خبردار…آیفون ستا جاسوسي کوي

د «جنایي بریښنایي ثبوتونو» روسي شرکت «اِلکَم سوفټ Elcomsoft » ویلي چې د ایپل شرکت آنلاین حافظه« iCloud» د خپلو کاروونکو د انټرنټ لټون ډیلیټ کړي معلومات ځان سره خوندي ساتي، آن داسې معلومات چې له یوه کاله زیات وخت هم پرې اووښتی وي.

دغه روسي شرکت ویلي چې په دې وتوانیده له iCloud څخه د انټرنټ لټون معلومات له سفاري براوزر څخه د کاروونکو له اکاونټونو راوکاږي، آن د لټون تاریخ او د سایټ کتلو موده او دا چې څه مهال هغه دا معلومات ډیلیټ کړي دي.

د ایلکم سوفت اجرائیه رئیس ولادیمیر کیټلوف وړمه ورځ په یوه پوسټ کې لیکلي ول چې « حقیقت کې مونږ توانیدلو هغه معلوماتو ته لاس رسی ولرو چې تاریخ یې له یوه کاله زیات وه.»

په آیکلاوډ کې کاروونکی کولی شي چې د لټون معلومات په داسې طریقه خپل اکاونټ کې کنټرول کړي چې وکولی شي هر ځای یې آیکلاوډ کې له خپل اکاونټ څخه ترلاسه کړی شي، روسی شرکت وایي چې آیکلاوډ د کاروونکي هغه یاداشتونه نه ډیلټوي کوم چې کاروونکي بلفعله ډیلټ کړي وي، بلکې تنها د کاروونکي له سترګو یې مخفي کړي او ځان ته ساتلي وي.

شرکت دا کشفیات د خپل خاص پروګرام Phone Breaker له لارې ترلاسه کړل، دا پروګرام له آیکلاوډ اکاونټ څخه د خپلو معلوماتو راویستلو اسانولو لپاره جوړ شوی دی، ویلادیمیر کیټلوف ویل چې د کاروونکي د لټون معلومات ځان سره ساتل د ده د څار او تحقیقاتو لپاره دومره ارزښتناک دي چې قیمت یې نشي پوره کیدلی.

له دې مخکې همدې ایلکم سوفټ شرکت دا ثابته کړې وه چې د آیفون جوړوونکي ایپل شرکت د خپلو کاروونکو د تیلیفون کولو معلومات په آیکلاوډ کې ځان سره ساتي.

تراوسه د ایپل لخوا د ایلکم سوفټ شرکت دغو تورونو په اړه کوم جواب نه دی رسنیز شوی.

سرچینه: البوابة العربیة للأخبار التقینة

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب