اوږد مهالی عصبي فشار د زړه د رنځ لامل کيږي

د المان طبي ټولنې په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې اوږمهالی عصبي فشار د زړه د رنځ لامل کيږي؛ ځکه چې د عصبي فشار له امله د وينې فشار لوړيږي او د وينې فشار د زړه د ټکان او رګونو د ناروغۍ ستر لامل ګڼل کيږي.

عصبي فشار څخه د خلاصون په موخه د المان طبي اداره وايي، چې هره ورځ بايد لږ تر لږه نيم ساعت لامبو، منډه، څلويښت قدمي او يا نور ورزش وشي.

ورزش د بې خوبۍ په مخنيوي کې هم رغنده رول لري، چې د عصبي فشار له امله پيدا شوی وي، مګر دېته مو پام وي، چې ورزش بايد له خوبه سمدستي مخکې نه وي.

د دې تر څنګ له وخته خوند اخيستل، چکر وهل، يارانو ملګرو سره ناسته او مجلسونه او داسې نور مباح کارونه، چې فکر پرې غلطيږي، نو دا کارونه د عصبي فشار په مخنيوي او کمولو کې ډېره مرسته کوي.

موږ تاسې ګورو، چې زموږ او ستاسې ډېر دوستان ډېرې ستونزې لري، مګر د خپل ټولنيز چاپېريال او ملګرو په برکت يې ستونزې دومره نه ځوروي، د هغه چا په نسبت، چې ستونزې يې لږ وي، مګر ټولنيز ژوند کې يې يوازيتوب غوره کړی وي او له ملګرو او دوستانو لرې وي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب