بلجيم

بلجيم هیواد

د بلجيم سلطنتي هيواد د شمالي اروپا له هيوادونو څخه دى چې د اروپايي اتحاديې له بنسټګرانو هم شمېرل كيږي چې دمسيح ع له ميلاده ۵۰ كاله وړاندې پكې د سلت قوم ژوند كاوه .

بلجيم له هالنډ ، جرمني ، لوكزامبورګ او فرانسې سره ګاونډى دى او همدغه راز د شمالي انتلانتيك يا ناټو له بنسټګرانو هم دى . ددغه هيواد پلازمينه بروكسل د اروپايي اتحاديې اصلي مقر دى .

معتدل ، مرطوب باراني اقليم لري او د ټيټې ارتفاع خاوند ټاټوبى دى چې څه دپاسه نيمايي برخه يې جلګو پوښلې ده .

بلجيم د اوږد مهال لپاره د فرانسې ، هالنډ او هسپانيا په څير هيوادونو د خاورې جز ګڼل كېده . بالاخره په ۱۸۳۰ ميلادي كال د لومړي ځل لپاره خپلواك شو .

your ads

د نولسمې پيړۍ په دوهمه نيمايي پيړۍ كې د بلجيم صنايعو زيات پرمختګ وكړ او د بليجم دهغه د پاچا دوهم لئوپولډ له خوا د لومړي ځل لپاره د مستعمرې د جوړېدو فكر اجرا شو او كنگو، روانډا او بروئنيا يې په تدريج سره د بلجيم مستعمرې جوړې كړې .

كنگو تر ۱۹۶۰ ميلادي كاله د بلجيم مستعمره وه ، د روانډا او برونوئيا هيوادونه هم تر ۱۹۶۲ ميلادي كاله د بلجيم مسعتمرې وې .

په ۱۹۹۴ كال كې ددغه هيواد په اساسي قانون كې له يو لړ بدلونونو وروسته دغه هيواد د فډرال حكومت خاوند شو . ددغه هيواد په اساسي قانون كې بلجيم يو فډرال هيواد بلل شوى چې له درېو ، فلاندرز ژبو ، جرمن ژبو او فرانسوي ژبو له ټولنو څخه تشكيل شوى دى .

دغه هيواد په درېو سيمو ويشل شوى : په شمال كې فلندر چې خلك يې په هالنډي ژبه خبرې كوي ، په جنوب كې والونيا چې فرانسوي ژبي په كې ژوند كوي او بروكسل . هالنډي او فرانسوي ژبې يې رسمي ژبې دي . د والونيا په برخه كې ۷۰۰۰۰ جرمني ژبي خلك ژوند كوي .

سياست :

د بلجيم پاچا دوهم آلبرت دى خو محدود سياسي قدرت لري . د بلجيم په نظام كې لومړى وزير د حكومت مشر دى . دغه هيواد د سنا او ولسي جرګې په پارلمان كې لري .

د بلجيم هره يوه برخه د خپل حقيقي او حقوقي وضعيت په بنسټ د قانون جوړونې او د قانون په اجرا كې خپلواك عمل كوي . له همدې كبله د سيمو او ټولنو له قانوني مشرانو څخه جوړه شورا شته چې د ټول هيواد لپاره يو ډول قوانين تصويبوي .

د بلجيم له درې واړو برخو څخه هره يوه يې د خپلې سيمې د كلتوري ، ښونيزو ، ژبنيزو مسائيلو او انساني چارو مسئوليت په خپله غاړه لري . درې واړه سيمې د اقتصاد ، انرژۍ ، ليږد راليږد او حكومتي خدماتو مسئوليتونه هم لري .

هغه كار چې فډرال حكومت يې ترسره كوي د بهرنيو اړيكو تنظيمول ، حقوقي او دفاعي چارې سمبالول دي . فډرال حكومت همدغه راز مسئوليت لري چې كلي قوانين وضع كړي او د هيواد اقتصادي ، كلتوري او ټولينز خط مشې هم وټاكي .

د بي بي سي د راپور له مخې د دوه ژبو فرانسوي او هالنډي د وګړو ترمنځ تاوتريخوالى كله كله پورته ځي او هالنډي ي ښي لاسي د فلندر د سيمې د خپلواكۍ غوښتنه كوي ، په عين حال كې رايګيرۍ ددې ښودنه كوي چې زياتره بلجيميان د فډرال حكومت پلويان دي .

اقتصاد :

بلجيم په يوه ډيره صنعتي سيمه كې پروت هيواد دى . ددغه هيواد اقتصاد په خصوصي برخه څرخيږي . په ۲۰۰۶ ميلادي كال ددغه هيواد كورنى ناخالص توليد ۳۴۲.۵ ميليارده ډالره وو . په دغه هيواد كې د بيو تورم هم ۱.۸ فيصده دى .

كابو ۴.۹ ميليونه كسان كاري ځواك لري چې يو فيصد يې په كرودګرۍ ، ۲۴.۵ فيصده يې په صنعت او ۷۴ فيصده يې د خدماتو په برخه كې په كار بوخت دي . په دغه هيواد د بېكارۍ كچه ۸.۱ فيصده ده او څلور فيصده خلك يې د فقر له كرښې لاندې ژوند كوي .

ماشين آلات، كيمياوي مواد، الماس، اوسپنه او خوراكي توكي د دغه هيواد مهم صادرات جوړوي چې د آلمان (19.7 فيصده)، فرانسې (16.9 فيصده)، هالنډ (12 فيصده)، انگلستان (7.9 فيصده)، آمريكا (6.2 فيصده) او ايټاليا (5.2 فيصده) هيوادونو ته صادريږي .

ددغه هيواد واردات ماشين‌آلات، كيمياوي مواد، الماس (ناتراش شوي)، خوراكي مواد تيلي محصولات او د ليږد راليږد وسايل دي چې له هالند (18.3 فيصده)، آلمان (17.3 فيصده)، فرانسې (11.2 فيصده)، انگلستان  (6.6 فيصده)، ايرلند (5.7 فيصده) و آمريكا (5.4 فيصده)څخه وارديږي .

خلك :

په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې ددغه هيواد نفوس ۱۰۳۹۲۲۲۶ كسان وو چې منځنى عمر پكې ۴۱.۱ كاله دى او ژوند ته پكې تر ۷۸.۹۲ كلونو پورې هيله شته .

د بلجيم اساسي قانون له سياسته د دين په بېلوالي او له كليسا څخه د حكومت په لېرې والي ټينګار لري . په همدې دليل په بلجيم كې رسمي دين نشته خو كاتوليك كليسا بيا د هيواد په ډېرو سيمو كې نمايندګۍ لري .

د ۲۰۰۳ ميلادي كال د رسمي احصائيو له مخې د دغه هيواد ۰.۲ فيصده خلك د ايډز په ويروس ككړ وو .

اړيكتيايي چارې :

په بلجيم كې ۴.۷۱۹ ميليونه ثابتې ټلفوني كرښې فعاليت لري او او ۹.۶۶ مبايلونه هم پكې شته دي . ۲۵ ټلويژني چينلونه پكې خپرونې جوړوي . بلجيم د نورو اروپايي هيوادونو په خلاف يوه واحده حكومتي رسنۍ نلري بلكه حكومتي رسنۍ يې په دوه برخو ويشل شوې دي چې هره يوه يې يوه راډيو او ټلويژن لري .

كابو ۹۵ فيصده بلجيميان له كبلي ټلويژنونو استفاده كوي چې له دې پلوه په نړۍ كې لومړۍ رتبه لري . ټاكل شوې ده چې د بلجيم ټلويژني سيستم تر ۲۰۱۱ كاله پورې ډيجيټلي شي .

په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې يې ۳.۱۹۵ انټرنيټي كوربانه درلودل او ۴.۸ ميليونه كسان پكې له انټرنيټه استفاده كوي .

بلجيم په يو نظر :

پراخوالى

30،528 كيلومتر مربع

نفوس

10،584،534 نفر

پلازمينه

بروكسل

پولي واحد

يورو

انټرنيټي كود

.be

ټلفوني كود

0032

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب