تر وخت مخکې انزال او علاج يې

تر وخت د مخکې انزال علت تر اوسه پورې په دقیقه توګه نه دی څرګند شوی، خو روغتیاپالان وايي، ښه دا ده چې ناروغ ډاکټر ته ورشي او حال ورته ووایي.
ځکه ډاکټران پوهېږي چې جنسي ستونزې او ناروغۍ په ګډ ژوند څومره منفي تاثیر لري، البته دا طبیعي خبره ده چې د دغسې مسلو په هکله خبرې کول سخت کار دی، خو که لږ هم اشاره وکړئ، ډاکټر په نورو خبرو پوهېږي.
تر وار مخکې انزال (Premature ejaculation)
د اورا پوهنې له نظره، کله چې یو کس د معمول په خلاف، له کنټرول پرته انزال کېږي او مني يې بهر کېږي، دغه حالت ته وار له مخې انزال وايي، خو د طب د علم په اساس، هغه کسان چې له دوو دقیقو مخکې له کنټرول پرته انزال کېږي، دا وار له مخې انزال دی. البته دغه موده په ډېرو کسانو کې یو شان نه وي.
په اروپايي هېوادونو کې ډاکټران وايي، که ستاسې انزال له پنځو دقیقو کم وي، دغه حالت وار له مخې انزال دی او که غواړئ هغه لسو دقیقو ته ورسوئ، دا مطلب تر اخېره ولولئ.
که انزال تر پنځو دقیقو په کم وخت کې کېږي، دغه ډول هم ښايي ګته و نه کړي او باید ډاکټر ته ورشئ، البته دغه موده زموږ په هېوادونو کې له جنسي مسلو د کم درک او پوهې له امله لنډه وي، خو اصلي خبره دا ده، کله چې مېرمن په خوند کې راشي او تاسې هم له جنسي اړیکې خوند واخیست، دا که څو شېبې هم وي، وار له مخې انزال يې نه شو بللای.
که په مېړه او مېرمن کې یو لوری هم د انزال له مودې ناراضه وي، دې ته وار له مخې انزال ویل کېږي.
مثلا که یو نارینه په اتو دقیقو کې د خوند مرحلې ته رسېږي او مېرمن په لسو دقیقو کې، دغه انزال ته وار له مخې انزال وايي، خو که نارینه په شلو دقیقو کې او مېرمن په لسو دقیقو کې انزال شي، دا بیا وار له مخې انزال نه دی او تر ټولو سالمه جنسي اړیکه يې بللای شو.
د وار له مخې انزال دلایل ډېر دي، خو لکه چې وویل شول په افغانانو کې ښايي رواني مسلې او ډار د دې ستونزې اصلي علت وي.
د اضطراب او وېرې په شان عوامل په افغانانو کې ډېر دي. هغه کسان چې د جماع په وخت د وېرې او ګناه احساس کوي هم ممکنه ده تر وار مخکې انزال شي.
د جنسي اړیکو تر منځ ډېر واټن هم د وار له مخې انزال یو علت دی. کله چې د اوږدې مودې لپاره جماع تر سره نه شي، جنسي احساسات په دواړو غاړو کې راټولېږي او تراکم کوي او په دې ډول وار له مخې انزال را پیدا کېږي.
په جنسي اړیکو کې کمه تجربه هم یوه اساسي ستونزه ده. له بده مرغه ډېری افغانان په دې برخه کې کمه تجربه لري او حتی ډېری ځوانان وېرېږي چې د واده په شپه به له خپلې مېرمنې سره په سمه توګه جماع و نه کړای شي.
دغه وېره د دې سبب کېږي چې انزال ژر وشي. طبي مسایل هم دلته رول لري لکه د ځینو درملو خوړل او ځینې هورموني ستونزې هم د وار له مخې انزال سبب کېږي.
انزال ته هر کله یوه ناروغي نه شو ویلای، دا د یوې ښې جنسي اړیکې له درلودلو د وګړي وېره او وسواس دی چې وار له مخې انزال پيدا کوي.
د وېرې او احساساتو کنټرول تر ټولو مهمه او اغېزمنه لار ده.
راځئ په احادیثو بحث وکړو:
حضرت محمد ص فرمايي، کله چې څوک غواړي له خپلې مېرمنې سره جماع وکړي، باید د مرغانو په څېر هغې ته نږدې نه شي، بلکه لومړی له هغې سره مینه او خوش طبعي وکړي او بیا جماع ته نږدې شي .
زموږ پيغمبر ص فرمايي چې له مېرمنې سره مو سمدستي جماع مه پيلوئ، بلکې د مېرمنې په پارولو او لمس کولو سره دغه کار ترسره کړئ .
حضرت علي ک فرمايي، که څوک غواړي له خپلې مېرمنې سره جماع وکړي، باید بېړه و نه کړي، ځکه ډېر کارونه شته چې باید مېرمنې يې تر سره کړي.
حضرت علی هم درسول الله مبارک په شان ټینګار کوي چې په ګډ ژوند کې بېړه مه کوئ، غوره دا ده چې له دخول مخکې مېړه او ښځه له یو بل سره مینه وکړي.
هدف دا دی کله چې یو نارینه د لومړي ځل لپاره له خپلې مېرمنې سره د واده په شپه ګوري او وړاندې یې نه وي لیدلې، دواړه لوري ښايي ډ‌ېره موده ښه جنسي اړیکه ټینګه نه کړاي شي.
د دې لپاره چې د دغو ستونزو مخه ونیول شي، غوره دا ده چې مېړه او مېرمن تر واده مخکې، په تېره بیا د کوژدې په وخت له یو بل سره ښه وپېژني او له یو بل سره مینه وکړي.
له شرعي پلوه هم دلته کومه ستونزه نه شته ځکه چې کله ایجاب او قبول کېږي، په یو ډول دواړه سره محرم کېږي.
دغه چاره مرسته کوي چې له واده وروسته دوی کومه ستونزه و نه لري .
کله چې یو سړی له خپلې مېرمنې سره تر جماع مخکې مینه وکړي، نو د دې لپاره چې په مېرمنو کې جنسي خوځښت ترنارینه‌وو ډېر وخت غواړي، نو په مینې او لمس کولو سره به يې هغه دې چمتو کړې وي چې له ځان سره یو ځای هغه هم راضي کړي او د دواړو په یو وار انزال وشي چې دا ډېر خوند هم لري.
د دې لپاره چې انزال ژر و نه شي، بېلابېلې لارې شته چې یوه پکې پیل او درېدل دي. په دې ډول کې جنسي فعالیت پيلېږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب