حدیثونه پښتو ژباړه

حضرت معاذ رضى الله عنه ته لس وصیتونه

عن معاذ بن جبل رضى الله عنه قـــال: أوصانی رسول الله ﷺبعشر کلمات، فقال:
له حضرت معاذ بن جبل رضى الله عنه څخه روايت دى چې فرمايي: ماته رسول الله ﷺد لسو خبرو وصيت كړى دى:
1. لا تشرک بالله و إن قتلت و حرقت
له الله سره شرك مه كوه اګر كه ته ووژل شې او يا په اور وسوځول شي
2. و لاتعقن والدیک، و إن أمرک أن تخرج من أهلک و مالک
د مور او پلار نافرماني مه كوه، اګر تا ته د خپل كور او مال څخه د وتلو امر وكړي.
3. و لا تترکن صلاة مکتوبة متعمداً فإن من ترک صلاة مکتوبة متعمداً فقد برئت منه ذمة الله

فرض لمونځ په قصد سره مه پريږده، ځكه ې چا په قصد سره فرض لمونځ پريښود، نو د الله تعالي ذمه ترې اخيستل كيږي.

  1. و لاتشربن خمراً فإنه رأس کل فاحشة
    او شراب مه څښه، ځكه ې شراب څښل د ټولو فاحشو كارونو سر دى.
  2. و إیاک و المعصیة، فإن بالمعصیة حل سخط الله
    له ګناه څخه ځان وژغوره، ځكه چې د ګناه له كبله د الله تعالي قهر راښكته كيږي.
  3. و إیاک و الفرار من الزحف و إن هلک الناس
    او ځان د جهاد په ډګ كې له تيښتې څخه وساته، اګر كه ټول خلك له منځه ولاړ شي.
  4. و إن أصاب الناس موت فاثبت
    كه په خپلكو كې مرګ ګډ شو نو ثابت قدمه اوسه.
  5. و أنفق علی أهلک من طولک
    او په خپل اهل د خپلې شتمنۍ څخه لګښت كوه

  6. و لاترفع عنهم عصاک أدبا
    او له هغوى څخه د ادب امسا مه پورته كوه

  7. و خفهم من الله
    او د الله تعالى څخه يې وويروه.

25

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: