اسلام له نظرهاسلامي نړۍ او امت

تعصب د قرآن او حدیث له نظره

شرعي نصوص هم تعصب د اسلامي بنسټونو نفی او جاهلیت بولي

لکه وړاندې مو چې وویل: اسلام او شرعي نصوص د مینې او محبت بنسټ ایمان او عقیده ګڼي، او یو بل سره د مرستې او کومک بنیاد حق او عدالت ګڼي او د فضلیت او برترۍ معیار تقوی او په اسلامي او انساني اخلاقیاتو ښه التزام بولي، او کله هم چې څوک دا وغواړي  چې ددې معیارونو پر ځای نور معیارونه ځای پر ځای کړي هغه د دغه اسلامي بنسټونو نفی او جاهلیت ګڼي.

لومړی: د مینې او محبت معیار عقیده، او په الله تعالی او د هغه په رسول محمد صلی الله علیه وسلم باندې ایمان دی، په همدې عقیدوي بنسټ باید مسلمان یو دبل سره دوستي وکړي، په همدې اساس یو د بل سره مینه ولري، که د چا سره نفرت هم لري له دې امله یې ولري چې هغه حق ته غاړه نه ږدي، حق نه مني او د باطل ترڅنګ ولاړ دی، مګر که څوک یو مسلمان بد ګڼي ځکه  چې هغه دده له قوم، قبیلې، هېواد، سیمی او ژبې سره تړاو نه لري، او په عین حال  کې  یو کافر او بی دینه انسان ددې لپاره ښه ګڼي چې  هغه دده له قوم څخه دی، دده د وطن او سیمې اوسېدونکی دی دده په ژبه خبرې کوي ، او یا دده له کورنۍ او قبیلې سره تړاو لري.

نو دا د هغه بنسټیز معیار سره مخالفت دی چې الله تعالی یې په لاندی آیتونو کې په څرګنده توګه بیانوي، فرمایی:{ لا تَجِدُ قَوْماً يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ } … [المجادلة : 22]

ژباړه: داسې خلک به ونه مومې چې په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان لري، او بیا له هغه چا سره چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سره دښمني کوی دوستي ولري، ولو که هغه یې پلرونه، زامن، وروڼه او کورنۍ هم وي. یعنې دلته د دوستۍ معیار او بنسټ خپلولي او قرابت نه دی، بلکې د دوستۍ او دښمنۍ معیار په الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره د خلکو تعامل او ایمان دی.

همدا راز الله جل جلاله  په ډېر صراحت سره په سورت انفال کې په دوه آیتونو کې دا بنسټیز اصل داسې بیانوي، فرمایی: { إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ …. وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ } [ الأنفال :۷۲- ۷۳] الله تعالی فرمایی: یقینا هغه خلک چې ایمان یی راوړی، هجرت یی کړی، او په خپلو مالونو او ځانونو باندې یې د الله جل جلاله  په لار کې جهاد کړی، او هغه خلک چې (رسول الله صلی الله علیه وسلم او مهاجر اصحابو) ته یې پناه ورکړې او مرسته یې ورسره کړې، همدوی یو دبل دوستان دي …. او هغه خلک  چې کفر یې کړی یو د بل دوستان دي که تاسې دا (په خپلو منځونو کې دا دوستي) ونه کړئ نو دا به په ځمکه کې د یوې لویې فتنې او ستر فساد لامل وګرځي. یعنې دلته د دوستۍ او محبت معیار او بنسټ په الله تعالی باندې ایمان دی، که څوک له الله تعالی سره مینه او محبت ولري د مسلمان د محبت مستحق دی، هغه که د هر قوم، هرې قبیلې او هرې سیمې سره اړیکې ولري، له همدې امله کومه ټولنه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم جوړه کړې وه په هغې کې صهیب رومي، بلال حبشي، سلمان فارسي د ابوبکر او عمر په څېر د قریشي سردارانو وروڼه ګرځیدلي ؤ، او په عین حال کې ابولهب د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سکه تره او عمرو بن هشام (ابو جهل) د پیغمبر علیه السلام د تره زوی دده د دوستۍ مستحق نه شمېرل کېدل، په همدې بنسټ باندې الله تعالی غواړي د خلکو ترمنځ عمومي اړیکې جوړې شي.

۲- په یو لړ نصوصو کې تعصب د کفر یو عمل او یوه څانګه بلل شوې ده، د همدې په اړه په قرآن کریم کې په تفصیل سره راغلي دي، ابن جریر طبري په خپل سند سره د زید بن اسلم نه روایت کوي، وايي: شأس بن قیس چې په جاهلیت کې بوډا شوی، یو لوی کافر ؤ، له مسلمانانو سره یې سخته کینه او حسد درلود، د اوس او خزرج قبیلو سره اړېکې درلودونکو صحابه کرامو د یو مجلس ترڅنګ تېر شو، ویې لیدل چې دغه صحابه ناست دي او په خپلو منځونو کې خبرې اترې کوي، دغې صحنې او حالت ورته ډېر زور ورکړ، چې دوی د اسلام له امله څومره په اتفاق دي، ددوی ترمنځ څومره مینه او محبت دی، سره له دې چې له دې وړاندې په جاهلیت کې د دوی ترمنځ څومره دښمنۍ وې! نو ویې ویل: په دې سیمه کې د بنو قیلة  د مشرانو ترمنځ څومره وحدت او اتفاق رامنځته شوی؟ که ددوی ترمنځ هم داسې اتفاق او وحدت وي نو بیا خو موږ دلته په ارام نشو اوسېدلی، نو یوه یهودي ځوان ته چې له ده سره روان ؤ، ویې وویل: دوي ته ورشه ورسره کېنه، او د بعاث جنګ ورته را یاد کړه، او د بعاث د جنګ  څخه چې وړاندې څه تېر شوي هغه ورته را یاد کړه، هغه یو څه اشعار هم ورته واوروه چې د بعاث د جګړې په باب دواړو قبیلو ویلي وو.

بعاث د اوس او خزرج ترمنځ تېر شوی یو جنګ و چې د اوس قبیله پکې په خزرج باندې برلاسه شوې وه، نو هغه ځوان هم داسې وکړل، کله چې دا خبرې هغه صحابه کرامو واوریدلې، نو هغوی هم په مناقشه او بحث کې راګډ شول، په خپلو کې یی اختلاف پیدا شو، او هر چا په خپل قوم تفاخراو ویاړنه پیل کړه، په دې کې دوه تنه سره په ګونډو شول، چې یو یې د اوس د قبیلې د بنی حارثه بن الحارث څخه و چې اوس بن قیظي نومیده، او بل یی د خزرج د قبیلې د بنی سلمه څخه و چې جبار بن صخر نومېده، دواړو سره خبرې تیزې کړې او یو بل ته یی وویل: که غواړې چې  بیا له سره کړو (یعنې بیا له سره یو دبل مقابله وکړو او جنګ سره وکړو) دواړه ډلې په قهر شوې، او  چې غږ یی کړ: وسله وسله! د مدینې څخه بهر په حرة کې به سره ګورو (یعنې د جنګ او مقابلې میدان به مو د مدینې څخه بهر د حرې ډاګ وي) نو هره قبیله د خپلې ډلی سره ودرېدله، د خزرج قبېلې خلک یو د بل په څنګ کې ودرېدل، او د اوس قبیلې خلک هم یو د بل په څنګ کې ودرېدل، او د هماغې نعرې او چغې په بنسټ چې جاهلیت  کې اوچتوله یې دغه کار وکړ، دا خبر چې کله پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورسېده، نو د مهاجرینو او انصارو له یو ټولګي سره دوی ته ورغی، او ویې فرمایل: اې مسلمانانو! د الله جل جلاله نه وویریږئ، آیا بیا د جاهلیت په نعرو سره راټولیږئ، سره له دې چې زه ستاسې په منځ کې موجود یم؟ او وروسته له دې چې الله تعالی تاسې ته اسلام دروښوده، او د اسلام په ذریعه یې تاسې ته عزت درکړ، او د اسلام په وسیله یې جاهلیت له تاسې څخه قطع کړ، او ددې په ذریعه یې له کفر څخه خلاص کړئ او ستاسې ترمنځ یې الفت او محبت ایجاد کړ؟ آیا ددې ټولو نه وروسته بیا هم تاسې هغه کفر ته ورګرځئ چې مخ کې پکې وئ؟ کله  چې خلکو دا واورېدل نو پوه شول چې دا د شیطان یوه لمسونه وه، او د دښمن یو چل وه، نو وسلې یې له لاسونو نه وغورځولې ، ویې ژړل، د اوس او خزرج ځوانانو یو بل ته غاړې ورکړې (خوشحاله شول، محبت یې په منځ کې تازه شو) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مطیع او فرمانبرداره بېرته په داسې حال کې راوګرځیدل چې الله تعالی د الله جل جلاله  د دښمن شأس بن قیس دسیسه ناکامه کړې وه.

او د هغه اصحاب کرامو په اړه چې د شأس بن قیس د شیطانت له امله په تعصب او اختلاف کې پریوتي وو، دا آیتونه نازل شول:

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا فَرِيقًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ (100) وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنْتُمْ تُتْلَى عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللَّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ وَمَنْ يَعْتَصِمْ بِاللَّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (101) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ (102) وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ …. وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (105)} [آل عمران:۱۰۰- ۱۰۵]

ژباړه: اې د ایمان خاوندانو که چېرته تاسې د اهل کتابو څخه د یوې ډلې خبره ومني نو تاسې به د ایمان راوړلو نه وروسته کافران کړي، تاسې څنګه کفر کوئ، سره له دې چې تاسې ته د الله جل جلاله  آیتونه لوستل کېږي او تاسی که د الله تعالی رسول هم په تاسې کې موجود دی او چا چې د الله په دین منګولې ولګولې نو هغه سمه لاره وموندله، اې مؤمنانو! د الله تعالی نه داسې وویریږئ څنګه چې له الله تعالی څخه د وېرېدلو حق دی، او تاسی ته باید مرګ په داسې حال کې راشي چې تاسې مسلمانان اوسئ، د الله تعالی په دین ټینګې منګولې ولګوئ او ډلې ډلې مه کېږئ، او په خپل ځان باندې د الله جل جلاله  نعمتونه را یاد کړئ چې تاسې په خپلو کې سره دښمنان وي نو ستاسې په زړونو کې یې محبت او الفت واچوه، او تاسې د اور د کندې په څنډه ولاړ وئ، نو د هغې نه یې وژغورلئ، دغه راز الله تعالی تاسې ته خپل آیتونه څرګندوي، ښایي چې تاسی هدایت ومومئ …او د هغه خلکو په څېر مه کېږئ چې ډلې ډلې شول، او هغوی ته د څرګندو آیتونو د راتللو نه وروسته یې اختلاف وکړ، دهمدوی لپاره لوی عذاب دی.

په دې آیتونو کې په تعصب کې غورځیدلو ته ځای، ځای کفر ویل شوی دی، هغه اختلاف او په خپلو نسبونو او خپلو قبېلو فخر کول او هغه غوره بلل کفر ګڼل شوي دي، د قوم او قبېلې په بنسټ ډلې ډلې جوړېدل او د اسلام او عقیدې بنسټ پرېښودلو څخه د کفر په لفظ تعبیر شوی دی چې دا په خپله د تعصب او قوم پرستۍ او قبېله پرستۍ بدي په څرګند ډول بیانوي.

۲- تعصب د جاهلیت یوه برخه او یوه نښه ده، په هر چا کې چې په هره اندازه تعصب موجود وي هغه همدومره په جاهلیت کې ډوب او غرق دی، دا ډېر په څرګند ډول په ډېرو احادیثو کې راغلی دي، د جبیر بن مطعم نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ » هغه څوک له موږ څخه نه دی څوک چې تعصب ته خلک رابولي، او هغه څوک له موږ څخه نه دی چې د تعصب په بنسټ جنګ کوي، او هغه څوک چې په تعصب باندې مري، له موږ څخه نه دی.
همدا راز د ابو هریرة رضی الله څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “مَنْ قَاتَلَ تَحْتَ رَايَةٍ عُمِّيَّةٍ، يَدْعُو إِلَى عَصَبِيَّةٍ، أَوْ يَغْضَبُ لِعَصَبِيَّةٍ، فَقِتْلَتُهُ جَاهِلِيَّةٌ”  چا چې د ړانده بیرغ لاندې جنګ وکړ چې تعصب ته خلک رابولي، او د تعصب په بنسټ په غوسه کېږي نو د هغه جګړه د جاهلیت جګړه ده.

په یو بل حدیث کې جندب بن عبد الله البجلي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه مبارک فرمایي:«مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ، يَدْعُو عَصَبِيَّةً، أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً، فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ» څوک چې د تعصب د بیرغ لاندې ووژل شو، چې تعصب ته بلنه کوي او د تعصب په بنسټ باندې مرسته کوي نو مرګ یې د جاهلیت مرګ دی.

۳- تعصب یو بدبوی لرونکی  فکر او نا ولې نعره ده، پیغمبر صلی الله علیه د تعصب چغه او نعره په داسې صفت یاده کړې چې له ورایه ترې باید د انسان کرکه وشي، فرمایلي یې دي: (دا پریږدئ ځکه چې دا یوه نا ولې او بدبوداره خبره ده) یعنې په دې کې چې انسان هر څومره ګوتې وهي هغومره د هغې خباثتونه او ګندګۍ رابرسیره کېږي.

حضرت جابر بن عبد الله رضي الله عنه فرمایي: (كُنَّا فِي غَزَاةٍ فَكَسَعَ رَجُلٌ مِنْ الْمُهَاجِرِينَ رَجُلًا مِنْ الْأَنْصَارِ فَقَالَ الْأَنْصَارِيُّ يَا لَلْأَنْصَارِ وَقَالَ الْمُهَاجِرِيُّ يَا لَلْمُهَاجِرِينَ فَسَمَّعَهَا اللَّهُ رَسُولَهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَا هَذَا فَقَالُوا كَسَعَ رَجُلٌ مِنْ الْمُهَاجِرِينَ رَجُلًا مِنْ الْأَنْصَارِ فَقَالَ الْأَنْصَارِيُّ يَا لَلْأَنْصَارِ وَقَالَ الْمُهَاجِرِيُّ يَا لَلْمُهَاجِرِينَ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ)، موږ په یوه غزا کې ؤ، د مهاجرینو له ډلې څخه یو سړي د انصارو یو سړی له شا نه په لغته وواهه، نو انصاري چغه کړه: اې انصارو (راټول شئ) او مهاجر چغه کړه: اې مهاجرو (راټول شئ) رسول الله صلی الله علیه وسلم چې دا چغې واورېدې، نو پوښتنه یې وکړه، چې دا څه دي؟ نو صحابو ورته وویل: له مهاجرو څخه یو سړي د انصارو یو سړی په لغته وواهه، نو انصاري، انصارو ته غږ کړ، او مهاجر مهاجرینو ته غږ کړ، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (دا پریږدئ، دا نا ولې او بدبو لرونکې نعره ده) د مهاجرینو او انصارو القاب څومره ښکلي او د عزت القاب ؤ، مګر کله چې د تعصب لپاره استعمال شول رسول الله صلی الله پرې څومره خفه شو او په څه یې وستایل!.

۴- د تعصب له امله د اسلام یو بنسټیز قانون له منځه ځي، هغه قانون چې په قرآن کریم کې الله تعالی مسلمانانو ته د هغه حکم کړی دی، الله تعالی فرمایی: {وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ } [المائدة: 2] یعنې د نیکۍ او تقوی په کارونو کې یو د بل سره مرسته وکړئ، او د ګناه او په بل باندې په تېري کې یو د بل سره مرسته مه کوئ، دا د اسلام قانون دی  چې باید مسلمان پرې ملتزم وي، د چا سره د مسلمان تأیید او مرسته هېڅ کله هم باید په دې اساس ولاړه نه وي چې هغه یې د قوم، قبیلې او کورنۍ او سیمې او وطن سړی دی، بلکې باید دې ته وګوري چې هغه کار چې دی یې تأییدوي او په هغه کې ورسره منډه وهي، د نیکۍ او تقوی کار دی که نه؟ په دې اړه حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي: (من أعَان قوما على ظلم فَهُوَ كالبعير المتردي فَهُوَ ينْزع بِذَنبِهِ) یعنې څوک چې په ظلم د چا سره مرسته کوي هغه په ژور ځای کې د لویدلي اوښ په څېر دی چې د لکۍ په وسیله یې د راویستلو کوښښ کېږي.

۵- د کوم قوم، قبیلی، کوم هېواد او سیمې اوسېدونکو سره تعصب درلودل، او هغوی سره په مجموعي توګه نفرت لرل، د اسلام د عدل له نظام سره په ټکر کې واقع دی، او دا ځکه چې په اسلام کې مسؤولیت فردي دی، هېڅ کله هم د یو قوم ټول افراد، د یوې سیمې، او یو وطن ټول اوسېدونکي، د یوې ژبې ټول ویونکي، د یو مذهب ټول اتباع، د عمل او کړنو په لحاظ یو ډول نشي کېدلی، په دوی کې به ښه هم وي او بد هم، ظالمان به هم وي او عادل او منصف خلک به هم، اسلام دا ټول په یوه تله نه تلي، بلکې د هر چا سره د هغه د انفرادي کړنو په بنسټ تعامل کوي، او قانون یی دا دی چې په دنیا او آخرت کې پرې د عدل نظام قائمول غواړي، د هغه په اړه چې الله تعالی فرمايي: {مَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى} [الإسراء: 15]

ژباړه: څوک چې په سمه لار وه نو د هدایت ګټه یې د ځان لپاره ده، او څوک چې ګمراه شو نو د ګمراهۍ تاوان یې د ځان لپاره دی، او هېڅوک هم د بل چا د ګناه بار په خپله غاړه نه اوچتوي. یعنې هر څوک د خپلی ګناه او خپل بد کار پیټی په خپله وړي، دا قانون په دنیا کې هم دی او په آخرت کې هم، یعنې د یو یا څو انسانانو د ګناه او بد اخلاقیو له امله د ټول قوم، قبیلې او سیمې د خلکو سره نفرت لرل هېڅکله هم د عدل او انصاف تعامل نه دی.

دا یوازې د قرآن حکم نه دی بلکې د پخوانیو انبیاوو تعلیمات هم همدا ؤ، الله تعالی فرمایی: {أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِي صُحُفِ مُوسَى (36) وَإِبْرَاهِيمَ الَّذِي وَفَّى (37) أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى (38) وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى (39)} [النجم: 36 – 39]

ژباړه: آیا انسان ته د هغه څه خبر نه دی ورکړ شوی چې د موسی (علیه السلام) په صحیفو کې موجود دي او د هغه څه چې د ابراهیم (علیه السلام) په کتاب کې موجود دي، چې په خپله وعده یې وفا وکړه (او هغه دا چې ) هېڅ انسان د بل انسان د ګناه او بد کار پیټی نه وړي، او دا  چې د هر انسان لپاره یوازې د خپل عمل جزا او سزا ده، یعنې همدا خبره د حضرت موسی او حضرت ابراهیم علیهما السلام په کتابونو کې هم وه چې هر څوک به د خپل عمل حساب ورکوي، هېڅوک د بل چا په عمل ګرم او مجرم نه شمېرل کېږي، مګر متعصب انسان یو قوم من حیث قوم د یو شمېر خلکو د کړنو په اساس مجرم ګڼي، او د هغی د بدو کارونو حساب د ټول قوم څخه اخلي!.

۷- په خپل قوم، قبیلې، نسب … فخر کول او له دې امله نورو ته په سپکه سترګه کتل او ځان افضل او بهتر ګڼل په حقیقت کې د اسلام د هغه اساسي او بنسټیز قانون سره په ټکر کې دی چې د قرآن کریم په دې آیت کې راغلی دی، {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ} [الحجرات: 13] ژباړه: اې انسانانو موږ تاسې د یو سړي او ښځې نه پیدا کړي یاستئ، او تاسې مو قومونه او قبیلې ګرځولي یاستئ چې په خپلو کې یو بل سره وپېژنئ، یقینا په تاسې کې د الله په وړاندې د ټولو نه بهتر انسان هغه دی  چې ستاسې ترمنځ تر ټولو زیات تقوا داره وي، یقینا الله تعالی عالم او پوه دی.

همدا خبره په ګڼ شمېر احادیثو کې داسې راغلې ده رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل وروستي  حج حجة الوداع کې وفرمایل: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى عَجَمِيٍّ، وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلَا أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ، إِلَّا بِالتَّقْوَى أَبَلَّغْتُ» ژباړه: ای خلکو! ستاسې رب یو دی، ستاسې پلار (حضرت آدم) یو دی، په دې پوه شئ  چې عرب په غیرعربو فضیلت نه لري او نه عجم په عربو، همدا راز سور په تور فضیلت نه لري او نه تور په سور، مګر د تقوی په بنسټ او اساس، آیا ما دا خبره تاسې ته در ورسوله؟ دا خبره یې په هغه خطبه  کې وکړه چې د ډېرو مهمو قضایاو لپاره یې ځانګړې کړې وه، له دې څخه دا معلومیږي چې دا د اسلام یو ډېر بنسټیز اصل دی چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وروستيو وصیتونو کې شامل و، نو بناء د اسلام له نظره فضیلت په دې کې نه دی چې انسان یو ځانګړي قوم، قبیلې، هېواد، سیمې، نسل او …سره اړیکې ولري، بلکې د فضیلت معیار تقوی او د الله تعالی څخه وېرېدل او ښه کردار دی، که څوک د فضیلت معیار دا ونه ګڼي او د تعصب په بنسټ نور څه د فضیلت او برترۍ معیار وبولي د هغه دا کړنه د دې الهي اصل سره په ټکر کې ده.

۸- د تعصب په بنسټ د خلکو سره تعامل انسان په ظلم کولو مجبوروي، ځکه کله چې په ناحقه انسان د خپل قوم، قبیلې، کورنۍ … سره دریږي، او همدا راز کله  چې  د یو قوم، یوې کورنۍ ، یوې سیمې د خلکو … سره د نفرت په بنسټ په ناحقه توګه د هغوی پر ضد دریږي، همدې ته ظلم، او ګناه ویل کېږي ، حضرت واثله بن الاسقع وایي: چې د رسول الله نه مې پوښتنه وکړه چې (يا رسول الله ! ما العصبية ؟ قال: ‘ أن تُعين قومك على الظلم) اې د الله پیغمبره ګناه څه ته وايي؟ پیغمبر علیه السلام وفرمایل: ګناه دا ده چې ته په ناحقه توګه د خپل قوم مرسته وکړی، او اسلام خو په هر حالت کې ظلم حرام کړی دی، ابو ذر غفاري (رضی الله عنه) د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه یو قدسي حدیث کې فرمایي: الله تعالی فرمایی ما په خپل ځان باندې ظلم حرام کړی دی، او ستاسې ترمنځ مې هم حرام کړی دی، نو یو بل باندې ظلم مه کوئ؛ او په بل حدیث کې عبد الله بن عمرو بن العاص د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه روایت کوي فرمایی: (إياكم والظلم فإن الظلم ظلمات يوم القيامة) له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه ظلم د قیامت په ورځ د تیارو لامل ګرځي.

حتی د کافر او ظالم په مقابل کې هم ظلم حرام دی، دا په ډېر صراحت سره په قرآن کریم کې راغلي دي الله تعالی فرمایی: {وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَنْ تَعْتَدُوا} [المائدة: 2] د کوم قوم دښمني دې تاسې له دې امله چې هغوی تاسې د مسجد حرام څخه منع کړي ظلم او تېري ته اماده نه کړي، همدا راز الله تعالی فرمایي: {وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى} [المائدة: 8] د کوم قوم دښمني دې تاسې دې ته اماده نه کړي چې عدل ونه کړئ، عدل او انصاف وکړئ، دا طرز عمل تقوی ته ډېر نږدې دی.

تر دې چې الله تعالی د محاربو کفارو سره هم ظلم ناروا بولي الله تعالی فرمایی: {وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ} [البقرة: 190] د الله تعالی په لار کې د هغه چا پر ضد جنګ وکړئ چې تاسې سره جنګیږي، او تېری او ظلم مه کوئ، یقینا الله تعالی ظلم او تېري کوونکي خلک نه خوښوي. نو کله چې متعصب همیشه ظالم وي او الله جل جلاله هېڅکله هم ظالم سره مینه نه لري، نو آیا یو مسلمان متعصب  کېدلی شي؟.

۹- تعصب د مسلمانانو ترمنځ د بغض،  کینې او دښمنۍ لامل ګرځي، حال دا چې بې شمېره شرعي نصوص، آیتونه او احادیث د مسلمانانو ترمنځ د ورورلۍ، دوستۍ، مینې او محبت امر کوي، نو بناء تعصب ددې ټولو نصوصو سره په ټکر کې واقع یو عمل دی، الله تعالی فرمایي: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ} [الحجرات: 10] مؤمنان په خپلو کې سره وروڼه دي، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: (الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ…) مسلمان د مسلمان ورور دی نه پرې خپله ظلم کوي، او نه یې د بل چا ظلم کولو ته بې مرستې پریږدي، په دې مفهوم ډېر زیات نصوص راغلي دي، نو بناء متعصب انسان ددې ټولو نصوصو په مخالفت کې واقع کېږي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: