محمد اشرف غني احمدزی

اشرف غني

محمد اشرف غني احمدزی
Ashraf Ghani Ahmadzai July 2014 (cropped).jpg
د افغانستان لسم هېوادمشر
معاون محمد سرور دانش او امرالله صالح
Fleche-defaut-droite-gris-32.png حامد کرزی
محمد اشرف غني احمدزی Fleche-defaut-gauche-gris-32.png
د شخص معلومات
زیږون نوم (پښتوAshraf Ghani Ahmadzai)
پيدايښت ۱۹۴۹ زېږديز کال
کابلافغانستان
تابعیت د امریکا متحده ایالات (۱۹۶۴–۲۰۰۹)
ګوند خپلواک کاندید
ښځه رولا غني
اولاد مريم غني
مور او پلار شاه جهان احمدزی
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون
کابل پوهنتون
کار/مسلک سياستوال
ليکوال
کار ورکوونکی کابل پوهنتون
هروارد پوهنتون
نړیوال بانک
پوځي خدمت
برخه د افغانستان پوځ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي، اوزبکي ژبه، پارسي او پښتو)
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې

اشرف غني (زېږون نېټه ۱۹۴۹) (په انگرېزي: Ashraf Ghani) په ۲۱م د سپټمبر ۲۰۱۴م کې د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو. اشرف غني په دوه ؤ پوهنیزو ډگرونو کې خپل مسلکي سندونه اخیستي چې يو يې په وټه پوهنې او بل يې په وگړپوهنه کي د بېروت ښار له امریکايي پوهنتون څخه ترلاسه کړي[سرچينه پکارده]. دی د رياستونو د ښه والي د انسټېټيوټ ريس هم دی. ددې تنظيم بنسټ د ۲۰۰۵ ز. کال په جنوري کې د يوې امريکايۍ لخوا ايښودل شوی او د همدغه تنظيم موخه د سوډان او ورته غریبو سیمو ته د رياستونو د خدمتونو او د وړتيا پرمختگ دی. نوموړی د ۲۰۰۲ کال د جولاي څخه تر ډېسمبر ۲۰۰۴ زېږديز کال پورې د افغانستان د سوداگرۍ وزير پاتې شوی.

ښاعلی غنی په افغانستان کې د طالبانو د واک د راپرزېدلو وروسته د افغانستان د اقتصاد د بياراژوندي کولو لپاره لارې چارې د آزاد بازار په بڼه بهیر کې سمبالې کړې چې له مخې یې په افغانستان کې د وگړو تر منځ پوړيیزې ودې رامنځته کړې چې خوار لا خوار شو او حکومتي چارواکي لا پسې مالداره شول. ښاغلي غني پخپله هم دغه منلې او يوه ناکامه اقدام یې بللی . ډاکټر اشرف غني احمدزی د نړېوال بانک، د نړېوال وټه ییز بهیر او ټولنې (World Economic Forum) د کميسون غړی هم دی[سرچينه پکارده]. همدارنگه د لومړي ځل لپاره د ملگرو ملتونو د پرمختيايي پروگرام UNDP لخوا يوې پروژې چې د بې وزلو لپاره وټه ییزو وړتياؤ ته ځانگړی شوی دی يې غړیتوب لري.

مخينه

محمد اشرف غني د شاه جان احمدزي زوی دی چې د ۱۳۲۸ ل. کال د غويي په مياشت کې د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې نړۍ ته سترگې غړولي.د اشرف غني احمدزي پلرنی ټاټوبی د سرخ اب کلی دی چې د لوگر ولایت د محمداغې په ولسوالۍ پورې اړه لري .داوربند له ورځې وروسته ورله ځینو طالبـانود مـلا غني بابا لقب هم ورکړی دی

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د استقلال عالي ليسه کې او دويمې زده کړې يې د حبيبيې په عالي ليسه کې سر ته رسولي بيا يې د ښوونځي په دوران کي د (AFS) يو کلن پروگرام د امريکا په متحده ايالاتو کي بشپړ کړی. تر دې وروسته يې د دوولسم ټولگي بری ليک د حبيبيې عالي ليسه نه ترلاسه کړی. ښاغلي احمدزي د خپلو لوړو زده کړو پيل د کابل پوهنتون کې کړی او د شپږو مياشتو زده کړو وروسته يې د ليسانس بشپړه دوره د سياسي علومو په برخه کي د بيروت په امريکايي پوهنتون کې سر ته رسولې. د ليسانس د کچې وروسته يې خپله لومړنۍ ماسټري هم د سياسي علومو په څانگه کي د بيروت په امريکايي پوهنتون کې بشپړه کړې، نوموړي خپله دويمه ماسټري په نړيوالو اړيکو او وگړپوهنه کې د امريکا په کولمبيا پوهنتون کې سر ته رسولې او په همدې توگه خپله درېيمه ماسټري يې هم په نړيوالو اړيکو کي د کولمبيا په پوهنتون کې کړې. تر دې وروسته يې خپله دوکتورا د وگړپوهنې په څانگه کې د امريکا د کولمبيا پوهنتون نه لاس ته راوړې.

همدا راز د نړيوال بانک لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د هارډورډ او سټنفورډ د پوهنتونونو له خوا د مشرتابه (ليډرشيپ) د يوه ځانگړي پروگرام ترسره کول.لومړۍ افتخاري ډاکټري:په ٢٠٠٧ کال کي دامريکا د متحده ايالاتو د سکرانتن له پوهنتون څخه دغه افتخاري ډاکټري ورکړل شوه.دويمه افتخاري ډاکټري:د ٢٠٠٨ کال په جون کي د کاناډا گيلف پوهنتون نوموړي ته افتخاري ډاکټري ورکړه.ځانگړي زدکړي:د يادولو وړ ده چي ښاغلي ډاکټر محمداشرف غني له ماشومتوبه نيولې آن تر نن ورځي پوري د اسلامي تعليماتو د حصول لپاره هڅي کړي دي، خو تر ټولو جوت کار يې د ١٩٨٥ ميلادي کال څخه تر ١٩٨٦ ميلادي کال پوري د نبوي سيرت په باب د کراچي، لاهور او نورو ښارونو په مدرسو کي زدکړي دي، چي د نوموړي په وينا د ده لپاره خورا ارزښتمني وې.

دندې

د افغانستان اوسینی هېوادمشر ډاکټر اشرف غني په افغانستان کې دننه او د افغانستان څخه دباندې په بېلابېلو هېوادونو کې رسمي دندې ترسره کړي. د اهمو دندو لړليک يې پدې توگه دی ː

  • په ۲۰۰۲م زېږدي کې تر ۲۰۰۳م زېږدي د کابل پوهنتون د هغه مهال د ادبياتو پوهنځي د بشري علومو په څانگه کي د پوهيالي او پوهنيار په رتبه استاد.
  • په ١٩٧٧ زېږديز کال کې د ډېنمارک په اورهوس پوهنتون کي د لنډ مهال لپاره مېلممه پروفيسر.
  • يو کال د امريکا د متحده ايالاتو په ستر پوهنتون بېکلي کي استادۍ دنده.
  • اته کال د امريکا په مشهور پوهنتون جانزهوپکنز کي استاد.
  • لس کاله د نړېوال بانک د پاليسۍ او سټراتيژۍ جوړولو په برخه کي مهم مشر.
  • د ۲۰۰۴م زېږدي راهیسې په سوله ییزه توگه د بهرنیو پوځيانو د دندو څخه گوښه کولو او افغان پوځ ته یې امنيتي مسولیتونو سپارلو کار تر ۲۰۱۳م پورې .
  • د افغانستان ۲۰۱۴م زېږديز کال هېوادمشریزو ټولټاکنو لپاره کاندیدېدل او د هېوادمشر په توگه دنده سمبالول .

د يادولو وړ ده چي په نړيوال بانک کي د کار پر مهال ښاغلي ډاکټر اشرف غني په لومړيو پنځو کلونو کې د ختيځې او سويلي آسيا د هيوادونو لپاره کار کاوه او په پاته نورو پينځو کالونو کې يې د بېلابېلو نړيوالو چارو د سمون او په ځانگړي ډول د روسيې د اصلاحاتو په اړه د يادولو وړ کارونه ترسره کړل، چي ويل کېږي د روسيې د هر اړخيزې اقتصادي رغاونې بهير يې خورا چټک کړ. همدې ته په پام سره اوسمهال د نیواکمل دولت چې د اسلامي جمهوري تر نوم لاندې د کرزي تر مشرۍ گډوډ روان و د بهرنیو پوځونو د لېږد او هغوی سره د سیمو په بدلون کې د مشاورت او ریس په توگه دنده ترسره کړې . لدې وروسته د پراخو ټولټاکنو بهیر کې یې ځان کاندید کړ او په پراخه توگه د نوي هېوادمشر په توگه وټاکل شو .

سفرونه

ځانگړې وړتياوې

ډاکټر غني د خپلو همعصرو څېړونکو په جمله کي يو له هغو کسانو څخه دی، چي په انگرېزي ژبه يې د افغانستان په اړه ډېري ليکني کړي دي، او هغه مهال په ډېرو معتبرو سرچينو کي خپرې شوي دي.

څېړنې

نوموړي خپلي لومړۍ علمي څېړني په افغانستان کي د اسلام د مبين دين د نفاذ، د ښځو حقوق او ټولنيز عدالت له موضوعاتو څخه پيل کړې او په دې باب يې ډېري ليکني وکړې.

همدا راز يې په قبايلي ټولنه کي د اسلام او دولت جوړول تر سرليک لاندي يوه مفصله څېړنه وکړه.

ورپسې يې د اسلامي شريعت په محکمه کي د شخړو هوارى، تر نامه لاندي موضوعات راوسپړل، چي د تحليل لپاره يې د عبدالرحمن خان د سلطنت لومړۍ لسيزه وټاکله او د کنړ ولايت د محکمې پر اسنادو يې څېړنه پيل کړه.

تر دې وروسته يې د افغانستان پر معاصرو ادبياتو څېړنه وکړه او د دري ژبي د معاصري ادبي دورې په هکله يې معلومات راټول کړل، چي له علامه محمود طرزي څخه رانيولې د ثور تر کودتاه پوري يو شمېر عمده برخي يې څېړلي دي.

د دې تر څنگ نوموړي د افغانستان پر اقتصاد، تاريخ او دولتي جوړښتونو باندي هم زيات شمېر مقالې ليکلي او خپرې کړي دي.

د عملي څېړنو په لړ کي د ډاکټر غني يو بل ستر کار د افغانستان د څلور سوه کلن تاريخ په باب څېړنه ده، چي له پنځلسمي ميلادي پېړۍ څخه تر نولسمي ميلادي پېړۍ پوري ډېر موارد پکي تر څېړنيز پوښښ لاندي راغلي دي او پوره لس کاله پرې نوموړى بوخت و.

ډاکټر اشرف غني د خپل علمي ژوندانه په بهير کي گڼ شمېر نور آثار هم بشري ټولني ته وړاندي کړي، چي زيات شمېر يې د کتابونو ځيني يې د لکچرونو او ځيني يې په بېلابېلو فورمونو کي د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو د استفادې وړ گرځېدلي دي.

په دې وروستيو کي يې يو کتاب (ناکام دولتونه او د هغو د کاميابۍ تگلار) تر سرليک لاندي د انگلستان د اکسفورډ پوهنتون له خوا په اروپا او امريکا کي خپور شو، چي د نړيوالو مطبوعاتو له لاري پرې تاوده بحثونه تر سره شول.

ښاغلي ډاکټر غني د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپټمبر له يوولسمي وروسته چي په افغانستان کي د يوې بلي بېساري غميزي د راپېښېدو وېره وه، له نړيوال بانک څخه بې معاشه رخصتي واخيسته او په آزادو مطبوعاتو کي يې يو لړ مقالې چاپ کړې او په لسگونو مرکې يې نشر ته وړاندي شوې.

په داسي حال کي چي نړۍ د افغانستان په اړه له ژور تشويش سره مخامخ وه د ملگرو ملتونو د هغه وخت سر منشي ښاغلي کوفي عنان له ښاغلي ډاکټر غني څخه غوښتنه وکړه چي د افغان مسئلې د حل لاري د موندلو په منظور دي د دې سازمان له يوه لوړ پوړي چارواکي او د افغانستان لپاره د با صلاحيته استازي ښاغلي لخضر ابراهيمي سره د ځانگړي سلاکار په توگه په کار پيل وکړي، ډاکټر غني دا وړانديز ومانه او د همدې پرله پسې هڅو په نتيجه کي وتوانېدئ، چي د بن د موافقې په ترتيب کي ونډه واخلي او نړۍ وپوهوي چي افغانان کولاى شي د خپل عنعنوي دود يعني لويي جرگې په چوکاټ کي ورپېښي ستونزي آواري کړي او له هغه سيمه ييز گروپ څخه چي د ټول هيواد استازيتوب نه شي کولاى قدرت د همدې ميکانيزم (جرگې) له لاري ملت ته انتقال کړاى شي، چي د همدې پوهاوي په نتيجه کي د مراحلو ټاکنه وشوه او ور پسې موقته اداره منځته راغله.

ښاغلي ډاکټر اشرف غني د موقتي ادارې تر ختمېدو يوه مياشت وروسته د افغانستان لسو ولايتونو ته کاري سفرونه وکړل او روان حالات يې تر څېړني لاندي ونيول، په همدې وخت کي يې د افغانستان د هغه مهال د ادارې په غوښتنه د ملگرو ملتونو د سازمان او نړيوال بانک ته استعفا ورکړه او له هر ډول مالي امتياز پرته د هېوادمشر ځانگړى سلاکار مقرر شو.

يوه موده يې په پوره برياليتوب دا دنده پر مخ يوړه او وروسته بيا په افغانستان کي د مرستو د انسجام د ادارې مشر وټاکل شو، ښاغلي غني په دې اداره کي د پام وړ کارونه سرته ورسول، د ساري په توگه ويلاى شو چي لومړى يې د ملي بيا رغوني سر تاسري بنسټونه او اصول وټاکل، ورپسې يې د هغه کال د حمل په مياشت کي د مرستو د جذب نړيوال کنفرانس ته چي په کابل کي جوړېدئ تيارى ونيوئ، په دې کنفرانس کي ډاکټر غني نړيوالو ته د افغانستان د حکومت او خلکو لومړيتوبونه په گوته کړل او يوه سالمه مهالنۍ تگلاره يې وړاندي کړه.

تر کنفرانس وروسته نوموړى د يادي شوي ادارې له خوا بېړنۍ لويي جرگې ته د ماليې د وزير په توگه وپېژندل شو، چي جرگې دا وړانديز ومانه او ښاغلى ډاکتر اشرف غني د انتقالي دورې د ماليې د وزير په حيث مقرر شو.

دا وخت د افغانستان مالي او پولي سياست جگړو دومره ځپلى و، چي د نړۍ په کوم بل هيواد کي يې سارى نه شو ليدل کېداى، خو ډاکټر غني وتوانېده چي د گمرکونو او عوايدو په مرکزي کولو کي د امنيت شورا فيصله يوازي په شپږو اونيو کي عملي کړي او د پولي او مالي سياست په برخه کي بنسټيز اصلاحات رامنځته کړي. د دې ترڅنگ يې د هيواد عمده ولايتونو ته سفرونه وکړل او د ملي پيوستون، مخابراتو او صحي پروگرامونو په ترتيب او له نورو وزارتونو سره د اړيکو په تنظيم کي يې اغېزمن رول ولوباوه، د هيواد په دننه کي يې د مالي چارو د تنظيم په موخه کاري پلانونه ترتيب کړل او له هيواده بهر يې هم د نړۍ د خبرولو لپاره د يادولو وړ گامونه واخيستل، چي يو مهم کار يې د توکيو کنفرانس لپاره افغان دولت ته د يوې داسي بيانيې او پروگرام تيارول و چي نړۍ يې له افغانستان سره د مرستي کولو ته قانع کړه. ورپسې د برلين د کنفرانس وار راغئ، او دا وخت نړۍ غوښتل افغانستان ته يوازي يو ميليارډ ډالره مرسته ورکړي، اما د وخت د ماليې د وزير پرله پسې هڅي وې چي نړۍ حاضره شوه، په هماغه کنفرانس کي له افغان حکومت سره د ٢، ٨ ميليارډو ډالرو مرستي ژمنه وکړي، په عين حال کي نړۍ دا هم ومنله چي په افغانستان کي ٥، ٢٦ ميليارډو ډالرو بهرنۍ پانگوني ته اړتيا ده، د افغانستان په ټول تاريخ کي دا يو بېسارى کنفرانس و چي يو نېستمن او جگړه ځپلي هيواد وکولاى شول، خپل د بيا رغوني پروگرامونه وړاندي کړي او نړۍ پرې قانع کړي.

د پورتنيو ښو کارنامو په پايله کي په ٢٠٠٣ ميلادي کال ښاغلى ډاکټر غني د آسيا د ممتاز او کامياب ماليې وزير په توگه وپېژندل شو، چي د کال د وزير جايزه يې هم ترلاسه کړه. وروسته د انتقالي دولت دوره پايى ته ورسېده، خو ډاکټر محمداشرف غني ونه غوښتل چي په بله کابينه کي گډون وکړي او د لوړو زدکړو د بهير د اصلاح په منظور يې د کابل پوهنتون د بيا رغوني چارو ته مخه کړه. پوره يو کال يې د کابل پوهنتون له استادانو او محصلينو سره کاري ليدني کتني وکړې او په دې چوکاټ کي يې د اساسي جوړوني پايله ترلاسه کړه، چي يوه اندازه لومړنۍ او ضروري مرستي ترلاسه شوې.

ډاکټر اشرف غني په ٢٠٠٦ کال د نړيوالو مطبوعاتو له لاري د ملگرو ملتونو د عمومي سرمنشي د کانديد مرحلې ته د سرمنشي په توگه مطرح شو او بيا د افغان حکومت له خوا دا وړانديز رسماً هغې ادارې ته وړاندي شو.

په ٢٠٠٧ کال د ده نوم بين المللي مطبوعاتو د نړيوال بانک د رئيس په حيث وړاندي شو.

نوموړى چي تېر دوه کاله په سفرونو بوخت و، په يو شمېر نړيوالو مواردو کي يې څېړني ترسره کړې، چي همدا اوس يې د (ناکام دولتونه او د هغوى د کاميابۍ تگلاره) تر سرليک لاندي يو کتاب له چاپه راوتلى او په نړيواله کچه د ډېرو سترو علمي او تحقيقاتي مراکزو او مطبوعاتو له خوا پرې بحث روان دئ.

ډاکټر غني په تېرو دوو کلونو کي د نړيوالو موسساتو په غوښتنه د سوډان، کوسوو او نيپال دولتونو ته مشورې ورکړي دي.

همدا راز ډاکټر اشرف غني احمدزی له يوې بلي تحقيقاتي او مشورتي موسسې سره چي د معاصرو دولتونو جوړېدو د ادارې په نامه منځته راغلې دنده پر مخ يوړه، دا موسسه د کاميابو دولتونو هغه تجربې او تگلاري چي د ناکامو دولتونو له ځينو شرايطو سره سمون خوري او ناکام دولتونه ورته اړتيا لري، تر څېړني لاندي نيسي.

دا چي ډاکټر غني په تېرو څلورو کلونو کي له دولته بهر و په ډېرو نړيوالو کمېسيونونو کي يې برخه اخيستې چي له هغې جملې څخه يو د ملگرو ملتونو د قانون له نظره د بېوزلو خلکو بسيا کول نومېږي. په دې موده کي نوموړى د امريکې د وکيلانو د نړيوال عدالت په پروگرام کي د قانون د حاکميت د پروژې د عالي مشورتي کمېټې غړى و، همدا رنگه د بروکنگ د موسسې (په نړۍ کي د امن او سولي د راتگ) د پروژې د عالي کمېټې غړيتوب يې هم درلود. او د دې په خوا کي يې نوري ډېري بشري چاري هم سرته رسولي چي د ټولو بيانول په دې لنډه ليکنه کي ناممکن دي.

ښايي دا ساده مسئله نه وي چي ښاغلي غني لس کاله د افغانستان په څلور سوه کلن تاريخ او تېرو هېرو واقعاتو پسي پلټنه کوله او تر دې وروسته يې بيا د دغه زخمي هيواد د زخمونو د درمان لپاره تر خپله وسه لسيزي مبارزه کوله، بلکي د دې هڅي او تلاښ تر شا يو فکر پروت دئ، چي ښاغلى غني به هيڅ وخت آرام ته پرېنږدي. دا پټ او غلى احساس هغه دردوونکى کيفيت دئ، چي د شلمي پېړۍ ستر افغان جناب الفت يې هم آرام ته نه پرېښوده ويل به يې:

يو پټ غلى احساس دئ چي آرام مي نه پرېږدي

پر اور مي کړوي، لکه چي خام مي نه پرېږدي

ډاکټر غني د افغاني ټولني له روايت او ثقافت څخه الهام اخيستى و، چي کلونه يې د دې ټاټوبي د صوفيه کرامو د پېښليک او ژوند او اند په راسپړنه تېر کړل، او لا تر اوسه هم د دې هيواد په اساسي مطالعه او څېړنه بوخت دئ.

د ۲۰۰۹ د هېوادمشرۍ د ټاکنو کانديد

اشرف غني د ۱۳۹۳ کال هېوادمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی دی.

اشرف غني د ۱۳۹۳ کال هېوادمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی دی. د جنبش ملي گوند مشر، جنرال دوستم یې لومړی او د عدلیې وزارت پخوانۍ وزیر، سرور دانش یې دویم مرستیالان دي.

چاپ شوي آثار

  1. د عادلانه نظام لار – د حکومتي نظام د جوړښت او حکومت چلولو په اړه د اشرف غني نظرونه او تگلارې – چاپکال ۲۰۰۹ ز.

لاس ته راوړنې

همدا راز سږکال د امريکا د تفت پوهنتون ښاغلي ډاکټر اشرف غني ته د نړ ېوال وطنوال تر سرلیک لاندي د نړۍ ډېره اهمه جايزه ورکړه، بايد وويل شي چي دا جايزه د نړۍ ډېرو لږو خلکو اخيستې، چي دا ځل يې يو افغان پروفيسر په اخيستو ونمانځل شو.

ډاکټراشرف غني د نړۍ د مهمو مفکرينو وياړ وگاټه

د بهرنې تگلارې په نامۀ د متحدو ايالاتو مشهورې مجلې د افغانستان د هېوادمشرۍ د ۲۰۰۹ ز كال د ټاکنو کانديد او د دغه هېواد د کابينې پخوانى غړى ډاکټر اشرف غني احمدزى په ژونديو شخصيتونو کې د نړۍ شلم پياوړى مفکر وبالۀ . د مجلې په نیولیک کې د امريکا د هېوادمشر بارک اوباما، د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلنټن او د برما د مشهورې سياستوالې آنگ سن سوچي نومونه هم شامل دي . ډاکټر اشرف غني يوازينى افغان دى، چې په ياد شوي لست کې شامل شوى دى . ډاکټر اشرف غني بي بي سي ته خپل احساس په دې ټکو څرگند کړ: (( زما احساس دا دى چې هر افغان ځوان ته احساس پيدا کيږي چې يو هلک چې د افغانستان په کلي کې له کوچيانو سره لوى شوى ، مکتب او ټولې لومړنۍ زدکړې يې په افغاسنتان کې کړي ، ټول عشق او علاقه يې له افغانستان سره ده ، کولى شي چې په دنيا باندې تاثير واچوي .)) ښاغلي احمدزي دا برى د ځان نه بلکې د افغانستان د ځوانانو او د افغانستان د روان سياسي مفکرينو گټل وبلل او دليل يې دا و چې دی د هغوى فکري محصول ځان بولي . ډاکټر اشرف غني هيله وښوده چې دغه ډول برياليتوبونه به په نړۍ کې د افغانستان مثبت نوم پياوړى کړي .

له واکه ګوښه کیدل

ولسمشر ډاکټر اشرف غني پر ۱۵ اګست ۲۰۲۱ میلادي کال کې د طالبانو د سرزورۍ په پایله کې له خپلې دندې استعفا وکړه او تاجکستان ته وکوچېدی. نوموړي نه غوښتل چې له طالبانو سره په جکړه کې نوره د افغانانو وینه توی شي. نوموړي پر خپله شخصي پاڼه د خپل واک پرېښودو اړوند خپل دریځ دا ډول لیکي .


سرچینه: پښتو ویکیپېډیا

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب