د زوجونو یا جوړو پیدایښت | قرآن علمي اعجاز

سپېڅلی دی هغه الله چې ټول یی جفت پیداکړل، هغه څه چې په ځمکه شنه کیږی ، اوله دوی نه (راپیداکیږی )اوپه هغه څه چې نه پوهیږی دوی. (يس ۳۶).
زوج يا جفت دښځې اونر په مانا کارول کیږی په داسې حال کې چې دهغه څه په هکله چې خلک نه پوهیدل لا ستره مانا لری. په ريښتیا هم هغه وخت یواځې ددې کلمې یوه مانا باندې خلک پوهېدل. دپال دیرک په نامه یو انګریز فزیکپوه په دې موندنې سره چې ماده په جفت ډول پیداشوې ، په کال ۱۹۳۳زیږدیز کې یی دنوبل جایزه خپله کړه. هغه په ماده کې دزوجیت اودمخالفو ځانګړتیاو درلودنکو پدیده ښکاره کړه لکه دمثبت چارج درلودنکی پروتون اودمنفی چارج درلودونکی الکترون. هره ذره خپله مخالفه ذره چې دمخالف چارج درولودنکی وی دفع کوی. د (Uncertainty Rotation) نظریه وایی چې هرچېرې اوهروخت دجفتونو خلقت اوله مینځه تلل یی په خلا کې واقع کیږ ی.
دجفتونوبله بېلګه نباتات دی ، نبات پېژندونکی سل کاله وړاندې په نباتاتو کې دجنسونو په توپیر پوه شول . په داسې حال کې چې الله (ج) څوارلس پیړۍ مخکې دغه موضوع په خپل کتاب کې روښانه کړې:
اوله آسمانه مو اوبه راولېږلې اوپه هغومو ډیرګټه لرونکی زوجونه راشنه کړل (لقمان ۱۰).

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب