مخابرات communication

مخابرات communication څه شی دی؟

د مخابراتو څخه موخه د خبر رسول او اړيکه ده. د مخابراتو په وسايلو کې ټول هغه وسايل شامل دي چې د هغوی په وسيله پيغام او خبر رسول کيږي.د مخابراتو وسايل په لاندې ډول دي:

 

 ټيلی ګرام: له يوځای څخه بل ځای ته د پيغام د چټک ليږلو لپاره کارول کيږي په کاروباري ژوند کې ټيلی ګرام ځانګړى اهميت لري، ځکه د دۀ په وسيله يو کاروباري شخص خپله پريکړه يا پيغام ډيرو لرو ځايونو ته په لږ وخت کې رسوي. د ټيلی ګرام لپاره يو ځانګړی فورم کارول کيږي چې له هر پوسټ خونې سره شتون لري په ټيلی ګرام کې د پيغام په ليکلو کې بايد دا کوښښ وشي تر څو پيغام ډير روښانه وليکل شي چې د ټيلی ګرام واله يې په اسانۍ ولولي. په ټيلی ګرام کې لګښت د الفاظو په شمير وي نو له دې کبله بايد لنډوليکل شي تر څو د ډير لګښت مخه ونيسي.

 ټيليفون: ټيليفون د لومړي ځل لپاره د سکاټلينډ اوسيدنکي اليګزنډر ګراهم بيل په کال 1877 ميلادي کې رامنځته کړ.ټيليفون کاروباري ادارو ته ډيره ګټه لري له همدې کبله په ډير لږ وخت کې يې ډير پرمختګ وکړ. د ټيليفون په وسيله د خلکو تر منځ واټن له منځه ولاړ. د ټيليفون په وسيله د بيلابيلو سيمو خلک په تفصيلي ډول خبرې کولای شي. د ټيليفون په وسيله يو سوداګر له خپله کوره کولاى شي تر څو د بازار په هکله مکمل معلومات تر لاسه کړي، د توکو د اخېستو او خرڅولو تړونونه وکړي. د ټيليفون په وسيله کولای شي توکو ته نوي بازارونه پيدا کړي چې کاروبار ورسره پراخيږي. ټيليفون يوازې د کاروبار لپاره ګټمن ندي بلکې ټولو دولتي ادارو ته هم ډير اړين دي ځکه په اسانۍ سره کولای شي نورو دولتي ادارو ته يا له نورو دولتي ادارو معلومات ترلاسه کړي.

د ټيليفون نظام له ټيلی ګرام څخه بهتر دی ځکه ټيليفون د لاندې ځانګړتياو درلودونکی دی:
• د ټيليفون په وسيله مخامخ له بل شخص سره اړيکه نيول کيږي.
• په ټيليفون کې په الفاظو پابندي نه وي ځکه دلته لګښت د وخت پر اساس وي.
• د ټيلی ګرام په نسبت ټيليفون پيغام ژر ليږدول کيږي.
• د ليک او ټيلی ګرام په وسيله بعضې خبرې ښې نه واضح کيږي مګر په ټيليفون کې په اسانۍ سره خبرې روښانېږي.

3- ټيليکس(Telex): د ټيليکس په وسيله هم پيغام ژر ليږدول کيږي چې د ټايپ ماشين په څېرکارول کيږي. کله چې مونږ وغواړو چې کوم ځای ته پيغام وليږدو نو د ليږدول شوي ځای د پيغاماتو په ماشين د پيغام پرنټ راځي. د ټيليکس اسانتيا د هيواد په داخل او بهر کې شتون لري هغه سوداګريزې ادارې چې پراخ کاوربار ولري د هيواد په داخل او له هيوادڅخه بهر پېژندنه ولري له ټيليکس څخه ډيره ګټه پورته کوي.

4- بيسيم(Wireless): له بيسيم څخه موخه يانې بې له سيمه، دا د پيغام رسونې يوه داسې لار ده چې دۀ ته د ټيليفون په څېر هيڅ ډول تار ته اړتيا نشته ده . ددې ماشين په وسيله پيغام ليږدول کيږي.

5-فکس ماشين(Fax Machine): له يو ځای څخه بل ځای ته د پيغام ليږدولونوې طريقه ده چې ددې ماشين په وسيله پيغام ار(اصل) ته ورته ليږدول کيږي. فکس ماشين له ټيليفون سره اړيکه لري کله چې چاته پيغام ليږدول غواړې نو لومړى هغه شخص سره په ټيلفون اړيکه نيسي د پيغام په هکله ورته خبر ورکوي له هغې وروسته پيغام د فکس ماشين ته داخلوي چې دغه پيغام د اصلي کاپي په شکل د فکس بل ماشين ته ليږدول کيږي.

6-موبايل فون(Mobile Phone): موبايل فون د ټيليفون نوي شکل دی چې دې ته ګرځنده ټيليفون هم ويل کيږي ځکه په کوم ځانګړي ځای کې نه ايښوول کيږي، چيرته چې کارونکي ځای ور سره وي او له هر ځايه کولای شي خلکو سره په اړيکه کې شي.

7-انټرنيټ(Internet):انټرنيټ د مخابراتو يوه نوې او تيزه وسيله ده د انټرنيټ په وسيله سوداګريزې او صنعتي ادارې ګټور معلومات تر لاسه کولا شي انټرنيټ د لکونو،لکونو نيټورکونو پايله ده. انټرنيټ د موبايل ،کمپيوټر،کيبل په وسيله کارول کيږي. په نړۍ کې د انټرنيټ کارول نړۍ يو کلي ته ورته کړېده.

8-بريښليک(E_Mail): بريښليک چې په انګليسۍ کې ورته(Electronic Mail) وايي يو پيغام 186000ميل في ثانيه کې له يو ځای څخه بل ځای ته ليږدوي. بريښليک د پيغام د ليږدولو تر ټولو اسانه او تيزه وسيله ده. د بريښليک په وسيله کاروباري ادارې يو بل ته معلومات په ډيرې تيزۍ سره لېږدوي.

9-داستوزګر چوپړ(Messanger Service): دا يوداسې پروګرام دي چې په انټرنيټ کې د پيغام د ليږدولولپاره کارول کيږي، چې د پيغام د ليږدولو ډيره تيزه وسيله ده اوسمهال مشهور استوزګر(Messanger) او ټولنيزې پاڼې په لاندې ډول دي:Yahoo,MSN,AOL,Trillian,facebook,tiwtter

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب