بادرنګ مو جنسي روغتیا ته ګټور دی

بادرنګ د هغو سبزیو او میوو په  سر کې راځي، چې له تندې سره  مبارزه کوي، له  رومي ، کاهو او هندواڼې  هم مخکې دی، چې 92% اوبه لري.

بادرنګ  دکاهو، رومي  په پرتله ډېره لږه کالري  لري ځکه خو ورته  د ډنګروالي / لاغر ستوری بلل کیږي ، دخوړو کارپوهان یې  تل هغو کسانو ته سپارښتنه کوي، چې ډېر وزن لري  پردې سربېره  بادرنګ  بوره نه لري ،چې دوزن د ډېرښت لامل وګرځي.  

ځینو علمي  څېړنو دا ښودلې ده، چې  بادرنګ دا وړتیا لري، چې دسړیو دجنسي ځواک فعالیت لا پسې ډېر کړي  په ځانګړو توګه دهغو، چې  دکوروالي پرمهال له ځانګړو ستونزو ځوریږي ، بادرنګ دجنسي ناروغیو د درملنۍ په  سر کې راځي ، ځینې عضوي ویګرا ګڼي.

دبادرنګ له ګټو یوه دا هم  ده، چې  دسړی ادرار زیاتوي  او دا ددې لامل ګرځي، چې سړی  له خپل کوروالي څخه خوښ شي پردې سربېره په بدن کې دوینې دجریان  فعالیت زیاتوي،چې دا چاره دسړی او ښځی لپاره مهمه او ګټوره بلل شوې ده.

ځینې څیړنې دا هم وايي : چې دبادرنګ بوی  دښځو دراپارولو په برخه کې هم دپاموړ رول لوبوي  ددې ترڅنګ  هغه ښځې، چې دسترګو شاوخوا توروالې او پړسوب  څخه ځوریږي کولای شي له بادرنګ څخه ګټه پورته کړي، چې دا پړسوب له منځه ولاړ شي .  

دا هم دیادونه ده، چې بادرنګ  دخولې بد بوی له منځه وړي .

دبادرنګ ځینې ګټې په دې ډول رالنډولای شو:  بادرنګ  په  هضم کې مرسته کوي ، له بدن څخه  د زهري موادو په ویستلو کې مرستندویه ثابتیږي  او پر جنسي روغتیا یې اغیز مثبت دی، سرطان ناروغۍ ته هم  ګټور دی او هغه وګړي،چې دبدن پوست یې وچ  وي دبادرنګ کارول ورته ګټه لري.

کولای شو له مختلفو لارو څخه  له بادرنګ  ګټه پورته کړو که  له هوږې او اوبه سره وخوړل شي  اغیز یې ډېر دی  ځینې خلک یې  دجوس په بڼه هم کاروي .
له روهي نه په مننه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب