ميندې دې له زېږون وروسته دا ټکي په پام کې ولري!

له زیږون وروسته:

ميندې له زېږون وروسته په لومړیو اونیو کې جدي پاملرنې ته اړتیا لري؛ نو د کورنۍ غړو ته یې بويه چې په دې موده کې ورسره اړينه مرسته وکړي. غذایي رژیم هم په دې موده کې د مور او ماشوم په روغتیا کې مهم رول لوبوي، چې باید پام ورته وشي. امیدوارې مېرمنې او د کورنۍ غړي باید دغو ټکو ته جدي پاملرنه وکړي:

 امیدواري، د ښځو په ظاهر او باطن دواړو کې د بدلونونو لامل کېږي. خو له زېږون وروسته کېدای شي څو اونۍ وخت ونیسي چې ښځه خپل پخواني حالت ته را وګرځي. د کورنۍ غړي باید د دوو یا دريو اونيو په موده کې له میندو دا تمه ونه کړي، چې دوی دې خپل لومړني حالت ته را وګرځي او له دوی سره دې د کور په کارونو کې مرسته وکړي.

لږ تر لږه شپږ اونۍ وخت ته اړتیا ده، چې مېرمنې له زېږون وروسته اصلي حالت ته را وګرځي، خو دغه څه بیا هم په دې پورې اړه لري چې دوی په لومړنیو اونیو کې له ځان څخه څه ډول ساتنه کړې ده او کوم ډول غذایي رژیم يې درلودلی دی.

له زېږون وروسته باید کوم خواړه وخوړل شي؟

غذایي رژیم د نویو زېږوونکو مېرمنو او نوي زيږېدلي ماشوم پر روغتیا مستقیمه اغېزه کوي. د حمل پر مهال هم مېرمنې نه یوازې د خپل ځان بلکې د خپل جنین د اړتیاوو د پوره کولو مسوولیت پر غاړه لري، خو له زېږون وروسته دغه څه بېخي په دوی پورې اړوندېږي، تر څو د ځان او خپل ماشوم دواړو خیال وساتي.

دا چې میندې خپل ماشوم ته شیدې ورکوي، نو اړتیا ده، چې حساسیتونو ته په پام سره خپل غذایي رژیم برابر کړي. دې ته هم باید پام وشي، چې کوم خواړه د زېږون پر وخت او کوم خواړه له زېږون  ورسته د دواړو په ګټه دي.

نوې زېږوونکې مېرمنې دې هڅه وکړي چې پروټین، مېوې، سبزۍ، غلې او دانې په خپل غذایي رژیم کې ور زیات کړي. دا چې اوس مور مجبوره ده خپل ماشوم ته شیدې ورکړي؛ نو د لبنیاتو، په ځانګړي ډول شېدو، خوړل دې نه هېروي. دا هم ښکاره ده چې په دې وخت کې د غوړو غذاګانو خوړل په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي، نو میندې دې ترې په جدي توګه ډډه وکړي.

په دري کې متل دی وایي، «کاچی به از همه چی». (شیره تر هڅه غوره ده)

زموږ په ټولنه کې د شيرې خوراک، نویو زيږوونکو مېرمنو ته په یوه سنت بدل شوی دی. که څه هم چې ځوانې مېرمنې له دې ډول خوړو سره چندان علاقه نه لري، خو د کورنۍ مشرې مېرمنې یې په زور خوړلو ته مجبوروي، ځکه دوی په دې اند دي چې دغه ډول خواړه د مور او ماشوم دواړو لپاره ګټور دي. خو ډاکټران بیا وایي چې په دې وخت کې د مېرمنو لپاره په دومره کچه غوړ خواړه د ګټې پر ځای زیان رسوي، ځکه مېرمن د استراحت په حالت کې وي او په دې حالت کې باید د زیاتې کالورۍ لرونکي او غوړ خوراکونه ونه خوړل شي، ځکه د وزن د زیاتېدو لامل کېږي چې بیا په راتلونکې کې ستونزې زېږوي.

مېرمنې څه ډول خپل وزن کم کړي؟

لږ تر لږه شپږو میاشتو ته اړتیا ده چې له زېږون وروسته د ميندو وزن خپل اصلي حالت ته را وګرځي. ډېری وخت له زېږون وروسته مېرمنې خپل یوه اندازه وزن له لاسه ورکوي. اوبه، وینه او ماشوم لږ تر لږه پنځه یا شپږ کیلو وزن لري چې په ټوله کې د مور له بدن څخه کمېږي. په اصل کې دا تاسو خپله یاست چې په تدریجي ډول خپل وزن کم او کنټرول کړی.

ايا خېټه په تړل کېدو کوچنۍ کېدای شي؟

ډېری په دې اند دي چې مېرمنې باید له زېږون وروسته سمدستي خپلې خېټې په ځانګړي (شکم بند) یا کمربند وتړي څو بېرته ټولې شي، خو ډاکټران وایي چې دغه څه ګټه نه کوي بلکې د وخت په تېرېدو او ځانګړي ورزش سره خېټه ټولېږي او اصلي حالت غوره کوي. خو بیا هم که د خېټې تړل دومره کلک نه وي چې د بدن نورو داخلي غړو ته مزاحمت پېښ کړي، کومه مانع نشته کېدای شي له ورزش سره په څنګ کې دغه چاره هم مرسته وکړي.

کوم ورزش ګټور دی؟

هغه مېرمني چې په طبيعي ډول یې ماشوم زېږولی وي، کولی شي له هماغه لومړۍ ورځې ورزش کول پیل کړي؛ خو که یې سېزارین عملیات کړی وي، بیا نو خپله په مېرمنې پورې اړه لري چې څه وخت په خپل وجود کې د ورزش کولو توان ویني. یعنې کله چې د ټپ درد له منځه ولاړ شي بیا مېرمنې کولی شي ورزش پیل کړي. له لسو دقیقو یې دې پیل کړي او ورو ورو یې دې تر شلو دقیقو پورې ورسوي. ښکته او پورته کېدل یې لومړنۍ مرحلې دي چې کولی شې په دې ډول یې پیل کړي. کولی شي په ناستو خپلې پښې وغځوي او بیا یې راټولې کړي، دغه ډول کړنې دې څو ځلې تکرار شي.

له پرهارونو سره څه وشي؟

هغه مېرمنې چې د سېزارین د عملیات له لارې یې ماشوم زېږولی وي، په لومړۍ اونۍ کې باید د خپلو ټپونو جدي خیال وساتي، ځکه که مېکروبي شي ستونزې جوړوي. د مور روغتیا له ګواښ سره مخ کېږي، هغه ده چې د خپل ماشوم خيال نه شي ساتلی. ټپ باید پاک وساتل شي؛ نو له همدې کبله باید په ورځ کې درې ځلې ومینځل شي. د مینځلو لپاره بايد نري بتادين او پاکې اوبه وکارول شي. یعنې ۹ برخې اوبه او یوه برخه بتادین دې سره ګډ کړای شي او زخمونه دې پرې پرېولل شي.

مور څه وخت ځان مینځلی شي؟

خېرنوالي ان په عادي وخت کې هم ناروغۍ زېږولی شي، خو په داسې یوه مرحله کې چې مور نوی ماشوم زېږولی وي، ډېره دې ته لار هوارېږي چې په ډول ډول ناروغیو اخته شي. د ځان مينځلو په برخه کې هېڅ موانع شتون نه لري، مېندې کولی شي په ورځ کې دوه ځله په عادي ډول ځان ومینځي، خو یوه څه ته یې باید پام وي چې په حمام کې له هغه مینځونکو توکو ګټه وانخلي چې په نورو عادي وختونو کې یې کارول. ځکه کېدای شي د ټپ د سوزېدو او درد لامل شي. د لویانو د شامپو او صابون پر ځای دې د ماشومانو له صابون او شامپو څخه ګټه واخیستل شي. هڅه دې وشي چې د ځان مینځل ډېر وخت ونه نیسي او ستړې يې نه کړي.

څه وخت وګرځي؟

له طبيعي زېږون وروسته میندې کولی شي هر وخت یې چې زړه وغواړي قدم ووهي. هېڅ ګواښ یې پر وړاندې نه پېښېږي، بلکې دغه څه لا ورته ګټه رسوي. خو هغه مېرمنې چې د سېزارین د عملیات په وسیله یې ماشوم زېږولی وي، کېدای شي د دوی لپاره د جنرال او یا هم سپینال د بې هوښۍ ستنې کارول شوې وي. نو ښه ده، چې له ۸ یا دولسو ساعتونو وروسته قدم وهل پیل کړي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب