د ښځو ورځ: درناوی یې اسلام کوي که غرب ؟

موږ ځان ته مسلمان وایو خو له بده مرغه زموږ دډېرو کړنې له اسلام سره برابرې نه دی ،  زموږ دهیواد رسنۍ لیدل کېږی چی ټولې له غیراسلامی ددونو ډکې شوی یو بېلګه یی هم په همدې شپو اوروځو کې دښځو دورځی په اړوند درسنیو تبلیغ دی چی زموږ غوږونه یی کاڼه کړل په داسی حال کی چې  دمارچ اتمه په اصطلاح دښځو ورځ بلل شوې اوهرکال یی یادونه اوپه اصطلاح لمانځنه کېږی.  دیادونې وړده چې سږ کال   دمولودشریف ورځ دمارچ په نهمه ده،  خو زموږ رسنۍ لګیا دی دمارچ داتمی تبلیغ کوی خو دخپل نبی دزیږون او رحلت یاد یا هېڅ نه کوی یایی هم ډېر لږ یادوی.
په داسې حال کې چې زموږ دپیغمبر حضرت محمد ص په راتلو سره ښځو خپل حقونه وموندل اوله ژوندی خښېدو نه وژغورل شوی او دا څوارلس  سوه کاله پخواه وشول.
بل داچې موږ مسلمانان یو موږ باید هغه څه ولمانځو اوهغه څه ته پاملرنه وکړو چې زموږ دین یی راته حکم کوی. دښځې نړیواله ورځ په لویدیز کې موډ شوی اولامل یی هم دادی چې کله اروپا اوامریکا صنعتی شوه  یعنې دنولسمې سلیېزې له پیل نه دنارینه واک په هغو سیمو کی زیات شو اودښځو حقوق په لویدیزوالو ټولنو یعنې هغه ځای کی چې داسلام سپېځلی دین مسلط نه وو ډېر تر پښو لاندې کیدل.
اوپه پای کې دغه ورځ په ۱۹۷۵ زیږدیز کې دملګرو ملتو له خوا دښځو دورځې په نامه یاده شوه چې مسلمانانو ته هېڅ ډول کومه شرعی صبغه نه لری چې داورځ دې  ولمانځی ، اوداچې موږ مسلمانان هم دبشری ټولنې غړی یو  که چېری په اسلامی چوکاټ کې  دیوه دنیایی رسم اوعرف په توګه له نورو  سره سرو وښورو کومه خاصه ګناه به نه وی خو که چېرې موږ دخپل پیغمر ( ص) میلاد پری هیرو اوله دې سترې تاریخی ، دینی اوبشری پېښې نه یی شانداره لمانځو چې له بده مرغه په ځېنو ځایو کی همداسی هم کېږی نو خدای دی پرموږ رحم وکړی اوخدای دې زموږ داډول خلک اومسلمانان هدایت کړی چې داسلام اصلی لارې ته سیخ شو.
په دې ورځو کې دافغانستان په رسمی دفترونو ، رسنېو ، یو شمېر خصوصی ادارواو انجوګانو موسسو … کې دښځو په اصطلاح ورځ په ډېرو لویو غونډو اومراسمو اوکړنو یادول کېږی اوپه اصطلاح د ښځو ظاهری درناوی کېږی چې خوراکیانې هسې غولول کېږی .
حقیقت دادی  چې اصلی حقونه خو ښځو ته اسلام ورکړی که نورو دښځو لپاره ورځ ټاکلې اوپه دې توګه یی دښځې اونر په مېنځ کی دبېلتون اوجلا والی یوه کرښه ایستلی خو اسلام بشپړ حقونه ورکړی او کوم فرق ددوی په مینځ کې قایل نه دی. خو هو! مسولیتونه فرق کوی چې ځېنې مسایلو کی دښځو مسولیتونه ترناریینه وډېر دی اوځېنو وختو کې بیا دنارینه وو چې دا بیا په نورو عواملو پورې اړه پیداکوی اوهغه دښځو اونارینه وو هغه فزیکی جوړښت دی چې په هېڅ صورت کې سره برابر نه دی اوکه  څوک  برابر بولی بیایی هم په ښځه اوهم په نر ستر ظلم روا بللی دی.
ش.حقانی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب