اخلاقګناهونه

بې کنټروله ژبه به مو هلاک کړي

د ژبې استعمال د قرآنکريم له انده:

الله عزوجل فرمايي: ما يلفظ من قول الا لديه رقيب عتيد.د ق سورت.
ژباړه: دا بنده هيڅ خبره نه وايي، مګر دده سره حاضر ساتونکی وي.

علامه صابوني رحمه الله د پورته ايت کريمه لاندې ليکي: ای: ما يتلفظ کلمة من خير او شر الا وعنده ملک يرقب قوله ويکتبه؛ عتيد: ای: حاضر معه اينما کان مهيأ لکتابة ما أمر به . ص۲۲۷ ج۳ صفوة التفاسير

يعنې: انسان چې د بدۍ او نيکۍ کومه وينا کوي، حتمن ورسره يوه ملايکه وي، چې د هغه د خبرې انتظار کوي، بيا يې ليکي او دغه ملايکې ورسره په هر ځای کې وي، چې د هغه څه د ليکلو لپاره اماده هم وي، د څه چې ورته امر شوی وي.

څرګنده شوه، هر هغه کلمه چې انسان يې تلفظ کوي، د ملايکو په واسطه ليکل کېږي، د نيکې خبرې به نيکه بدله او د بدې به بده بدله وي.

حکيم التابعين حسن بصري رحمة الله عليه فرمايي: کله چې انسان مړ شي، نو هغه ورقې چې دده نيکي او بدي پکې ليکل کېده، بنديږي؛ بيا د قيامت په ورځ ورته ويلي شي چې: اوس خپله عملنامه ولوله، ستا د حساب لپاره ستا عملنامه بسنه کوي.

نو هغه څوک چې بې قيدوبنده خپله ژبه استعمالوي، بايد د قيامت هيبتناکه ورځ راياده کړي، هغه ورځ چې ماشومان به پکې سپين ږيري شي او هره خوا به د ويرې او وحشت ترانې زمزمه کېږي، د ټول مخلوق په مخکې لدې لويه شرمنده ګي کومه ده، چې د انسان عملنامه د نيکېو په ځاي بديو ډکه کړي وي، بدي ويناوي پکې په ځاي شوي وي او بدو کړنو يې رنګ بدل کړي وي؟!

د رښتيني مسلمان عقيده داده، چې زما هره وينا او کړنه ليکل کېږي، له همدې کبله هغه د هرې وينا د کولو او هري کړنې د سرته رسولو څخه وړاندې شريعت پوښتي، که يې د جواز صورت وموند کوي يې او که نه ځان ترې ژغوري.

همدا راز بل ځای کې الله تعالي فرمايي: يايهاالذين آمنوا لا يسخر قوم من قوم عسی أن يکونوا خيرا منهم ولا نساء من نسا‌ء عسی أن يکن خيرا منهن ولا تلمزوا أنفسکم ولا تنابزوا بالألقاب بئس الاسم الفسوق بعد الايمان ومن لم يتب فأولئک هم الظالمون.

ژباړه: ای مؤمنانو، يوبل پورې ټوکې مه کوئ، شايد هغوي لدوي (ټوکو کوونکو) څخه غوره وي او نه دې ښځي په يو بل پورې ټوکې کوي، شايد چې هغوي له دوي غوره وي، په يو بل عيبونه مه وايئ، يو بل ته بد نوم مه اخلئ، له ايمان راوړلو وروسته يو بل ته فاسق ويل ډېر بد نوم دی او چا چې توبه ونه ويستله، همدوي ظالمان دي.

يايهاالذين أمنوا اجتنبوا کثيرا من الظن ان بعض الظن اثم ولا تجسسوا ولا يغتب بعضکم بعضا أيحب أحدکم أن يأکل لحم اخيه ميتا فکرهتموه واتقوالله ان الله تواب رحيم. ۱۲ – ۱۰ حجرات

ژباړه: ای مومنانو! له ډيرو ګومانونو نه ځان وساتئ ، يقينا ځينې ګومانونه ګناه ده،جاسوسي مه کوئ، ځينې ستاسې دې د ځينو نورو غيبت نه کوي،ايا خوښه ګڼي يو ستاسو نه چې د ورور غوښه وخوري پداسي حال کې چې مړ وي، نو بده يي ګڼئ تاسو، وويريږئ د الله تعالی نه ،يقينا الله تعالی توبه قبلوونکې او رحم کوونکې دی.

په پورته دوو ايتونو کې مسلمانان له لاندي کړنو څخه منع شوي دي:۱ـ يوبل پورې ټوکې ۲ – د يو بل عيب بيانول ۳ – يوبل ته بد نوم اخيستل ۴ – بدګماني ۵ – د خلکو د عيبونو پلټنه ۶ – غيبت کول.
چې تقريبا ټولې يې په ژبې پورې اړه لري.

ريښتينې مسلمان له دغو ايتونو خبر دی،هغه هيڅکله په مسلمان پورې ټوکې نه کوي ، د هغه عيبونه نه بيانوي،هغه په بد نوم نه يادوي، په هغه نه بدګمانه کېږي، د هغه عيبونه نه لټوي او د هغه غيبت نه کوي، ځکه چې ريښتينې مسلمان پدې پوهيږي، چې دغه ګناهونه د الهي قهر سبب کېږي او دی په هيڅ صورت دې ته چمتو نه دی، چې خپل مهربان الله جل جلاله له ځانه خفه کړي.
ريښتيني مسلمان ځکه خپله ژبه په کنټرول کې ساتي چې دغه الهي فرمان يې اوريدلي : ولا تقف ماليس لک به علم ان السمع والبصر والفو‌أد کل اولئک کان عنه مسوولا. اسرا‌ء ۳۶

يعنې: هغه څه چې پرې پوه نه يې مه وايه، ځکه چې د انسان څخه به د غوږونو د استعمال ، د سترګو او د زړه پوښتنه کېږي.
هو! د انسان څخه به د ټولو نعمتونو پوښتنه کېږي! خو دلته غوږ، زړه او سترګه ځکه په ځانګړي توګه ذکر شول چې دا د خاص شرافت او عزت څښتنان دي او په انساني بدن کې امتيازي حيثيت لري.

هو! ريښتيني مسلمان خپله ژبه بي ځايه نه استعمالوي، ځکه چې د ژبي بي ځايه استعمال د هلاکت سبب ګرځي، غوږونه، سترګې، زړه او د بدن نور غړي د شريعت په حدودو کې کاروي او له شرعي پولو ځکه نه اوړي چې شرميږي،خپل ايمان يي ورته نه پريږدي او له الهي عذاب ويره لري.

هو! ريښتيني مسلمان چې کومه خبره کوي لومړې له ځان څخه پوښتي:
دا خبره د څه لپاره کوم؟ ايا دينوي يا اخروي ګټه لري او کنه؟
دا خبره بايد چېرته وکړم؟ داخبره بايد څنګه وکړم؟ داخبره بايد څومره وکړم؟

دا هغه پوښتنې دي، که چېري يې څوک عملي کړي، په ټول عمر کې به په کومه وينا پښيمانه نه شي او که څوک ورته پام ونه کړي پرته له شکه چې ډير زيانونه به ومومي.

د ژبې د استعمال په اړه نبوي احاديث:

له احاديثو وړاندې غوره ده، چې د ستر محدث امام نووي رحمة الله عليه وينا رانقل کړو، نوموړي په رياض الصالحين کې ليکلي: پوه شه ! هر مکلف انسان ته ښايي، چې خپله ژبه له بې مصلحته خبرو څخه وساتي، کله چې د خبرې کول او نه کول دواړه په فايده کې برابر وي، مسنونه داده چې خبره ونه شي، ځکه چې کله کله روا خبرې د حرامو او مکروهو په لور ځي او دا کار په عادت کې ډير پيښيږي او د سلامتيا سره (چې په چوپتيا کې ده) هيڅ شی نه شي برابريدي.

دابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې نبي عليه السلام فرمايلي:
څوک چې په الله تعالي او د قيامت په ورځ ايمان لري نو يا دې د فايدې خبرې وکړي او يا دې چوپ شي.متفق عليه
په دې حديث شريف کې د ريښتيني مسلمان نښه دا ښودل شوې، چې هغه يا نېکه او فايده منده خبره کوي او که نه چپ کېږي.

هو ! نيکه خبره کول له چوپتيا غوره ده، خوچوپتيا له بدي وينا نه ډيره زياته غوره او د فضليت خاونده ده .
همدا راز د ابوموسي رضي الله عنه څخه روايت دی، چې ما پوښتنه وکړه ای د الله رسوله: په مسلمانانو کې تر ټولو غوره څوک دی؟ هغوي وفرمايل:هغه چې مسلمان يي د ژبې اود لاس له ضرر څخه په امن کې وي. متفق عليه

يعنې : غوره مسلمان په خپله ژبه او لاس سره هيڅ مومن ته ضرر نه رسوي، بلکې کوشش کوي، چې د هغه حديث مصداق ځان جوړ کړي؛
چې وايي: بهترين په خلکو کې هغه څوک دی، چې نورو ته يي ګټه رسيږي.

په بل ځای کې هغه چاته چې د ژبي او شرمګاه ساتنه کوي، د جنت ذمه واري شوې ده؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: من يضمن لي ما بين لحييه وما بين رجليه أضمن له الجنة. رواه البخاري

يعنې: څوک چې ماته د ژبي او شرمګاه د کنټرول ضمانت راکړي، زه ورته د جنت ذمه واري ورکوم.
هو! يقيني ده چې څوک ژبه له بي ځايه او پوچو ويناوو او شرمګاه له حرامو وساتي جنت به ګټي، او که څوک ددې مخالفت وکړي، نتيجه به يې هم سرچپه وي.

کله چې سهار شي، د بدن غړي ژبې ته څه وايي؟
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي :اذا أصبح ابن آدم فان الأعضاء کلها تکفر السان فتقول اتق الله فينا فانا نحن بک فان استقمت استقمنا وان اعوججت اعوججنا . رواه الترمذي

ژباړه: کله چې په انسان سبا شي، نو د بدن ټول غړي يې ژبې ته سرټيټي شي، بيا ورته وايي، چې :زموږ په اړه د الله تعالی څخه وويريږه، ځکه چې موږ تا پورې تړلي يو، که ته سمه لاړې، موږ به هم سم يو او که ته کږه شوې موږ به هم کاږه يو.

له دې حديث شريف جوتيږي، چې د ژبي د کنټرول په نتيجه کې ټول بدن کنټرول کېداي شي ، خو د ژبي د ښوييدنې په پايله کې ټول بدن ښويږي، په ساده لهجه کې داسي ويلاي شو، چې ژبه دبدن لپاره د موټربريک حيثيت لري، که د خطرې په ځاي کې دي ونه نيوه، له ګړنګونو به دي وغورځوي، همدغه وجه ده، چې يو عرب شاعر داسې وايي :

احفض لسانک أيها الانسان
لا يلدغنک انه ثعبان

ژباړه: ای انسانه، خپله ژبه دې وساته، هسې نه چې ودې چېچي، ځکه له ښامار کمه نه ده.

نجات په څه کې نغښتي دي؟

عقبه بن عامر رضی الله عنه فرمايي: چې د رسول الله عليه السلام سره يو ځل مخ شوم، ما وويل : نجات په څه کې دی؟ هغوی وفرمايل : خپله ژبه دې په کنټرول کې ساته، په خپل کور کې کښېنه او په خپله ګناه وژاړه. رواه احمد والترمذي

که له ژبي ښوييدني څخه بله ستره د ګناهونو وسيله وی، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به ښودلې وې، خو هغوي صرف د ژبې ساتنه د ټولو ګناهونو څخه د بچ کېدو پل وګرځاوه، ځکه چې د ژبې ښوييدل د قدم او جسد د ښوويدلو څخه په څو چنده دردمند او بد نتيجه دي، له همدي کبله رسول عليه السلام په يو حديث کې فرمايلي چې: د ژبو د لوونو له کبله خلک پړمخې په جهنم کې غورځيدلي دي.

د بې واکه ژبې زيانونه:

۱ – سپک والی او ذلت: کوم کسان چې ژبه بې قيد او بنده استعمالوي، په ټولنه کې سپک کېږي، نه ورسره څوک په مجلس کې کښېني او نه ورسره خبرو کولو ته زړه ښه کوي.

۲ – بي اعتمادي: کوم کسان چې ژبه نشي کنټرولولې، خلک پرې اعتماد نه کوي، ځکه هغوی پوهيږي، چې دا کس يې رازونه نه شي ساتلې.

۳ – په بي شميره ګناهونو کې ښکېليدل: حتمي ده، چې کله د ژبې کنټرول تار وشکېږي،بيا د ګناهونو دروازې خلاصيږي: غيبت ، درواغ ، د مسلمان سپکه ، کنځل ،بهتان او نورو کې انسان اخته کېږي؛ امکان لري چې دا سلسله تر ډيره لري لاړه شي چې بيا به پکې عقيده هم خوندي نشي پاتي کېدای.

۴ – خپګان، پيښيمانتيا او مايوسي: ډيري وخت دغسې کسان د خپلو خبرو څخه وروسته په کړو ويناوو پيښيمانه کېږي، خو بيا له ورخ اوبه تيرې وي، دغه پيښيمانتيا او افسوس هيڅ ګټه نه وررسوي.

۵ – نفرت او کرکه : د ژبي د ازادۍ له کبله ډيری شخړې او جنګونه راځي، د يو بل ترمنځ کرکه او نفرت پيداکېږي.همدغه وجه ده چې حضرت علي رضي الله عنه فرمايي :

جراحات السنان له التيام
ولا يلتام ما جرح السان

يعنې : د تورې زخمونه رغيږي، خو د ژبې زخمونه د جوړيدو جوګه نه وي.

۶ – جهنم ته تګ: پورته ياده شوه، چې جهنم ته خلک د دوو وجو ځي:
۱ – د ژبې نه کنټرول ۲ – د شرمګاه بې ځايه استعمال… .

ژبه د څه لپاره؟

اوس پوښتنه پيداکېږي، چې ژبه الله تعالی انسان ته د څه په خاطر ورکړې ده؟
کولای شو، چې په لنډه توګه لاندې ځوابونه ورڅخه وکړو:

۱-د الله تعالی د ياد، ذکر او شکر لپاره ۲-په نيکۍ دامر او له بدۍ د منع لپاره ۳-د خپل مينځي روغې جوړې لپاره ۴-بل ته د فايدې رسولو لپاره
او نور…..

هو! د ژبې کنترول د رښتيني مسلمان نښه ده؛ راځئ، موږ هم د رښتينو مسلمانانو د پلونو چاپونه تعقيب کړو، له بي ځايه او عبثو خبرو توبه ګار شو او نېکه خبره يا چوپتيا خپله وظيفه جوړه کړو.

و ما علينا الا البلاغ
وصلی الله تعالی علي خير خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعين.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: