حجروي اتصال، د اتصال ډولونه

اتصال (Junction)

د مجاورو حجراتو نښلیدو ته اتصال ویل کیږي. په بل عبارت کله چي حجرې د نسج جوړولو لپاره یو بل سره ارتباط پیدا کوی دغه ارتباط ته اتصال وایې.

په نباتاتو کې اتصال:

په نباتاتو کي اتصال د یوې حجرې د پلازما میمبرن د مجاور حجرې د پلازما میمبران سره د حجرويدیوال د سوراخ په واسطه کیږي،دا ډول اتصال ته پلازمادسماتا (plasmadasmata) ویل کیږي.

په حیواناتو کې اتصال:

په کثیر الحجروي حیوانات کې حجرې د (Extracellular Matrix) په واسطه سره جلا وي اما په ځینو انساجو کې لکه Epithelial د حجراتو د (Plasma Membrane )تر مینځ اتصال پیدا کیږي،دغه ډول اتصال د (Multi protein Complexes) د لاري کیږي چي د مجاور حجراتو تر مینځ یا د حجري او د (Extra cellular Matrix) تر مینځ وي.

اتصال په پنځه ډول دی

①مضبوط اتصال【Tight junction】: –

دا ډول اتصال د دوو مجاورو حجرو د خارجي غشاو د یو ځای کیدو یا نښلیدو سبب کیږي،د بین الحجروي مسافه په قُلي ډول د منځ تللې وي،دغه ډول اتصال د بدن حجرات یو له بل سره یو ځای ساتي.

دغه اتصال د (Ridges) څخه جوړ شویدي چي د دغه (Ridges) نیمایي برخه د یوي حجري او نیمايي د بلي حجري سره وصل وي.
(Ridges )
د پروټین څخه جوړ شوی،د ایونونو او نورو منحله موادو د حرکت په مقابل کښي مانع منځ ته راوړي.

your ads

موقعیت یې:

دغه ډول نښلیدل په(Epithelial) انساجو په سطحي برخه کښې لیدل کیږي
لکه: د پښتورګو د تبولونوجدار
معده (Stomach)
مثانه (Bladder)
کلمې (Intestines)

د مضبوط اتصال وظایف

¹حجرات یو له بل سره نښلوي.
²حجرو تر مینځ خالیګا وي بند وي.
³د مایعاتو او ځینو مالیکولو د تیریدو مانع ګرځي.

د مضبوط اتصال ناروغۍ

① د پزې او سږو تر مینځ (Tubes)انتان (Chronic Bronchitis)
②ساه بندي (Asthma)
③هغه ناروغۍ چي د انسان په حجراتو کي د مالګې مقدار متاثره کوي
(Cystic Fibrosis)
(Lung ‘Digestive system & sweet glands male Fertility)

②Adherens/­Intermediate Junction

پدې اتصال کي ددوو حجراتو تر مینځ مسافه موجوده وي،او دغهمسافه د سریښناکه موادو په واسطه پوښل شوي وي،چي د حجراتو غشاوي یو د بل سره ونښلوی چي یو ډیر قوي اتصال رامنځ ته ته کیږی چي د غټو مالیکولونو د خروج مانع ګرځي.
وظایف یې:
Epithelial cells )سره نښلولي لکه د زړه عضلاتي حجرات(Cardiac Muscle cells)حجرات په طاقت سره نښلوي ولي چي قوي تقلص کوي.

ناروغۍ یې

:The edema associated with sepsisد شریانو او انساجو انتان چي په نتیجه کي زیات اندازه مایع پکښې پیدا شي Tumor metastasisد ټیومر د خپریدو ناروغي

③ګپ جنکشن Gap Junction

دا اتصال د چینل پروتين په واسطه جوړیږي چي ددوو حجرو سایتوپلازم یو له بل سره اتصال پیدا کوی(Ecf) ته اجازه نه ورکوي چي (icf) ته مواد ولیږدوي، یوازي یو سایتوپلازم بل سایتوپلازم ته مواد ورکوي.
موقعیت د ګپ جنګشن:
په مختلفو انساجو کي لیدل کیږي د بشروی انساجو په درمیانه برخه کي لیدل کیږي.
د زړه او رحم په عضلاتو کښې.
د سترګو په (Cornea)برخه کښې.

وظایف یې:

د زړه په عضلاتو کي (Rhythmic )تقلصات پیدا کوي.

د یوې حجرې نه بلې حجرې ته برقي فعالیت په سرعت سره تیروي او هم مختلف کیمیاوي (Messengers )تبادله کوي.

په وخت د ولادت د رحم (Smooth muscle cells Uterus) یو له بل سره د (Gap Junction)په واسطه ارتباط پیدا کوي اود یو قوي تقلص سبب کیږي.

Gap Junction ناروغۍارثي ناروغيCongenital heart defectsپیدایښتي د زړه ناروغي
Congenital deafnessپیدایښتي کوڼتوب

④ډیسموزوم اتصال Desmosome Junction

دغه اتصال بشروي انساجو په هغه ساحه کي چي د فزیکي فشار سره مخ وي لیدل کیږي لکه: د لاس پوستکی،یعني یو پلیکس یو بل سره ارتباط پیدا کوي.

وظایف یې:

د بشروي انساجو عمیقه برخه په طاقت سره نښلوي،او هغه انساجو ته چي د خارجي فشار سره مخ وي طاقت ورکوي.
ناروغۍ یې:

د جلد د تڼکو ساحه راپیدا کوي.
په بدن کي د پروتين خلاف کار کوي.
د پوستکي د سرطان سبب کیږي.

⑤ Hemidesmosome junction

په دي ډول اتصال کي د حجرې Trance membrane Protein د Basement membrane سره وصل کیږي. بیسمینټ میمبران د Basal lamina او د Connective tissue د reticular fibers څخه عبارت دی.

موقعیت یې:

د بشروي انساجو په اخیرني برخه کي موقعیت لري.

وظایف یې:

بشروي انساج په طاقت سره د Connective tissues سره نښلوي.
هغه انساجو ته چي د قوي فشار سره ارتباط لري طاقت ورکوي.

ناروغۍ یې:

د پوستکي مختلفي ناروغۍ.

د پروټین په خلاف د Auto Antibodies ناروغي.

قاسم خان همت کندهار طب پوهنځۍ محصل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب