جینیتک انجینري ښه دی که بد؟

اوس مونږ دا پوهه او وړتیا لرو چی له یوه ژوندی موجود څخه بل ژوندی موجود ته جینونه ولیږدؤؤ چی یو لړ فایدی پکی نغښتی ښکاری مګر یو لړ ستونزی هم ښایی ورسره یوځای وی چی په راتلونکی کی به معلومی شی. دا چی دا طریقه ډېره نوی ده او کافی وخت یی نده شوی نو ساینس پوهانو دا فرصت نده موندلئ چی په اوږد مهال کی په ارثی (جینیتیکی) ډول د اصلاح شویو ژوندیو موجوداتو genetically-modified organisms (GMOs) اغیزی مطالعه او په اړه یی پلټنی وکړی.

• ګڼ شمیر درمل اوس په جینیتیکی ډول د اصلاح شویو ژوندیو موجوداتو GMOs څخه جوړیږی. د بیلګی په ډول پخوا انسولین د هغه حیواناتو د پانقراص څخه اخیستل کیده چی د غوښې لپاره به حلال شوی وه. مګر اوس دا درمل په لوی شمیر د هغه بکتریاؤ څخه جوړیږی چی د هغوئ په کروموزومونو کی د انسولین جین ور داخل شوی ده. لدی تخنیک څخه په استفادی سره د درملو جوړولو کمپنئ کولئ شی چی ژر ډېر انسولین جوړ کړی. د تیوری له نظره ښایی پدی ډول تولید شوی انسولین ښه صاف او خالص وی – هغه وګړی چی د خوګ د غوښی سره حساسیت لری او نشی کولئ چی د خوګ څخه جوړ شوی انسولین pig insulin واخلی نو ښایی پدی طریقه له جوړ شوی انسولین څخه ګټه واخلی (مګر ځنی وګړی ښایی د نوموړی بکتریا د هغه برخو سره حساسیت ولری چی په تصفیه شوی انسولین کی موجود دی). پدی کی شک نشته چی په پرتلیز ډول په لږ وخت کی منځ ته راغلئ دی ډول انسولین ، د ګڼ شمېر وګړو ژوند ژغورلئ ده – هیله کوو چی نالیدلی، اوږدمهالی ناوړه اغیزی یی په وروسته وخت کی تر سترګو نشی.

• تجربی روانی دی چی په جنیتیکی ډول د اصلاح شویو ویروسونو څخه د سیستیک فایبروزیس cystic fibrosis په څېر د هغه ناروغیو د درملنی په اړه څېړنی وکړی چی ارثی منشاء لری. پدی ډول درملنه کی د هغه ویروس څخه استفاده صورت مومی چی زمونږ سږی منتن او په ناروغئ اخته کوی. داسی چی د ویروس هغه جینونه پکی ساتل کیږی چی زمونږ حجری اخته کوی او هغه جینونه یی ټول تری ویستل کیږی چی مونږ ناروغه کوی، لدی وروسته نوموړئ انسانی جین د ویروس د جینونو حوړښت یا Genome ته دننه کیږی چی په نورمال ډول په انسان کی شتون نلری او د سیستیک فایبروزیس ناروغی نښی نښانی له منځه وړی. وروسته دا ویروسونه پدی ناروغئ د اخته وګړی په سږو کی شیندل کیږی او فرصت ورکول کیږی چی د هغه د سږو حجری اخته یا منتن کړی.

کله چی نوموړئ نورمال جین د هغه حجرو جنیتیکی جوړښت ته ننوځی چی د وګړی د سږو په داخلی سطحه کی واقع دی نو نورمال کار کوی او د سیستیک فایبروزیس نښې نښانی له منځه ځی. مګر دا درملنه تل پاتی نده ځکه یواځی د حجرو یوه طبقه پری ککړه شوی وی، کله چی نوموړی طبقه له منځه لاړه او په ځای یی بله طبقه منځ ته راشی نو نوی طبقه نوموړی جنیتیکی کود نلری چی د سیستیک فایبروزیس د جین ستونزه حل کړی نو پدی بنسټ باید هغه وګړئ په جنیتیکی ډول نور اصلاح شوی ویروسونه تنفس کړی. سره لدی چی دا تخنیک ډېر هیله بخښونکئ او ژوند ژغورونکئ بریښی مګر تر دی دمه د هغی د اوږدمهالو اغیزو او خوندیتوب په اړه معلومات شتون نلری.

• باسیلس تورینجینسیس Bacillus thuringiensis (BT) د هغه بکتریا یو ډول ده چی د سل پښې لرونکئ چینجیو caterpillars (چې کروندګر ورته پیشکې وایی) ځنی ډولونه اخته (منتن) کوی (په یاد مو وی چی caterpillars چی لوی شی نو په پتنګ (پروانه) یا مضرو خزنده ګانو Moths بدلیږی). د خزنده ګانو یو ډول د سل پښې لرونکی چینجئ یا کټر پیلار لرونکو جوارو د بوټو لپاره یوه لویه بلا (آفت) ده مګر که انسانان یی د خوښی خواړه ورته په یواځی ډول کښت یا Monoculture کړی نو د خزنده ؤ هر ډول ډېر بریالی راځی.

د یو شمېر کلونو په بهیر کی اوس وګړی پدی پوه شوی چی په ځنې حالاتو که باسیلس تورینجینسیس صحیح استعمال شی نو د کټرپیلار ډولونه منتن او د انسان له خوا د جوړو شویو خزنده وژونکو کیمیاوی موادو پرته هم هغه وژلئ شی. په وروستیو وختونو کی د کیمیاوی موادو د جوړولو یوی امریکایی کمپنئ دا نظر ورکړ چی د جینیتیکی انجینرئ پوسیله به داسی جوار (Corn) جوړ کړی چی د باسیلس توریجینیسیس جینونه به لری، دا د هغه وګړو لپاره یو زیرئ وه چی د کروندی په کاروبار بوخت او د جوارو لويي لويي کروندی یی درلودی. دا چی جوار باد وهی او ګرد یی په نورو بوټو پریوځی نو پدی بنسټ ډېر ګرد تولیدوی چی د باسیلس توریجینیسیس جینونه لری پدی بنسټ ګڼ شمیر ساینس پوهان پدی فکر دی چی ښایی دا جوار د سیمی د پتنګانو (پروانه ؤ) په پرګنو اغیزی ولری. ځنی څېړنو (ریسرچونو) ښودلی چی کله چی دا ګرد په شاوخوا کټرپیلار لرونکو بوټو کښينی او کټرپیلار یی وخوری نو د مړینی کچه یی لوړیږی (پدی بنسټ د ښو کټرپیلارونو د بیلګی په ډول د Monarch شمېره لږ ده).

باور کیږی چی په جوارو کی د باسیلس توریجینیسیس دا جینونه په هغه وګړو او رمو (پسونو او میږو) ناوړه اغیزی نلری چی نوموړی جوار خوری مګر په اوږد مهال کی پدی اړه ازمیښتونه ندی شوی. نوموړی کمپنئ دولت هم پدی قانع کړئ چی هغه جوار له داسی نښې پرته مارکیټ ته وړاندی کړی چی دا څرګندوئ چی هغه د جینیتکی انجینرئ پوسیله جوړ شوی دا ځکه چی که تاسو ته خوښه درکړل شی او پدی پوه شئ چی دا جوار د جینیتیکی انجینرئ پوسیله تولید شوی نوښایی هغه ونه پېرئ. سربیره پردی نوموړی کمپنئ پدی جوارو کی داسی جینونه هم ځای په ځای کړی چی پخپله د هغو د مرګ سبب کیږی چی پدی ډول کروندګر هغه له یوه کال څخه بل کال ته زیرمه نه کړی او د هغو په ځای نور تخم واخلئ. د کښت د لوی کاروبار لپاره دا کار یوه کوچنئ اغیزه لری مګر د کوچنی کروندی یا د هغی کروندی لپاره دا یوه لویه بلا ده چی یواځی د یوی کورنئ لپاره وی. د پیسو د ساتلو په موخه کوچنی کروندګر ډېر ځل د کښت په موخه د یوه کال تخم راتلونکی کال ته ساتی پدی بنسټ که دوی همدا د جنیتیکی انجینرئ پوسیله جوړ شوی جوار کښت هم نکړی نو د څنګ د کروندی څخه یی ګرد پری پریوځی او د کښت وړ ژوندی تخم تری لاس ته نه راځي.

• همدی کمپنئ یو بل نظر هم وړاندی کړ هغه دا چی د هغه کبانو څخه به جینونه واخلی چی په یخو اوبو کی ژوند کوی او رومی بانجانو کی به یی د ننه (Transplant) کړی، پدی ډول به داسی رومی بانجان تولید کړی چی یخ وزغملئ شی، دی کمپنئ بیا دولت پدی قانع کړ چی په نوموړو رومی بانجانو داسی نښه ونه لګوی چی وښیی چی هغه د جینیتیکی انجینرئ پوسیله تولید شوی او د کبانو جینونه لری، پدی ډول به تاسو دا خوښه ونلرئ چی څه شئ باید وخورئ. په ډېره لږ کچه به دا کار هغه وګړو ته یوه ستونزه وی چی سابه خوړونکی (Vegetarian) دی او نه غواړی چی کبان وخوری. یوه شدیده اغیزه یی ښایی دا وی چی هغه وګړی چی له کبانو سره حساسیت لری نو لدی ډول رومی بانجانو سره به هم حساسیت ولری او په پایله کی به یی روغتون ته لاړ شی (یا به یی حالت خراب شی). یوځل بیا باید وویل شی چی د دولت له خوا د منظورولو مخکی د نوموړو رومی بانجانو ازمیښتونه ندی شوی او په اوږد مهال کی یی په انسانانو باندی د اغیزو (یا نورو اغیزو) په اړه معلومات شتون نلری.

• همدا کمپنی یو ډول ګیاه وژونکی مواد herbicide هم جوړوی چی په پراخه کچه تری استفاده کیږی او یوه نظریه یی وړاندی کړی چی د جینیتیکی انجینرئ له لاری به داسی پنبه، سویابین او نور پیداوار لرونکی بوټی جوړ کړی چی نوموړی ګیاه وژونکی مواد herbicide به پری اغیز نلری. پدی ډول به کروندګر وکولئ شی (یا به مجبور وی) چی خپل تخمونه له همدی کمپنئ نه واخلی او وروسته له همدی کمپنئ نه ګیاه وژونکی herbicide هم واخلی او پخپلو حاصلاتو باندی یی وشیندی او له نوموړو موادو څخه د خوندی حاصلاتو پرته نوره ګیاه پری له منځه یوسی او په یو وخت خپلی پیسی د نوموړي شرکت په جیبونو کی واچوی. لمړنیو څېړنو ښودلی چی دی مقاومو جینونو لا پخوا سیمی ته لار موندلی او د سیمی حاصلات یی نوموړو ګیاه وژونکو موادو ته مقاوم کړی دی، مګر په اوږد مهال کی یی په انسانانو، نورو حیواناتو او په عمومی ډول په چاپیریال باندی د اغیزو په اړه معلومات شتون نلری.

• په زړه پوری ټکئ دا ده چی نوموړی شرکت د متحدو ایالتونو دولت پدی قانع کړی چی د هغی په جنیتیکی ډول تولید شوی ژوندی موجودات یا GMOs د پلورلو، کښت کولو او خوړلو لپاره خوندی (بی ضرره) دی او لدی سره په یو وخت یی دولت پدی هم قانع کړی ده چی وګړی باید پدی پوه نشی چی څه خوری چی دا کار په نورو سیمو کی صحیح نده. څومره چی ما اوریدلی، د نړئ په ګڼ شمیر نورو هیوادونو کی ددی کمپنئ د تخمونو پیرل غیرقانونی دی او په ګڼ شمیر سیمو کی په خوراکی توکو داسی نښه لګول کیږی چی په جینیتیکی ډول پکي شته ژوندی موجودات معلوم وی.
په جینیتیکی ډول د اصلاح شویو خوراکی توکو په اړه د نورو معلوماتو لپاره Dr. Fankhausers’s Web page on that topic وګورئ.

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب