د کمپیوتر هایبرنت او بندول څه شی دی؟ Shutdown, Hibernate

Shutdown, Hibernate

دلته څو داسي توکي درته ښایو چې په مټ یې تاسو کولای شی ډیر په اسانی سره خپل کمپیوټر Standby, Hibernate, Logoff, Restart, Shutdown  او Shutdown کړی . دلیکدړي ددغو تڼیو په کارولو سره کولی شی دخپل کار اوکمپیوټر چټکتیا زیاته کړی.

دShutdown کولو لپاره له لیکدړي څخه لمړی دWin تڼۍ چې دAlt اوCtrl دتڼیو ترمنځ ده کیمنډی ددغې تڼۍ له کیمنډلو سره سټارټ مینو راښکاره کیږي دسټارټ مینو له راښکاره کیدو سره سم دU دحرف  تڼۍ دوه ځله کم ینډی نوستاسو سیستم به Shutdown شي.

دریسټارټ کولو لپاره له لیکدړي څخه لمړی دWin تڼۍ کیمنډی،ددغې تڼۍ له کیمنډلو سره سټارټ مینوراښکاره کیږي دسټارټ مینو له راښکاره کیدو سره سم لمړی دU اوورپسې دR دحرف تڼۍ کیمنډی اوس به وګوری چې ستاسو سیسټم به ریسټارټ شي.

دStandby کولو لپاره له لیکدړي څخه لمړی دWin تڼۍ کیمنډی ددغې تڼۍ له کیمنډلو سره سټارټ مینوراښکاره کیږي دسټارټ مینو له راښکاره کیدو سره سم لمړی دUاوورپسې دS دحرف تڼۍ له لیکدړي څخه کیمنډی اوس به ستاسو سیسټم Standby  شي.

دHibernate کولو لپاره څخه لمړی دWin تڼۍ کیمنډی ددغې تڼۍ له کیمنډلو سره سټارټ مینوراښکاره کیږي دسټارټ مینو له راښکاره کیدو سره سم لمړی دU  اوورپسې دH حرف له لیکدړي څخه کیمنډی اوس به وګوری چې ستاسو سیسټم به Hibernate  شي.

دLogoff کولو لپاره له لیکدړي څخه لمړی دWin تڼۍ کیمنډی ددغې تڼۍ له کیمنډلو سره سټارټ مینوراښکاره کیږي دسټارټ مینو له راښکاره کیدو سره سم دL تڼۍ له لیکدړي څخه دوه ځله کیمنډی  اوس به ستاسو سیستم Logoff شي.

دSwitch User کولو لپاره څخه لمړی دWin تڼۍ کیم نډی ددغې تڼۍ له کیمنډلو سره سټارټ مینوراښکاره کیږي دسټارټ مینو له راښکاره کیدو سره سم دلمړی دl اوورپسې دS حرف  له لیکدړي څخه کیمنډی اوس به ستاسو سیسټم دSwitch User حالت ته راشي.

ډاکټرثواب الدین مخکښ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب