اسلامي کیسې

بیلمازه ښځه! (کیسه ګۍ)

یوه ښځه وه چې په ډیره شتمنه کورنۍ کې پیدا شوې وه، شپه او ورځ به د خپلې شتمنۍ په غم کې وه د آخرت په اړه یی هیڅ سوچ نه کاوه او نه یې مور او پلار د نوموړې د آخرت په اړه فکر کړئ و، یوازینئ غم یی دنیا وه د بل هیڅ شي په غم کې نه وه.
یو څه وخت وروسته یې یو ډیر نیک او صالح سړی سره واده وشو، عجیبه خو دا وه چې خاوند او ښځه یې سل په سلو کې د یو او بل مخالف وو، خاوند به یې شپه او ورځ د الله تعالی عبادت کاوه او د خپل آخرت غم په سر اخیستی و مګر ښځې یې بیا آخرت په اړه غوږ هم نه ګراوه شپه او ورځ به یې خپلې شتمنۍ په اړه سوچونه کول.

د واده په لومړیو شپو او ورځو کې خاوند خپلې ښځې ته ډیر نصیحت وکړ چې لمونځ کوه د آخرت لپاره توښه برابره کړه، مونږ ټول د دې لپاره پیدا شوي یو چې د آخرت لپاره نیک اعمال ترسره کړو، مګر ښځه یې چې ټول عمر یې له لمانځه سره بی پروايي کړې وه او ټول ژوند یې په غفلت کې تیر کړی و د خاوند خبرو خوند نه ورکاوه او هسې به بدې ورباندې لګیدلې او خپل خاوند ته به یې ویل چې لمونځ به زما لپاره څه وکړي؟ ته چې شپه او ورځ لمونځونه کوې څه ګټه دې ترلاسه کړې ده چې زه به وکړم؟! هسې د ځان ستړی کړی دی له لمونځ نه تیر شه راځه چې خپل عیش او عشرت وکړو د دنیا همدا دوه ورځې ژوند دی چې ښه په مزو کې یې تیر کړو خپل مال څخه خوند واخلو.

خاوند یې ورته وویل: زما ګرانې ښځې! دا دنیا فاڼي ده، او دا شتمني به زمونږ سره د تل لپاره نه وي ، الله تعالی د محدودو ورځو لپاره راکړې ده نو بیا مونږ ولې د الله تعالی د نعمتونو کفران وکړو مونږ باید چې د الله تعالی شکرانه اداء کړو چې مونږ باندې یی نعمتونه پیرزو کړي دي نه دا چې سرکشي وکړو او خپل ژوند عبث تیر کړو.
لنډه دا چې د خاوند او ښځې به هره ورځ دا لانجې وې، خاوند به لمونځ باندې ټینګار کاوه او ښځې به یې خبره نه منله، کله به چې خبرې ډیرې سره سختې شوې نو ښځې به ورته وویل: آیا د لمونځ به ما ته پیسې راکړې؟
خاوند ورته وویل: د الله نه وویریږه! او بښنه ورڅخه وغواړه، بیشکه لمونځ مسلمان د هرې قسم فحشاء او منکر کارونو څخه منع کوي، رزق یې پراخه کیږي او د خیر دروازې یې پر مخ خلاصیږي، او دا په دواړو غوږونو واوره چې ستا شتمني به هیڅکله دوامداره پاتې نشي او زه پدې ډاریږم چې ستا شتمني به ډیره زر ختم شي او د الله تعالی په لویو عذابونو به اخته شې.
ښځې ورته وویل: مه ویریږه ترڅو چې مونږ ژوندي یو زمونږ شمتني به هیڅکله ختم نشي که چیرې مونږ مړه هم شو نو زمونږ مال به پاتې وی.

خاوند ورته وویل: دا شتمني د مؤقت وخت لپاره مونږ سره ده، کله چې مونږ مړه شو نو بیا به هر څه رانه پاتې وي او مونږ ته په قبر کې هیڅ فایده نشي رسولئ بغیر د نیک عمل څخه.
ښځې ورته وویل: مهربانې وکړه زه ستړې یم او نشم کولئ چې تا سره دلائل ووایم، بیا د خوب کوټې ته روانه شوه او ویده شوه پداسې حال کې چې د ماسخوتن لمونځ یی هم ونکړ.
خاوند یی ورغئ او ورته وویل: جګه شه د ماسخوتن لمانځه وخت دی.
ښځې ورته وویل: مهرباني وکړه زه ستړې یم غواړم چې ویده شم.
‎خاوند یی ورته وویل: سمه ده، زه به لاړ شم او لمونځ به وکړم ته لږ استراحت وکړه چې راغلم بیا به د را جګه کړم او لمونځ به وکړې، کله چې خاوند لاړ نو ښځه په ډیر خواږه خوب ویده شوه او یو ډیر خطرناک خوب یی ولید چې نوموړې مړه شوې وي او خپل خاوند یې اوبه ورباندې اچوي او غسل ورکوي هر ځل چې خاوند اوبه ورباندې واچوي نو دا ډیره خطرناکه چیغه وکړي او ورته ووایی چې مهرباني وکړه اوبه مه را باندې اچوه ځکه چې ډیرې ګرمې دي او زه ورباندې سوځیږم.
مګر خاوند یې د خپلې ښځې اواز نه اوري زر زر اوبه ورباندې اچوي، کله چی غسل ورکړي او کفن کې یې پټه کړي نو بیا خلک راشي د قبر په لوری یی پر اوږو اوچته کړي، پدغه وخت کې یو ډیر غټ او تور سپی د نوموړې په بدن باندې ناست وي او په خوړلو یې پیل وکړي او ښځه ډیره سخته ورنه وویریږي او په ډیر لوړ اواز چیغې وهي چې دا سپی ورنه لیرې کړی مګر هیڅوک د نوموړې اواز نه اوري.
کله چې قبر ته ورسوي نو بیا یی په قبر کې ایږدي ګوري چې په قبر کې یو ډیر لوی مار پروت وي، ښځه یې خپل خاوند ته ووایی مهرباني وکړه ما قبر ته مه ور ښکته کوئ آیا تاسې دغه مار نه وینئ؟ مګر هیڅوک د نوموړې اواز نه اوري او قبر ته یې ور ښکته کړي او بیا ترې روان شي نو په قبر کې ډیر سخت اور بل شي او د نوموړې جسد ورباندې سوځیږی او دا چیغې وهي مګر هیڅوک یی اواز نه اوري چې بالآخره د ډیرو چیغو وهلو څخه وروسته را ویښه شوه او په ډیر ویریدلی حالت کې ناسته وه او ژړل یې.

کله یی چې خاوند راشي او پوښتنه ترې وکړي چې څه درباندې وشول؟
ښځې یې ټوله کیسه ورته وکړه بیا یی خاوند ورته وویل: آیا ته پوهیږې چې ستا د خوب تعبیر څه دی؟
ښځې یې په ژړغوني اواز ورته وویل: نه!
خاوند ورته وویل: تا چې څه په خوب کې لیدلی دی هغه ستا لپاره د الله تعالی له لوری عذابونه دي ځکه چې تا به لمونځ نه کاوه او په ډیره بې پروایئ سره به د لمانځه باندې مسخرې کولې.
ښځې یې چې دا خبرې واوریدې نو هکه حیرانه شوه او بیا یی خپل خاوند سره وعده وکړه چې نور به هیڅکله لمونځ قضاء نه کړي او نه به لمونځ باندې مسخرې وکړي او پنځه وخته لمونځ به خپل وخت باندې اداء کوي.

جاوید فدائي

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close