په اسلام کې د مسلمانې ښځې منزلت او مرتبه

ښځه په ټولنه کې ستر رول لوبوي او د مسؤليت په سرته رسولو کې دنارينه سره شريک ګڼل کیږي مګر مخکې له اسلامه ورته دحقارت په سترګه کتل کيدل هغه مهال به يې له تکليفونو، ظلم، قهر او د دوی په حقوقو د تيري او دکرامت له منځه وړلو سره ژوند کاوه تر هغه ښځه پدې حالت کې وه تر څو چې اسلام سپيڅلی دين ظاهر شو نو پس ښځې ته يې کرامت درناوی او هراړخيزه ټول حقوق ورکړل .

په اسلام کې دښځې منزلت او مرتبه:

اسلام ښځه په ډيرو امتيازونو سره مخصوصه کړې ده او په ټولنه کې يې مرتبه هم ستره ګرځولې او دا ټول هر څه پدې چې ښځه دوه ستر مسؤليتونه او کارونه ترسره کوي :

لومړی: ښځه د نارینه لپاره روحي، معنوي او حسي سکون بلل کيږي ترڅو خاوند ورسره د خپلې ستړتيا، او غمونو کمولو سره مطمئن ژوند وکړي او همدا راز ځينې هغه کارونه ترسره کول چې ښځه پرې مکلفه نه ده

دويم : دولادت (حمل) تکليفونه، مشقتونه ګالل، همدا راز د مورتوب او د اولاد روزنې او د هغوی جوړونې اوتيارونې مسؤليت درلودل.

هغه امتيازات چې اسلام پرې ښځه مخصوصه کړې ده:
اول : اسلام ښځې ته د ستر قيادت اوهغې ته ورته مسؤليت معاف کړی دی او دغه ټول ستر بوج يې د نارينه په اوږو اچولی دی، خو داممکنه ده چې د ضرورت په صورت کې نارينه له ښځې کومک وغواړي، هغه هم پداسې حال کې که چيرته ښځې وغوښتل.

دويم : دجهاد له فريضې او د دښمن له مقابلې او په جنګ کې له جنګيدو يې معاف کړې ده، خو د وضاحت لپاره بايد ووايم چې دغه ټول يې ورته مباح ګرځولي دي.

دریم: د قاضي پر وړاندی د شهادت (شاهدۍ) پرمهال يې تخفيف ورکړی نو ددې مسؤليت يې د نارينه نيم مسؤليت ګرځولی دی.
څلورم : د کور نفقې مسؤليت يې ورته معاف کړی دی او دغه ټول بوج يې په نارینه اچولی دی، چې پېل يې له مهر څخه کيږي او تر د اولادونو د احتياجاتو پورې يې لړۍ غزیدلې، پدې اساس چې په ښځه زياتی ونشي.

په اسلام کې دښځو حقوق :
اسلام نارینه او ښځينه ته په ديني واجباتو، عباداتو کې مساوي حق ورکړی دی او همدا راز ښځه چې يې ځانګړی کړې او ډیر شرف یې وربښلی هغه دمور کلمه ده، چې مور يې ګرځولې او په جنت کې يې هم ستره درجه دمور ګرځولی ده.

اسلام ښځه په هغه څه مکلفه کړې په کوم څه يې چې نارینه مکلف کړی دی، پرته له هغو تکاليفو چې ښځه يې نشي ګاللی او يا يې د بيولوژي فيزيايي طبيعت سره په تصادم کې دي مثلا لکه جهاد چې دا د ښځی دوسې کار ندی.

اسلام پدې تأکيد کړی چې د ښځې طبيعت، نارينه طبيعت ته ورته  دی
په عباداتو کې دمساواتو خطاب چې په قران کریم کې دواړو ته راغلي دي.

.مالي مسؤليت يې هم ښځې ته ورکړی دی دخاوند ټول ملکیت د ښځې سره دی او ښځه يې مالي مسؤله ده

که څه هم ما غوښتل چې دغه هره خبره د قران او حديث په رڼا کې شرح کړم خو بيا هم د موضوع د اوږديدو له امله مې پدې اکتفاء وکړه هيله ده خويندې ورونه يې ولولي او استفاده ترې وکړي

ليکوال : أفنان أبومفرح
ژباړه : محمد اکرم همت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب