د مفاهیمو او اصطلاحاتو څرګندول (قرضاوي)

یادونه:
دا لینکه د اسلامي نړی د پیاوړی عالم او دعوتګر دوکتور یوسف قرضاوي د ارزښتمن کتاب (الصحوة الإسلامية بين الاختلاف المشروع والتفرق المذموم) د پښتو ژباړې بله برخه ده چې د اصلاح آنلاین همکار، تکړه قلموال خلیل الرحمن حنیف صاحب پیل کړې ده.
اصلاح آنلاین په داسې حال کې چې له لوی خدای څخه  قدرمن لیکوال او درانده ژباړن ته د اوږده عمر، د اسلام د خدمت د لا توان او په آخرت کې د ستر اجر غوښتونکی دی، خپلو قدرمنو لوستونکو ته دغه ارزښتمنې مرغلرې په پرلپسې توګه پدې هیله ډالی کوي چې دا امت یو ځل بیا د تفرقې له ناولو لومو څخه د وحدت سپیڅلې کړۍ ته راووزي.
په همدې هیله

د مفاهیمو او اصطلاحاتو څرنګوالۍ او یووالۍ د مهمو موضوعاتو څخه شمیرل کیږي، دا کار کولی شي د مسلمانانو ترمنځ شته فاصلې را لنډې کړي، د مفاهیمو او اصطلاحاتو کره روښانول او دقیق تشریح کول ډیرې منازعې ورکولۍ شي، په اړه یې اشتباهات او جنجالونه لمنځه وړلۍ شي.
ډیر به تاسې داسې لیدلي وي چې د اختلاف او منازعې لامل د یوې معنا او مفهوم د تعیین په اړه را پورته شوی وي، خو که چیرې د اختلاف دواړه لوریه لږ ژور فکر وکړي کولی شي چې د ستونزې جرړې روښانه کړي او په یوه منځنۍ خبره سره هوکړه وکړي.
د همدې خبرې په بنسټ زموږ پخوانیو علماوو په خپلو مناظرو او بحثونو کې د نزاع او اختلاف په روښانولو ډیر تاکید کړی، ځکه دوی نه غوښتل چې د مفاهیمو او اصطلاحاتو په تړاو خلک اختلاف وکړي او سرونه مات کړي.
ډیر داسې پیښیږې چې اختلاف او جګړه د سره ښکیلو ډلو ترمنځ توده شي خو په پای کې ګورو چې د اختلاف لامل یې څو لفظي ټکي دي، او تر شا یې هیڅ ګټه او منفعت هم نه دی موجود.
تاسې وګورﺉ (خوارجو) پخواني مسلمانان کافر ګڼل، د هغوی سر او مال یې حلال شمیرلو، چې بیا ورپسې په نوي عصر کې ځینې تکفیري ډلې هم په همدې کنده کې ور ولویدلې د هغوی په پله یې پل کیښود، ځکه دوی د شرعي نصوصو په ډیرو مفاهیمو او اصطلاحاتو ښه نه پوهیدل، همدا وو چې د نیغې لارې بې لارې شول، او د خپلې خوښې معنا ګانې او مفهومونه یې له ګیډې را وایستل، چې په پایله کې د شریعت له غوښتنو بل خوا واوښتل خپله هم بې لارې شول او د نورو لاره یې هم تیاره کړه.
د دغه اصطلاحات له جملې څخه ځینې دادي: د ایمان او کفر مساله، شرک، نفاق او جاهلیت او نور د دغه موضوعاتو په ګاونډ کې را ولاړیدونکې مسالې.
دوی په شرع کې د دغه الفاظو مختلف استعمال ته نه دي ځیر شوي، دوی په دې نه دي پوهیدلي چې دغه الفاظ په اسلامي نصوصو کې کله د حقیقي معنا لپاره استعمالیږي او کله هم ترې مجازي معنا مراد وي.
که وګورو قرآني آیتونو او نبوي احادیثو ډیر ځله د ایمان لفظ استعمال کړی خو مراد یې ترې (کامل ایمان دی) نه هغه مطلق ایمان چې نشتوالي یې څښتن کفر ته رسوي.
او همدا معنا د قرآن په ډیرو آیتونو کې ښکاره ده، او ډیر نبوي احادیث هم د همدې معنا په تاکید صحیح روایت شوي.
رب تعالی وايي: (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ 2 الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ 3 أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا) انفال.
ریښتینې مؤمنان هغه دي چې د هغوی زړونه د الله د یاد په آوریدلو لړزیږي او کله چې د هغوی په وړاندې د الله آیتونه لوستل کیږي نو د هغوی ایمان زیاتیږي او هغوی پر خپل رب اعتماد لري، هغه کسان چې لمونځ قایموي، او څه چې موږ هغوی ته ورکړي دي له هغو څخه (زموږ په لاره کې انفاق) کوي، همدا خلک حقیقي مؤمنان دي.
په تیرو شوو آیتونو کې د ایمان مفهوم ته کتنه کوو ګورو چې په آیت کې له یاد شوي ایمان څخه مراد هغه کامل ایمان دی، دا مفهوم نه ترې اخیتسل کیږي چې ګواکي د چا زړه چې د الله په یاد نه لړزیږي نو هغه ایمان نلري، او یا دا چې څوک په الله توکل او اعتماد نلري هغوی بې ایمانه دي او د مؤمن والي له دایرې بهر شوي.
په بل ځای کې الله جل جلاله وايي: (قَدْ أَفْلَحَ  الْمُؤْمِنُونَ 1 الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ 2 وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ 3 وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ 4 وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ 5 إِلاَّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ 6 فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاء ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ 7 وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ 8 وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ 9 أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ 10) مؤمنون.
په باوري ډول هغو مؤمنانو بری موندلی چې، په خپلو لمنځونو کې عاجزي غوره کوي، له عبثیاتو څخه مخ اړوونکي دي، د زکات په کړنچارې عمل کوي، د خپلو شرم ځایونو ساتنه کوي، پرته له خپلو میرمنو او هغو ښځو چې د هغو وینزې وي چې پر هغو باندې (د شرم ځای په نه ساتنه کې) هغوی د پړکیدو وړ نه دي، البته که څوک له هغې پرته نور څه وغواړي همغوی زیاتۍ کوونکي دي، د خپلو امانتونو او د خپلو ژمنو او تړونونو لحاظ ساتي، او د خپلو لمونځونو ساتنه کوي، همدغه کسان وارثان دي.
په دې آیت کې د تیر آیت په څیر له ایمان څخه هغه کامل ایمان مراد دی، او له مؤمنانو څخه کامل مؤمنان مراد دي، نه دا چې څوک په لمونځونو کې عاجزي نه کوي یا دا چې د عبثیاتو څخه ځان نه ژغوري کافران دي او د ایمان له دایرې خارج شوي، نه، داسې نه ده دا کسان هم مؤمنان دي خو په ایمانونو کې یې نقصان شته.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: (هیڅ زاني زنا نه کوي په داسې حال کې چې مؤمن وي، هیڅ کس شراب      نه څښي په داسې حال کې چې مؤمن وي، هیڅ غل غلا نه کوي په داسې حال کې چې مؤمن وي)  په دې حدیث کې هم د ایمان نفی مراد نه ده، بلکې کمال د ایمان ترې مراد دی، حدیث د دې مفهوم نه ورکوي چې کله که څوک د دغه ګناهونو مرتکب کیږي نو کافران او د اسلامي امت څخه بهر دي.
ځکه که چیرې په پورتني حدیث شریف کې د اصل ایمان نفی مراد وی نو بیا به د دغه جرمونو مرتکبین مرتد شمیرل کیدل او هر یوه ته به د مرتد جزاء ښودل شوې وه، اوس ګورو چې دغه جرایمو ته د مرتد جزاء په شریعت کې نه ده ښودل شوې، نو له همدې څخه څرګندیږي چې د دغه جرایمو مرتکبین مرتد نه دي ایمانونه یې شته خو کامل نه دي، په ایمانونو کې یې نقصان موجود دی.
همدارنګه په بل حدیث شریف کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له دې څخه ممانعت ښودلی چې څوک دې د شرابو په دایمي څښونکي لعنت ووايي هغه داسې چې یوه صحابي د یوه شرابي په هکله وویل: اې الله ته لعنت پرې وکړې، څومره ډیر شراب به یې څښل، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: (لعنت مه پرې وایۍ، په الله قسم کوم چې زه پوهیږم هغه دا دي چې دغه کس د الله او د هغه د رسول سره مینه لري) .
دا حدیث په ښکاره دې ټکي ته اشاره کوي چې په ګناه اګر که کبیره هم وي ایمان له منځه نه ځي، ځکه ایمان د زړه له تل څخه سرچینه اخلي په همدې تړاو هغه کس د ګناه سره سره بیا هم د خدای او د هغه له رسول سره مینه لري.
دیته ورته احادیث ډیر زیات دي، چې د سنتو کتابونه پرې ډک شوي، همدغه احادیث د ایمان پړاونه په ګوته کوي چې ایمان په څه باندې اویا برخو ویشل شوی.

د بیلګې په توګه:

(مؤمن نه دی یو ستاسې تر هغې چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي کوم چې د ځان لپاره یې خوښوي) .
(په هغه ذات مې قسم چې زما نفس د هغه په لاس کې دی تاسې به ترهغې جنت ته داخل نشۍ ترڅو چې مؤمنان نشۍ، او ترهغې به تاسې مؤمنان نشۍ ترڅو چې یو د بل سره محبت ونکړۍ) .
(په الله قسم چې مؤمن نه دی، په الله قسم چې مؤمن نه دی، په الله قسم چې مؤمن نه دی، هغه څوک کوم چې ګاونډۍ یې له اذیت نه په امان نه وي) .
(هغه کس په ما ایمان نه دی راوړی کوم چې شپه په مړه ګیډه تیروي او ترڅنګ یې ګاونډۍ وږی وي او دی پرې خبر وي) .

شرک:

شرک هم ورته مثال دی، چې په دوه ډوله ښودل شوی، یو شرک اکبر دی چې هغه د الله جل جلاله سره په خدایۍ کې بل خدای شریک شمیرل دي، چې د دې عقیدې خاوندانو ته مشرکین وايي.
(إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء) النساء ۴۸. الله یوازې شرک نه بښي، او بښي پرته له شرکه نورې ټولې ګناوې چاته یې چې خوښه شي.
دا د شرګ ګناه ده، چې شرک جلي، یا شرک مطلق او یا هم شرک حقیقي ورته ویل کیږي.
بل شرک اصغر دې چې د ځینو ګناهونو په ترسره کولو د توحید کمال له منځه ځي لکه په لاندې حدیثونو کې چې راځي.
(څوک چې پرته له الله په بل شي قسم وخوري نو مشرک شو) .
(تعویذ، دم او سحر شرک دی) .
(چاچې تعویذ بند کړ نو مشرک شو) .
د همدې په شان کفر هم په دوه قسمه دی چې یو یې کفر اکبر دی او بل یې کفر اصغر، چې هم د یو مخیزه کافر او هم د هغه چا لپاره دا اصطلاح ګانې کارول کیږي چې په اصل کې کافر نه وي خو بیا وروسته مرتد شي.
اصلي کافر: لکه دغه د خدای نه منکر دهریین چې د خدای له موجودیت څخه منکر دي، یا لکه هغه کسان چې د خدای په موجودیت ایمان لري خو په انبیاوو یې ایمان نلري، یا هغه کسان چې په ځینو رسولانو ایمان لري او په ځینو نورو یې نلري، یا د الله په ځینو کتابو ایمان لري او په ځینو یې نلري.
په دې هکله الله جل جلاله وايي: (وَمَن يَكْفُرْ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً بَعِيدًا) ۱۳۶ سورت النساء.
څوک چې د الله او د هغه له پرښتو، او کتابونو، او رسولانو او ورځې آخرې څخه منکر شي نو په ګمراهۍ او سرګردانۍ کې لري ولاړ.
إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُواْ بَيْنَ اللّهِ وَرُسُلِهِ وَيقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُواْ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلاً 150 أُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا 151)  هغه کسان چې په الله او د هغه په رسولانو کافر کیږي او غواړي د خدای او د هغه د پیغمبرانو په منځ کې توپیر وکړي او وایي په ځینو به ایمان راوړو او په ځینو به کافر کیږو او د کفر او ایمان ترمنځ د یوې لارې د ایستلو اراده لري. همدغه پاخه کافران دي او موږ برابر کړی د داسې کافرانو لپاره رسوا کوونکی عذاب.
(لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُواْ اللّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ 72لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ ثَالِثُ ثَلاَثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَـهٍ إِلاَّ إِلَـهٌ وَاحِدٌ وَإِن لَّمْ يَنتَهُواْ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 73) سورة مائده.
او هغه کسان په یقیني توګه کافران شول چې هغوی ویل چې همدا مسیح بن مریم الله دی، په داسې حال کې چې مسیح ورته ویلي وو چې اې بني اسراییلو یوازې د الله عبادت وکړئ چې زما رب هم دی او ستاسو رب هم، چا چې د الله سره شریک ونیولو نو بیشکه په هغه الله جل جلاله جنت حرام ګرځولی او هستوګنځای به یې اور وي او نشته ظالمانو لره څوک مرستندوی، په یقیني توګه کافران شوي هغه کسان چې ویل یې الله په دریو کې یو دی، او پرته له یوه خدایه بل خدای نشته، که دا خلک له خپلو دغو ویناوو څخه منع نشي، نو له هغوی څخه چې هر څوک کافر شوي هغوی ته به دردناک عذاب ورکول شي.
بل هم وروسته تر اسلام کفر دی، چې ردت هم ورته ویل کیږي، کوم چې څښتن یې په يقین سره پرته له شکه له اسلام څخه ویستل کیږی، لکه کوم مسلمان چې د هغه څه نه منکر شي کوم چې د دین له لحاظه ضروري معلوم وي، یا داسې یوه کړنه وکړي کوم چې پرته له کفر څخه بل تاویل نشي ترې کیدی، د داسې کسانو په هکله کیدای شي وویل شي چې دین یې اړولی دی.
کفر اصغر: کوم چې په هکله یې ویل کیږي، کفر پرته له کفر څخه، چې په ځینو ګناهونو یې اطلاق کیدی شي چې په نصوصو کې یادونه شوي، دا رنګه اطلاق ته اطلاق مجازي وايي، په دې معنی چې کیدی شي دا ګناه کفر ته مفضي شي، او کفر ترې جوړ شي، لکه چې ویل کیږي، ګناهونه کفر ته د پول حیثیت لري، بل دا چې کیدای شي په دې خاطر دې ګناهونو ته کفر ویل شوی وي چې د کفارو د اعمالو سره مشابهت لري، او دا هم کیدای شي چې د نعمت کفران ترې مراد شي. خو په هر صورت اصلي کفر نه ترې اخیستل کیږي.
رب تعالي په قرآن کریم کې وايي: (وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ 44) المائدة. کوم خلک چې د الله له نازل کړي قانون سره سمه فیصله ونکړي همغوی کافران دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:(مسلم ته کنځلې کول فسق دی او قتل یې کفر دی) .
(زما نه ورسته بیرته کفار مه ګرځئ، په داسې حال کې چې ځینې ستاسې د ځینو نور غاړې وهي) .
(د اسلام او کفر ترمنځ ترک د لمانځه دی) .
(د مسلمانانو او کافرانو ترمنځ عهد لمونځ دی، چا چې پریښود نو کافر شو) .
(د خپل پلار نه مه منکریږئ، ځکه څوک چې د پلار نه منکر شي نو هغه کفر دی) .
(هیڅ داسې کس نشته چې پرته له خپل پلار څخه بل چاته ځان منسوبوي او دی پوهیږي مګر کافر شو.. او که څوک چاته د کفر خطاب وکړي، یا چاته ووایي د خدای دوښمنه او هغه داسې نه وي، خپله خبره یې پرې راګرځي) .
د کفر او شرک په څیر نفاق هم همداسې اکبر او اصغر لري، نفاق اکبر د عقیدې نفاق ته وايي، نفاق اصغرد عمل نفاق ته ویل کیږي.
د عقیدې نفاق: هغه دی چې په خوله د اسلام اظهار کوي او ځینې اسلامي اعمال هم ترسره کوي، خو په باطن کې په الله او د هغه په رسول کافر وي، لکه الله جل جلاله د بقرې په سورت کې وايي: (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ( 8 ) يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا يَشْعُرُونَ( 9) بقرة. او له خلکو څخه ځینې داسې هم شته چې وايي په الله او ورځې د آخرت مو ایمان رواړی په داسې حال کې چې په حقیقت کې دوی مؤمنان نه دي، د الله او مؤمنانو سره یې غولونه را اخیستې، خو دوی نه غولوي مګر خپل ځانونه او له دوی سره د دې شعور نشته.
همدرانګه په اول د سورت منافقین کې وايي: (إِذَا جَاءكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ 1 اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاء مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 2) منافقون. اې پیغمبره کله چې دغه منافقین تاته راځي وايي موږ شاهدي وایو چې ته په یقیني توګه د الله رسول یې، هو الله پوهیږي چې ته د هغه رسول یې، او الله شاهدي وايي چې دغه منافقین بیخي دروغجن دي، دوی خپل قسمونه سپر ګرځولي او په دې توګه دوی د الله له لارې منع دي او نور منع کوي، څومره ناوړه عملونه دي چې دوی یې کوي.
همدې خلکو ته رب تعالی د سخت عذاب ژمنه ورکړې: (إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا 145) النساء. باور ولرئ چې منافقان به ترټولاندنۍ طبقې د دوزخ ته ولاړ شي او ته به هیڅوک د دوی مرستندوی ونه مومي.
د عمل نفاق: د عمل منافقین هغه کسان دي چې کړنې او اخلاق یې د منافقینو وي، د منافقینو سره په اعمالو او سلوکو کې مشابهت لري، خو د دې سره سره په الله او رسول او آخرت یې ایمان ټینګ وی.
د همدې خلکو په باره کې صحیح آحادیث روایت شوي چې وايي: (د منافق نښې دری دي، کله چې خبرې کوي دروغ وايي، کله چې ژمنه کوي نه يې پوره کوي، او کله چې امانت ورته وسپارل شي خیانت کوي) .
(څلور څیزونه چې په چا کې موجود وي نو هغه پوخ منافق دی، که چیرې د دې څلورو نه یو ولري نو یو خصلت یې د منافق دی تردې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي دروغ وايي، کله چې ژمنه کوي مخالفت کوي، کله چې تړون مني چل کوي، او کله چې د چا سره مخاصمت کوي نو بدې کړنې ترسره کوي) .
د همدې په څیر جاهلیت هم همداسې تفسیریدای شي، همدغه تحلیل چې د کفر اکبر او کفر اصغر تر منځ وشو کوم چې کفر اکبر د عقیدې په نشتوالي کې را منځته کیږي او کفر اصغر د ګناهونو په ترسره کولو سره چې په ترڅ کې یې د مؤمن پښې ورو ورو ښوییږي. جاهلیت هم همدا مفهوم لري، ګورو چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم جلیل القدر صحابي ابوذر رضی الله عنه ته وايي: (ته داسې یو کس یې چې لا تراوسه د جاهلیت نښې در پکې شته) .
پرته له دې نور مفاهیم چې روښانول یې واجب دي، ترڅو په صحیح توګه بیان شي او د خلکو په وړاندې یې معناګاني ګونګې پاتې نشي، او په ترڅ کې یې احکام ناڅرګند پلي نشي.
لازمه ده چې دلته یو بل مفهوم ته هم اشاره وکړو کوم چې ډیری خلک د هغه په تفسیرولو کې خطا شوي، حقیقت یې ترې ورک شوی دا د (لوړوالي او فوقیت) مفهوم دی چې سلف علماء یې الله تبارک وتعالي ته ثابتوي، ځینې خلک له دې څخه داسې مفهوم اخلي چې ګواکي په دې خبرې سره تاسې رب تعالی ته منحصر مادي مکان ثابت کړی، نو ځکه هغه کسان چې د سلفو د حقیقي مذهب څخه ناخبره دي په چټکی سره هغوی ته د تجسیم او حد قول منسوبوي، ځکه څوک چې چاته جهت ثابتوي نو جهت خپله د جسم او حد مستلزم دی، نو دې  ډلې پخواني علماء په همدې خبرې سره نیولي او حال داچې د مذهب له حقیقت څخه نا خبره دي.
امام عماد الدین الواسطي چې په کال (۷۱۱هـ) کې وفات شوی د دې مذهب حقیقت یې په روښانه توګه بیان کړی، امام واسطي شافعي مذهبه صوفي سلفي عالم تیر شوی چې ابن تیمیة به ورته د (خپلې زمانې جنید) ویلو، حافظ ذهبي یې په هکله وايي: د موږ شیخ په خپله رساله کې چې د (النصیحة) په نامه شهرت لري داسې  وايي: (الله جل جلاله موجود وو هغه وخت چې مکان نه وو موجود، عرش نه وو، اوبه نه وې، فضاء نه وه، هواء نه وه، تشې او ډکې نه وي).
هغه جل جلاله په قدیم او ازلیت کې منفرد وو، په فردانیت کې واحد وو، پاکې ده هغه لره د هغه په فردانیت کې کوم چې داسې نه توصیفیږي چې هغه د کوم څیز نه لوړ دی، ځکه چې د هغه نه بغیر نور څه نه وو، هغه د تحت او فوق نه مخکې دی کوم چې د عالم جهتونه پرې جوتیږي، که وګورئ د دې دواړو یادو شوو جهتو زمان نشته، رب تعالی په خپل فردانیت کې د حدوث له لوازمو څخه پاک دی.
د الله رب العزت د پاکې ارادې غوښتنه دا وه چې مخلوقات پیدا کړي، د جهتو خاوندان مخلوقات، دا الهي اراده وه چې مخلوق یې جهتونه ولري، لوړوالی او ټیټوالی ورته منسوب شي، الله رب العزت د حدوث له صفاتو څخه منزه او پاک دی، مخلوقات یې پیدا کړل او بیا یې طرفونه د لوړوالي او ټیټوالي ورته وګرځول.
د الهي حکمت غوښتنه دا وه چې مخلوق یې په لاندني جهت کې وي، ځکه چې مخلوق دی، د رب تعالی د عظمت غوښتنه دا وه چې د مخلوقاتو نه لوړ وي، په اعتبار د دې چې مخلوق نو پیدا او محدث دی، نه په اعتبار د فردانیت د رب تعالی ځکه د هغه په فردانیت کې جهت نشته، لوړ او ټیټ نشي ورته منسوبیدلی، رب تعالی سبحانه لکه څرنګه چې په قدیم او ازل کې د هغه په ذات او صفاتو کې کوم شی نو پیدا نه دي اوس هم ترې منزه او پاک دی، نو هغه اوس همداسې دی لکه څرنګه چې په ازل کې وو.
خو کله چې رب تعالی د جهتو خاوندان مخلوقات پیدا کړل، حدود لرونکي مخلوقات، تشې او ډکې یې پیدا کړې، لوړ او ټیټ یې پیدا کړل، اوس نو د عظمت حکم داسې وو چې رب تعالی د خپل ملک او مخلوق څخه لوړ وي، او مملکت یې لاندې وي په اعتبار د دې چې ملک او مخلوق نو پیدا څیز دی، نه په اعتبار د ازلیت او قدیمیت د پیدا کوونکي، که چیرې اشاره ورته کیږي نو ده نا ممکنه ده چې هغه ته لاندني، ښي او ګین لوري ته اشاره وشي، بلکې مناسب دا ده چې هغه ته د لوړوالي (علو، او فوقیت) اشاره وشي، بیا خبره داده چې اشاره د دې په اعتبار چې مخلوق نو پیدا او محدث دی او لاندې دی، اشاره په حقیقت کې د دې مخلوق په پاسنۍ برخه باندې لګیږي، خو د رب تعالی عظمت ته متوجه کیږي لکه څرنګه چې ورسره مناسب ده، نو په اصل کې اشاره زموږ د عقل سره مطابق د دې نړی وروستی برخې ته نه متوجه کیږي، ځکه دا اشاره جسم ته شوه، او هغه زموږ مطلوبه اشاره د اثبات په معنا ده.
نو چې اوس دا خبره روښانه شوه ویلی شو چې استواء د رب تعالی قدیم صفت دی، خو حکم یې هغه وخت را څرګند شو کله یې چې عرش پیدا کړ، لکه څرنګه چې حساب د رب تعالی قدیم صفت خو حکم به یې په آخرت کې را څرګند شي، همدارنګه تجلي د رب تعالی صفت دی چې حکم به یې په آخرت کې معلوم شي، د هر صفت حکم په خپل محل کې څرګندیږي.
داچې معلومه شوه نو هغه کار چې متاولون ترې تښتي هغه د فوقیت نه د مرتبې د فوقیت معنا ده او د استواء نه د استیلاء معنا ده، د دې نه موږ هم په تیښته یو، او پاکي یادوو رب تعالی ته چې حد او حصر ورته منسوب کړو، نو هیڅ حد رب تعالی نشي محصورولی، بلکې داسې حد ورته منسوبولی شو چې د هغه د ذات د عظمت تمیز پرې وشي له مخلوقاتو نه، او اشاره جهت ته په دې معنا چې مخلوق یې ترې لاندې موقعیت لري، ځکه پرته له دې په بله توګه اشاره ورته ناشونې ده.
رب تعالی په خپل قدیمیت او ازلیت سره د حدوث له صفاتو پاک او منز دی، او په قدیم کې خو فوقیت او تحتیت نشته، او هغه څه چې په تحت کې محصور دي نو هغو ته د خپل پیدا کوونکي معرفت پرته له دې چې فوقیت ته اشاره وکړي نا ممکن دی، عرش ته اشاره په حقیقي توګه معقوله ده، جهتونه د عرش سره ختمیږي، خو تردې وړاندې یې عقل نشي درک کولی او خیال ورته کفایت نه کوي، نو اشاره ورته داسې کیدی شي لکه څرنګه چې د هغه سره مناسب ده او اثبات پرې کیږي، نه داسې چې د هغه د کیفیت تمثیل پرې وشي .
علامه رشید رضا د واسطي په خبره تعلیق لري او په تفسیر المنار کې داسې څرګندوي: (زه وایم: د واسطي د استاذ ابن تیمیة هم د دې خبرې په هکله ورته نظر وو، چې وايي الله جل جلاله په خپلو بندګانو برلاسۍ دی، او رب تعالی په اسمان کې دی او یا په عرش باندې، او یا په هغه محدوده کې چې زموږ څخه لوړه ده، بلکې ابن تیمیة او ابن القیم او نورو په صراحت سره دا خبره کړې چې لوړ جهت د نورو جهتو په شان د نسبي امورو څخه ګڼل کیږي، حقیقت نلري، دا خبره یوازې د علم تر اندازې پورې تفسریدلی شي) .
پرته له شکه چې د مفاهیمو او اصطلاحاتو وضاحت او په اړه یې د شک او شبهې لریوالی د اختلافاتو مسافې را لنډوي او کیدای شي اختلاف بیخي له منځه یوسي خو که چیرې نیتونه سالم او اخلاص موجود وي.

لیکنه: دوکتور یوسف قرضاوی
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب