روغتیايي لارښوونېعصبي سیستم

حافظه په څه قوي کېږي؟

ډېر پخوا مو دادب په کتابونو کي لوستي وو چي له هغو عواملو څخه چي دانسان حافظه کمزوري کوي :
نطر الرجل الی عورة المرأة
داچي نارېنه دښځي فرج ته ګوري.
دطالب علمي په مرحله کي به داخبره دهر طالب په خوله وه:
العلم طاهر لا یستقر الا في مکان طاهر.
پوهنه پاک شی دی او په پاک ځای کي ځای نيسي.
هغه څوک دپوهني دي ترلاسه کولو مقام ته نشي رسېدلای چي زړه يې له پليدو شيانو ډک وي.
پرون مي يو ځای ولېدل چي د ۲۰۱۵ کال علمي څېړني واي چي د لوڅو او بربنډو فيلمونو کتل دانسان حافظه کمزوري کوي.

يوه ځوان چي په يوه روغتون کي کار کوي رانه پوښتنه کړي وه چي استاذه حافظه مي کمزوري ده يوه دوا راوښيه!
ما ورته وليکل :
دقران تلاوت کوه له هغه سره حافظه قوي کېږي او لوڅ فيلمونه مه ګوره او حرام کتل مکوه دا دوه شيان عملي کړه حافظه به دي قوي شي.

دا ليکنه مي ځکه وکړه چي انټرنټ داخلاقي فساد يوه اډانه ده که دځان لپاره ګټوري پاڼي او مفید موضوعات انتخاب نکړو کېدای شي پداسي نشه مو اخته کړي چي په ناخبري کي زمونږ هرڅه لوټ کړي/محمد قدوسي

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: