د جاذبې قوه

د جاذبې قوه

جاذبه په معنا د راښکلو ده یعنې جاذبه د ځمکې هغه قوه ده چې په وسیله یي ځمکه ځانته اجسام راکښوي او نه پریږدي چې یو جسم له ځمکې څخه پورته لاړ شي مګر هغه وخت چې په جسم وارده شوې قوه چې جسم پورته کوي، د ځمکې له جاذبي څخه زیاته شي. ځمکه د بحر د سطحې سره سم هر شې په 9.8 m/s2 اسرا سره ځانته راکاږي. لاندې انځور د ځمکي د جاذبي قوه ښايي.

هغه ژووي چې له اوبو څخه راوزي اړتيا لري چې له جاذبې سره توافق زده کړي. دا کار د لازياتې انرژۍ د کارولو، غښتلو عضلاتو او هډوکو او پياوړي زړه ته اړتيا لري.له جاذبې سره توافق کول

جاذبه او د جوړښت ملاتړ

په اوبو کې د حيواناتو وزن نه احساسیږي،  ځکه چې اوبه يې جسد نیسي. خو کله چې ژوي وچې ته راووځي نا څاپه د جاذبې تر اغیزې لاندې راځي. خو د حيرانتيا خبره دا ده چې کوچنيو، چنګاښ وزمه ژوو، او د حشراتو پخوانیو خيلونو خپل کوچنی جسامت او سپک بهرنی اسکليټ همداسې ساتلی دی. ځکه چې جاذبه د دوی لپاره کومه لويه ستونزه نه رامنځته کوي. ګڼو نورو چې وزرونه درلودل الوتل يې زده کړي دی. په لاندیې انځور کې ګورو چې کله کشف په اوبو کې دی نو پورته حرکت کولی شي یعنې جاذبه پرې زیاته تاثیر ګذاره نه ده خو کله چې د حیوان له اوبو څخه وچې ته راختلی دی نو جاذبه نه پریږدي چې پورته خیز واچوي.

هغو لويو ژوو چې داخلي اسکليټ درلود اړ وو چې له جاذبې سره توافق وښيي. دا توافق غښتلو هډونو، عضلاتو، زړونو او پلو ته اړتیا درلوده. دې ژوو له خپلو کوچنيو نيکونو څخه په تدريجي ډول داسې جسمونو ته پراختیا وکړه چې د جاذبې له فشار سره د توافق وړتيا لري.

بهرنی او داخلي اسکليټ

موږ پر ځمکه دوه ډوله اسکليټونه وينو: بهرنی اسکليټ Exoskeletons او داخلي اسکليټ Endoskeletons چې په دې اسکليټ کې جسد د هغو هډونو په واسطه حمايت کیږي چې د پوستکي او عضلاتو په داخل کې پروت دی.

your ads

بهرنی اسکليټ

بهرنی اسکليټ له جسد څخه بهر دی چې د زغرې په څير تر راتاؤ دی. ښه بیلګه يې چنګاښ دی چې پخپله کاسه کې راتاؤ شوی دی. بهرنی اسکليټ د جسد ساتنه کوي. سپک خو ډیر غښتلي دی او په منځ کې يې د عضلاتو د نښتلو لپاره ځايونه لري. دا کاسه  ژوي له ډيهايډريشن (د بدن د ابو له کمښت)، داړه مارو ژوو او د لمر د وړانګو له زياتوالي څخه ساتي.

بهرنی اسکليټ يو لړ ستونزې هم راپورته کوي. یوه یې دا ده چې د جسم له لوېيدو سره کاسه نه غټيږي نو بايد په دوره يي شکل وغځول شي. دا کار اصلا د هغې هڅې په پايله کې ترسره کیږي چې ژوی غواړي له کاسې ووځي. تر څو نوې راټوکيدلې کاسه کلکيږي، ژوی له نامساعده شرایطو سره مخامخ وي چې ښايي څو ساعته بر ته ونيسي. که بهرنی اسکليټ ویجاړ شي بيا ترميم يې خورا ستونزمن دی خو چنګاښ او ګڼ نور حشرات که يوه پښه له لاسه ورکړي بيرته يې شنه کوي. بهرنی اسکليټ د چنګاښ، لوبسټر، حشراتو او غڼې له خوا کارول کيږي. خو دا کوچني ژوي دي.

داخلي اسکليټ

داخلي اسکليټ د جسد دننه هډونه دي. دا هډونه د جسد په نیغ درولو او په لاره تللو کې مرسته کوي او يو لړ جوړښتونه لکه جمجمه او د پښتيو صندوق د نازکو او حياتي غړو ساتنه کوي. د داخلي اسکليټ هډونه د بدن لپاره د کلسيم يوه زيرمه جوړوي او امکان لري چې کلسیم را بيل او د اړتيا پر مهال په نورو لارو وکارول شي. که د داخلي اسکليټ هډونه مات شي بيرته روغيږي خو د يوه ډاکتر مرسته پکار ده چې دواړه هډونه په سمه توګه سره يو ځای کړي.

د داخلي اسکليت لرونکي ژوي په آسانۍ وده کوي ځکه چې د دوی د بدن بهر کوم مانع نشته چې د ودې مخنيوی وکړي. بهرنيو صدماتو ته مخامخ دي خو د ژونديو انساجو بيا ترميم کومه ستونزه نه ده. عصبي رشتې د دوی په پوستکو کې ختميږي چې د عصبي رشتو دا څوکې يې له چاپیرياله خبروي: چې آیا چاپيریال تود او که یخ دی، لند که وچ، زیږ او که نرم دی. کله چې زخمي شي د درد احساس کوي او دا معلومات خورا مهم دي.

د بدن يو لړ انساج يې پر غضروفو حمايه شوي دي. عضروف ربړ ته ورته شخ انساج دي . تاسې پخپل غوږ او د پوزې په څوکه کې غضروف لرئ. يو لړ بحري حيواناتو لکه د شارک په بدن کې د هډونو پر ځای غضروف موجود دي.

لنډه دا چې د جاذبه سره د توافق لپاره حیوانات د بیلا بېل سکلیټي جوړښت لرونکي او دغه سکلیټي جوړښت د حیواناتو حرکت د جاذبې په مقابل کې حمایه کوي او د وړندي تګ توان وربښي.

تمرین

لاندې ژووي په اسانۍ سره وده کوې.

داخلي سکلیت لرونکي                    B. خارجي سکلیت لرونکي

لاندې یو بهري حیوان د هډوکو پر ځای غضروف لري

ډول فن ماهي          B. شارک

لاندې حیوانات بهرنی سکلیت لري.

چنګاښ                 B. مار

حل تمرین

  1. لاندې ژووي په اسانۍ سره وده کوې.
  2. داخلي سکلیت لرونکي B. خارجي سکلیت لرونکي
  3. لاندې یو بهري حیوان د هډوکو پر ځای غضروف لري
  4. ډول فن ماهي B. شارک
  5. لاندې حیوانات بهرنی سکلیت لري.
  6. چنګاښ                B. مار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب