت هم زياتره دروغ وايي چې نظر يې وپوښتل شي. د دې پر ځای چې خپل اصلي نظر څرګند کړي، دوی هغه څه وايي چې نور خلک يې اوريدل غواړي او يا داسې ځواب ورکوي چې د ده له شخصي ګټو سره سمون خوري. دوی دا کار يا د ويرې له مخې او يا له دې کبله کوي چې د دې سړي خوښه ترلاسه کړي.

د خپلو شخصي ګټو سره جوړ ځواب ورکول د هغو خلکو تر منځ ډير عام دي چې له دینه لرې وي. دوی ځان ته دا قناعت ورکوي چې دا خو طبيعي ده چې سړی بايد د دې دفاعي ذهنيت په خپلولو سره خپلې ګټې خوندي کړي. په داسې يوه ټولنه کې دا نظر خورا طبيعي دی. بې له شکه، يو مؤمن چې د قرآن پر اخلاقو ژوند کوي، ان د خپلو ګټو په بيه به هم انصاف مراعت کړي، نو په دې وخت کې هغه څوک چې پر خدای ایمان نه لري د دې پر ځای چې دی د غوره اخلاقو يوه بيلګه څيره وګڼي، ساده او شډل يې معرفي کوي.

خلک هغه وخت دروغ بې ضرره ګڼي کله چې د خپلو ګټو خوندي کول غواړي. د بيلګې په توګه، کله چې يو ملګری قرض غواړي، زیاتره خلک چې د قرض ورکولو لپاره پيسې هم لري په دې پلمه له قرض ورکو ځان ژغوري چې دوی خپله د قرض په لټه کې دي او يا دا چې کاروبار يې د خرابۍ خوا ته روان دی. دا تکتيک د دې لپاره کارول کیږي چې د نورو خلکو غوښتنه له پيله غوڅه کړي. د هغو خلکو تر منځ چې د قرآن له اخلاقو لرې پراته دي، دا عادت بد اخلاقي نه ګڼل کيږي.

پر دې سربيره، له داسې خلکو سره هم مخامخ کيږو چې ان کوم خاص هدف به هم په ذهن کې نه لري خو د عادت له مخې دروغ وايي. دا کار بيا هغه وخت پيښيږي چې کوم سړی د ويلو لپاره څه ونه لري او يا هيله لري چې د نورو توجه ځان ته راجلب کړي. د بيلګې په توګه، کله چې هيڅوک د دوی پر لور توجه نه لري دا خلک کيدی شي ووايي چې ټوله شپه مې خوب نه دی کړی، په داسې حال کې چې ټوله شپه به يې په ښه توګه خوب کړی وي. او يا کيدی شي دوی د څو ساعتونو پر ځای ووايي چې ټوله ورځ يې ډوډۍ نه ده خوړلې او يا داسې سردرد لري چې هيڅ علاج يې نشته. په داسې حال کې چې دا سردرد به يې ډير کم وي . که څه هم دا دروغونه “کوچني” او “بې ضرره” ګڼل کيږي خو الله موږ ته بيان کړې ده چې ټول دروغونه پرته له کومې استثنا څخه هغه ناخوښه کوی.

د دي لپاره چې په بل مسخرې وکړي او يا هغه په غصه کړي:

د دروغو ويلو يو دلايل دا هم کیدی شي چې يو سړی بل وځوروي او هغه ته وښيي چې کوم ارزښت نه لري او څوک يې درناوی نه کوي. د بيلکې په توګه، کله چې پوښتنه ترې وشي: “چې ته چيرته تلی وې؟” نو يو سړی چې يوه ملاقات ته نا وخته رسيدلی دی دې بل سړي ته چې په انتظار يې کې و، یو ښکاره دروغ وايي، د ده اصلي هدف به دا وي چې دې سړي ته وښيي: دا چې دی يې سترګې په لار کښينولی و دومره مهم نه دي، د هغه هيلې کومه مانا نه لري او يا دا چې د ده زړه په دې خپه کړي چې دی ډير خوش باوره دی.

د بد اخلاقۍ یو بل پراخه خپور شوی ډول هغه دروغ دي چې پر نورو د تمسخر لپاره ويل کيږي. د بيلګې په توګه، کله چې یو سړی غواړي چې یو ملګری رشخند کړي کيدی شي چې هغه په دې خبره باوري کړي چې يوه دروغجنه او يا له باوره پورته پيښه رښتيا هم پيښه شوې ده. په داسې حال کې چې د دې دروغجن ملګري په خبره يې باور کړی دی دا بل ملګری خبره نورو ته رسوي او کله چې حقيقت څرګند شي بیا همدا ملګری چې خبره يې تيته کړې ده خوشباوره او کم عقلی ګڼل کيږي. په دې کارونو هغه خلک خپل وخت تيروي چې دروغ وايي او پر نورو تمسخر کوي. په داسې حال کې چې د خپلو ملګرو په خوشباوري او بې ځایه اعتماد تمسخر کوي، دا خلک ځانونه ډير چالاکه او هوښيار ګڼي. خو په حقيقت کې الله دا کار نه خوښوي او دا تمسخر کونکی بالاخره نورو ته د یوه ټګ په توګه څرګنديږي او بالاخر د خلکو د کرکې وړ ګرځي. له دې کبله دا سړی پخپل دام کې ګير کیږي، دا ځکه چې دې سړي د نورو په سپکاوي پسې پښې لوچې کړې وې خو اصلاً يې خپل ځان سپکاوه.

په دا لاندې آيت کې الله فرمايي چې دروغ او پر نورو تمسخر يې حرام کړی دی:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا يَسْخَرْ قَومٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ … (الحجرات:١١)
ژباړه: ای مؤمنانو! د سړیو کومه ډله بايد په نورو سړيو ملنډې ونه وهي کیدای شي چې هغوی له دوی څخه غوره وي. او نه دې ښځې پر نورو ښځو ملنډې وهي، کیدی شي چې هغوی له دوی څخه غوره وي…

په داسې حال کې چې ځينې خلک پرته له کوم فکره څخه پر نورو تمسخر کوي او دروغ وايی چې د يو څو شيبو لپاره ځانونه سرګرمه وساتي، خو دوی په حقيقت کې پر يوه له زغمه پورته او بد اخلاقه عمل اخته کيږي. کله چې له دې عمله خبر کړل شي نو هغه څوک چې د قرآن د اخلاقو پيروي نه کوي کيدی شي ووايي: “نو څه پروا لري؟ موږ خپل ځانونه خوشحالؤ،” او په دې خبرو له دې انکار کوي چې پر نورو تمسخر او دروغ ويل يوه بده ځانګړنه ده.

دا خبره چې دا دواړه ځانګړنې ډيرې پراخه خپرې دي او تقریباً د زياتو خلکو عادت ګرځيدلی دی، دا حقيقت نشي بدلولی چې دا پر اسلامي اخلاقو تيری دی او دا ډول اعمال بالاخره حرام دي. پر دې سربيره، که دا خلک يوازې يو ځل د خپل ضمير آواز واوري او په بشپړ صداقت سره ځواب ورکړي، که دوی غواړي چې رښتيا هم داسې ژوند وکړي چې چاپيره خلک يې هم د دوی په څير وي، نو حقيقت به وويني. هيڅوک نه غواړي چې خپله بد اخلاقي يې پر ځان تجربه شي. او که له هغه سړي پوښتنه وشي چې آيا دی غواړي چې دا کار يې پخپل ځان تجربه شي نو په زيات جدیت به يې رد کړي.

د يوه سخت کار له ترسره کولو څخه ځان خلاصول:

خلک زياتره د دې لپاره دروغ وايي چې له یوه سخت کاره ځان خلاص کړي او يا له هغه کاره چې دوی یې ترسره کول نه غواړي. د بيلګې په توګه، کله چې یو څوک له دوی مرسته وغواړي، نو د دې پر ځای چې پر خپله تمبلۍ اقرار وکړي او يا له مرستې سوچ منکر شي، داسې غیر حقيقي دعوې کوي چې: “زه اوس ډير بوخت يم،” “زه ولا سخت سردرد يم،” او يا “ملا مې سخت درد کوي.”

خو د دوی برخلاف مخلص مسلمانان د یوې مرستې او يا د يوې دندې په ترسره کولو کې د تصمیم د نه درلودلو او يا د تمبلۍ له کبله دا ډول دروغ او يا انکار نه کوي. دا ځکه چې دوی پوهيږي چې په آخرت کې به د دې نړۍ د ژوند د هر شيبې حساب ورکوي، نو مخلص مسلمانان تر ټولو سختې دندې په ټوله خوښۍ او جديت ترسره کوي. کله کله به دوی ډير ستړي وي او يا به نه غواړي چې ټاکلي شيان ترسره کړي. په داسې حالاتو کې هم دوی اړتيا لري چې د دروغو پر ځای خپل ټول ارادي قوت په کار واچوي او خپل توان سره سم دا کارونه په ښه توګه ترسره کړي. د بيلګې په توګه، که دوی پر داسې شيانو بوخت وي چې خوند ترې اخلي او یو سړی په هغه وخت کې له دوی مرسته وغواړي دوی بايد هغه اجر را په زړه کړي چې په آخرت کې به یې ترلاسه کوي او له دې کبله بايد په هغه مرسته کې بيړه وکړي چې دوی يې نورو ته رسولی شي. څوک چې دا کار نه کوي او د یوه فلم له ليدلو لپاره دروغ وايي، په اصل کې خپل ضعيفه اخلاق ښيي. دوی نه خپل ضمير ته غوږ باسي او نه یو ګټور کار ترسره کوي. الله يې په هغه وخت کې هم ښه ويني او پر هر څه پوه دی چې دا سړی مرسته غوښتونکي ته د دې قناعت د ورکولو هڅه کوي چې روغتيايي حالت يې ښه نه دی، او يا په داسې موقف کې نه دي چې مرسته وکړي، او له دې کبله خپل راحت له نورو نشي قرباني کولی. له زياتره خلکو نني کارونه سبا هير وي، خو الله هيڅ څه نه هيروي او له هر چا به د هغوی د اعمالو او افکارو په اړه پوښتنه کوي:

لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأرْضِ وَإِنْ تُبْدُوا مَا فِي أَنْفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللَّهُ فَيَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (البقرة:٢٨٤)
ژباړه: هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي خاص د يو الله دي. که تاسې د خپلو زړونو (پټ) څيزونه ښکاره کړئ او يا يې پټ کړئ، الله پاک به درسره پرې حساب وکړي. نو بيا يې چې چاته خوښه شوه بښنه به ورته وکړي، او چا ته يې چې خوښه شوه نو عذاب به پرې ورکړي. الله پاک پر هر څه توانا دی.

د دې لپاره چې ځان پر هر څه پوه وښيي:

ځينې خلک چې پر ځان ډير زيات مين دي او ځان له نورو غوره ګڼي کوښښ کوي چې خپلو اطرافيانو ته ثابته کړي چې دوی هيڅ عيب نه لري. نو دوی غواړي چې داسې ځان وښيي چې د هرې موضوع په اړه معلومات لري. له دې کبله، دوی معمولاً هرې موضوع ته چې بحث پرې کيږي يو ځواب برابروي.

دوی ته ډيره سخته ده چې د یوې ټاکلې موضوع په اړه د خپلو معلوماتو نشتوالی ومني، او دوی هيڅ ځای کې دا نشي ويلی چې “زه نه پوهيږم يا زه په دې اړه معلومات نه لرم.” زیاتره وخت دوی له دې هم په زيات حقارت کې ځان اچوي. ځکه چې نور خلک بيا له دې دروغو چې د هر څه لپاره ويل شوي وي خبریږي او پوهيږي چې دا دروغ د دوی له غروره رامنځته کيږي. الله په يوه آیت کې دا عادت په څرګند ډول بيانوي:

هَا أَنْتُمْ هَؤُلاءِ حَاجَجْتُمْ فِيمَا لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَاجُّونَ فِيمَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ (آل عمران:٦٦)
ژباړه: خبردار! تاسې هغه خلک ياست چې د هغه څه په اړه جګړې کوئ چې علم پرې لرئ، نو ولې د هغه څه په اړه شخړه کوئ چې علم پرې نه لرئ، الله پاک ښه پوهيږي او تاسې نه پوهیږئ.

دا ډول چلند د هغو خلکو له اعمالو راپورته کیږي چې قرآن ته توجه نه کوي. د دې لپاره چې ځان په نورو ومني، خلک يې درناوی وکړي او ورته غوږ کيږدي، دوی هغو ميتودونو ته مخه کوي چې قرآن يې بد اخلاقي ګڼي. دا ډول اعمال په دې نړۍ کې له ستونزو، تشنج او ناکرارۍ پرته بل څه نشي رامنځته کولی، او خپل ابدي ژوند له لوی ګواښ سره مخامخ کوي. په دې طریقه د خوښۍ او برياليتوب غوښتل يوه لويه تيروتنه او لوی جهالت دی. ځکه د هغو شيانو ترلاسه کول چې دوی يې په دې نړۍ او راتلونکې کې غواړي يوازینۍ لار يې دا ده چې د قرآن له اخلاقو سره ځان برابر کړي.

د دې لپاره چې په ليدل شويو او تجربه شويو پيښو کې مبالغه وکړي:

ځينې خلک په پيښو کې مبالغه کوي او هغه پيښې چې دوی نه وي ليدلي داسې بيانوي چې ته به وايي دوی يې خپله شاهدان و. په داسې حال کې چې ځینې نور بيا دا کار د دې لپاره کوي چې د چاپيره ناستو خلکو سات ورتير کړي، نورو بیا دا کار خپل عادت ګرځولی دی. پرته له دې چې فکر وکړي ولې دا کار کوي، دوی هره واقعه د پيښې له اصليته په بل ډول بيانوي، تفصيل ورکوي او مبالغه په کې کوي.
د بيلګې په توګه کله چې يو موټر یو سړی لږ ژوبل کړي دوی دا واقعه د یوې داسې ترافيکي پيښې په توګه بيانوي چې ډير لوی زيان يې اړولی دی. کله چې دوی يوه لويه بيړۍ وويني پخپلو خبرو کې دا کشتي له اصلي جسامته درې تر څلور ځله نوره هم غټوي. دا ډول مبالغې د دې لامل ګرځي چې نور خلک د دوی خبرې بې ارزښته وبولي. ځکه کله چې خلک د يوې موضوع په اړه نظريات غواړي دوی يوازې هغو خلکو ته ځي چې دقيق معلومات ورکوي.

ان که دا ډول مبالغې د دې لپاره هم شوي وي چې خلک خوشحاله کړي او يا ټوقي ټکالي دي بيا هم دا عمل سم نه دی. هغه خلک چې دا ډول ټوکي کوي بايد سمدستي اوريدونکو ته ووايي او يا له ټوکي مخکې ووايي چې زه ټوکه کوم.
زموږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته ويل چې هيڅکله دروغ ونه وايي، ان که د ټوکو په نیت هم وي:
هلاکت دي وي پر هغه چا چې د دې لپاره خبرې او دروغ وايي چې خلک وخندوي. هلاکت دي وي پر هغه سړي يا ښځې (سنن ابو داؤد)
زه هم ټوکې کوم، خو زه يوازې رښتيا وایم (امام غزالی، احیاء علوم الدین، ۳:۱۱۵)

چې نور تيرباسي او له هغوی سره خيانت وکړي:

هغه څوک چې د قرآن پر اخلاقو ژوند نه کوي نور خلک يې ښه نه راځي او له هغوی سره کينه کوي. کله کله ان یو ملګری له بل سره په يوه ډير کوچني علت دا چلند کوي. د دې غيرمنطقي او ځانځاني احساساتو له کبله دوی ، په لوړه او يا ټيټه کچه، له دې سړي څخه چې ان ملګری به يې وي د خپل غچ د اخيستلو په لټه کې کيږي.

د بيلګې په توګه، کله چې يو دروغجن له خپل ملګري سره يو ځای ته روانيږي، کيدی شي خپل ملګري ته ونه وايي چې ستا جامې مناسبې نه دي، او په دې توګه به د ټولو توجه پر ده وي. په بله وينا، دا دروغجن خپل ملګري ته حقيقت نه وايي او نه غواړي چې ملګری يې ښه ښکاره شي.

او يا کله چې دوه ملګري په عين کار بوخت وي، يو ملګری يې بل ته ګټور معلومات نه ورکوي او ان په دې پلمې سره مهم معلومات له هغه پټوي چې: “بس دا ټول همدومره کار دی.” په دې ډول د هغه د ملګري کار بيرته پاتې کوي چې خپل کار يې ښه ښکاره شي او سيالي وګټي.

خو له بله پلوه، څرنګه چې مؤمنان په خپلو منځونو کې يو بل ته زيات درناوی او مينه لري نو په نه بدليدونکي ډول له يو بل سره مرسته او له هغوی ملاتړ کوي. په حقيقت کې، دوی د ځان او د خپل مؤمن ملګري ته د بهتره او نيکو شيانو د رسيدلو هیله لري. د دې کار په پايله کې دوی هيڅ کله نه اړ کيږي چې يو بل ته دروغ ووايي، بلکې د زړه له کومي مرسته او ملاتړ ورته برابروي. دوی غواړي چې د خپل ملګري څيره د امکان تر بريده راکښونکې وي او په ټول وس سره کوښښ کوي چې په کارونو کې يې مرسته ورسره وکړي. چې دا کار د مؤمنانو د اخلاص او له يو بل سره د نږدې اړيکو د ساتلو ښکارندوی دی.
په يوه آيت کې الله پاک موږ ته داسې بيانوي:

وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوا الدَّارَ وَالإيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (الحشر:٩)
ژباړه: او هغه خلک چې هم په کې برخه من دي چې د مهاجرینو له راتګ څخه وړاندې يې په مدينه کې ځای نیولی او ايمان يې خپل کړی و او له هغو خلکو سره مينه کوي چې دوی ته يې هجرت کړی دی. او د هغه مال پر لور يې په زړه کې هيڅ هيله نه پيدا کيږي چې مهاجرو وروڼو ته يې ورکړای شي، دوی پر خپلو خانونوغوره بولي که څه هم په ځپله اړمن وي. حقیقت همدا دی چې هر څوک له بخيلۍ څخه وژغورل شو نو همدوی بريالي دي.

د ځان ښودنې لپاره:

د دروغ ويلو يو عام دليل یو بل ته ځان ښودنه ده. لکه چې الله موږ ته په قرآن کې فرمايي، دا خلک د لاپو وهلو او يو بل ته د ځان ښودلو ډير مينه وال دي.
اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الأمْوَالِ وَالأوْلادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا وَفِي الآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلا مَتَاعُ الْغُرُورِ (الحدید:٢٠)
ژباړه: پوه شئ چې د دنيا ژوند يوه لوبه، ساعت تيري، ظاهري سینګار، ستاسې په مينځونو کې يو پر بل وياړ او په مالونو او اولادونو کې يو پر بل د مخکې کيدلو هڅه ده او بس. دا ژوند باران ته ورته دی چې زرغونه ځمکه د بزګر زړه ته ورنژدې کوي بله ورځ زرغونتيا وچه او ګورې يې چې زيړه شوې او بالاخره تار په تار خواره واره بوس وي، او په آخرت کې يا سخت عذاب دی او يا د الله له لورې بښنه او خوښي. او د دنيا ژوند پرته له غولونې او تير ويستنې بل څه نه دی.

أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ (١)حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ (التکاثر:٢)
ژباړه: يو پر بل ځان غوره ګڼلو په غفلت کې اچولي ياست. تر دې چې د قبرونو څنډې ته ورسيدئ.

کله چې د باټو پر ويشتلو عادت شوي خلک فکر وکړي چې د لاپو لپاره دومره څه نه لري، ژر تر ژره دروغو ته پيل کوي او هغه شيان خپل ګڼي چې په حقيقت کې يې خاوندان نه دي. د بيلګې په توګه، کله چې دوی غواړي چې يو عادي شی له خپله اصليته ارزښتناکه وښيي دوی لاپې وهي چې پر دې يې له اصلي لګول شويو پيسو څخه ډيرې پيسې لګولي دي. دوی په دفتر کې د خپلې دندې په برخه کې هم مبالغه کوي او داسې ښيي چې یوه لوړه دنده پر غاړه لري او مسئوليت له هغه ډير زيات دی چې په اصل کې يې لري.
دوی دا کار د دې ناسمې عقيده پر بنسټ کويٍ چې ګوندې نورو ته دا قناعت ورکړي چې دوی رښتيا هم د با عزته خلکو په څير دا ډول مادي او يا اخلاقي ځانګړنې لري. نو له دې کبله خپل ځانونونه ډير زيارمن ، بشردوسته او با استعداده خلک ښيي چې هر څه ته متوجه دي او هر ډول مسئوليت پر غاړه اخيستلی شي. الله په قرآن کې د دې خلکو په اړه داسې فرمايي:
لا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَا أَتَوْا وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا فَلا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِنَ الْعَذَابِ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (آل عمران:١٨٨)
ژباړه: ګمان مه کوه چې هغه کسان به له عذابه څخه خلاص شي چې خپل (بد) اعمال ښه ورته ښکاري او خوښوي چې په هغه څه وستايل شي چې له سره يې کړې نه وي.

دوی له مبالغې څخه په ډکې يوې لهجې سره د خپلو ځانونو په وړاندې د نورو خلکو د ليوالتيا او د هغوی د احساساتو په اړه خبرې کوي. د بيلګې په توګه، دوی دعوا کوي چې همکارانو يې تحفې ورته اخيستې دي، د ده د دفتر همکاران او يا مشران له ده سره ځانګړې علاقه لري او یا يې د دې لپاره معاش لوړ شوی دی چې دی هغه کارونه کولی شي چې نور يې نشي کولی. ځوانان زياتره داسې وايي چې دوی د ښوونځي له وتلو زده کوونکو څخه دي او پخپل مکتب او ټولګي کې ډير مشهور دي. ځينې خلک په دروغو دا دعوا کوي جې د دوی د زوګړې په ورځ او يا کومې بلې ځانګړې موقع کې يې ملګرو او يا خپلوانو دوی ته خورا قيمتي تحفې اخيستلې وې. دا ټول دروغ يو هدف لري: چې ځانښودنه وکړي او نورو ته دا قناعت ورکړي چې دوی ته د نږدې کسانو له خوا ډير زيات ارزښت ورکول کيږي. په بله وينا، دوی په دې کار سره غواړي چې هغو خلکو ته چې دا ډول قيمتي تحفې يې نه دي ترلاسه کړي، يو ډول احساس ورکړي چې د دوی دا حالت د زړه له کومي وغواړي او يا د دوی د شتمنۍ هيلې او ارمانونه په زړه کې تير کړي. خو په حقيقت کې دا ټول دنياوي ارزښتونه دي چې په آخرت کې هيڅ ډول ګټه نه لري. ان که خلک تر ټولو قيمتي تحفې په دې نړۍ کې ترلاسه کړي، نو پر دې ډول نه منل شويو عاداتو د دوی ټينګار به د دې لامل ګرځي چې په آخرت کې له دې ټولې شتمنۍ محروم پاتې شي.

په يوه حديث کې راځي چې يوې ښځې د پیغمبر صلی الله عليه وسلم په پير کې پورته ياد شوي عادات له ځانه وښودل چې نور خلک نا خوښه او د ځان په اړه کستمن کړي، دې ښځې دعوا وکړه چې د هغې ميړه هغه کارونه کړي دي چې نه يې و کړي هغې ته يې هغه تحفې اخيستي دي چې اصلاً يې نه و اخيستلي. کله چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم په دې اړه واوريدل، وې فرمایل:

المتشبع بما لم يعط، كلابس ثوبي زور (رواه المسلم)
ژباړه: چا ته چې کوم شی نه وي ورکول شوی او بيا هم دروغ وايي چې ما ته راکړل شوی دی، داسې مثال لري لکه چې د درواغو دوې جامې يې اغوستي وي، یعني سر تر پايه دروغجن وي.

د هغو خلکو د دروغو ګڼې بيلګې له موږ سره شته چې غواړي نورو خلکو ته ځانه وښيي. زياتره خلک د خپلو کورونو، موټرو، دفترونو، د خپلو ماشومانو د برياليتوب، خپلو رخصتيانو او د خپل نصب د اصليت په اړه مبالغه کوي. څرنګه چې دروغ د دوی عادت ګرځيدلی دی، دوی هر ډول خبرو اترو ته ځان ورګډوي. خو، څرنګه چې د دوی دماغ ټول شيان په سمه توګه نشي تعقيبولی، نو دا خبره نظر موضوع او ځای ته فرق کوي تر دې چې دوی خپل حيثيت له لاسه ورکوي او په دې ډول له ځانه سره خيانت کوي او ځان سپکوي.
په داسې حال کې چې له الله پرته د بل چا رضا غواړي دا خلک تل کوښښ کوي چې نورو خلکو ته د خپل ځان يو په زړه پورې تصوير وړاندې کړي. دوی په دې عقيده دي چې تل بايد ځانونه په هر ځای کې مخکې مخکې کړي، خو دا يوه داسې عقيده ده چې ډيرو زياتو دروغو ته اړتيا لري. دوی ځانونه اړ ګڼي چې له موسيقي سره له علاقې نيولې بيا تر کار او دفتره له دې ټولو شيانو سره توافق پيدا کړي چې نور له ځانه متاثره کړي. خو دا ډول هڅه د پايلې له راښکاره کيدو سره سمه له ناکامۍ سره مخامخ ده؛ دوی خپل ځانونه سپکوي او د پرله پسې فشار، نهيلۍ او عصبانيت په يوه محيط کې ژوند کوي. پايله يې دا ده چې دوی پخپلو خبرو کې هيڅ خوند او خپلو کړو کې هیڅ ښکلا نشي پيدا کولی. پر دې سربيره، څرنګه چې د دوی دروغ د هر چا لپاره د قناعت وړ نه دي نو نورو خلکو ته خپل عرض وړاندې کوي او د هغوی د توجه جلبول هم غواړي. دا کشان هغې شريره کړۍ ته ورته دي چې هيڅ څه ترې نه راښکاره کيږي خو له يوه مخلص، آرام او راحت ژوند څخه مخنيوی کوي. الله په قرآن کې د هغو خلکو په اړه چې له الله پرته نور معبودان په خدايي نيسې داسې فرمايي:
ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلا رَجُلا فِيهِ شُرَكَاءُ مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلا سَلَمًا لِرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلا الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لا يَعْلَمُونَ (الزمر:٢٩)
ژباړه: الله يو مثال بيانوي، يو سړی دی چې څو بدخويه او به خپلو مينځونو کې وران خلک پرې شریکان دي او بل سړی دی چې یوازې د يو تن په واک کې دی، آيا د دواړو حال یو شان دی؟ ټولې ستاينې يوازې د يو الله دي خو د هغوی ډير خلک نه پوهيږي.

د ګټو خوندي کولو په موخه:

زياتره خلک د ګټو د ترلاسه کولو لپاره کناهونه او بد کارونه کوي. د بې وفايي، حرص، تیري، بخيلۍ، منافقت او ټګۍ په څير بد اخلاقه ځانګړنې زياتره هغه وخت راپورته کيږي چې سړی خپلو شخصي ګټو پسې ګرځي. د خلکو د دروغو يو تر ټولو مهم لامل د شخصي ګټو او پرمختګونو لپاره د دوی حرص دی.
په تیره بيا خلک په دې عقيده دي چې په يو تجارت کې د ګټو د ترلاسه کولو لپاره دروغ ويل حتمي دي. دوی د دې لپاره چې خپل اجناس له اصلي بيې ارزښتناکه وښيي د قيمت، اندازې او مقدار په اړه يې دروغ وايي. الله په قرآن کې تاجرانو ته وايي چې په خپلو معاملو کې له انصاف او صداقته کار واخلي:
وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ (الرحمن:٩)
ژباړه: تول په انصاف کوئ، او له ترازو کمول مه کوئ.
په يوه بل آیت کې الله درغلګرو سوداګرو ته د آخرت ورځ ور په يادوي:
وَيْلٌ لِلْمُطَفِّفِينَ (١)الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ (٢)وَإِذَا كَالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ (٣)أَلا يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُمْ مَبْعُوثُونَ (٤)لِيَوْمٍ عَظِيمٍ (٥)يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ (المطففین:٦)
هلاکت او تباهي ده ډنډې وهونکو (د وزن کمونکو) ته. هغه کسان چې له خلکو څه را پيمانه کوي نو بوره يې اخلي. او چې نورو ته پيمانه ورکوي يا څه ور تلي نو کمښت په کې کوي. آيا په دې باور نه لري چې راپورته به کړای شي. يوې لويې ورځې ته. په دې ورځ به ټول خلک د رب العالمین په وړاندې ودريږي.
هغه څوک چې له الله څخه نه ويريږي، پر آخرت ايمانه نه لري، د آخرت د ژوند پر شتون او له مرګه وروسته حساب شکمن دی، د دې نړۍ ګټې تر ټولو مهمې ګڼي او په دې توګه ډير ژر په ګناهونو اخته کيږي. دوی بيا د دې لپاره چې يوه لنډ مهاله ګټه خوندي ګړي ځان د جهنم عذاب ته ورکوي.
هغه څوک چې له الله ويره لري او له دې خبر دي چې الله يې هر وخت ويني او اوري، تل په دې فکر دي چې دوی به په آخرت کې د هرې خبرې او عمل حساب ورکوي. که پايله يې له هر ډول شرايطو سره مخامخ کيدل وي خو دوی دروغ نه وايي؛ بلکې پر الله تکيه او توکل کوي. ان که په پايله کې يې عذاب هم و ويني، دوی پوهيږي چې الله به مرسته ورسره وکړي او په داسې ډول به يې مخه خلاصه کړي چې هيڅ فکر يې نه کوي. الله په يو آیت کې ژمنه کوي چې د هرې سختۍ پسې آساني ده:
اللَّهُ لا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلا مَا آتَاهَا سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا (الطلاق:٧)
ژباړه: الله پاک چې چا ته څه ورکړي دي، له هغه څخه يې په زياتو نه مکلفوي. لرې نه ده چې الله له تنګلاسۍ وروسته پراخي راولي.
الله په دې آیت کې دا زيری ورکوي چې له هغو خلکو سره مرسته کوي چې د ده د کلام اطاعت یې کړی او دا چې له ستونزو وروسته ارومرو راحت راځي. هغه څوک چې له دې ستونزو د وتلو لپاره دروغ وايي او په دې توګه پر غلطه لار روانيږي، له دې به هم له سختو ستونزو سره مخامخ کيږي او په آخرت کې به له سخت عذاب سره مخامخ وي.
هغه خلک چې په دې لاره تګ غوره کوي کيدی شي د يوې داسې ناروغۍ لپاره به د روغتون لګښت برابروي چې د دروغو په ويلو او ټيټو اخلاقو په مرسته د سرمايې د جوړولو له کبله الله ورته مقرره کړې ده. او يا به د دې انديښنه کوي چې کوم اور او يا کوم بل طبيعي آفت چې د الله له خوا راليږل کيږي، رانشي او هغه شتمني يې له منځه لاړه نشي چې د دروغو او دوکو په ورکولو سره يې ترلاسه کړې ده. خو دوی بايد هير نه کړي چې الله په دې نړۍ کې خلک ازمايي او د دې ازموينو له لارې يې د قرآن د اخلاقو پر لور سموي.
لکه چې زموږ پيغمبر صلی الله علیه وسلم په حکيمانه ډول فرمايلي دي: “دروغ رزق راکموي.” په بله وينا الله به پر هغه انعام نه کوي چې دروغ وايي او له نورو سره د ټګۍ په مرسته خپلې شخصي ګټې خوندي کوي. بلکې الله به د معنوي او مادي ازموينو په راليږلو سره د دې خوندي شويو ګټو د کراره او راحت استعمال مخنيوی هم وکړي.
لکه چې په لاندې آیت کې بيان شوي دي د هغو خلکو لپاره چې د الله د اوامرو پيروي کوي، د سختيو پر مهال صبر کوي او له صداقت او رښتينوالي هيڅکله نه اوړي، الله به راحت، ښکلا او له داسې ځايه رزق ورکړي چې هيڅ فکر يې نه کوي:
وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ ذَلِكُمْ يُوعَظُ بِهِ مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (٢)وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا (الطلاق:٣)
ژباړه: او تاسې د الله لپاره شهادت ورکړئ. په دې توګه هغه چاته چې په الله او آخرت ایمان لري پند او نصیحت ورکول کيږي. او هر څوک چې له الله څخه وډاريږي نو الله به ورته له ستونزو څخه د وتلو يوه لار پيدا کړي. او په داسې توګه به روزي ورکړي چې دی يې ګمان هم نه کوي. او څوک چې پر الله توکل وکړي نو الله يې بس دی. ځکه چې الله پاک خپل کار ته په ښه توګه رسيږي. او د هر شي لپاره يې يوه اندازه ټاکلې ده.

وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا (الطلاق:٤)
ژباړه: او څوک چې له الله څخه ويريږي، الله پاک يې کار اسانه کوي.

د دې لپاره چې يو بحث وګټي:

لکه چې الله موږ ته خبر راکوي، وَكَانَ الإنْسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلا(سورة الکهف:۵۴)، ژباړه: “(خو) انسان له هر څه زیات جګړه مار دی”. کله چې يو څو کسان سره راټول شي، هر يو له بل سره په يوه ځانګړې موضوع کې سيالي کوي، بيلابيل نظريات وړاندې کوي او کوښښ کوي چې يو بل پر خپله نظريه قانع کړي. له دې بحثونو هدف دا نه وي چې پر حقيقت ځان پوه کړي او تر ټولو ښې پريکړې ته ورسيږي، بلکې هدف دا وي چې دا مباحثه وګټي او بل يو اړ کړي چې د ده نظريه ومني او له هغو ټولو نيمګړتياؤ تير شي چې د ده په نظريه کې دي. ان که يو خوا دا درک هم کړي چې مقابل لوری يې په ناسمه دی او غلط فکر لري بيا به هم د خپل جهل له امله پر خپل استدلال کلک ولاړ وي، ان که دعوا يې له حقيقت سره هيڅ ډول اړيکي هم ونه لري. په همدې ځای کې دی چې زياتره خلک دروغو ته مخه کوي. د دې لپاره چې پر ټولو د باندې راشي، دوي لګيا شي او پر يوه پيښه چې په اړه يې له سره معلومات نه لري او نه يې ليدلې او نه يې تجربه کړې ده په خورا اطمنان خبرې پيل کړي. يو بشپړه خيالي سيناريو راجوړوي چې د خپلې دعوې ملاتړ پرې وکړي او ان بهتان ته مخه کوي.

دا ټول ميتودونه د دې سړي له تکبره او له دې انديښني راپورته کيږي چې خلک يې په هغه حال ونه ويني چې د دوی اصليت دی. لکه چې پورته هم وويل شول، تکبر او غرور خلک زياتره ګناه پر لور بيايي، خو د يوه سړي لپاره تر ټولو ښه او نيک کار دا دی چې کله درک کړي استدلال يې ناسم دی بايد خپله ګناه ومني. دا د غوره اخلاقو يوه نښه ده، ځکه هغه څوک چې دا ډول چلند کوي تر ټولو د مخه هغه څه مني چې ضمير يې ورته وايي او په يوه داسې طريقه عمل کوي چې د الله رضايت په کې دی په داسې حال کې چې د نورو خلکو له نظرياتو او پړې نه تيريږي. د عامې عقيدې برخلاف، دا ډول خلک د الله او عاقلانو له خوا غوره او ارزښتناکه بلل کيږي.
الله په قرآن کې موږ ته دا ډول ښوونه کوي:
وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ (آل عمران:١٣٥)
ژباړه: او (متقیان) هغه کسان دي چې کله کوم بدکار يا پر ځانونو تيری وکړي الله پاک را ياد کړي او د خپلو ګناهونو بښنه وغواړي. او آیا پرته له الله بل څوک شته چې ګناهونه وبښي

د “سپينو دروغو” په مرسته تيرايستل:

کيدی شي تاسې به د هغو خلکو ځواب اوريدلی وي، کله چې پوښتنه ترې وشي چې کله دې دروغ ويلي دي؟ وايي چې يقينا دروغ نه وايي، خو د اړتيا پر مهال د “سپينو دروغو” په ويلو کې کوم زيان نه ويني.
هغه څوک چې د قرآن د اخلاقو پيروي نه کوي، ټول اصول د خپلو نظرياتو او يا د هغو خلکو له نظرياتو سره سم او يا په داسې ترتیبوي چې تل يې خپلې ګټې خوندي وساتي. د بيلګې په توګه، دوی مني چې غلا يوه ګناه ده خو هغه وخت ګناه نه ده چې يو سړی يې د يوې اړتيا د پوره کولو لپاره کوي. ځينې خلک له دې سره سره چې پوهيږي قمار حرام دی خو بيا هم قمار وهي، خو په دې عقيده دي چې قمار يې ځکه په ګناه کې نه راځي چې له دې لارې ګټل شوې پيسې بيا غريبانو ته ورکوي. خو، هغه څوک چې د الله اطاعت کوي او له ګناهونو ځان ساتي هغه کار نه کوي چې الله پرې ناراضه کيږي او يا يې حرام کړی وي. د دروغو په برخه کې هم همدا خبره صدق کوي. هغه څوک چې هڅه کوي دروغو ته يو بل نوم ورکړي څو يې معنی لږه نرمه کړي، کيدی شي نورو خلکو ته قناعت ورکړي، خو الله د دروغو ويل پر خلکو حرام کړې او “سپين دروغ” هم په کې شامل دي ځکه چې دا هم بالاخره دروغ دي.
قرآن د سپينو دروغو په برخه کې دا بهانې نه قبلوي. پر دې سربيره، هغه څوک چې دروغ وايي دا تصمیم پخپله نیسي چې د ده له خوا ويل شويو سپينو دروغو کې باید کوم کوم شيان شامل او کوم په په کې نه وي. د دې دروغو تعریف ارومرو هغسې کيږي چې د دوی له شخصي ګټو سره سمون خوري. د دې کار يوه پايله دا کيدی شي چې ټولنه دروغ يو نورمال عمل وګڼي، ځکه چې دا عمل د دې سبب ګرځي چې دوی د وخت په تيريدو سره ټول دروغ “سپين دروغ” وګڼي.
د بيلګې په توګه، هغه هټيوال چې هڅه کوي پر يوه ښځينه پيريدونکې يو څه خرڅ کړي، په دروغو د هغې تعظيم او درناوی کوي، ان که ښکلې هم نه وي ورته وايي چې ډيره ښکلې ده، که ښکلي کالي هم ونه لري وايي چې جامې يې ډيرې ښکلي دي او که هيڅ ځيرکي او استعداد هم ونه لري ورته وايي به چې ډيره ځيرکه او چالاکه ده. يو سړی چې خپل کاله ته ناوخته راشي بيلابيلې بهانې وړاندې کوي چې خپله ښځه له ناکرارۍ وساتي. دی وايي چې ښځې ته رښتيا ويل، هغه يوازې په غصه کوي، خو که هغه دا “سپين دروغ” ووايي نو دا کار ښځه نه ناکراره کوي او له دې کبله د دوی تر منځ ستونزې نه راولاړيږي. خو هغه خلک چې دا ډول دروغ وايي په حقيقت کې د مقابل سړي په وړاندې هيڅ مينه، درناوی او يا اخلاص نه لري. پر دې سربيره، دا هم جوته ده چې دا خلک رښتيني او د اعتماد وړ نه دي.
په پايله کې بايد ووايو چې ټول دروغ، فرق نه کوي چې هر نوم ورکړل شي، د الله له لورې حرام ګڼل شوي دي، ځکه چې دا د خلکو تر منځ اعتماد او وفا له منځه وړي او د دې لامل ګرځي چې خلک غير مخلصانه ژوند پر مخ بوزي.

د داسې شيانو ژمنه ورکول چې پوهيږي نه يې شي ترسره کولی:

د وعدې په ساتلو کې پاتې راتلل نن يو عام عادت دی. البته کله چې شرایط بدلون کوي خلک نشي کولی پرخپله ژمنه ودريږي ان که هر څومره وغواړي چې خپله ژمنه وساتي او په څومره اخلاص يې ژمنه کړې وي. خو، الله خلکو ته د هغو ژمنو د کولو په وړاندې خبرداری ورکړی دی چې ساتلی يې نه شي، خو غواړي چې د يو بل چا توجه ځان ته راواړوي او يا يې د یو بل دليل لپاره کوي داسې خبرداری ورکوي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لا تَفْعَلُونَ (٢)كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لا تَفْعَلُونَ (الحشر:٣)
ژباړه: ای مؤمنان! هغه څه ولې وايئ چې نه يې کوئ. د الله په وړاندې دا د ډير قهر او غضب وړ ده چې: هغه څه ووايئ چې نه يې کوئ.
وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدْتُمْ وَلا تَنْقُضُوا الأيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلا إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ (النحل:٩١)
ژباړه: او ای مؤمنانو! د الله په نوم کړې وعدې مو پوره کړئ. او هغه قسمونه مه ماتوئ چې په کلکه يې اخلئ. او (په داسې حال کې چې) الله مو پر ځان شاهد نيولی وي.
وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولا (الاسراء:٣٤)
ژباړه: او وعده مو پوره کړئ. بې له شکه چې د وعدې په هکله پوښتنه کيدی شي.
محمد زاهد کوتکو چې د شلمې پيړۍ يو ستر عالم دی د دروغجنو ژمنو د ورکولو په اړه داسې وايي:
“د يوه لفظ، ژمنې او يا وعدې په بشپړولو کې پاتې راتلل يو باطل عمل دی. که يو سړی د يوه کار د ترسره کولو ژمنه ورکوي او بيا يې نه ترسره کوي، دروغجن ګڼل کيږي. که هغه يوه داسې ژمنه کوي چې پوهيږي نه يې شي ترسره کولی، دا باطلوالی يا جرم يې دوه هومره کيږي. که هغه غواړي چې خپله وعده وساتي خو د کوم مشروع دليل له مخې يې نه شي ترسره کولی او بښنه غواړي، بايد د بلې خوا له خوا وبښل شي. له دې کبله کله چې دوی د یوه کار د ترسره کولو ژمنه کوي، نو تل بايد ووايي چې: انشاء الله ”

لکه چې کوتکو هم اشاره ورته کوي، د يوې داسې ژمنې ورکول چې د ترسره کولو وړ نه وي دروغ دي. د قيامت په ورځ به هر سړی د خپل عمل او يا وينا لپاره مسئول نيول کيږي. که څه هم دوی به دا ټول شيان هير کړي وي، خو الله يې نه هيروي او د قيامت په ورځ به هر سړي له هغو اعمالو سره مخامخ کيږي چې په دې نړۍ کې يې ترسره کړي دي. هغه مؤمنان چې له دې حقيقته خبر دي په ټول زيار سره هڅه کوي چې د قرآن له اخلاقو سره سم خپل اعمال برابر کړي. دوی له خپلې خيټې نه غږيږي. کله چې يوه وعده کوي نو مخکې له مخکې يې اندازه لګوي چې آیا ترسره کولی يې شي او که نه. که د ترسره کولو امکان يې نه وي نو په خلاص ډول يې وايي، خپل دليل وړاندې کوي او داسې تدابير له ځان سره نيسي چې وعده ورکړل شوی سړی له ستونزو سره مخامخ نه شي. خو کله چې ډاډه وي خپله وعده ترسره کولی شي نو “انشاء الله،” ورسره وايي او بيا که ان خپلو شخصي ګټو ته يې هم زيان رسيږي له ترسره کولو يې ډډه نه کوي. الله د مؤمنان له دې ځانګړي صفت څخه موږ داسې خبروي:

لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ (البقرة:١٧٧)
ژباړه: نيکي یوازې دا نه ده چې تاسې خپل مخونه د ختيځ يا لويديځ لور ته واړوئ بلکې نيکي د هغه چا ده چې په الله پاک او د آخرت په ورځ، ملايکو، کتابونو، او پيغمبرانو يې ايمان راوړی او زړه ته نږدې مال يې خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو، مسافرو، سوال کوونکو او د غلامانو په آزادولو کې ورکړی وي، لمنځونه يې ودرولي او زکاتونه يې ورکړي وي. د خپلو وعدو پوره کوونکی او د سختيو، مرضونو، جنګ او جګړې په وخت کې صبر کوونکی وي. هو! همدا رښتينی او همدا پرهيزګار خلک دي.

وَالَّذِينَ هُمْ لأمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (المؤمنون:٨)
ژباړه: او هغه څوک (کامیاب دی) چې د خپلو امانتونو او وعدې پالنه کوي.

د نورو خلکو له ويرې:

خلک هغه وخت هم دروغ وايي چې د خپل چاپيريال له خلکو ويريږي. د بيلګې په توګه، کله چې يو ماشوم يو ګلداني ماتوي د مور له ويرې دروغ وايي. له يو سکرتر څخه چې په دفتر کې فايلونه ګډوډ شي د خپل آمر له ويرې دروغ وايي چې خپله دنده خوندي کړي. له بله پلوه، مؤمنان يوازې له الله ويريږي او يوازې په دې اړه فکر کوي چې آيا دوی به د الله رضا ترلاسه کړي او که نه. پايله يې دا ده چې په هر ډول حالاتو کې رښتيا وايي او پر الله توکل کوي.
د بيلګې په توګه کله چې له يو چا يو ارزښتناکه شی مات شي، هغه خلک چې له نورو ويريږي په دې شرميږي چې خلک به بيا بې احتياطه او بيکاره سړي ګمان پرې وکړي. څرنګه چې دوی په يوه لويه خطا کې دي او د الله د رضا پر ځای د نورو خلکو نظرياتو ته غوره والی ورکوي، نو دوی پخپله پریکړه کې د نورو خلکو د رضا د ترلاسه کول لټوي او له دې کبله معمولاً دروغ وايي چې خپلې تيروتنې پټې کړي.
الله په قرآن کې خبرداری ورکوي چې شيطان غواړي چې خلک له يو بله وويروي او مؤمنانو ته لارښونه کوي چې يوازې له الله څخه وويريږي.
فَانْقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ (آل عمران:١٧٤)
ژباړه: نو بالاخره د الله پاک له نعمت او لورينې سره راستانه او هيڅ ډول سختي او بدي ور ونه رسیده. د الله پاک د خوښي او رضا پيروي يې وکړه او الله پاک د ډير لوی مهربانۍ څښتن دی.

أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِنْ دُونِهِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ (الزمر:٣٦)
ژباړه: آیا الله د خپل بنده لپاره کافي نه دی؟ او کافران تا له هغو خدایانو څخه ډاروي چې پرته له الله څخه يې نيولي دي. او الله چې هر څوک بې لارې کړي بيا هيڅوک ورته لار نشي ښودلی.

په يو بل آيت کې الله مؤمنان هغه څوک ګڼي چې ” وَلا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (المائدة:٥٤) ژباړه: د هيڅ ملامتونکي له ملامتيا څخه به نه ويريږي، دا د الله مهرباني ده چا ته يې چې خوښه شي ور په برخه کوي يې، الله پاک د پراخي څښتن او په هر څه پوه دی” . په ټولو حالاتو کې مؤمنان پر الله توکل او پر هغه اعتماد او د هغه د رضا سره سم عمل کوي، د نورو خلکو نظریاتو ته اهمیت نه ورکوي.

له نورو خلکو ويريدل او له کبله يې له سمو او نيکو کارونو ډډه کول يو ډول شرک دی، ځکه چې په دې کار سره يو بل سړی يا مخلوق له الله سره برابر او يا له هغه پورته (بیشکه چې الله له دې ډير اوچت دی) ګڼل کيږي. او په دې توګه دې مخلوق ته د يوه معبود درجه ورکوي. هغه څوک چې له نورو ويريږي او په خپلو کارونو کې د هغه سړي خوښي او رضا لټوي، د شرک په لومه کې لويږي. مؤمنان له دې حقيقته ښه خبر دي او يوازې د الله عبادت کوي. قرآن د يوه مؤمن خبرې داسې را اخلي:

أَأَتَّخِذُ مِنْ دُونِهِ آلِهَةً إِنْ يُرِدْنِ الرَّحْمَنُ بِضُرٍّ لا تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا وَلا يُنْقِذُونِ (٢٣)إِنِّي إِذًا لَفِي ضَلالٍ مُبِينٍ (یس:٢٤)
ژباړه: آيا زه پرته له هغه نور خدایان ونیسم؟ که رحمن خدای ما ته کوم زیان رسول وغواړي نو د هغوی سپارښت ما ته هيڅ ګټه نشي رسولی او نه نجات راکولی شي. که زه دا وکړم نو زه به ښکاره ګمراهي کې يم.

لکه چې موږ يې وينو، د الله له اجازې پرته هيڅوک بل سړي ته زيان نشي رسولی او نه له هغه سره يوه کلیمه ویلی شي. له دې کبله، له نورو خلکو ويريدل او له کبله يې دروغ ويل شرک دی، يوه ګناه چې الله يې هيڅکله نه بښي. (سورة النساء: ۴۸). دې ته په پام سره هغه څوک چې د نورو خلکو د ويرې له کبله دروغ وايي بايد توبه وکړي او الله ته پناه ويوسي، ځکه چې دوی ګناهکار دي او د شرک په لومه کې لويدلي دي.

لیکنه: هارون یحیی
ژباړه: محمد داؤد حبیبزی

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب